د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، نورالدین عزیزي د ایران د کرنې او جهاد وزیر او د افغانستان او ایران د ګډې اقتصادي همکاریو د کمېسیون له مشر غلامرضا نوري قزلجه، د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیلي مقدم، د څېړنو او روزنې سازمان له مرستیال غلامرضا ګلمحمدي، د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، صادراتو، کرنې، پانګونې او ترانزیټ د پراختیا لارې چارې څېړل شوې او د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.
د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه د ایران له لارې د افغان صادراتو د لېږد اسانتیا ښدل شوې ده.
وزرت وايي، چې دواړو خواوو د افغان غالیو او ټغرونو د صادراتو، د ترانزیټي ستونزو د حل، د قرنطین سند د لاسلیک، د چابهار بندر د ظرفیت د اغیزناکې کارونې او د کرنیزو او باغدارۍ محصولاتو لپاره د یخچالي کانتینرونو د برابرولو په اړه بحث کړی دی.
دواړو لوریو همداراز د سوداګریزو موټرو او بارونو د درېدو د وخت پر کمولو، د بارونو د ارزونې او تلاشي د پروسې پر اسانتیا او د ترانسپورتي لګښتونو پر راکمولو هم خبرې کړې دي.
افغان او ایراني سوداګر شکایت کوي، چې په اسلام کلا او دوغارون کې یې باروړونکي موټر د ډېر وخت لپاره دریږي.
د ایران د کرنې وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې، د ګډو همکاریو پراختیا ته چمتو دی. نوموړي په افغانستان کې د کرنې او کرنیزو تولیداتو په برخه کې د ګډې پانګونې او د تجربو د لېږد لپاره هم د ایران له اړخه خپل چمتووالی ښودلی دی.
نورالدین عزیزي ویلي، چې د افغانستان او ایران اقتصادي اړیکې باید د متقابلو ګټو، حاکمیت او خپلواکۍ ته د درناوي او د متوازنې سوداګرۍ پر بنسټ ولاړې وي.
نوموړي زیاته کړې چې که د سوداګرۍ په مخ کې شته خنډونه لرې او لازم شرایط برابر شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم ۱۰میلیارد ډالرو ته رسول به د اقتصادي اړیکو لپاره نوی فرصت واوسي. عزیزي ټینګار کړی چې د سوداګرۍ د حجم له زیاتولو سره، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو په ګټه د متوازنو سوداګریزو اړیکو رامنځته کول هم مهم دي.