د مقاومت جبهې سرچینو د طالبانو د فیض اباد پر ښاروال د برید مسوولیت ومانه

د طالبانو د مخالفې ډلې مقاومت جبهې یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې په فیضاباد کې د طالبانو د ښاروال مولوي عبدالرحمان منصور پر موټر شوې چاودنه د دې جبهې د وسله والو کار و.
