• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي نړیوال جام ته د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر لارموندنې خوښي ښودلې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي له ایرلنډ نه د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ پر ګټلو او د ۲۰۲۷ کال کرکټ نړیوال جام ته د افغان ملي لوبډلې پر مستقیم تګ، لوبغاړو او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

کرزي پر اېکس په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې له ایرلنډ سره د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په ګټلو د ۲۰۲۷ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې ده.

نوموړي د دغه بري له امله افغان لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلې او ملي لوبډلې ته یې په راتلونکو سیالیو کې د لا ډېرو بریو او لاسته راوړنو هیله کړې ده.

افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د درېیمې یو ورځنۍ لوبې په ګټلو سره د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته مستقیمه لار ومونده. افغان لوبډلې ایرلنډ ته د درې ویکټو په توپیر ماته ورکړه .

د ۲۰۲۷ کال یو ورځنی نړیوال جام به د جنوبي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا په کوربه‌توب د اکتوبر له ۴مې تر نومبر ۲۱مې پورې ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

بدخشان کې د نښتو په تړاو غبرګونونه؛ جمعه‌خان فاتح له «نا برابرې جګړې» سره مخ شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۰۲ ځله د رسنیو ازادي نقض کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په یوه کال کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي، لږ تر لږه ۲۹ رسنۍ او رسنیزې ادارې یې تړلې یا یې د فعالیت جوازونه لغوه شوي او په ۲۵ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی.

د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي.

دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه منلو له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۲۵ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شوی دی.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم زیات شوي او په ځینو خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر پروګرامونو او غونډو کې یې د ګډون مخه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه راډیوګانې هم لدې له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې چې په ژوندیو خپرونو کې یې ښځو ته د ټیلیفوني اړیکو زمینه برابره کړې وه.

د خبریالانو اجباري اعترافونه

دغه مرکز وايي، په تېر کال کې د نیول شویو خبریالانو اجباري اعترافونه هم خپاره شوي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه هم د راپور له مهمو موندنو څخه دي. د مرکز په وینا، د طالبانو په شاوخوا ۴۰ وزارتونو او دولتي ریاستونو کې نږدې نیمایي ادارو ته د راپور ورکولو او تصویري مرکو اړوند محدودیتونه پراخ شوي دي.

همداراز، پر دولتي کارکوونکو د سمارټ‌فونونو د کارولو محدودیتونه هم زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ښځینه خبریالانو حضور او فعالیت په ځانګړې توګه له محدودیتونو سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، په ځینو خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو غږ سانسور شوی او په یو شمېر غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون مخه نیول شوې ده.

مرکز وايي، دغه محدودیتونه د ښځینه خبریالانو پر مسلکي فعالیت سربېره معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پر حق هم اغېز کوي.

د طالبانو جزايي اصول‌نامه

د راپور له مخې، د طالبانو جزايي اصول‌نامې هم خبریالان او رسنۍ له قانوني ګواښونو او د بند له خطر سره مخ کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کوي چې په دې اصول‌نامه کې قاضیانو ته د پراخو صلاحیتونو ورکول او د درنو مجازاتو ټاکل د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د قانوني فشار زمینه پراخولی شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو د رسنیو ازادي رعایت کړي.

دغه مرکز همداراز غوښتنه کړې چې له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو سره سیاسي، مالي او تخنیکي ملاتړ زیات شي.

د مرکز په وینا، د تېر یوه کال ۱۰۲ ثبت شوي موارد ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم له جدي فشارونو سره مخ دی.

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو افغانه فعاله او څېړونکې نازیلا علمي وايي، افغان ښځې د اوږدې مودې له محرومیتونو سره، سره «نه تسلیمېدونکې» دي او د زده‌کړو، ازادۍ او د ټولنې جوړولو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړې له جورج بوش له بنسټ سره په یوې مرکه کې وايي، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې محرومیتونه له روانو بشري حقونو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره یوځای شوي او د دغه ښځو وضعیت یې لا زیانمن کړی دی.
د علمي په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړې، کار او تګ‌راتګ حقونو لپاره نه‌ده، بلکې ښځې له تاریخي تبعیض، جبري بې‌ځایه کېدو او نورو محرومیتونو سره هم مخ دي.
هغې وویل، کورنۍ یې له افغانستانه ن منځنۍ اسیا ته کډه شوې وه؛ خو له ۲۰۰۱کال وروسته بېرته افغانستان ته ستنه شوه؛ څو د خپلې ټولنې او کورونو په بیا جوړولو کې برخه واخلي.
د علمي په وینا؛ هغه د مزارشریف په یوه سیمه کې لویه شوې او وروسته یې کور وران او کورنۍ یې کابل ته جبري بې‌ځایه شوه. نوموړې وايي، یادې تجربې د جبري بې‌ځایه کېدو او بشري حقونو په اړه د هغې د څېړنو پر مسیر اغېز کړی دی.
علمي د خپلې کورنۍ د ښځو د زده‌کړیزو فعالیتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغې انا د خپلې کورنۍ له یوازینۍ ښځې په توګه د میراث د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه او وروسته یې په خپل کلي کې یو ښوونځی جوړ کړ.
د نوموړې په وینا، دغه ښوونځی وروسته پراخ شو او زرګونو نجونو په‌کې زده‌کړې وکړې؛ خو اوس هغه نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغې ټینګار وکړ، چې بشري حقونه او امنیت باید له یو بل څخه جلا ونه ګڼل شي.
علمي وايي، که نړۍواله ټولنه د افغان ښځو او قومي لږکیو بشري حقونه له امنیتي او ترهګرۍ ضد سیاستونو جلا وګڼي؛ نو د خلکو شکایتونه، مبارزه او مقاومت به له پامه وغورځوي او د تېرو تېروتنو د تکرار ګواښ به زیات شي.
نوموړې په افغانستان کې د سفر کوونکو بهرنیو او افغان ټولنیزو رسنیو فعالانو پر فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې یوازې د افغانستان د ښکلا، مېلمه‌پالنې او فرهنګ ښودل د دغه هېواد د اوسني وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
علمي وايي، باید له دوی وپوښتل شي چې په دغه انځورونو او ویډیوګانو کې افغان ښځې چېرته دي او ولې هغه کسان چې افغانستان ته سفر کوي د طالبانو له لوري په خوندي ډول ګرځول کېږي.
د هغې په وینا؛ طالبان له دغه سفرونو څخه د خپل حکومت د تبلیغ لپاره ګټه اخلي او د افغانستان د واقعي وضعیت د پټولو هڅه کوي. علمي وايي، په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو روانه مبارزه ورته هیله ورکوي.
نوموړې وویل، په افغانستان او بهر کې افغان ښځې او ځوانان د خپل هېواد د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي او همدا دوامداره فعالیتونه د هغې د هیله‌مندۍ تر ټولو مهم لامل دی.
هغې د افغانستان د ځوانانو د یوې څېړنې یادونه وکړه او ویې ویل، ځینو ځوانو افغانانو ورته ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي په اړه «خوشبین» نه‌دي؛ خو «هیله‌من» دي ځکه د دوی په باور خوشبیني ښايي د اوسني وضعیت منل وي، خو هیله د بدلون لپاره له مبارزې سره تړاو لري.
علمي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو مقاومت لاهم دوام لري او د همدې مبارزې دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هغې د هیلې سرچینه ده.

پښتانه لیکوالان: د طالبانو په پنځه کاله واکمنۍ کې پښتو ادب د جمود ښکار شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو برخو ترڅنګ پر ادبي، علمي او فکري فعالیتونو هم محدودیتونه زیات شوي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او لیکوال برکت شاه کاکړ وايي، چې د بیان، نقد او تخلیقي اظهار محدودېدل د ټولنې د پرمختګ پر بنسټیزو برخو منفي اغېز کوي.

برکت شاه کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، د یوې ادارې او ټولنې د پرمختګ مهم شاخصونه اصلاح، نقد، د احساساتو څرګندول او د نظر ازادي ده؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خلکو له بنسټیزو حقونو سره یو ځای د تخلیقي اظهار زمینه هم محدوده شوې ده.
هغه وویل، شاعران، لیکوالان، تاریخ‌پوهان او د ټولنیزو اصلاحاتو فعالان هغه مهال خپل کار په ازاده توګه نه‌شي ترسره کولی چې د بیان او نظر ازادي محدودوي. کاکړ زیاتوي، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د نظام د نیمګړتیاوو، اداري فساد او نورو ستونزو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو په هغه دوره کې د ادبي، هنري او ټولنیزو فعالیتونو لپاره پراخه زمینه برابره وه.
د نوموړي په وینا؛ اوس د فکر، نظر، نقد او خبرو د محدودېدو له امله نه یوازې ادبي او هنري فضا اغېزمنه شوې، بلکې علمي او سیاسي فکر هم له ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د تخلیقي او انتقادي فکر محدودول د افغانستان د ټولنیز او فکري پرمختګ لپاره جدي ستونزه ده او د ادب او هنر اغېز یې هم کمزوری کړی دی. بل لور ته پښتون لیکوال ،شاعر او د ادب شنونکی محمود اياز وايي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال پښتو شعر او ادب د ودې او پرمختګ لپاره له حکومت څخه د پام وړ ملاتړ نه‌دی ترلاسه کړی.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، د طالبانو په اوسني حکومت کې د شعر او ادب د ودې لپاره کوم ځانګړی او فعال رول نه‌دی لوبول شوی؛ بلکې په دې موده کې د پښتو ادب د پیاوړتیا پر ځای یوشمېر ستونزې لا زیاتې شوې دي.
هغه وویل، په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې ګڼ شمېر لیکوالان او ادیبان له خپل هېواد او ادبي چاپېریال څخه لرې شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ادبي اړیکو او تګ‌راتګ کچه هم اغېزمنه شوې ده او د جمود ښکار شوې.
د نوموړي په وینا؛ شاعران، ادیبان او لیکوالان د ټولنې د روښانتیا او شعور مهمه برخه جوړوي او د خپل قلم له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوي او د ټولنې د ستونزو انعکاس کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومتونه باید د لیکوالانو او شاعرانو ارزښت درک کړي، هغوی له پامه ونه غورځوي او د هېواد د مهمو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه له ادیبانو سره مشورې وکړي.
محمود ایاز وویل، لیکوال خپل ځانګړی مقام، شخصیت او ټولنیز حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.
د هغه په وینا؛ د شاعر او لیکوال د کار ملاتړ یوازې د ادب ملاتړ نه‌دی، بلکې د ټولنې د فکري ودې او روښانتیا ملاتړ هم دی. هغه لهاړوندو چارواکو غوښتي، چې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، د هغوی نظرونه واوري او د فرهنګي پالیسۍ په جوړولو کې د ادیبانو او لیکوالانو ونډه زیاته کړي.
نوموړي په پای کې وویل، که د شعر او ادب د ودې لپاره زمینه برابره شي، شاعران او لیکوالان کولای شي د هېواد د فکري او فرهنګي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بې‌پولې خبریالان: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د معلوماتو پر زندان بدل شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د رسنیو د ازادۍ د لا محدودېدو او د خبریالانو د ځپلو لامل شوي او دغه هېواد اوس د معلوماتو پر «زندان» بدل شوی دی.

د «ماډرن ډیپلوماسۍ وې‌باڼې» په یوه راپور کې چې د اګست پر ۱۰مه د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ارزونې پر بنسټ خپور شوی راغلي، طالبانو یوازې د رسنیو په برخه کې تر ۲۰ ډېر فرمانونه او ګڼ ولایتي مقررات پلي کړي چې ډېری یې په رسمي ډول نه‌دي خپاره شوي؛ خو د افغانستان د رسنیو خپلواکي یې په تدریجي ډول له‌منځه وړې ده.
په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال په جنورۍ کې په پټه نافذ شوې جزايي اصول‌نامې د طالبانو د مشر د سپکاوي لپاره ۳۹ درې او یو کال بند او د طالبانو د نورو مشرانو د سپکاوي لپاره ۲۰ درې د شپږ میاشتو بند سزا ټاکلې ده.
د راپور له مخې؛ دغه قانون د خبریالانو لپاره ځانګړی استثنا نه‌لري، له همدې امله د طالبانو د حکومت پر فعالیتونو عادي انتقادي راپورونه هم د مشرتابه د سپکاوي له مادو سره مخ کېدای شي.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ د شاخص له مخې؛ افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۷۵م ځای کې دی او د شمالي کوریا، اریتریا او چین ترڅنګ د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د رسنیو د ازادۍ وضعیت په‌کې تر ټولو کړکېچن بلل شوی.
راپور زیاتوي، طالبانو د ۲۰۲۱کال په سپټمبر کې د رسنیو لپاره ۱۱ مقررات اعلان کړي چې له مخې یې چارواکو ته د خپرېدونکو مطالبو د کنټرول پراخ واک ورکړل شو. وروسته د ۲۰۲۱کال په نومبر کې د طالبانو له نیوکه کوونکو سره پر مرکې بندیز ولګېد، د ۲۰۲۲کال په مارچ کې د امریکا غږ او ازادي راډیو د خپرونو بیا خپرول منع شول او د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۲کال کې پر چارواکو نیوکې د «اسلامي شریعت» خلاف وبللې.
د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ۲۰۱۵کال قانون چې د خبریالانو لپاره وروستی رسمي حقوقي خوندیتوب ګڼل کېده، د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې لغوه شو. په همدې موده کې د ژوندیو سیاسي خپرونو پر وړاندې محدودیتونه ولګېدل او په ګڼو ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شو.
د ښځینه خبریالانو وضعیت هم د طالبانو د محدودیتونو له امله خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، ښځینه تلوېزیوني ویاندویاې له ۲۰۲۱کال راهیسې د مخ پټولو ته اړې شوې او په کندهار کې د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د ښځو د غږ پر راډیويي خپرونو هم بندیز ولګېد.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ۴۳ سلنه رسنیزې ادارې په لومړیو درېیو میاشتو کې له‌منځه ولاړې. راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د شاوخوا ۱۲زره خبریالانو له ډلې له دوه پر درېیمې برخې څخه ډېرو خپل مسلک پرېښی او له لسو ښځینه خبریالانو څخه اته یې نور په رسنیو کې کار نه‌کوي.
د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ازادۍ ناورین یوازې د هېواد دننه ستونزه نه‌ده. په تېرو پنځو کلونو کې د هغه هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې د تېښتې لپاره اړ شوي، له ۱۹ تر ۴۰ لوړ شوی او افغانستان د یادې لړۍ په سر کې دی.
راپور کاږي، پاکستان او ایران د افغان خبریالانو د مېشتېدو له مهمو هېوادونو دي؛ خو په دغه هېوادونو کې د افغان کډوالو د پراخو اېستلو له امله یوشمېر خبریالان هم د نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د رسنیو د ازادۍ د محدودولو ترڅنګ، د افغان خبریالانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې ناورین هم د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي ازموینه ګرځېدلې ده. د راپور په وینا؛ د نوي جزايي قانون د اړوندو مادو لومړۍ مستنده قضیه به دا څرګنده کړي، چې د طالبانو د رسنیو قانون یوازې د ګواښ تر کچې پاتې کېږي او که په عملي ډول د خبریالانو او شنونکو پر وړاندې د قضايي اقداماتو لپاره کارول کېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان د ۶ نیول شویو بشري حقونو فعالانو د ځای له څرګندولو ډډه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، طالبانو د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ شپږ نارینه کارکوونکي نیولي او نږدې یوه میاشت کېږي چې د هغوی د برخلیک او ځای په اړه هېڅ معلومات نه‌ورکوي.

د دغه بنسټ په وینا؛ د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ (WCLRF) د مشرتابه شپږ غړي د جولای پر ۱۸مه په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د بشري حقونو څار بنسټ وايي، طالبانو تراوسه د دغه کسانو د نیولو لامل، د هغوی د روغتیایي وضعیت او د ساتنې ځای نه‌دی څرګند کړی.
د یاد بنسټ په وینا؛ طالبان باید د نیول شویو کسانو کورنیو او حقوقي وکیلانو ته د هغوی د لیدنې اجازه ورکړي او که پر هغوی د کوم جرم تور نه‌وي لګېدلی، نو باید سملاسي خوشې شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو مشرې مکارینا سایز ویلي، داسې ښکاري چې طالبان د ښځو او نجونو د ملاتړ هر ډول هڅه د خپل حکومت پر وړاندې ګواښ ګڼي. هغې له طالبانو غوښتي، چې د شپږو کارکوونکو د ځای په اړه سملاسي معلومات ورکړي او که په ناقانونه توګه نیول شوي وي؛ خوشې یې کړي.
د بشري حقونو څار بنسټ په وینا؛ د طالبانو امنیتي ځواکونو د جون پر ۲۱مه په کابل کې د یاد بنسټ پر دفتر برید کړی و، لپټاپونه او ګرځنده ټېلیفونونه یې ترې وړي او دفتر یې تړلی و.
د دغه سازمان په وینا؛ په راتلونکو اوونیو کې د بنسټ یوشمېر کارکوونکي د دوی د فعالیتونو په اړه هم د طالبانو له لوري پوښتل شوي وو. د بشري حقونو څار بنسټ وايي، د جولای پر ۱۸مه طالبانو شپږ نارینه کارکوونکي د خپلو ضبط شویو وسایلو د بېرته اخیستو لپاره دفتر ته ورغوښتي وو؛ خو د دفتر پر ځای یې ونیول او له ځان سره یې یوړل.
د نیول شویو کسانو کورنیو ویلي، چې طالبانو تر اوسه هغوی ته د خپلو خپلوانو د ځای، روغتیا او یا احتمالي تورونو په اړه هېڅ معلومات نه‌دي ورکړي. د یاد بنسټ پخوانۍ مشرې زرقا یفتلي ویلي، د نیول شویو کسانو کورنۍ له دوامدارې وېرې او ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د بشري حقونو څار بنسټ زیاتوي، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، د تګ‌راتګ سختول او د کم عمره ودونو لپاره د عمر د لږترلږه حد له‌منځه وړل په‌کې شامل دي.
د یاد بنسټ په وینا؛ طالبانو تر دې وړاندې هم ښځینه خبریالانې، د ښځو د حقونو فعالانې او د ښځو د حقونو اعتراض کوونکې نیولې، په خپلسري ډول یې بندیانې کړې او په ځینو مواردو کې یې د جبري ورکېدو، ناوړه چلند او شکنجې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دغه بنسټ وايي، په ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوشمېر کارپوهانو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د جبري ورکېدو په څېر پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د بشري حقونو څار بنسټ د نړۍوالې ټولنې پر غبرګون هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوشمېر هېوادونو غبرګون کافي نه‌دی.
د یاد بنسټ د ښځو د حقونو مشرې مکارینا سایز له حکومتونو غوښتي، چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار موضوع مطرح کړي.
هغې ویلي، پر ځای د دې چې د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو او لادرکه کېدو په اړه پر طالبانو فشار راوړل شي؛ ځینې حکومتونه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تعامل زیاتوي، هغه اقدام چې ستنېدونکي افغانان له جدي ګواښونو سره مخ کولی شي.