د طالبانو د مالیې وزیر: د افغانستان او ایران ترمنځ دې ټول سوداګریز خنډونه لرې شي

د طالبانو د مالیې وزیر ملا محمد ناصر د ایران د کرنې وزیر سره د لیدني پرمهال له تهران سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو بهیر دې پیاوړی شي.
د طالبانو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ملا محمد ناصر د ایران د کرنې له وزیر غلام رضا نوري سره کتلي او دواړه لوري د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پرلا پراختیا، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د ګډ اقتصادي کمېسیون د ناستو پر پیلولو او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ د اسانتیا په اړه غږېدلي دي.
د یادې ناستې پرمهال د طالبانو د مالیې وزیر ملا محمد ناصر ویلي، چې د سوداګرۍ په برخه کې دې شته خندونه له منځه یووړل شي او د صادراتو او وارداتو بهیر د لا پیاوړتیا ترڅنګ دې د کرنې، انرژۍ،، بانکي او اقتصادي برخو کې اړینه همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
طالبانو ویلي، چې د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا او د کرنې په برخه کې د تجربو شریکولو او همکاریو زیاتولو ډاډ ورکړی او همدارنګه یې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ټرانزیټ د پراختیا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
د ایران د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشری تېره ورځ کابل ته ورسېد څو د طالبانو د کرنې وزارت له لوري جوړ شوي کرنیز نندارتون ګډون وکړي.
نوموړي له تیرې ورځې راهیسې د طالبانو له بېلابېلو لوړپووړو چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم کړې دي.
