طالبان ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ۷ ولایتونو کې پراختیايي پروژې پلې کوي

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له مرستیالانو سره په ناسته کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د پراختیايي پروژو د کارونو ارزونه کړې ده.
د وزارت په وینا، د طالبانو د مشر د ځانګړي حکم پر بنسټ په دغو سیمو کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې او د یو شمېر هغو کارونه روان دي.
نوري ددغو ولایتونو له مسوولانو غوښتي، چې د پاتې پروژو په پلي کولو او څارنه کې جدي پاملرنه وکړي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د ملا نورالله نوري په کاري دفتر کې شوې ده.
په ناسته کې د یادو اوو ولایتونو مرستیالانو او د پراختیايي پروژو لپاره ټاکل شوي تخنیکي پلاوي او غړو ګډون کړی و.
د وزارت په وینا، د ناستې پر مهال د ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو مرستیالانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د منظورو شویو او تر کار لاندې پروژو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د ولایتونو د مرستیالانو په وینا، د دغو پروژو عملي کېدو په یادو سیمو کې د خلکو د ستونزو په هواري کې مرسته کړې ده.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ویلي چې د هبت الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، له خدمتونو نه په بېبرخې سیمو کې د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د دغو پراختیايي پروژو پلي کېدل د خلکو د «جهاد، قربانیو او زحمتونو» پایله ده.
نوري ویلي چې د دغو سیمو خلکو په هر حالت کې د طالبانو ملاتړ کړی او اوس باید ورته د خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
