په کندهار کې ښځې خرقي شریفې ته د دوی پر ورتګ د بندیز لرې کېدل غواړي

په کندهار کې یو شمېر ښځې له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د خرقي شریفې زیارت لپاره دې پر دوی لګول شوی بندیز لرې کړي او اجازه دې ورکړي چې د پخوا په څیر ښځې هم زیارت وکړي.
دغه زیارت ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي.
وړاندې د ښځو د ورتګ لپاره ورځې ځانګړې شوې وې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خرقې زیارت ته د ښځو پر ورتګ بشپړ بندیز لګول شوی دی.
د کندهار یو شمېر ښځې وایي چې د خرقې زیارت مذهبي ځای دی او ښځو ته هم باید له دې مذهبي ځای څخه د لیدلو لپاره اجازه ورکړل شي.
د زرمینې په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکې وايي:«مخکې موږ ته په هفته کې دوه ورځې ځانګړې شوې وي. هره چارشنبه او پنجشنبه موږ دلته راتلو. خو د طالبانو له راتګ وروسته مطلق بندیز ولګول شو».
د کندهار اوسېدونکې وايي، طالبان دې پر مذهبې او کلتوري کړنو بندیزونه لرې کړي او د خلکو د پیړیو پیړیو پخوا کلتور ته دې درناوی ولري.
د کندهار دغه ښځینه اوسېدونکې وايي، که طالبان د خرافاتو په نوم زیارت ته د ښځو د ورتګ مخنیوی کوي، نو د نارینهوو د ورتګ مخه دې هم ونیسي.
خرقه شریفه په کندهار ښار کې د خرقې په زیارت کې ساتل کېږي. د روایتونو له مخې، دا هغه چپنه ده، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته منسوبه ګڼل کېږي.
د تاریخي روایتونو له مخې، خرقه د ۱۸مې پېړۍ په شاوخوا کې په بخارا کې وه او په ۱۷۶۸کال کې د بخارا امیر مراد بېګ دا خرقه احمدشاه بابا ته ورکړه او هغه کندهار ته یووړه.
