د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش وایي وړې بلواوې باید شنډې یا اصلاح شي

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د یادې ډلې د مخالفو وسلهوالو جبهو وروستیو فعالیتونو ته په اشاره ویلي، چې د روانو بلواوو مخه دې ونیول شي او باید شنډې او یا اصلاح کړل شي.
مفتي لطیف الله حکیمي د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه د طبي علومو د اکاډمۍ د طب پوهنځي د محصلانو په فراغت غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې یې د مخالفانو د وروستیو فعالیتونو په اړه ناسته کړې او ټینګار یې کړی چې دې وړو وړو ګډوډیو ته باید اجازه ور نه کړل شي.
مفتي لطیف الله زیاته کړه:«نن مو یو مجلس وکړ، امارت باید دا وړو وړو اغتشاشونو ته اجازه ور نه کړي، په هر ډول چې وي. یا یې باید خنثی کړي او یايې باید اصلاح کړي».
په ظاهره د نوموړي اشاره په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو فعالیت او په بدخشان کې روانې شخړې دي.
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې له تیرې سېشنبې ورځې راهیسې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده او تازه ددې ډلې دفیض اباد ښاروال په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
