• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یوه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال خوشې شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په روانه اوونۍ کې ۸۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي. یاد وزارت ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، په روانه اوونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۸۷۵ افغان کډوال خوشې شوي چې له دې ډلې ۸۱۰ د تورخم او ۶۵ نور د سپين بولدک له لارو هېواد ته ستانه کړای شوي‌ دي.

د دوی په خبره؛ په راستنو شویو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښه‌والي لپاره د همکارو ادارو پر ګډې همکارۍ او دوام ټینګار کړی دی.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

د محمود شاه حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې حبیبي له طالبانو سره دی

•
•
•

نور کیسې

پښتانه لیکوالان: د طالبانو په پنځه کاله واکمنۍ کې پښتو ادب د جمود ښکار شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو برخو ترڅنګ پر ادبي، علمي او فکري فعالیتونو هم محدودیتونه زیات شوي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او لیکوال برکت شاه کاکړ وايي، چې د بیان، نقد او تخلیقي اظهار محدودېدل د ټولنې د پرمختګ پر بنسټیزو برخو منفي اغېز کوي.

برکت شاه کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، د یوې ادارې او ټولنې د پرمختګ مهم شاخصونه اصلاح، نقد، د احساساتو څرګندول او د نظر ازادي ده؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خلکو له بنسټیزو حقونو سره یو ځای د تخلیقي اظهار زمینه هم محدوده شوې ده.
هغه وویل، شاعران، لیکوالان، تاریخ‌پوهان او د ټولنیزو اصلاحاتو فعالان هغه مهال خپل کار په ازاده توګه نه‌شي ترسره کولی چې د بیان او نظر ازادي محدودوي. کاکړ زیاتوي، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د نظام د نیمګړتیاوو، اداري فساد او نورو ستونزو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو په هغه دوره کې د ادبي، هنري او ټولنیزو فعالیتونو لپاره پراخه زمینه برابره وه.
د نوموړي په وینا؛ اوس د فکر، نظر، نقد او خبرو د محدودېدو له امله نه یوازې ادبي او هنري فضا اغېزمنه شوې، بلکې علمي او سیاسي فکر هم له ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د تخلیقي او انتقادي فکر محدودول د افغانستان د ټولنیز او فکري پرمختګ لپاره جدي ستونزه ده او د ادب او هنر اغېز یې هم کمزوری کړی دی. بل لور ته پښتون لیکوال ،شاعر او د ادب شنونکی محمود اياز وايي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال پښتو شعر او ادب د ودې او پرمختګ لپاره له حکومت څخه د پام وړ ملاتړ نه‌دی ترلاسه کړی.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، د طالبانو په اوسني حکومت کې د شعر او ادب د ودې لپاره کوم ځانګړی او فعال رول نه‌دی لوبول شوی؛ بلکې په دې موده کې د پښتو ادب د پیاوړتیا پر ځای یوشمېر ستونزې لا زیاتې شوې دي.
هغه وویل، په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې ګڼ شمېر لیکوالان او ادیبان له خپل هېواد او ادبي چاپېریال څخه لرې شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ادبي اړیکو او تګ‌راتګ کچه هم اغېزمنه شوې ده او د جمود ښکار شوې.
د نوموړي په وینا؛ شاعران، ادیبان او لیکوالان د ټولنې د روښانتیا او شعور مهمه برخه جوړوي او د خپل قلم له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوي او د ټولنې د ستونزو انعکاس کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومتونه باید د لیکوالانو او شاعرانو ارزښت درک کړي، هغوی له پامه ونه غورځوي او د هېواد د مهمو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه له ادیبانو سره مشورې وکړي.
محمود ایاز وویل، لیکوال خپل ځانګړی مقام، شخصیت او ټولنیز حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.
د هغه په وینا؛ د شاعر او لیکوال د کار ملاتړ یوازې د ادب ملاتړ نه‌دی، بلکې د ټولنې د فکري ودې او روښانتیا ملاتړ هم دی. هغه لهاړوندو چارواکو غوښتي، چې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، د هغوی نظرونه واوري او د فرهنګي پالیسۍ په جوړولو کې د ادیبانو او لیکوالانو ونډه زیاته کړي.
نوموړي په پای کې وویل، که د شعر او ادب د ودې لپاره زمینه برابره شي، شاعران او لیکوالان کولای شي د هېواد د فکري او فرهنګي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بې‌پولې خبریالان: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د معلوماتو پر زندان بدل شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله د رسنیو د ازادۍ د لا محدودېدو او د خبریالانو د ځپلو لامل شوي او دغه هېواد اوس د معلوماتو پر «زندان» بدل شوی دی.

د «ماډرن ډیپلوماسۍ وې‌باڼې» په یوه راپور کې چې د اګست پر ۱۰مه د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ارزونې پر بنسټ خپور شوی راغلي، طالبانو یوازې د رسنیو په برخه کې تر ۲۰ ډېر فرمانونه او ګڼ ولایتي مقررات پلي کړي چې ډېری یې په رسمي ډول نه‌دي خپاره شوي؛ خو د افغانستان د رسنیو خپلواکي یې په تدریجي ډول له‌منځه وړې ده.
په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال په جنورۍ کې په پټه نافذ شوې جزايي اصول‌نامې د طالبانو د مشر د سپکاوي لپاره ۳۹ درې او یو کال بند او د طالبانو د نورو مشرانو د سپکاوي لپاره ۲۰ درې د شپږ میاشتو بند سزا ټاکلې ده.
د راپور له مخې؛ دغه قانون د خبریالانو لپاره ځانګړی استثنا نه‌لري، له همدې امله د طالبانو د حکومت پر فعالیتونو عادي انتقادي راپورونه هم د مشرتابه د سپکاوي له مادو سره مخ کېدای شي.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ د شاخص له مخې؛ افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۷۵م ځای کې دی او د شمالي کوریا، اریتریا او چین ترڅنګ د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د رسنیو د ازادۍ وضعیت په‌کې تر ټولو کړکېچن بلل شوی.
راپور زیاتوي، طالبانو د ۲۰۲۱کال په سپټمبر کې د رسنیو لپاره ۱۱ مقررات اعلان کړي چې له مخې یې چارواکو ته د خپرېدونکو مطالبو د کنټرول پراخ واک ورکړل شو. وروسته د ۲۰۲۱کال په نومبر کې د طالبانو له نیوکه کوونکو سره پر مرکې بندیز ولګېد، د ۲۰۲۲کال په مارچ کې د امریکا غږ او ازادي راډیو د خپرونو بیا خپرول منع شول او د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۲کال کې پر چارواکو نیوکې د «اسلامي شریعت» خلاف وبللې.
د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ۲۰۱۵کال قانون چې د خبریالانو لپاره وروستی رسمي حقوقي خوندیتوب ګڼل کېده، د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې لغوه شو. په همدې موده کې د ژوندیو سیاسي خپرونو پر وړاندې محدودیتونه ولګېدل او په ګڼو ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخ شو.
د ښځینه خبریالانو وضعیت هم د طالبانو د محدودیتونو له امله خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، ښځینه تلوېزیوني ویاندویاې له ۲۰۲۱کال راهیسې د مخ پټولو ته اړې شوې او په کندهار کې د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د ښځو د غږ پر راډیويي خپرونو هم بندیز ولګېد.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ۴۳ سلنه رسنیزې ادارې په لومړیو درېیو میاشتو کې له‌منځه ولاړې. راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د شاوخوا ۱۲زره خبریالانو له ډلې له دوه پر درېیمې برخې څخه ډېرو خپل مسلک پرېښی او له لسو ښځینه خبریالانو څخه اته یې نور په رسنیو کې کار نه‌کوي.
د راپور له مخې؛ د افغانستان د رسنیو د ازادۍ ناورین یوازې د هېواد دننه ستونزه نه‌ده. په تېرو پنځو کلونو کې د هغه هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې د تېښتې لپاره اړ شوي، له ۱۹ تر ۴۰ لوړ شوی او افغانستان د یادې لړۍ په سر کې دی.
راپور کاږي، پاکستان او ایران د افغان خبریالانو د مېشتېدو له مهمو هېوادونو دي؛ خو په دغه هېوادونو کې د افغان کډوالو د پراخو اېستلو له امله یوشمېر خبریالان هم د نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د رسنیو د ازادۍ د محدودولو ترڅنګ، د افغان خبریالانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې ناورین هم د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي ازموینه ګرځېدلې ده. د راپور په وینا؛ د نوي جزايي قانون د اړوندو مادو لومړۍ مستنده قضیه به دا څرګنده کړي، چې د طالبانو د رسنیو قانون یوازې د ګواښ تر کچې پاتې کېږي او که په عملي ډول د خبریالانو او شنونکو پر وړاندې د قضايي اقداماتو لپاره کارول کېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان د ۶ نیول شویو بشري حقونو فعالانو د ځای له څرګندولو ډډه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، طالبانو د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ شپږ نارینه کارکوونکي نیولي او نږدې یوه میاشت کېږي چې د هغوی د برخلیک او ځای په اړه هېڅ معلومات نه‌ورکوي.

د دغه بنسټ په وینا؛ د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ (WCLRF) د مشرتابه شپږ غړي د جولای پر ۱۸مه په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د بشري حقونو څار بنسټ وايي، طالبانو تراوسه د دغه کسانو د نیولو لامل، د هغوی د روغتیایي وضعیت او د ساتنې ځای نه‌دی څرګند کړی.
د یاد بنسټ په وینا؛ طالبان باید د نیول شویو کسانو کورنیو او حقوقي وکیلانو ته د هغوی د لیدنې اجازه ورکړي او که پر هغوی د کوم جرم تور نه‌وي لګېدلی، نو باید سملاسي خوشې شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو مشرې مکارینا سایز ویلي، داسې ښکاري چې طالبان د ښځو او نجونو د ملاتړ هر ډول هڅه د خپل حکومت پر وړاندې ګواښ ګڼي. هغې له طالبانو غوښتي، چې د شپږو کارکوونکو د ځای په اړه سملاسي معلومات ورکړي او که په ناقانونه توګه نیول شوي وي؛ خوشې یې کړي.
د بشري حقونو څار بنسټ په وینا؛ د طالبانو امنیتي ځواکونو د جون پر ۲۱مه په کابل کې د یاد بنسټ پر دفتر برید کړی و، لپټاپونه او ګرځنده ټېلیفونونه یې ترې وړي او دفتر یې تړلی و.
د دغه سازمان په وینا؛ په راتلونکو اوونیو کې د بنسټ یوشمېر کارکوونکي د دوی د فعالیتونو په اړه هم د طالبانو له لوري پوښتل شوي وو. د بشري حقونو څار بنسټ وايي، د جولای پر ۱۸مه طالبانو شپږ نارینه کارکوونکي د خپلو ضبط شویو وسایلو د بېرته اخیستو لپاره دفتر ته ورغوښتي وو؛ خو د دفتر پر ځای یې ونیول او له ځان سره یې یوړل.
د نیول شویو کسانو کورنیو ویلي، چې طالبانو تر اوسه هغوی ته د خپلو خپلوانو د ځای، روغتیا او یا احتمالي تورونو په اړه هېڅ معلومات نه‌دي ورکړي. د یاد بنسټ پخوانۍ مشرې زرقا یفتلي ویلي، د نیول شویو کسانو کورنۍ له دوامدارې وېرې او ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د بشري حقونو څار بنسټ زیاتوي، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ بندیزونه لګولي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، د تګ‌راتګ سختول او د کم عمره ودونو لپاره د عمر د لږترلږه حد له‌منځه وړل په‌کې شامل دي.
د یاد بنسټ په وینا؛ طالبانو تر دې وړاندې هم ښځینه خبریالانې، د ښځو د حقونو فعالانې او د ښځو د حقونو اعتراض کوونکې نیولې، په خپلسري ډول یې بندیانې کړې او په ځینو مواردو کې یې د جبري ورکېدو، ناوړه چلند او شکنجې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دغه بنسټ وايي، په ۲۰۲۵کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوشمېر کارپوهانو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د جبري ورکېدو په څېر پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د بشري حقونو څار بنسټ د نړۍوالې ټولنې پر غبرګون هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوشمېر هېوادونو غبرګون کافي نه‌دی.
د یاد بنسټ د ښځو د حقونو مشرې مکارینا سایز له حکومتونو غوښتي، چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار موضوع مطرح کړي.
هغې ویلي، پر ځای د دې چې د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو او لادرکه کېدو په اړه پر طالبانو فشار راوړل شي؛ ځینې حکومتونه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تعامل زیاتوي، هغه اقدام چې ستنېدونکي افغانان له جدي ګواښونو سره مخ کولی شي.

یونېسف: وروستیو سېلابونو د افغانستان په ختیځ او مرکزي سیمو کې زرګونه کسان اغېزمن کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د جولای له ۲۰مې راهیسې د افغانستان په مرکزي، شمالي او ختیځو ولایتونو کې سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

یونېسف د اګست تر ۱۰مې په خپل تازه راپور کې ویلي، یوازې د نورستان په ختیځ پارون ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ د مړو ۲۶ سلنه ښځې او ۷۴ سلنه نارینه دي، په‌داسې حال کې چې د ټپیانو له ډلې اووه سلنه ښځې او ۹۳ سلنه نارینه دي او یوشمېر نور کسان لاهم تري تم دي.
د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۳۲۱ کورونه زیانمن شوي او شاوخوا ۲۴۰۸ کسان اغېزمن شوي دي. همداراز ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي او د پارون په ګډون په ځینو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې، سړکونه، پلونه، د سېلابونو مخنیوي دېوالونه، کرنیزې ځمکې او بازارونه هم زیانمن شوي دي.
یونېسف وايي، د اګست پر درېیمه د نورستان د برګ‌مټال ولسوالۍ هم د دویم ځل لپاره د ناڅاپي سېلابونو شاهد وه چې ۱۹۱ کورونه یې زیانمن یا ویجاړ کړي دي. د دغه سېلاب له امله سړکونه، پلونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.
په مرکزي سیمه کې د نهو ولایتونو سېلابونو دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان کړي دي. د راپور له مخې؛ ۳۱۶ کورونه زیانمن شوي او ۲۰۵۷ کسان یې اغېزمن کړي چې په‌کې ۶۸۸ نجونې، ۶۱۰ هلکان، ۳۹۵ ښځې او ۳۶۴ نارینه شامل دي. په دغه کسانو کې ۶۱ مېندواره ښځې هم شاملې دي.
په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۱.۶ مېلیون متره مربع کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې، نږدې ۳۰۰ څاروي تلف شوي او ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي دي. د دغه ښوونځیو له زیانمنېدو سره د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.
یونېسف وايي، په ختیځه سیمه کې د سېلابونو له امله ۱۵ د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي. دغه اداره له خپلو شریکانو سره د اوبو شبکو د ترمیم او د اغېزمنو خلکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو چارې پر مخ وړي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې؛ په پارون کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره د اوبو رسولو د یوې شبکې د بیارغونې عملي چارې هم پیل شوې دي. یونېسف وايي، تر سېلابونو وروسته یې له خپلو شریکانو سره په چټکۍ بېړنی غبرګون پیل کړی او د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او د ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې مرستې رسولې دي.
په ختیځه سیمه کې ۶۲۰ ماشومانو او ۱۶۰ پالونکو ته رواني او ټولنیز ملاتړ او د رواني لومړنۍ مرستې خدمتونه وړاندې شوي دي. همداراز ۳۰۰ نورو ماشومانو ته ډله‌ییزې مشورې ورکړل شوې او ۱۶ ماشومانو انفرادي مشورې ترلاسه کړې دي.
یونېسف وايي، ۲۲۱ یتیمو ماشومانو او له خپلو کورنیو جلا شویو ۱۷ ماشومانو ته هم ځانګړي خدمات وړاندې شوي او ټول له کورنیو سره بېرته یوځای شوي دي. د سېلابونو له امله په ختیځه سیمه کې ۱۶ ښوونځي زیانمن شوي، چې درې په نورستان، دوه په لغمان، یو په ننګرهار او لس په کونړ کې دي. د دغه پېښو له امله د شپږم ټولګي یو زده‌کوونکی هم مړ شوی او شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې شوي دي.
په مرکزي سیمه کې هم ۱۷ ښوونځي زیانمن شوي، چې د ۱۱زره او ۱۱۴ زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر یې اغېزمن کړی دی. یونېسف وايي، د سېلابونو له امله ښايي ځینې چاودېدونکي توکي له خپلو پخوانیو ځایونو راوتلي یا پخواني ښخ شوي ګواښونه بېرته راڅرګند شوي وي چې د سېلاب ځپلو سیمو د خلکو او بشري مرستندویانو لپاره یې د خوندیتوب ګواښونه زیات کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ: په هرو لسو افغان ماشومانو کې یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱
100%

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ «Save the Children» وايي، په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او نږدې له هرو لسو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.

د دغه بنسټ په وینا؛ د ۲۰۲۶کال په دویمه ربع کې د افغانستان په ځینو برخو کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال د خوارځواکۍ پېښو د زیاتېدو مهم لامل د ساري ناروغیو ډېرېدل دي.

راپور زیاتوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان ترې اغېزمن شوي دي.

ورته مهال له افغانستان سره د بشري مرستو کچه هم ټیټه شوې ده. د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۲کال کې تر ۳.۲۷ مېلیارد ډالرو، په ۲۰۲۵کال کې د بشري مرستو کچه یو مېلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او د ۲۰۲۶کال تر دې دمه یوازې ۴۳۸ مېلیونه ډالر مرسته ترلاسه شوې ده.

د مرستو د کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې هم فعالیتونه درول شوي، چې شاوخوا څلور مېلیونه کسان یې اغېزمن کړي او له دې ډلې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.

یاد بنسټ وايي، د لنډمهاله مالي ملاتړ له لارې یې ۱۴ روغتیايي مرکزونه فعال ساتلي؛ خو د دغه مرکزونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې د افغانستان په یوه غرنۍ او لرې سیمه کې یې روغتیايي مرکز د شاوخوا ۱۰زره کسانو لپاره یوازینی روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د یاد مرکز په وینا؛ هره ورځ تر ۱۰۰ ډېر ناروغان ورته مراجعه کوي او ځینې یې د روغتیايي خدمتونو لپاره له دوو تر درېیو ساعتونو پورې په پښو مزل کوي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د مرستو د کمښت له امله د دغه بنسټ د ملاتړو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ډلو د فعالیتونو کمېدو له امله شاوخوا ۷۰۰زره کسان چې ۱۴۰زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي؛ له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

په افغانستان کې د نفوس زیاتوالی، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغانانو بېرته ستنېدل، وچکالي، طبیعي پېښې، بې‌ځایه کېدل او وروستۍ شخړې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له مهمو لاملونو بلل کېږي.

په افغانستان کې د «Save the Children» مشر اشیش ډملي د نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بشري مرستو کمښت د ماشومانو ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه بنسټ په وینا؛ دوی له ۱۹۷۶کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او اوس‌مهال په نهو ولایتونو کې مستقیم پروګرامونه لري او په ۱۱ نورو ولایتونو کې له شریکانو سره کار کوي. دغه بنسټ وايي، تېرکال یې تر ۲مېلیونه ډېرو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.