د بدخشان په فیض اباد کې د طالبانو د ښاروال پر موټر بمي چاودنه شوې

ځايي سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بدخشان دمرکز فیضاباد لپاره د طالبانو د ښاروال مولوي عبدالرحمان منصور پر موټر چاودنه شوې ده. د سرچینو په وینا، د چاودنې پر مهال د طالبانو ښاروال په خپل موټر کې و.
