• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: د اسلامي نظام پر وړاندې «بغاوت» ناجایز او باغي «واجب‌القتل» دی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم په پروان پوهنتون کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ او د یو شمېر زده‌کړیالانو په فراغت مراسمو کې وویل: «د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ناجایز او باغي واجب القتل دی».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یادو مراسمو کې ندا محمد نديم د رعيت او مسوولينو پر مسوولیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ او تاسو ټول مکلفيت لرو چې د اسلامي نظام اوامر او فرامين پر ځانونو عملي او د امير اطاعت وکړو».

هغه د جمهوريت او طالبانو د واکمنۍ په تړاو وويل: «په جمهوريت کې قوانين او اصول د خلکو د افکارو نتيجه وه او پر مسلمانانو په جمهوريت کې جهاد فرض عین وو».

هغه د طالبانو قوانين او فرامين د الله او د هغه د پېغمر هدايات وبلل او زياته یې کړه: «درې شيان پر مسلمانانو لازم دي صبر، اطاعت او استقامت. نو په همدې اساس د جمهوريت د مشرانو د اوامرو نه منل جايز وو او د اسلامي نظام د امير نه اطاعت او نه منل ناروا او ناجایز دي».

نوموړي همداراز د طالبانو د مشر هبت‌الله پیغام هم واورولو چې محصلينو ته په‌کې اړينې توصيې او هدايت شوي وو.

په پيغام کې ويل شوي: «د تحصیل هدف یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه‌دي، بلکې د انسان تربیه، د غوره صفتونو حصول او د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو تحصیل ته د یوه علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په سترګه وګورئ، یوازې یې د دنیا د حصول ذریعه مه ګرځوئ».

ندا محمد نديم ويلي، چې افغانستان له اوږدو کلونو ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی او د ټولو اصلاحات په یوه ورځ او دوو کلونو کې ممکن نه‌دي، بلکې د اصلاح، ابادۍ او پرمختګ بهیر، وخت او صبر ته اړتیا لري. هغه له خلکو د طالبانو د نظام د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پروان پوهنتون له لسو پوهنځيو څخه له نجونو پرته نن ۸۵۷ محصلين فارغ شول.

ډېر لیدل شوي

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»
۱

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۳

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۴

د بدخشان د عملیاتو په اړه د طالبانو پوځي مشران د نظر اختلاف لري

۵

پنځه کاله د کمپیوټر د پردې تر شا؛ ایا انلاین ښوونځیو د افغان نجونو د زده کړو تشه ډکه کړې؟

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه: افغانستان په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې دی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
100%

مقاومت جبهې د جمهوري نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې د طالبانو حکومت «ناقانونه او ځپونکی» بللی. دغه جبهه وایي، افغانستان د خپل تاریخ په یوه حساس او برخلیک ټاکونکې پړاو کې دی.

مقاومت جبهې د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې پنځه کاله وړاندې د جمهوري نظام نسکورېدل او د طالبانو بیا واک ته رسېدل د یوې «پېچلې کورنۍ او نړیوالې دسیسې او جوړجاړي» پایله وه.

جبهې د طالبانو تېرې ۵ کلنې کړنې پر زور، تاوتریخوالي، انحصار غوښتنې، له قانون څخه سرغړونې او د ملي شتمنیو پر لوټولو ولاړې بللې دي.

د مقاومت جبهې همداراز طالبان تورن کړي، چې پر ښځو او نجونو یې پراخ بندیزونه لګولي، مدني ازادۍ یې ځپلې او له ترهګرو شبکو څخه یې ملاتړ کړی دی. د جبهې په وینا، دغو کړنو افغانستان د نړۍ له تر ټولو منزوي هېوادونو څخه یو ګرځولی دی.

په اعلامیه کې طالبان د یوه «قبیلوي او ځپونکي» جوړښت پر رامنځته کولو تورن شوي او ویل شوي، چې دغه ډله له دین څخه د خپلو سیاسي تګلارو د توجیه لپاره ګټه اخلي.

مقاومت جبهې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ډیپلوماټیکې انزوا، بندیزونو او له سیمه‌ییزې او نړیوالې ټولنې سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. جبهې ادعا کړې، چې د طالبانو مشرانو له نړیوالې ټولنې سره د رغنده او ګټور تعامل ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلکو په تېرو پنځو کلونو کې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره له مبارزې لاس نه‌دی اخیستی. جبهې همداراز د طالبانو پر وړاندې په وسله‌والو نښتو کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کړی او د هغوی درناوی یې کړی دی.

دغې جبهې له «استبداد» څخه د افغانستان د وتلو او د یوه مشروع، ولسواک او قانون‌محور نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. د جبهې په وینا، راتلونکی نظام باید د ازادۍ، برابرۍ، ټولنیز عدالت او د ښځو د حقونو پر بېرته راګرځولو ولاړ وي.

جبهې همداراز له نورو هېوادونو سره د افغانستان د مسوولانه اړیکو د ټینګولو، د امنیت د خوندي کولو، په سیمه کې د سوله‌ییز ګډ ژوند د پیاوړتیا او د شفافیت او عامه هوساینې پر بنسټ د اقتصادي نظام د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مقاومت جبهې د خپلې اعلامیې په پای کې ویلي، چې تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو افغانستان «د استبداد او ترهګرۍ له منګولو څخه په بشپړه توګه ازاد» او په اعلامیه کې مطرح شوې غوښتنې عملي شوې نه‌وي.

په افغانستان کې له ۴۹ سلنه کاري نفوس څخه ۲۶ سلنه خلک بې‌کاره دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کاري عمر خلک د افغانستان شاوخوا ۴۹ سلنه نفوس جوړوي او له دې نږدې ۲۶ سلنه کاري ځواک بې‌کاره دی. د نړیوالو مرستو او پراختیايي پروژو کمېدو هم د بې‌کارۍ کچه ډېره کړې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی، خو بې‌کاري، اقتصادي ستونزې، د راستنېدونکو افغانانو جذب او د پانګونې کمښت لا هم د هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.

د چین خبري اژانس «شینهوا» په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ترهګریزو بریدونو کچه کمه شوې، خو امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي.

په کابل کې په تېرو کلونو کې د کډوالو چارو د سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني د وژنې، د ښاري پراختیا او کور جوړونې پر وزارت د برید او د یوه چینايي رستورانت د برید په څېر پېښې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم په تېرو میاشتو کې د شخړو او د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له امله پوځي نښتې شوې دي، چې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له وروستیو څخه د ۲۰۲۶ کال تر پسرلي پورې یې شدت زیات شوی و، خو وروسته د نړیوالو منځګړیتوبونو له لارې د خبرو له بیا پیل سره نښتې کمې شوې.

اقتصادي ستونزې او بې‌کاري

راپور وايي، که څه هم د افغانۍ ارزښت یوڅه ثابت پاتې شوی او د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، یو امریکايي ډالر شاوخوا له ۶۶ تر ۷۰ افغانیو تبادله کېږي، خو د خلکو د ژوند اقتصادي فشارونه لا هم کم شوي نه دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کاري عمر خلک د هېواد شاوخوا ۴۹ سلنه نفوس جوړوي او نږدې ۲۶ سلنه کاري ځواک بې‌کاره دی. د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو او پراختیايي پروژو کمېدو هم د بې‌کارۍ کچه اغېزمنه کړې ده.

په ورته وخت کې، له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د بېرته راستنېدو بهیر د کار، کورونو او عامه خدمتونو پر وړاندې فشار زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د اقتصاد د بیا رغونې هڅې

د راپور له مخې، افغان حکومت په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا ۲میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۶۲ پراختیايي او زیربنايي پروژې منظورې کړې دي. له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې په ټول هېواد کې له ۱۲۰۰ ډېرې لویې پراختیايي پروژې پیل شوې دي.

د کانونو، تېلو او ګازو، حرارتي برېښنا او بادي انرژۍ په برخو کې هم یو شمېر پروژې پیل شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه پروژې د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي، خو ډېری یې لا تر کار لاندې دي او عملي اقتصادي اغېزې به یې وخت ونیسي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د لویو کان‌کیندنې قراردادونو د ترلاسه کولو اداري بهیر ساده شوی او د منظورۍ پړاوونه له ۲۲۸ څخه ۹۵ ته راکم شوي دي.

خو د راپور له مخې، د امریکا اوږدمهاله مالي بندیزونه لا هم د نړیوالې پانګونې، په ځانګړي ډول د خصوصي پانګې، پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر الکساندر دی کرو وايي، له افغان چارواکو سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب اقتصادي چاپېریال رامنځته شي.

د راپور په پای کې ویل شوي، چې له جګړې د وتلو پنځه کاله وروسته د افغانستان اساسي ننګونه یوازې د جګړې پای ته رسول نه دي، بلکې د یوه باثباته، سوله‌ییز او اقتصادي راتلونکي جوړول هم دي.

د طالبانو دریو مخالفو جبهو له دې ډلې سره پر مبارزې ټینګار کړی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو له پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله، ازادۍ جبهې، جمعیت اسلامي او د ملي مقاومت جبهې چارواکو د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره، د طالبانو حکومت «نامشروع» بللی او پر ضد یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.

ازادۍ جبهې د اګسټ د ۱۵مې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وویل، سره له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او ټول حکومتي وسایل په واک کې لري، خو نه دي توانېدلي چې «د زور له لارې رامنځته شوی حاکمیت» په یوه مشروع، ټولګډونه او تلپاتې سیاسي نظم بدل کړي.

دغې جبهې ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د اساسي قانون، ټاکنو او د واک د لېږد له مشروع میکانیزم څخه بې برخې دی او سیاسي پرېکړې د یوې محدودې او غیر ځواب ویونکې کړۍ په انحصار کې دي.

د ازادۍ جبهې زیاته کړې، چې د خاورې کنټرول له سیاسي مشروعیت سره مساوي نه دی او د ځپنې له امله رامنځته شوې چوپتیا د خلکو د رضایت نښه نه شي ګڼل کېدای.

دغې جبهې همدارنګه له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه د ښځو بې برخې کول «د طالبانو رسمي او جوړښتي تګلاره» وبلله او ټینګار یې کړی چې د ښځو او نجونو حقوق باید د سیاسي معاملې موضوع ونه ګرځي.

په ورته وخت کې، د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي هم په یوه اعلامیه کې واک ته د طالبانو بېرته ګرځېدل د تېر حکومت د «بې کفایتۍ، بې مسوولیتۍ او انحصارګرۍ» او د هغه څه پایله وبلله چې دوی یې «مبهمه سیمه ییزه او نړیواله توطیه» ګڼي.

دغه ګوند ادعا کړې، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له «خطرناک انحطاط» سره مخ شوی، ښځې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي، د قانون حاکمیت له منځه تللی او دولتي او اقتصادي جوړښتونه د پاشل کېدو په حال کې دي.

جمعیت اسلامي همدارنګه طالبان په نړیوالو مرستو کې په فساد، د طبیعي سرچینو په چور او د استبداد په پراخولو تورن کړي او وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د دې ډلې کړنې د «ظلم او ستم» د کچې له مخې «د افغانستان په معاصر تاریخ کې بې ساري دي».

هم‌مهاله، د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني، په یوه تازه مرکه کې وویل چې دغې جبهې د پام وړ نړیوال ملاتړ د نشتوالي له امله «درنه بیه» پرې کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي مقاومت جبهې تر یو زر ډېر جنګیالي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او د دې جبهې پلویان هم له ګواښونو، نیول کېدو او زنداني کېدو سره مخ شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو او اعلامیو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د دغې ډلې چارواکو واک ته د بېرته ګرځېدو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې د امنیت ټینګښت، د پرمختیایي پروژو پلي کول او د افغانستان د «خپلواکۍ» ساتل په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو تر ټولو مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

کاناډا: له ټولشموله حکومتولۍ پرته له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ملاتړ نه کوو

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱
100%

د کاناډا دولت وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول، خو کابل لا هم له بد بشري او سیاسي بحران سره مخ دی. کاناډا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ټولشموله حکومت لپاره عملي ګام نه دی اخیستی او ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

کاناډا وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول، خو کابل لا هم له بد بشري او سیاسي بحران سره مخ دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند او د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر رنډیپ سرای د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي، « کاناډا د طالبانو هغه سیاستونه په کلکه غندي چې د افغانانو پر وړاندې د سختې ځپنې، پراخو بشري حقونو د سرغړونو او د اساسي ازادیو د کمزوري کېدو لامل شوي دي».

دوی ویلي، افغانستان له مخ پر خرابېدو بشري، سیاسي او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی او طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې ایډیالوژیک نظام بنسټیز کړی چې ښځې او نجونې پکې په ځانګړي ډول هدف ګرځول شوې دي.

د کاناډا په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې هر اړخ اغېزمنوي او میلیونونه افغانې نجونې لا هم له زده‌کړو محرومې دي. د اعلامیې له مخې، ښځې د کار، ازاد تګ‌راتګ او بیان ازادۍ له فرصتونو محرومې دي او نه شي کولای له وېرې او تاوتریخوالي پرته باعزته ژوند وکړي.

کاناډا وايي، د طالبانو ځپونکو سیاستونو د خبریالانو د کار بهیر له ستونزو سره مخ کړی، د بشري حقونو مدافعان او مدني ټولنه یې چوپ کړې او قومي او مذهبي لږکي یې هم له ځورونې سره مخ کړي دي.

د کاناډا د حکومت په وینا، طالبانو تر اوسه د یوه ټولشموله او استازي حکومت د جوړولو لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستي. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې په داسې چاپېریال کې فعالیت کوي چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

طالبان باید حساب ورکړي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې او د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر ټینګار کړی چې طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکړي.

دوی ویلي، چې کاناډا به تر هغه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ ونه کړي، چې د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او د اساسي ازادیو د خوندیتوب په برخه کې څرګند پرمختګ نه وي شوی.

کاناډا وايي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت په اړه یې خپل سیاسي دریځ روښانه ساتلی، خو د افغانستان له خلکو سره یې بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

د کاناډا د حکومت په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه هېواد افغانستان ته د لومړنیو اړتیاوو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو لپاره له ۱۴۳میلیونه ډالرو ډېر مالي ملاتړ برابر کړی دی.

همداراز کاناډا وايي چې د خوړو او تغذیې، بېړنیو روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او حفظ‌الصحې او د خوندیتوب د خدمتونو په ګډون یې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره له ۳۱۵میلیونه ډالرو ډېر مالي ملاتړ کړی دی.

کاناډا په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو او د یوه باثباته، سوله‌ییز او خوندي افغانستان لپاره د هغوی د هیلو ملاتړ جاري ساتي.

د کاناډا د حکومت دغه څرګندونې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت شوې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د جمهوري حکومت له سقوط وروسته، کابل ته ننوتل او پر افغانستان یې بیا واک ټینګ کړ.

افتاب شیرپاو: طالبان په نړۍ کې منزوي شوي او خپل خلک ترې ناراضه دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

د قومي وطن ګوند مشر او پښتون سیاستوال افتاب شیرپاو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په مرکه کې وویل، چې له طالبانو نه خپل خلک ناراضه دي؛ ټوله نړۍ له دوی شکایتونه لري او منزوي شوي او که خپل چلند بدل نه کړي، حکومت به یې ډېر ونه غځیږي.

د قومي وطن ګوند مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکیچ یوازینۍ حل دوه اړخیزې خبرې اترې دي او بله حل لاره نشته.

هغه وویل چې پاکستان په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې له بشپړ ځواک څخه کار اخیستی، خو دې هم ښايي کومه پایله نه وي ورکړې. د هغه په وینا، اوس دواړه حکومتونه باید خپل ټول پام په خبرو اترو متمرکز کړي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې افتاب احمد خان شیرپاو وویل چې هغه جګړه چې په تیرو یوولسو میاشتو کې وشوه او په ترڅ کې یې ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې، دواړو هېوادونو ته زیان رسولی دی.

هغه وویل چې د هیوادونو ترمنځ که هر څومره جدي کړکیچونه وي، سوداګري باید ونه دریږي ځکه چې دا د حکومتونو او عامو خلکو په ګټه ده.

د قومي ملي وطن ګوند د مشر په وینا، د عمران خان په دوره کې، د پوځ د جنرال له لارې د افغانستان د پالیسۍ د چلولو هڅه وشوه او هغه خبرې اترې چې په هغه وخت کې وشوې سمې کړنلارې یې تعقیب نه کړې، چې د ګټو پرځای یې زیانونه رامنځته کړل.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په وړاندې د وروستیو سختو اقداماتو په اړه د خبرو پر مهال، افتاب احمد شیرپاو وویل چې پنځه څلویښت کاله «موږ د افغان کډوالو خدمت وکړ، اوس که د حکومت په پالیسۍ کې ریښتینی بدلون راغلی وي، نو دا سمه ده چې کډوال بیرته واستول شي، مګر په درناوي او وقار سره».

شیرپاو زیاته کړه، « موږ باید د کډوالو د بیرته راستنیدو په اړه نړیوال قوانین پلي کړو».

هغه وویل چې که افغان کډوال چې دلته زیږیدلي دي د تابعیت حق لري، نو حکومت باید په دې برخه کې هم د کار وړ او روښانه پالیسي جوړه کړي.

هغه وویل چې په سلګونو افغان زده کوونکي په پاکستان کې زده کړې کوي، چې دا د دوی حق دی، او په دې برخه کې حکومت باید دوی ته ویزې ورکړي او په هر ډول له دوی سره د شفقت چلند وکړي ځکه چې دوی ټول زده کوونکي دي، نه ترهګر. د هغه په وینا، په افغانستان کې د تعلیم فرصتونه د پخوا په پرتله ډیر کم دي، نو زده کوونکي او محصلان باید له زده کړې څخه محروم نه شي.

افتاب شیرپاو وویل چې د افغان طالبانو په فکر کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، خو دوی د پخوا په پرتله ډیر سخت ثابت شوي دي.

د هغه په وينا، «هیچا تصور هم نه شو کولی چې طالبان به د ښځو پر زده کړو بشپړ بندیز ولګوي ځکه چې په اسلام کې د دې لپاره ځای نشته، دوی په بشري حقونو باور نه لري، خپل خلک له دوی څخه ناراضه دي، ټوله نړۍ له دوی څخه شکایتونه لري، دوی په نړۍ کې منزوي شوي دي، که چیرې د دوی چلند همداسې دوام وکړي، نو د دوی حکومت به ډیر دوام ونه کړي».

په بدخشان کې د وروستي تاوتریخوالي شیرپاو وویل چې ظاهرا د طالبانو حکومت قوي دی، خو که دوی خپلې سختې پالیسۍ بدلې نه کړي، نو په راتلونکو وختونو کې به خامخا ستونزې رامینځته شي.