• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ: افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي هېواد نه‌دی

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له دغه هېواده د افغانانو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه لړۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې ده. دغه غورځنګ ویلي، افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي ځای نه‌دی.

دغه غورځنګ په یوې اعلامیه کې ویلي، اندېښنه دا ده هغه کسان چې په جبري توګه ستنول کېږي داسې کسان هم په‌کې شاملېدای شي چې هېڅ جرمي سابقه نه لري؛ خو بیا هم داسې هېواد ته ستنول کېږي چې لاهم له جدي بشري او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګه وايي، افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي ځای نه‌دی. د دغه غورځنګ په وینا، روان تاوتریخوالی، سیاسي او ټولنیز فشارونه، د بشري حقونو پراخې سرغړونې او ناوړه بشري وضعیت افغانستان ته ستنول له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې د دغه هېواد د چارواکو او طالبانو ترمنځ پر همکاریو هم نیوکه کړې ده. د یاد غورځنګ په وینا، دغه ډول همکاري باید د طالبانو د سیاسي یا ټولنیز مشروعیت او عادي کېدو لامل نه‌شي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمني څانګې د اګست په ۱۶مه د برلین براندنبورګ دروازې مخې ته په همدې تړاو یوه اعتراضي ناسته هم ترسره کړې او «افغانستان خوندي نه‌دی» او «افغانستان ته جبري ستنول ودروئ» شعارونه یې ورکړي دي.

دغه غورځنګ له جرمني حکومت څخه غوښتي، د ستنولو پر ځای د هغه کسانو خوندیتوب او انساني کرامت ته لومړیتوب ورکړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې له ګواښ سره مخ دي.
د یاد غورځنګ په وینا. هېڅوک باید داسې هېواد ته ستانه نه‌کړای شي چې هلته له ځورونې، شکنجې، ناسم چلند او نورو جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۴

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۵

د پردې ترشا؛ د طالبانو امیر هبت الله دی او که هدایت الله؟

•
•
•

نور کیسې

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱
100%

د نورستان لپاره د طالبانو د استخباراتو درېیو مسوولینو ۷ ورځې مخکې پر څو نورستاني نجونو د جنسي تیري هڅه کړې وه، خو په هغه وخت کې یې دغه تور رد کړی وو، خو یاد کسان نن یو ځل بیا د ورته هڅې په تړاو د ځايي اوسېدونکو له لوري نیول شوي او دا ځل یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د نورستان د مرکز پارون اړوند په پشکي کلي کې د طالبانو د استخباراتو د ولایتي مشر قاري ضیاءالحق یاسر درېیو کارکوونکو د سیند پر غاړه پر څو نورستاني نجونو چې پر خپلو جامو مینځلو بوختې وې، د جنسي تېري هڅه کړې وه، خو د نجونو له مقاومت سره مخ شول او بیا د سیمې د خلکو او یادو کسانو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه.

په نورستان کې ښځې په سنتي ډول تر ډېره په ځمکو کې د کرکیلې چارې مخته وړي او د جامو مینځلو لپاره له کورونو بهر د ویالو او سیند غاړو ته ځي.

د نورستان د استخباراتو د کارکوونکو د همدې هڅې په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو له لوري د راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو ولایتي ادارې پر یادې پيښې د پردې اچولو لپاره ادعا کړې وه، چې یاد طالب مسوولین سیند ته د کبانو د نیولو لپاره تللي وو، خو دا چې د کبانو نیول منع دي، نو د سیمې له خلکو سره شخړه رامنځته شوې وه.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې یاد ۳ طالب مسوولین نن (یکشنبه د زمري ۲۵مه) بیاځلي په پشکي کلي له ځايي نجونو سره د جنسي تېري د هڅو پر مهال د ځايي اوسېدونکو له لوري نیول شوي دي.

یاد کسان چې سهیل احمد، قاري همدرد او قاري اسرار نومېږي، د پشکي کلي د اوسېدونکو له لوري تر نیول کېدو وروسته د یاد کلي شورا ته خپل جرم منلی او د ناغې په توګه یې د پسونو د وروړلو ژمنه کړې ده.

سهیل احمد د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د جاسوسۍ ضد مدیریت مرستیال، قاري همدرد د یاد ریاست د شاهراه امر او قاري اسرار د یاد ریاست د تحلیل د تجزیې مدیریت مرستیال دی.

سرچینه وايي، د یادې شورا مشرتابه د نیول شویو کسانو غږیز اعتراف او همداراز وسلې او هویتي کارتونه اخیستي او په یوه ویډیويي کلپ کې د اعتراف پر اخیستلو یې ټينګار درلود، خو یادو طالب مسوولینو له دې چارې انکار کړی، خو بیا هم شورا د پېښې د څېړنې او یادو نجونو ته د عدالت غوښتنه لري.

سرچینه وايي: «شورا غوښتل له مجرم طالب مسوولینو په یوه ویډیويي کلپ کې اعتراف واخلي، خو یادو نیول شویو کسانو په عذر او زارۍ او همداراز د تضمین په توګه خپل هویتي کارتونه او وسلې شورا ته کېښودې».

د شورا مشرتابه یادو طالب مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اصلا د بښلو کار نه‌دی کړی، که عادي کس داسې کار وکړي، نو موږ به ووایو چې لنډغر وو، خو تاسو له داسې یوه ارګان څخه یئ، چې د افغانستان په سطح دا استخبارات چې دي یو پاک ارګان دی، له دې تمه کېږي، چې افغانستان جوړ کړي».

یادو نیول شویو طالب مسوولینو د خپل جرم په منلو سره یادې شورا ته ویلي: «له موږ اشتباه شوې ده. له ویډیويي کلپ اخیستلو تېر شئ. دا سلاح او کارتونه دلته پرېږدو، خو له ویډیو اخیستلو تېر شئ. که تضمین غواړئ ضیاالله [د نورستان لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر قاري ضیاءالحق یاسر] به راشي او تضمین به وکړي. موږ دا هر څه منو. که ۱۰ غویان غواړئ راوړ یې، خو له ویډیو اخیستلو تېر شئ».

سرچینې ویلي، یادو طالب مسوولینو د شورا د جرګې په وروستیو کې ګواښ وکړ، که دا عذر یې ونه‌منل شي، نو بیا به په خپل زور دا مسئله حل کړي او له بیا له جرګې وتلي دي.

د نورستان د مرکز پارون خلک او په ځانګړې توګه یاده کلیوالي شورا مجرم کسانو ته د سزا ورکړې غوښتنه لري.

د اروپایي پارلمان غړې: اروپا له طالبانو سره د تعامل روښانه تګلاره نه لري

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا له افغانستان او طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه او اغېزمنه تګلاره نه لري. هغې زیاته کړې چې د بشري او پراختیايي مرستو کمول به یوازې او یوازې د افغان ولس وضعیت لاپسې خراب کړي.

نیومن له «فرانکفورتر روندشاو» رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، له افغانستان سره د امریکايي مرستو نږدې بشپړ بندېدل د دغه هېواد د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو ستر کمښت و. د هغې په وینا، امریکا پخوا د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه مرستې برابرولې، خو د ۲۰۲۵ کال له پیل وروسته دغه مرستې نږدې په بشپړ ډول ودرول شوې.

هغې ویلي، له دې وروسته نورو مرسته‌کوونکو هېوادونو هم د مرستو کچه راکمه کړې، خو د دې وضعیت لپاره کومه نوې او ستراتېژیکه تګلاره نه ده جوړه شوې.

د جرمني مرستې هم کمې شوې

نیومن د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت د افغانستان لپاره د بودجې کمېدل د اندېښنې وړ بللي دي.

د هغې په وینا، دغه وزارت په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱۸۷ میلیونه یورو ځانګړي کړي وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه نږدې ۵۰ میلیونو یورو ته راکمه شوې ده.

هغې ټینګار کړی چې همدا مرستې د هغو بنسټونو د ساتنې لپاره اړینې دي چې په افغانستان کې د شلو کلونو نړیوالې مداخلې پر مهال رامنځته شوي او له ملاتړ څخه برخمن وو.

«له مرستو سره طالبان نه بدلېږي»

هانا نیومن وايي، باید دا تمه پرېښودل شي چې بشري یا پراختیايي مرستې به طالبان بدل کړي.

هغې ویلي: «موږ باید له دې نظره تېر شو چې د بشري یا پراختیايي مرستو له لارې طالبان بدلولی شو. تېرو پنځو کلونو وښوده چې هغوی نه بدلېږي».

د نوموړې په وینا، د نړیوالې ټولنې موخه باید دا وي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او ظرفیتونه له منځه ولاړ نه شي چې په راتلونکي کې د طالبانو له واک وروسته د یوه نوي افغانستان د جوړولو لپاره اړتیا ورته شته.

هغې د ښځو سازمانونه، د ښځو سوداګریز بنسټونه، خپلواکې رسنۍ، د نجونو او ځوانو ښځو لپاره د راډیو او انټرنېټ له لارې د زده‌کړو پروګرامونه، د بشري حقونو د مدافعینو فعالیتونه او له هېواده بهر د افغانانو هڅې د مهمو برخو په توګه یادې کړې دي.

د مرستو اوسنی سیستم له واقعیتونو سره برابر نه دی

د اروپايي پارلمان دغه استازې وايي، د افغانستان لپاره د مرستو په برخه کې یوه بله ستونزه دا ده چې د تمویل اوسنی سیستم د دغه هېواد له واقعیتونو سره سمون نه لري.

د هغې په وینا، د طالبانو له لارې د پیسو نه لېږدول سم اقدام دی او ډېری مرستې د نړیوالو سازمانونو له لارې رسېږي؛ خو دغه سازمانونه له مرستندویه بنسټونو څخه د رسمي ثبت، بانکي حساب او د لګښتونو د اسنادو غوښتنه کوي.

نیومن وايي، هغه افغان بنسټونه چې په پټه فعالیت کوي، د امنیتي شرایطو له امله دغه غوښتنې نه شي پوره کولی او له همدې کبله ګڼ مهم، خو کوچني بنسټونه له مرستو بې‌برخې پاتې کېږي.

هغې زیاته کړې چې یو شمېر هغه افغان نادولتي بنسټونه هم له هېواده بهر فعالیت کوي چې پخوا یې په افغانستان کې کار کاوه، خو ځکه یې مالي ملاتړ بند شوی چې اوس په افغانستان کې رسمي حضور نه لري.

د نیومن په وینا، د رسنیو او انلاین زده‌کړو پروګرامونه، سره له دې چې له افغانستانه بهر اداره کېږي، لا هم په دغه هېواد کې خلکو ته خدمت کولی شي؛ خو د اروپايي مرستو اوسنی سیستم د دې واقعیتونو له مخې په کافي اندازه نه بدلېږي.

د ملګرو ملتونو پخوانی چارواکی: د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت د پراخېدو په حال کې دی

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای اېده ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو پر ضد د «پوځي مقاومت د ودې» نښې نښانې لیدل کېږي. له دې سره سره د هغه په وینا، دا روښانه نه‌ده چې ایا خلک لا هم د مقاومت وس او انګېزه لري او یا له اوسني نسبتاً سوله‌ییز وضعیت سره جوړجاړی کوي.

کای ایده چې د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما رييس وو، د طالبانو د امربالمعروف پر ضد د هرات اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې د یوه اغېزناک سیاسي اپوزیسیون له نشتوالي سره سره، په هرات کې یو شمېر خلکو د ښځو د ځورولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د «زده کړې، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل.

ایده په هغې مقاله کې چې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه)، په «افتن‌پوستن» ورځپاڼه کې خپره شوې لیکلي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه ده، خو خلکو او په ځانګړي توګه افغان ښځې او نجونې د هغې لپاره درنه بیه پرې کوي، ځکه د هغوی حقوق او ازادۍ په شدت سره محدودې شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک له قوله لیکلي، چې افغانستان د «بشري حقونو پر هدیرې» بدل شوی دی.

نوموړي په کندهار د هبت‌الله اخوندزاده دریځونو ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو دغه مشر د خپلو پالیسیو مخالفت نه‌زغمي او لیکلي یې دي: «هبت‌الله خپل ځای‌ځایګی د قبیلوي شبکو، یوه ځواکمن امنیتي ځواک او د دیني مشرانو د ملاتړ له لارې پیاوړی کړی دی».

د ایده په وینا، د طالبانو په نظام کې دیني مشران اوس له لوړ ټولنیز مقام او زیاتو مالي سرچینو برخمن دي او ورسره د طالبانو له مشر سره د علني مخالفت زمینه محدوده شوې ده.

د هغه په باور، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې، د دې ډلې په دننه کې هم له ځینو سختو پالیسیو، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو له ممانعت سره مخالفتونه موجود وو.

نوموړي د طالبانو د یو شمېر مهمو غړو له هغې ډلې حقاني شبکې ته د نږدې څېرو دریځونو ته اشاره کړې، چې د نجونو د زده کړو له ممانعت سره یې مخالفت کړی وو. د ایده په وینا، اوس دا غږونه عملآ چوپ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني استازي لیکلي، چې د طالبانو له خوا د عامه فضا له شدید کنټرول سره سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په تیت او پرک ډول اعتراضونه دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې د افغانستان په څو برخو کې فعالې شوي او له دې ډلو څخه یوې یې په بدخشان کې د لنډ وخت لپاره یوه ولسوالۍ هم لاندې کړې وه.

ایده د خپلې مقالې په پای کې د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې ایا د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت د پراخېدو په حال کې دی؟

د هغه په باور، افغانان له کلونو ناورین، وچکالۍ، سېلابونو، بې‌وزلۍ او محدودیتونو ستړي شوي او زیاته کړې یې ده: «ښايي نظامي مقاومت د ودې په حال کې وي. په ورته وخت کې، د خلکو هغه ۲۰ کلونه لا په یاد دي، چې ښځو او نارینه‌وو ته یې نوي حقوق او فرصتونه ورکړل. اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغوی لا هم د مقاومت وس لري که شته سولې ته یو ډول غاړه ږدي».

د ناروې ډيپلوماټ کای ایده له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما رییس وو.

د طالبانو د مخالفانو ګډ پرېکړه لیک: هېوادونه دې طالبانو ته له مشروعیت ور کولو ډډه وکړي

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په یوه ګډه اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو ته له مشروعیت ور کولو ډډه وکړي. دغو دوو جریانونو د طالبانو خلاف جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.

دغو دوو جریانونو د طالبانو پر وړاندې جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.

یاد پریکړه لیک واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځم کال په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې صادر شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د دولت جوړونې، ولسواکۍ او پراختیا بهیر ودرول شو او هېواد د یوې انحصار غوښتونکي او له ملي مشروعیته بې برخې ډلې تر واک لاندې راغی.

د طالبانو مخالفو دغو دوو جریانونو ویلي، چې د طالبانو واکمني د «زور او تاوتریخوالي د تحمیل» پایله ده او دغه ډله د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ مشروعیت نه لري.

د دوی په وینا، د اوسني وضعیت دوام د افغانستان د کړکېچ، بې‌ثباتۍ، سیاسي انزوا او د خلکو د کړاوونو د دوام لامل شوی دی.

په پریکړه لیک کې د طالبانو سیاستونه استبدادي او انحصار غوښتونکي بلل شوي او خپلسري نیول، شکنجه، د بیان او رسنیو ځپل، د مسلکي او متخصصو کادرونو ګوښه کول، د وېرې فضا رامنځته کول او د اساسي او بشري حقونو نقض غندل شوي.

د پریکړه لیک په بله برخه کې له قضايي پروسې پرته وژنو، جبري ورکاوي او نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د دغو اقداماتو د سملاسي پای ته رسېدو او د عاملانو د ځواب ویلو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ښځو سیستماتیک ګوښه کول د انساني کرامت پر وړاندې جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا ډول سیاستونه نه یوازې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند هم له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټول قومونه او مذهبي ډلې له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر وکړي. دوی د هزاره ټبر د ځپلو یادونه هم کړې ده.

دوی له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د مسوولانه همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

په دغه ګډ پریکړه لیک کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ژور اندېښمنوونکی بلل شوی او پراخه بې‌وزلي، بې‌کاري، د تولید کمېدل، د پانګونې راټیټېدل، پر بشري مرستو د خلکو د تکیې زیاتېدل، د ځوانانو، روڼ‌اندو او متخصصو کادرونو پراخه کډوالي او د ناهیلۍ زیاتېدل د طالبانو د سیاستونو پایلې بللې دي.

محقق: د طالبانو د پرځېدو لپاره یوازې یوه لغته کافي ده

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
100%

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي چې د مستبدو حکومتونو عمر تل لنډ وي او افغانستان باید په راتلونکي کې له استبداد او افراطیت څخه لرې شي. محقق دا څرګندونې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په انلاین ناسته کې وکړې.

محقق د «طالبانو ډلې ته د واک د سپارلو د پنځم کال د لېږد مجلس» په مجازي ناسته کې وویل چې نه دوامدار استبداد د خوښۍ لامل کېږي او نه هم افراطیت.

د هغه په وینا، افراطیان معمولاً یو بل هم له منځه وړي.

محقق وویل چې د طالبانو په نظام کې د استبداد او افراطیت دواړو نښې شته او یو کس د ټول افغانستان د خلکو لپاره پرېکړه کوي.

هغه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي هغو خبرو ته اشاره وکړه چې فارسي بي بي سي ته یې ویلي وو چې طالبان له خپلو مخالفانو سره خبرو اترو ته اړتیا نه لري.

محقق دا خبرې د «طالبانو د استبداد او تکبر» برخه وبلله.

هغه وویل: «سره له دې چې د طالبانو پښې د قبر غاړې ته رسېدلې دي او د هغوی د پرځولو لپاره یو لغته کافي ده، خو لا هم په سد نه دي راغلي.»

محقق وویل چې د طالبانو مخالفو مشرانو پنځه کاله زغم وکړ او ویې نه غوښتل چې جګړې ته داخل شي او افغانانو ته مرګ ژوبله واړوي.

هغه زیاته کړه: «خو اوس چاړه هډوکي ته رسېدلې»، ځکه د هغه په وینا، له شرعي پلوه هم د ظلم پر وړاندې دفاع د انسانانو د دندې یوه برخه ده.

محقق وویل چې طالبان ظلم کوي او د دې ډلې پر وړاندې جګړه له شرعي پلوه جواز لري.

هغه طالبان تورن کړل چې ښارګوټي له هغو خلکو څخه اخلي چې خپلې ځمکې یې اخیستې، پیسې یې ورکړې او قانوني اسناد لري.

د هغه په وینا، حکومت باید د خلکو لپاره کورونه جوړ کړي، نه دا چې د هغوی کورونه ترې واخلي.

محقق وویل: «موږ نور تر دې زیات زغم نه شو کولی»، ځکه د هغه په وینا، طالبانو ملت تباه کړی دی.

هغه وویل د افغانستان د سیاسي مشرانو په استازولۍ له طالبانو غواړي چې «په عقل راشي»، خبرې وکړي او د یوه توافقي حکومت پر جوړولو هوکړه وشي.

محقق زیاته کړه چې که طالبان خبرې ونه کړي، باید د افغانستان د خلکو مقاومت ته چمتو واوسي. هغه وویل چې که اوسنی مقاومت له بدخشان څخه فاریاب، شبرغان، مزار او نورو ولایتونو ته وغځېږي، طالبان باید ګیله ونه کړي.

محقق زیاته کړه چې په هغه صورت کې به د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا «نظامي فاز» ته داخله شي او له «سیاسي او مذاکراتي فاز» څخه به ووځي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د افغانستان سیاسي مشران د افغانستان د ټولنې تنوع او کثرت دی او دا ترکیب د طالبانو یو بدیل کېدای شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ځواک تمرکز د جبري کډوالۍ لامل شوی دی.