• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: ایرانیان د اعتراضونو د خونړي ځپلو او بمبارۍ ترمنځ بند پاتې دي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وايي، د ایران خلک د منځني ختیځ د روانو سختو ترینګلتیاوو اصلي قربانیان دي او د اعتراضونو د خونړي ځپلو او بمبارۍ ترمنځ بند پاتې دي.

بارو د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې «د ایران ستر ملت» د سیمې د اوسني کړکېچ تر ټولو لوی زیان‌من دی.

هغه ویلي، فرانسه د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او له ایراني هنرمندانو، ساینس‌پوهانو او څېړونکو ملاتړ کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د چنګاښ په ۲۸مه دوه فرانسوي دیپلوماتان په قصدي ډول له تعرض سره مخ شوي دي.

بارو ویلي، مخکې یې خبرداری ورکړی و چې دغه اقدام به «د نه منلو وړ» پایلې ولري.

د هغه په وینا، په فرانسه کې د ایران دوه دیپلوماتان به په راتلونکو ورځو کې له دغه هېواده وایستل شي.

د فرانسې چارواکو تر دې مخکې هم د ایران له لوري د اعتراضونو د ځپلو او د فرانسوي اتباعو او دیپلوماتانو پر وړاندې د اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې د ټرمپ د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
100%

د رویټرز او ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې چې د هغه د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.

په څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې ۶۴ سلنه امریکایانو ویلي چې د ټرمپ له کړنو ناخوښ دي، په داسې حال کې چې یوازې ۳۳ سلنه خلکو د هغه کړنې تایید کړې دي. د ټرمپ د تایید کچه د همدې میاشتې په لومړیو کې ۳۵ سلنه وه.

د رویټرز/ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ د تایید کچه اوس د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره شوې ده.

د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو یو مهم لامل له ایران سره روانه جګړه او د هغې اقتصادي اغېزې بلل شوې دي.

د جګړې له امله د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پنځمه برخه اغېزمنه شوې او په امریکا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې د انفلاسیون مخه به نیسي او امریکا به په اوږدمهاله جګړو کې نه ښکېلوي. هغه د ایران جګړه هم په لومړیو کې داسې ښودلې وه چې ښايي یوازې څو اونۍ دوام وکړي.

خو د نظرپوښتنې ۸۰ سلنه ګډونوال، چې ۸۷ سلنه پکې ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوري‌پال شامل دي، باور لري چې په ایران کې به د امریکا ښکېلتیا اوږده شي. یوازې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې جګړه ښايي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.

امریکایان د جګړې په اړه اندېښمن دي

د نظرپوښتنې له مخې، یوازې له هرو پنځو امریکایانو یو یې باور لري چې له ایران سره جګړه د ارزښت وړ وه. د جمهوري‌پالو په منځ کې هم یوازې نیمایي ګډونوال دغه جګړه د ارزښت وړ بولي.

د جګړې او د تېلو د بیو په اړه اندېښنې د جمهوري‌پالو لپاره د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د اندېښنې وړ دي. جمهوري‌پال هڅه کوي په ولسي جرګه کې خپل کم اکثریت وساتي، خو ډیموکراتان د مشرانو جرګې د اکثریت د بېرته ترلاسه کولو هیله هم لري.

د رویټرز/ایپسوس د دې میاشتې نظرپوښتنې ښيي چې امریکایي رایه‌ورکوونکي د اقتصادي مسایلو د مدیریت لپاره د جمهوري‌پالو پر ځای ډیموکراتانو ته ډېر لېواله دي. په وروستۍ نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې ډیموکراتان به اقتصاد ښه مدیریت کړي، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه خلکو د جمهوري‌پالو تګلاره غوره بللې ده.

د کډوالۍ په برخه کې د جمهوري‌پالو برلاسی کم شوی

د کډوالۍ په برخه کې د جمهوري‌پالو تګلاره لا هم د ډیموکراتانو په پرتله ډېره مشهوره ده، خو د دواړو ګوندونو ترمنځ واټن کم شوی دی.

د نظرپوښتنې له مخې، ۴۰ سلنه ثبت شویو رایه‌ورکوونکو ویلي چې جمهوري‌پال د کډوالۍ د پالیسۍ د مدیریت لپاره غوره تګلاره لري، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه ډیموکراتانو ته ترجیح ورکوي.

دا یوازې دوه سلنه توپیر د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو کم واټن دی. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې جمهوري‌پال په دې برخه کې ۲۶ سلنه مخکښ وو.

د رویټرز/ایپسوس دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول د امریکا له ۱۱۶۶ بالغانو سره ترسره شوې او د پایلو د خطا کچه یې شاوخوا درې سلنه ده.

طبي بورډ عمران خان ته د ورځې یو ساعت مزل او له کورنۍ سره د ملاقات سپارښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱
100%

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اډیاله زندان کې د عمران خان د طبي معاینې لپاره جوړ شوي بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته دې هره ورځ د یو ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي، څو ذهني فشار یې راکم شي.

طبي بورډ سپارښتنه کړې، چې عمران خان ته دې ورځپاڼې، مجلې، ټلوېزیون او د مطالعې مواد هم ورکړل شي. همداراز یې له مېرمنې او کورنۍ سره د اوسني مهال‌وېش پرتله د ډېرو او منظمو لیدنو سپارښتنه کړې ده.

د طبي بورډ سپارښتنې د هغه راپور برخه دي، چې سترې محکمې ته وړاندې شوې دي. ستره محکمه به نن د عمران خان د ملاقات او په اډیاله زندان کې د هغه د شته اسانتیاوو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړي.

د راپور له مخې، څلور کسیز طبي بورډ د اګست په ۱۰مه په اډیاله زندان کې د عمران خان طبي معاینه کړې وه. د معاینې پرمهال د هغه د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ ثبت شوی و. عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د تېزې درزا شکایت هم کړی و.

د طبي معاینې پرمهال د سینې درد یا د ساه لنډۍ نښې نه وې موندل شوې؛ خو طبي بورډ د هغه د سختې بې‌قرارۍ یادونه کړې ده. د راپور له مخې، عمران خان د اګست په لومړۍ نېټه هم د پاکستان انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز د زړه ناروغیو د متخصص له‌خوا معاینه شوی و. هغه مهال د وینې د فشار بدلون، د زړه د تېزې درزا، سر درد او بې‌قرارۍ شکایتونه لرل.

طبي متخصص ویلي، چې عمران خان د خپلې ذهني اندېښنې مهم لامل له مېرمنې، کورنۍ او ملګرو سره نه لیدنه او د ورځپاڼو او ټلوېزیون نشتوالی بللی و. متخصص سپارښتنه کړې، چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له کورنۍ سره د هغه ملاقاتونه زیات او منظم شي او د مطالعې لپاره دې ورته مواد برابر شي.

طبي بورډ ویلي، چې د عمران خان د اوسني ذهني حالت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو ګواښ شته؛ نو باید په زندان کې ورته هره ورځ د یوه ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي.

د اډیاله زندان د ادارې دریځ

د اډیاله زندان ادارې په ستره محکمه کې په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي او د هغوی روغتیا د زندان د ادارې لومړیتوب دی.

د راپور له مخې، د زندان طبي کارکوونکي هره ورځ درې ځله د عمران خان معاینه کوي، د هغه خواړه څاري او د وینې فشار، د زړه درزا او په وینه کې د اکسیجن کچه هم ثبتوي. د زندان ادارې ویلي، چې د بېلابېلو دولتي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو هم د عمران خان معاینه کړې او د هغه د طبي معاینې، درملنې او درملو ریکارډ ساتل شوی دی.

د عمران خان د سترګو ناروغۍ په اړه د زندان ادارې ویلي، له تشخیص وروسته یې سملاسي درملنه شوې ده، چې اوس یې د لید کچه د پام وړ ښه شوې او نږدې عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي هره سې‌شنبه د زندان د قوانینو له مخې ملاقات کوي او تراوسه ۸۴ ملاقاتونه شوي دي.

تحریک انصاف: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وینې فشار د راپور په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هغه دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او مناسبې روغتیايي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په یوې خبري ناسته کې د عمران خان د روغتیا راپور د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ټول هېواد اندېښمن کړی دی. هغه ادعا کړې، چې د عمران خان د شخصي ډاکټرانو په پخوانیو معایناتو کې د هغه د وینې فشار عادي و خو په وروستي راپور کې یې د وینې فشار لوړ ثبت شوی دی.

هغه ویلي، چې د عمران خان کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټرانو د ډسمبر له دویمې نېټې وروسته له هغه سره نه‌دي لیدلي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»

فایق: ۵۶ هېوادونو د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې د افغانستان پر پاتې کېدو ټینګار کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ويلي، د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال د پوره کېدو په درشل کې د اروپايي ټولنې په ګډون ۵۶ هېوادونو له افغانانو سره خپل پیوستون څرګند کړی او دغو هېوادونو ويلي، چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بې‌ثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي.

۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه‌کارول شي.

په دې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز باید لغوه کړي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان روان بحران نه‌شي حل کولای او د دغه هېواد د ستونزو د بنسټیز حل لپاره نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له حیاتي رول څخه ملاتړ شوی او همداراز زياته شوې، چې طالبان باید د یوناما له مشرتابه سره د دوحې د بهیر په ګډون رغنده همکاري وکړي او ملګرو ملتونو ته د ازاد، خوندي او بې‌محدودیته فعالیتونو زمینه برابره کړي.

هغوی همداراز له طالبانو غوښتي، چې بشري مرستو ته د چټک او بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو د دغه ګډ دریځ هرکلی کړی او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د ټول‌شموله حکومت او د افغانستان د بحران په اړه د نړیوالې ټولنې د اصولي او همغږي تعامل پر دوام یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، افغان ولس د داسې راتلونکي مستحق دی، چې پر کرامت، حقونو، مشارکت، فرصتونو، سولې او تلپاتې امنیت ولاړ وي.

طالبانو لا تراوسه د یادو هېوادونو د غوښتنو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

رویټرز: په کولمبیا کې د وروستۍ زلزلې له امله لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کولمبیا کې د زورورې زلزلې له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته، د هغو کسانو د ژوندي موندلو هیلې لا کمزورې شوي چې تر اوسه ورک دي. د ژغورنې ډلو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي او د موندلو هیلې یې کمې شوې دي.

دغې ۷،۴ درجې زلزلې د تېرې دوشنبې په سهار د کولمبیا لوېدیځې سیمې ولړزولې. زلزلې د استوګنې ځینې ودانۍ راونړولې او یو شمېر کورونو، ښوونځیو او روغتونونو ته یې زیانونه واړول. د حکومت د شمېرو له مخې، د پنجشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۷۳ کسان مړه شوي، له ۳۸۰۰ ډېر ټپیان شوي او ۳۷۷ کسان ورک بلل شوي دي.

د کولمبیا په درېیم لوی ښار کالي کې د ژغورنې ډېرو ډلو خپل فعالیتونه له لټون او ژغورنې څخه د کنډوالو پاکولو ته اړولي دي. دا بدلون ښيي چې د ژغورنې عملیات د لومړنیو ۷۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته یوې لا سختې مرحلې ته داخل شوي دي. خو د ښاروال الېخاندرو ادر په وینا، لا هم ۹ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د عملیاتو په سیمو کې چوپتیا وساتي، څو ژغورونکي د هغو کسانو احتمالي غږونه واوري چې ښايي لا هم تر خاورو لاندې ژوندي وي.

د پریرا په ښار کې انریکې مارین هغه مهال چې خبر شو مور یې تر خاورو لاندې ګیر پاتې ده، له بوګوتا څخه یې تر پېښې ځایه د رسېدو لپاره له ۱۰ساعتونو ډېر موټر وچلاوه. هغه وویل، مور یې له زلزلې شاوخوا شپږ ساعته وروسته ژوندۍ له خاورو واېستل شوه، خو روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.

د کالي ښار شاوخوا ۱۳۳ کیلومتره شمال ته د رولدانېیو په هدیره کې د ورک شویو کسانو د موندلو دولتي ادارې وویل، چې هغه انساني پاتې شوني څېړي چې د زلزلې له امله له ځمکې راوتلي دي. د دغو پاتې شونو پر بدن پوځي رنګه جامې هم لیدل شوې دي.

د نوي حکومت لپاره ستره ازموینه

له لویو ښارونو بهر د ژغورنې ډلې وايي، چې ځینې ښارګوټي او وړې ټولنې لا هم د امکاناتو له کمښت او د دولتي مرستو له ځنډ سره مخ دي.

په همدې حال کې د سیمې ګڼ اوسېدونکي لا هم د اوبو، ګاز او برېښنا په څېر لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له زلزلې راهیسې تر اوسه له ۱۵۰ ډېرې پس‌لړزې ثبت شوې دي. دغه حالت د هغو ژغورونکو لپاره خطر زیاتوي، چې د ویجاړو ودانیو په منځ کې کار کوي او همداراز د هغو خلکو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.

د حکومت د اټکل له مخې، په دې زلزله کې له ۱۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دِ لا اسپریئیا، چې د زلزلې له رامنځته کېدو یوازې څو ورځې وړاندې یې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي اقتصادي بېړنی حالت اعلان کړي او د بیارغونې لپاره یو ځانګړی صندوق جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې د دغه صندوق له لارې به کورني او نړیوالې مرستې راټولې او د روغتونونو، ښوونځیو، کورونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو پر بیا رغولو به ولګول شي.

دغه ناورین اوس د کولمبیا د نوي محافظه‌کار حکومت لپاره په لومړۍ ستره ازموینه بدل شوی دی. دغه حکومت د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د دولتي لګښتونو د کمولو ژمنه کړې وه، خو اوس باید له یوې خوا د ژغورنې او بیارغونې لګښتونه برابر کړي او له بلې خوا وښيي چې د یوه ناورین د سمبالولو وړتیا لري.

کولمبیايي چارواکو همداراز د بهرنیو مرستو د مدیریت په اړه د نیوکو پر وړاندې د حکومت دفاع کړې ده. چارواکي وايي، دوی د هېڅ هېواد د مرستې وړاندیز نه دی رد کړی، خو یوازې هغو نړیوالو لټون او ژغورنې ډلو ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې معتبر معیارونه پوره او لازم رسمي سندونه ولري.