• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران انټرنشنل خبریالې او ویاندې فرحناز اسپد په ۳۷ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د ایران انټرنشنل خبریاله او ویانده فرحناز اسپد د سرطان ناروغۍ له امله د ۳۷ کلونو په عمر مړه شوې ده. نوموړې اته کاله له ایران انټرنشنل سره کار کړی و او دوه کاله یې د ناروغۍ له امله له رسنیزو فعالیتونو لاس اخیستی و.

فرحناز اسپد د ۱۳۶۷ کال په کب میاشت کې زېږېدلې وه او اته کاله وړاندې یې له ایران انټرنشنل سره خپله همکاري پیل کړې وه. نوموړې د مسلکي، زیارکښې، ایران دوستې او د خپل هېواد او خلکو د ژوند د ښه کېدو لېواله خبریالې په توګه یاده شوې ده.

اسپد دوه کاله وړاندې په سرطان اخته شوه او د درملنې چارې یې تعقیبولې چې د ناروغۍ له امله یې رسنیز فعالیت هم نه شوای کولی.

ایران انټرنشنل د نوموړې مړینې په اړه د هغې له کورنۍ، مېړه بهنود نورپناه، مور، پلار او خور سره خواخوږي ښودلې او همداراز د خپلې شبکې مخاطبانو ته یې تسلیت ویلی.

د ایران انټرنشنل د کتنپلاوي غړي مرتضی کاظمیان اسپد « پیاوړې، مطالعه کوونکې، زیارکښه او مسلکي» خبریاله بللې او ویلي یې دي چې نوموړې له هغو مهربانو، زغمناکو او زړورو انسانانو څخه وه چې ده په خپل ژوند کې لیدلې وه.

د ایران انټرنشنل ویاندې او د کتنپلاوي غړې نیوشا صارمي د اسپد یاد تازه کړی او ویلي یې دي چې هغې تل غوښتل بېرته خپلې دندې ته ستنه شي، د کمرې مخې ته ودرېږي او خپله ورځ د ایران له خبرونو سره تېره کړي.

د ایران انټرنشنل د بلې کارکوونکې فرنوش فرجي هم اسپد یوه ځوانه، مسلکي او باانګېزې خبریاله او ویانده بللې ده. هغې ویلي چې اسپد ان د کار په سختو او له فشار ډکو شېبو کې هم خپله موسکا او زغم ساتل.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۳

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

•
•
•

نور کیسې

طبي بورډ عمران خان ته د ورځې یو ساعت مزل او له کورنۍ سره د ملاقات سپارښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱
100%

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اډیاله زندان کې د عمران خان د طبي معاینې لپاره جوړ شوي بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته دې هره ورځ د یو ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي، څو ذهني فشار یې راکم شي.

طبي بورډ سپارښتنه کړې، چې عمران خان ته دې ورځپاڼې، مجلې، ټلوېزیون او د مطالعې مواد هم ورکړل شي. همداراز یې له مېرمنې او کورنۍ سره د اوسني مهال‌وېش پرتله د ډېرو او منظمو لیدنو سپارښتنه کړې ده.

د طبي بورډ سپارښتنې د هغه راپور برخه دي، چې سترې محکمې ته وړاندې شوې دي. ستره محکمه به نن د عمران خان د ملاقات او په اډیاله زندان کې د هغه د شته اسانتیاوو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړي.

د راپور له مخې، څلور کسیز طبي بورډ د اګست په ۱۰مه په اډیاله زندان کې د عمران خان طبي معاینه کړې وه. د معاینې پرمهال د هغه د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ ثبت شوی و. عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د تېزې درزا شکایت هم کړی و.

د طبي معاینې پرمهال د سینې درد یا د ساه لنډۍ نښې نه وې موندل شوې؛ خو طبي بورډ د هغه د سختې بې‌قرارۍ یادونه کړې ده. د راپور له مخې، عمران خان د اګست په لومړۍ نېټه هم د پاکستان انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز د زړه ناروغیو د متخصص له‌خوا معاینه شوی و. هغه مهال د وینې د فشار بدلون، د زړه د تېزې درزا، سر درد او بې‌قرارۍ شکایتونه لرل.

طبي متخصص ویلي، چې عمران خان د خپلې ذهني اندېښنې مهم لامل له مېرمنې، کورنۍ او ملګرو سره نه لیدنه او د ورځپاڼو او ټلوېزیون نشتوالی بللی و. متخصص سپارښتنه کړې، چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له کورنۍ سره د هغه ملاقاتونه زیات او منظم شي او د مطالعې لپاره دې ورته مواد برابر شي.

طبي بورډ ویلي، چې د عمران خان د اوسني ذهني حالت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو ګواښ شته؛ نو باید په زندان کې ورته هره ورځ د یوه ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي.

د اډیاله زندان د ادارې دریځ

د اډیاله زندان ادارې په ستره محکمه کې په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي او د هغوی روغتیا د زندان د ادارې لومړیتوب دی.

د راپور له مخې، د زندان طبي کارکوونکي هره ورځ درې ځله د عمران خان معاینه کوي، د هغه خواړه څاري او د وینې فشار، د زړه درزا او په وینه کې د اکسیجن کچه هم ثبتوي. د زندان ادارې ویلي، چې د بېلابېلو دولتي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو هم د عمران خان معاینه کړې او د هغه د طبي معاینې، درملنې او درملو ریکارډ ساتل شوی دی.

د عمران خان د سترګو ناروغۍ په اړه د زندان ادارې ویلي، له تشخیص وروسته یې سملاسي درملنه شوې ده، چې اوس یې د لید کچه د پام وړ ښه شوې او نږدې عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي هره سې‌شنبه د زندان د قوانینو له مخې ملاقات کوي او تراوسه ۸۴ ملاقاتونه شوي دي.

تحریک انصاف: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وینې فشار د راپور په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هغه دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او مناسبې روغتیايي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په یوې خبري ناسته کې د عمران خان د روغتیا راپور د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ټول هېواد اندېښمن کړی دی. هغه ادعا کړې، چې د عمران خان د شخصي ډاکټرانو په پخوانیو معایناتو کې د هغه د وینې فشار عادي و خو په وروستي راپور کې یې د وینې فشار لوړ ثبت شوی دی.

هغه ویلي، چې د عمران خان کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټرانو د ډسمبر له دویمې نېټې وروسته له هغه سره نه‌دي لیدلي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»

فایق: ۵۶ هېوادونو د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې د افغانستان پر پاتې کېدو ټینګار کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ويلي، د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال د پوره کېدو په درشل کې د اروپايي ټولنې په ګډون ۵۶ هېوادونو له افغانانو سره خپل پیوستون څرګند کړی او دغو هېوادونو ويلي، چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بې‌ثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي.

۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه‌کارول شي.

په دې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز باید لغوه کړي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان روان بحران نه‌شي حل کولای او د دغه هېواد د ستونزو د بنسټیز حل لپاره نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له حیاتي رول څخه ملاتړ شوی او همداراز زياته شوې، چې طالبان باید د یوناما له مشرتابه سره د دوحې د بهیر په ګډون رغنده همکاري وکړي او ملګرو ملتونو ته د ازاد، خوندي او بې‌محدودیته فعالیتونو زمینه برابره کړي.

هغوی همداراز له طالبانو غوښتي، چې بشري مرستو ته د چټک او بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو د دغه ګډ دریځ هرکلی کړی او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د ټول‌شموله حکومت او د افغانستان د بحران په اړه د نړیوالې ټولنې د اصولي او همغږي تعامل پر دوام یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، افغان ولس د داسې راتلونکي مستحق دی، چې پر کرامت، حقونو، مشارکت، فرصتونو، سولې او تلپاتې امنیت ولاړ وي.

طالبانو لا تراوسه د یادو هېوادونو د غوښتنو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

رویټرز: په کولمبیا کې د وروستۍ زلزلې له امله لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کولمبیا کې د زورورې زلزلې له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته، د هغو کسانو د ژوندي موندلو هیلې لا کمزورې شوي چې تر اوسه ورک دي. د ژغورنې ډلو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي او د موندلو هیلې یې کمې شوې دي.

دغې ۷،۴ درجې زلزلې د تېرې دوشنبې په سهار د کولمبیا لوېدیځې سیمې ولړزولې. زلزلې د استوګنې ځینې ودانۍ راونړولې او یو شمېر کورونو، ښوونځیو او روغتونونو ته یې زیانونه واړول. د حکومت د شمېرو له مخې، د پنجشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۷۳ کسان مړه شوي، له ۳۸۰۰ ډېر ټپیان شوي او ۳۷۷ کسان ورک بلل شوي دي.

د کولمبیا په درېیم لوی ښار کالي کې د ژغورنې ډېرو ډلو خپل فعالیتونه له لټون او ژغورنې څخه د کنډوالو پاکولو ته اړولي دي. دا بدلون ښيي چې د ژغورنې عملیات د لومړنیو ۷۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته یوې لا سختې مرحلې ته داخل شوي دي. خو د ښاروال الېخاندرو ادر په وینا، لا هم ۹ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د عملیاتو په سیمو کې چوپتیا وساتي، څو ژغورونکي د هغو کسانو احتمالي غږونه واوري چې ښايي لا هم تر خاورو لاندې ژوندي وي.

د پریرا په ښار کې انریکې مارین هغه مهال چې خبر شو مور یې تر خاورو لاندې ګیر پاتې ده، له بوګوتا څخه یې تر پېښې ځایه د رسېدو لپاره له ۱۰ساعتونو ډېر موټر وچلاوه. هغه وویل، مور یې له زلزلې شاوخوا شپږ ساعته وروسته ژوندۍ له خاورو واېستل شوه، خو روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.

د کالي ښار شاوخوا ۱۳۳ کیلومتره شمال ته د رولدانېیو په هدیره کې د ورک شویو کسانو د موندلو دولتي ادارې وویل، چې هغه انساني پاتې شوني څېړي چې د زلزلې له امله له ځمکې راوتلي دي. د دغو پاتې شونو پر بدن پوځي رنګه جامې هم لیدل شوې دي.

د نوي حکومت لپاره ستره ازموینه

له لویو ښارونو بهر د ژغورنې ډلې وايي، چې ځینې ښارګوټي او وړې ټولنې لا هم د امکاناتو له کمښت او د دولتي مرستو له ځنډ سره مخ دي.

په همدې حال کې د سیمې ګڼ اوسېدونکي لا هم د اوبو، ګاز او برېښنا په څېر لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له زلزلې راهیسې تر اوسه له ۱۵۰ ډېرې پس‌لړزې ثبت شوې دي. دغه حالت د هغو ژغورونکو لپاره خطر زیاتوي، چې د ویجاړو ودانیو په منځ کې کار کوي او همداراز د هغو خلکو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.

د حکومت د اټکل له مخې، په دې زلزله کې له ۱۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دِ لا اسپریئیا، چې د زلزلې له رامنځته کېدو یوازې څو ورځې وړاندې یې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي اقتصادي بېړنی حالت اعلان کړي او د بیارغونې لپاره یو ځانګړی صندوق جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې د دغه صندوق له لارې به کورني او نړیوالې مرستې راټولې او د روغتونونو، ښوونځیو، کورونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو پر بیا رغولو به ولګول شي.

دغه ناورین اوس د کولمبیا د نوي محافظه‌کار حکومت لپاره په لومړۍ ستره ازموینه بدل شوی دی. دغه حکومت د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د دولتي لګښتونو د کمولو ژمنه کړې وه، خو اوس باید له یوې خوا د ژغورنې او بیارغونې لګښتونه برابر کړي او له بلې خوا وښيي چې د یوه ناورین د سمبالولو وړتیا لري.

کولمبیايي چارواکو همداراز د بهرنیو مرستو د مدیریت په اړه د نیوکو پر وړاندې د حکومت دفاع کړې ده. چارواکي وايي، دوی د هېڅ هېواد د مرستې وړاندیز نه دی رد کړی، خو یوازې هغو نړیوالو لټون او ژغورنې ډلو ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې معتبر معیارونه پوره او لازم رسمي سندونه ولري.

د کولمبیا زلزلې تر ۲۵۰ ډېر کسان وژلي؛ د ژوندي پاتې کسانو لټون دوام لري

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱
100%

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د کولمبیا په لوېدیځو زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون چارې د سې‌شنبې په ورځ هم روانې وې. دا په داسې حال کې ده چې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۵۴ کسانو ته رسېدلی دی.

ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره په ډېر احتیاط کار کوي. هغوی کله ناکله د سیمې له خلکو غواړي چې چوپ پاتې شي، څو د کنډوالو له لاندې د هغو کسانو غږونه واوري چې ښايي لا ژوندي وي او مرستې ته اړتیا ولري.

د ۷.۴ درجې په کچه دې زورورې زلزلې د دوشنبې په سهار د کولمبیا د قهوې کرکیلې مهمې سیمې ولړزولې. دا زلزله په روانه پېړۍ کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

راپور زیاتوي، زلزلې په بېلابېلو ښارونو کې د استوګنې ودانیو، کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ودانۍ سختې زیانمنې کړې دي. ځینې ودانۍ چاودې شوې، ځینې یوې خوا ته کږې شوې او یو شمېر نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي.

د زیانمنو شویو ښارونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، د سې‌شنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۰۱ کسان په پریرا او ۹۵کسان په کالي ښار کې وژل شوي دي. کالي د کولمبیا درېیم لوی ښار دی.

د کولمبیا د ارام سمندر پر غاړه په ځنګلونو پوښلې چوکو سیمه کې، چې د زلزلې د مرکز ترڅنګ پرته ده، ډېر بومي اوسېدونکي لا هم برېښنا او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په دغو سیمو کې د اړیکو پرې کېدل او د لارو خرابوالی د ژغورنې او مرستې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د سیمې ځینې برخې دومره لرې پرتې دي چې ژغورونکي او مرستندویان په اسانۍ ورته نه شي رسېدلی.

زلزله د نوي ولسمشر ابېلاردو دِ لا اسپریېیا د لوړې له مراسمو یوازې څو ورځې وروسته شوې ده. نوموړي له زلزله‌ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې او هغو کسانو ته یې د اقتصادي مرستو ژمنه کړې چې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

نوي حکومت له واک ته رسېدو سره سم د لګښتونو د کمولو لپاره د بېړنیو سپمايي ګامونو اعلان کړی و. حکومت اوس د هغه څه باندې ۱۸۰ میلیارد ډالرو بودجې د بیاکتنې لپاره چمتووالی نیسي چې پخواني چپ‌لوري حکومت جوړه کړې وه.

د کولمبیا د قهوې ملي ټولنه هم له زیانمنو کورنیو سره یوځای په سیمو کې کار کوي، څو د قهوې پر کروندو، کلیوالو لارو او نورو کلیوالي بنسټونو د اوښتو زیانونو کچه معلومه کړي.

د وېروونکو شېبو انځورونه

ژغورونکو د دوشنبې تر شپې او د سې‌شنبې تر سهاره د درنو وسایلو، کیندونکو ماشینونو او حتا تشو لاسونو په مرسته د کنډوالو لټون وکړ.

ژغورونکو، رضاکارانو او د سیمې خلکو د انسانانو کتارونه جوړول او د کنډوالو ټوټې یې لاس په لاس لېږدولې، څو ښايي د کنډوالو لاندې بند پاتې کسان ومومي او وژغوري.

روزا ګونزالس، چې په پریرا ښار کې یې یوه مېلمستون چلاوه، وویل چې د زلزلې پر مهال له خپل مېړه او لس میاشتني ماشوم سره په ودانۍ کې وه.

هغې وویل: «ودانۍ په لړزېدو او درز کولو پیل وکړ. موږ لا بهر ته د منډې وهلو په حال کې وو چې ودانۍ راولوېده».

د هغې په وینا، له ودانۍ څخه اته کسان ژوندي را ووتل، خو یو سپین‌ږیری سړی د ودانۍ پر برنډه بند پاتې شو. ګونزالس وېره لري چې ښايي نوموړی د زلزلې له وژل شویو کسانو څخه وي.

د کورنۍ پیشو هم د شپې د ژغورنې په عملیاتو کې له کنډوالو څخه را ایستل شوې ده.

په همدې مهال، د ټولنیزو رسنیو پېژندل شوی فعال خوزه ګایه‌ګو د زلزلې پر مهال تازه د پریرا هوايي ډګر ته رسېدلی و. هغه په ژوندۍ بڼه ویډیو خپروله چې د زلزلې له امله د ودانۍ سختې لړزېدل او د چت د ځینو برخو لوېدل پکې لیدل کېدل.

هغه وویل: «ما ټپیان او په وینو لړلي کسان ولیدل چې چیغې یې وهلې او هڅه یې کوله خپلو کورنیو ته ځانونه ورسوي.»

ګایه‌ګو وویل چې د نورو لړزو له وېرې یې ټوله شپه خوب ونه کړ او د خوندي پاتې کېدو لپاره یې په پرانیستې سیمه کې شپه تېره کړه.

تر سې‌شنبې ماسپښینه له ۱۰۰ څخه ډېرې وروسته لړزې ثبت شوې وې.

هغه وویل: «زه د ښار له یوې برخې څخه بلې ته په پښو لاړم. دوه ساعته وخت یې ونیو. لیدل کېدونکې صحنې ډېرې ویجاړوونکې وې؛ داسې ښکارېده لکه یو بد خوب چې په رښتیا بدل شوی وي».

زرګونه کسان بې‌کوره شوي

د زلزلې له امله د استوګنې ګڼې ودانۍ نړېدلې او په ډېرو کورونو کې ژور درزونه پیدا شوي دي. له همدې امله زرګونه کسان بې‌کوره شوي او خپلې کورنۍ یې د خپلو کورونو له مخې بهر په دې تمه دي چې د ودانیو د خوندي‌توب ارزونه بشپړه شي.

۳۴ کلن البرټو ماچادو وویل چې زلزله هغه مهال وشوه چې دی خپل زوی ښوونځي ته رسولی و.

د هغه په وینا، په کالي ښار کې یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شو او مېرمن، خواښې او دوه واړه ماشومان یې اړ شول چې شپه د یوه ګاونډي په کور کې تېره کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې په راتلونکو ورځو کې به څه کوي.

په یوه ورزشي مرکز کې هم د شپې لپاره د ۶۰ کسانو د ځای پر ځای کولو تیاری نیول شوی و. په دغو کسانو کې د یوه زیانمن شوي سپین‌ږیرو د پالنې له مرکز څخه ۳۰ زاړه کسان هم شامل وو.

د سپیو او پیشوګانو د ژغورنې مرکزونو هم د خوړو، درملو او د مرستې لپاره د کسانو د برابرولو غوښتنې کړې دي.

د یوې ښځې له ژغورل کېدو وروسته د خلکو خوښۍ

په کالي ښار کې خلکو په کوڅو کې خواړه پخول او هڅه یې کوله چې له کنډوالو څخه د کار وړ شیان راوباسي او وساتي.

د تورېس دِل لیمونار د استوګنې د ویجاړ شوي مرکز مخې ته، چې پخوا په یوه ارامه او له ونو ډکه سیمه کې دوه څو پوړیزې ودانۍ وې، ژغورونکي، رضاکاران او سیمه‌ییز چارواکي راټول شوي وو.

خلکو هغه مهال په خوښۍ چیغې او چکچکې وکړې چې ژغورونکو یوه ښځه له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایسته. ښځه وروسته پر امبولانس‌برانکارد کې د درملنې لپاره ولېږدول شوه.

خو د ډېرو نورو کسانو د ژغورنې پایله دومره ښه نه وه.

د کالي ښار د عامې روغتیا مسوول جرمان اسکوبار وویل چې د ښار مړي‌خونه نور د نویو مړو د ځای پر ځای کولو وس نه لري او چارواکي اړ شوي چې له کوڅو څخه نور مړي هم راټول کړي.

د کالي ښاروال الېخاندرو اېدر، چې له یو شمېر نورو چارواکو سره یې د لوټمارۍ د مخنیوي لپاره د شپې له خوا د ګرځېدو بندیز لګولی و او د دغه بندیز د پلي کولو لپاره یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له مخې، په یوه سخته زیانمنه سیمه کې د خلکو له اعتراض او چیغو سره مخ شو.

لرې پرتې سیمې لا هم د مرستو په تمه د

په چوکو سیمه کې د زلزلې د مرکز ترڅنګ د ځینو ښارګوټو اوسېدونکو سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي چې تر اوسه یې له حکومت څخه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

اندرېس کایسدو، چې د سیپي سیمې د خلکو له مشرانو څخه دی، کاراکول ټلوېزیون ته وویل چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

سیپي یوه ځنګلي سیمه ده چې د چوکو له مرکز څخه د ځمکې او سیند له لارې شاوخوا ۱۱ ساعته واټن لري. دغه سیمه له دې وړاندې هم د وسله‌والو ډلو له بریدونو زیانمنه شوې ده.

کایسدو وویل: «موږ اړ یوو چې د انټرنېټ د لږې اړیکې د پیدا کولو لپاره ونو ته وخېژو. دلته ماشومان او سپین‌ږیري شته چې لا هم د زلزلې له سختې وېرې نه دي راوتلي. موږ روغتیايي مرکز او درمل نه لرو. هر هغه څه مو چې له وسه پوره وو، په خپلو لاسونو مو ترسره کړي دي.»

د سې‌شنبې تر ماسپښینه پورې درې هوايي ډګرونه لا هم تړلي وو.

په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په چوکو کې، خلکو ته د ګاز، اوبو او برېښنا رسونه لا هم بنده وه. د هېواد یو شمېر مهمې لویې لارې هم لا هم تړلې پاتې وې.

د اړیکو د کمزورتیا او د ځینو سیمو د لرېوالي له امله، د ژغورنې ډلې لا نه دي توانېدلي چې د ټولو زیانمنو سیمو حالت په بشپړه توګه معلوم کړي.

که څه هم ولسمشر دِ لا اسپریېیا د دوشنبې په غرمه د ټول هېواد د زلزلې د قربانیانو لومړنی شمېر اعلان کړی و، خو حکومت تر هغه وروسته د مړو د شمېر په اړه نوې رسمي شمېره نه ده خپره کړې.

د حکومت ځینو ادارو هم ویلي چې دوی ته امر شوی چې د قربانیانو جلا شمېرې خپرې نه کړي.

دې حالت د شنونکو او د رسنیو د نظر خاوندانو نیوکې راپارولې دي او د زلزلې د قربانیانو د کره شمېر په اړه یې لا ډېر ګډوډي رامنځته کړې ده.

کولمبیایي چارواکي وايي، په ځینو تر ټولو سختو زیانمنو سیمو کې د اړیکو د خرابېدو له امله ښايي د زلزلې د ټولو زیانونو او د قربانیانو د وروستي شمېر معلومول څو ورځې وخت ونیسي.

په داسې حال کې چې د لټون او ژغورنې چارې لا هم روانې دي، ژغورونکي هیله لري چې وکولای شي نور کسان هم له کنډوالو څخه ژوندي راوباسي. خو د وخت په تېرېدو سره دا وېره هم زیاتېږي چې ښايي د دې زورورې زلزلې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.