• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د سویلي خراسان چارواکو له طالبانو سره د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د ایران د سویلي خراسان او د فراه ولایت د خصوصي سکټور د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په موخه دوه اقتصادي هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل. په یادو هوکړو کې صادرات، واردات، کرنیزې همکاری او د تخنیکي پوهې تبادلې شاملې دي.

ایرنا خبرې اژانس ویلي د ایران د سویلي خراسان والي د یوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ، د سرحدي لارو د بېرته پرانیستلو او د سوداګریز توازن د زیاتولو په موخه د افغانستان فراه ولایت ته سفر کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه دوه هوکړه لیکونه د چهارشنبې په ورځ د ایران د سویلي خراسان د والي سید محمدرضا هاشمي او په فراه کې د طالبانو د والي محمد مجاهد په شتون کې د واړو ولایتونو د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونو ترمنځ لاسلیک شول.

د راپور له‌مخې، د دغو هوکړه لیکونو اصلي موخه د دواړو سیمو د اقتصادي ظرفیتونو په برخه کې د معلوماتو تبادله، د صادراتو او وارداتو د بهیر اسانتیا، د دوه اړخیزو پانګونو پراختیا او د کرنې په برخه کې د تخنیکي پوهې او انجینري خدمتونو لېږد دی.

د ایران سویلي خراسان ولایت او د افغانستان فراه ولایت د ګډې پولې له امله د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو ظرفیت لري. د دواړو سیمو جغرافیایي او فرهنګي نږدېوالی د سرحدي راکړې ورکړې او ګډو پانګونو لپاره مهم بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست
۱

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۲

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۳

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۴

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

وحید عمر: اشرف غني نه غوښتل ووځي، په زور له ارګه وایستل شو

•
•
•

نور کیسې

حقاني: امنیت یوازې په وسلو نه بلکې په اجتماعي عدالت او د ولس په رضایت راتلای شي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، امنیت یوازې د وسلو او امنیتي ځواکونو په فعالیت نه ټینګېږي. هغه زیاته کړې: «ټولنیز عدالت، د خلکو رضایت، د قانون حاکمیت، سالمه اداره، خلکو او دولت ترمنځ باور» د دوامداره امنیت بنسټونه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې امنیت د افغانستان د خلکو تر ټولو اساسي اړتیا ده او باید داسې شرایط برابر شي چې هر وګړی په خپل کور، کلي او بازار کې د ډاډ او امنیت احساس وکړي.

حقاني وايي، خپلواکي هغه وخت «بشپړېږي» چې یو هېواد امنیت ولري، خپل اقتصاد پیاوړی کړي، ملي یووالی پراخ کړي او د خپلو خلکو اړتیاوې پوره کړای شي. هغه همداراز له نورو هېوادونو سره د «متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

حقاني مخالفینو ته په پیغام کې ویلي: «اخلال ګرانو ته چې د پردیو په لمسون د هېواد امنیت خرابوي زموږ لارښوونه دا ده چې مه خپل ځان تباه کوئ او مه خپل ولس ځوروئ، راشئ، قوت مو په یوځای او د ټولو قومونو په راټولو کې دی».

حقاني: خلک د زمري ۲۸مه مني خو ۲۴مه نه

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه ټول خلک مني. هغه زیاته کړه، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته ترلاسه شوې دویمه خپلواکي او ازادي هم خلک تر یوه حده مني؛ خو د زمري ۲۴مه هېڅوک نه مني.

د زمري ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ کلیزه ده. سراج الدین حقاني وویل، ښايي په راتلونکي کې هغه مهال چې دوی نه وي‌ نور نسلونه د زمري ۲۴مې یادونه هم وکړي او دغه ورځ ومني.

سراج‌الدین حقاني ادعا وکړه، چې د طالبانو د نظام له ټینګېدو سره اوس د افغانستان خلک ملي یووالی لري. هغه زیاته کړه، چې خپلواکي یوازې د یوه تاریخي پېښې نمانځل نه‌دي، بلکې هغه وخت بشپړېږي چې داسې نسل وروزل شي چې په طب، تخنیک او مسلکي برخو کې کافي پوهه او مهارت ولري؛ څو د افغانستان اړتیاوې پوره کړای شي او هېواد له نورو له اړتیا څخه خلاص کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې هېڅوک باید خپل «شخصي نظر او مزاج» پر خلکو ونه تپي او باید د وګړو ارادې او د هغوی مشروع غوښتنو ته درناوی وشي. هغه زیاته کړه: «خلک باید د خپلو مشروع حقونو د غوښتلو له امله سپک او تحقیر نه‌شي».

حقاني ټینګار وکړ، چې پښتانه، تاجکان، هزاره‌ګان، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه‌ییان، نورستانیان او نور قومونه باید ځانونه د هېواد «شریکان او اصلي مسوولان» وبولي. حقاني زیاته کړه، لکه څنګه چې د افغانستان خلکو له طالبانو سره د «اشغالګرو» پر وړاندې په جګړه کې مرسته کړې طالبان هم باید د هېواد د ابادۍ په برخه کې د خلکو نظر ومني.

د زمري ۲۸مه؛ ګڼو افغانانو پر خواله رسنیو د خپلواکۍ ورځ ونمانځله

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
100%

د زمري ۲۸مه چې هرکال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ سږکال ګڼو افغانانو په خواله رسنیو او په ځانګړې توګه پر میټا او اېکس پاڼو د ملي بېرغ او شاه‌ امان‌الله خان د انځورونو، په دې تړاو د لیکنو، ستاینو او ویډیويي پیغامونو په خپرولو ونمانځله.

د خپلواکۍ ورځ د جلاوطنه افغانانو له‌خوا داسې مهال نمانځل کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي او د یادې ډلې په ادارو کې د ملي بېرغ ځای د طالبانو سپین بېرغ نیولی او یادې ډلې له ټولو ځایونو د شاه امان‌الله خان تصویرونه لرې کړي.
د تېر جمهوري نظام پرمهال به د خپلواکۍ ورځ په شانداره مراسمو په حکومتي او ولسي کچه نمانځل کېده. هغه مهال هره خوا ملي بېرغ نیولې وه؛ د واټونو او هټیو سربېره به خلکو په خپلو موټرونو هم ملي بېرغ او د شاه‌ امان الله خان تصویر لګاوه او په وطني ولولو به یې دغه ورځ نمانځله.
که څه هم سږکال دغه ورځ خلکو په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو او وېرې له کبله د تېر په څېر نه‌ده نماځلې؛ خو ګڼو افغان ځوانانو، پخوانیو چارواکو او په پښتونخوا کې ځینو سیاست‌والو په خواله رسنیو د دغه ورځې مبارکي ورکړې ده.

لیکوال او شاعر نثار صالح پر فېسبوک پاڼه لیکلي: «د شاه امان الله خان د سیاسي تبحر په نتیجه کې د افغانستان ترڅنګ ځینو نورو هېوادونو هم استقلال ترلاسه کړ. زموږ د ملي او مترقي باچا روح دې ښاده او ارامه وي».

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ستراتیژیکو او عامه اړیکو پخواني مشر وحید عمر د امان خان له انځور سره کاږلي:
«تور کمیس دې د بخمل

کمربند دې د طلا

و غازي امان الله

شاه غازي امان الله»

د جاوید امیرخېل او میرخان مقري په ګډون یوشمېر افغان سندغاړو د همدې ورځې لپاره ځانګړې سندرې هم ویلي او د مبارکۍ پیغام ترڅنګ یې هېوادوالو ته ډالۍ کړې دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکیمي وايي: «د اسد ۲۸مه، د عقلانیت او مېړانې د بریا ګډ مناسبت دی. په دې ورځ توره او قلم یو ځای د افغان دولت د وقار په ننګ بريالي شوي دي. دا یوازې د ازادۍ نه؛ بلکې د ښځو او نارینه‌و د پوهنې، کلتوري ودې، پرمختګ او روښانتیا پراخ او ګړندی بهیر هم وو».

د کابل پوهنتون استاد او لیکوال محمود مرهون لیکلي: «د جهل تر تیارو لاندې د محکوم افغانستان، له برتانوي سامراج څخه د ازادۍ ۱۰۷مه کلیزه دې ویاړمنه وي، د اماني افغانستان د بیا راپورته کېدو، لوستي کېدو او د نړۍ د هېوادونو په قطار کې د درېدو په هیله».

ګڼو نورو افغانانو، سیاسیونو، مېرمنو، فعالانو او د خواله رسنیو کاروونکو هم د یادې ورځې مبارکي ویلې او بېلابېل پیغامونه یې خپاره کړي دي. طالبانو په افغانستان کې په پراخ ډول په ښارونو کې د یادې ورځې پر نمانځلو محدودیتونه لګولي او خلکو ته اجازه نه‌ورکوي، چې د شاه مان الله خان له انځورونو او درې رنګه بېرغ سره دغه ورځ ونمانځي.

طالبانو د یادې ورځې په نمانځغونډه کې هم د امان الله خان د کارنامو له یادولو پرته تر ډېره پر خپلو لاسته راوړنو او خپلو مخالفینو ته د خبرداري او پیغام په وړاندې کولو ونمانځله.

امیرخان متقي: د افغانستان خپلواکي هغه مهال بشپړېږي چې بهرنی سیاست د بل چا تابع نه‌وي

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې ویلي، د هېواد خپلواکي یوازې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره نه بشپړېږي؛ بلکې افغانستان باید په بهرني سیاست، اقتصاد، ټکنالوژۍ، علم او امنیتي برخو کې هم پر خپلو پښو ودرېږي.

متقي د ۱۹۱۹کال د خپلواکۍ ترلاسه کولو تاریخي بهیر ته په اشارې وویل، افغان حکومت هغه مهال په ډېرو کورنیو چارو کې واک لاره؛ خو بهرنی سیاست یې د برېتانیا له اجازې او مشورې سره تړلی و، له همدې امله افغانستان بشپړه خپلواکي نه‌لرله.
هغه وویل، افغانانو هغه مهال د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره جګړه وکړه او برېتانیا بالاخره د افغانستان سیاسي خپلواکي ومنله. متقي ټینګار وکړ، چې د خپلواکۍ مفهوم باید یوازې د بهرنیو ځواکونو له تسلط څخه د خلاصون په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې افغانستان باید په اقتصادي، ټکنالوژۍ، علمي او نورو برخو کې هم له بهرنیو اړتیاوو خلاص شي.
نوموړي ادعا وکړه، چې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان په یوشمېر برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او ویې ویل چې هېواد د اقتصادي فشارونو او بندیزونو سربېره د خپلې کرنسۍ د ارزښت په ساتلو کې هم بریالی شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په اړه وویل، چې د افغانستان ثبات د ګاونډیو او د سیمې له امنیت سره تړاو لري. هغه زیاته کړه، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مثبت تعامل لري افغانستان په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې اړیکې او هوکړې لري.
متقي وویل، د سیمې هېوادونه اوس په دې پوه شوي چې هېڅ هېواد او بهرني ځواک ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په سیمه کې جګړه او بې‌ثباتي رامنځته کړي. هغه ادعا وکړه، چې اوس افغانستان، مرکزي اسیا او د سیمې ګڼې برخې د پخوا پرتله ارامه دي او دغه وضعیت یې د طالبانو د «مثبتو سیاستونو» پایله وبلله.
متقي د طالبانو امنیتي ځواکونو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتي ادارې، قوماندانانو او نورو چارواکو ته د وروستیو امنیتي هڅو له امله مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې وسله‌والو مخالفانو ونه شوای کولای په افغانستان کې د پام وړ سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
نوموړي وویل، هېڅ بهرني یا کورني لوري ته به اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د خپلو «شومو اهدافو» لپاره فعالیت وکړي. هغه خبرداری ورکړ، که هر څوک د افغانانو ژوند او امنیت خراب کړي، د طالبانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
متقي همداراز د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه او د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځان بسیاینې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ؛ خو د شاه امان الله خان نوم او د هغه لاسته راوړنې یې یادې نه‌کړې.

له اتڼونو او ملي بېرغونو تر چوپتیا؛ په پاکستان کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې رنګ بدل شوی

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ چې پخوا به هرکال په بلوچستان کې د افغانانو او ځايي پښتنو او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو له لوري په پراخو ملي او دودیزو مراسمو نمانځل کېده، د طالبانو له واکمنېدو او په پاکستان کې پر افغان کډوالو تر محدودیتونو وروسته یې پخوانی رنګ بایللی دی.

د پښتونخوا د زده‌کړیالانو سازمان د بلوچستان څانګې پخوانی مشر لطیف کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پخوا به د اګست پر ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په افغان کونسلګرۍ او د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې پراخ مراسم ترسره کېدل.
د نوموړي په وینا، په دغه مراسمو کې به اتڼونه، موسیقي، فرهنګي پروګرامونه او علمي سیمینارونه جوړېدل او د ملتپالو سیاسي ګوندونو مشران، غړي او د هغوی د زده‌کوونکو سازمانونو استازو به پصه‌کې ګډون کاوه.
لطیف کاکړ وویل، ځوانانو به د افغانستان ملي بېرغونه پورته کول، له سهاره تر ماښامه به یې اتڼونه کول او په موټرو کې به وطني سندرې غږول کېدې؛ د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت به په جوړو شویو سیمینارونو کې پوهانو او سیاسي شخصیتونو د افغانستان د خپلواکۍ او ملي هویت په اړه خبرې کولې.
هغه زیاته کړه، چې افغانانو او ځايي پښتنو به د دغه مراسمو د ترسره کولو لپاره له خپلو شخصي امکاناتو هم کار اخیست او د خپلواکۍ ورځ به یې د ملي یووالي او افغان هویت د څرګندولو د یوې مهمې ورځې په توګه نمانځله.
د کاکړ په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان کونسلګریو وضعیت هم بدل شوی او د افغانستان د پخواني ملي بېرغ پر ځای د طالبانو سپین بېرغونه لیدل کېږي، چې له امله یې د پخوانیو مراسمو بڼه هم بدله شوې ده.
نوموړي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د خپلواکۍ ورځې نمانځنه کال تر بلې کمزورې شوې او په افغانستان کې د طالبانو واکمني او په پاکستان کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې افغانان د پخوا په څېر په پراخو مراسمو کې ګډون ونه کړي.
لطیف کاکړ وویل، سره له دې چې د خپلواکۍ ورځې پخواني مراسم کم‌رنګه شوي، خو افغانان او پښتانه لاهم د دې ورځې له تاریخي ارزښت سره تړاو لري.
هغه هیله څرګنده کړه، یوه ورځ به په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي چې افغانان وکولای شي د خپلواکۍ ورځ په پراخې خوښۍ ونمانځي او د افغانستان واکمني به د «افغانستان اصلي بچیانو» په لاس کې وي.
بل لور ته، په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال وايي، پخوا به د اګست ۱۹مه په پېښور او د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې په پراخو مراسمو، لاریونونو او فرهنګي پروګرامونو نمانځل کېده.
د افغان کډوالو په وینا، په ۲۰۱۶کال کې په پېښور کې د خپلواکۍ ورځې پراخ مراسم ترسره شوي وو او له ۲۰۲۱کال مخکې به د افغانستان کونسلګرۍ ترڅنګ په حیات اباد، تاج اباد او نورو سیمو کې هم غونډې او فرهنګي پروګرامونه جوړېدل.
دوی وايي، ځینو کلونو کې به د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د اورلوبو نندارې هم ترسره کېدې او زرګونه افغانان به په ملي احساساتو کې دغه مراسمو ته راټولېدل. خو کډوال وايي، له ۲۰۲۱کال وروسته دا دود ورو، ورو کم شوی او له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د دې ورځې د نمانځنې پر فضا لا زیات اغېز کړی دی.
دوی ادعا کوي، چې د پولیسو د عملیاتو، نیول کېدو او له پاکستان نه د اېستل کېدو له وېرې اوس نه‌شي کولای په ازاده توګه د خپلواکۍ ورځې مراسم ترسره یا په‌کې ګډون وکړي. افغان کډوال وايي، هغه ورځ چې پخوا به د خوښۍ، یووالي او ملي ویاړ په فضا کې نمانځل کېده، اوس د وېرې او ناڅرګند برخلیک تر سیوري لاندې تېرېږي.
د دوی په وینا، اوسني شرایطو د دوی پر ټولنیز او فرهنګي ژوند سربېره رواني فشارونه هم زیات کړي او ډېر افغانان اړ دي چې د خپلواکۍ ورځې پر مهال له عامه مراسمو لرې پاتې شي.

هند: له طالبانو سره مو اړیکې چټکې شوې دي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۱
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت په نوي ډیلي کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په سفارت کې د جوړې شوې غونډې لپاره د خپل رسمي استازي د لېږلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره د دوی اړیکې په تېر یوه کال کې چټکې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند رندیر جیسوال ټینګار کړی چې له طالبانو سره د هند تعامل له افغانستان سره پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو راڅرخي.

جیسوال د سې شنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې آنند پراکاش، د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې مشر، د هند د حکومت په استازیتوب د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی.

هغه وویل: «افغانستان پرون دلته د بریا ورځ ولمانځله او د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اړوندې څانګې مشر د هند د حکومت په استازیتوب په دې مراسمو کې ګډون وکړ.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له افغان ولس سره د دغه هېواد اړیکې اوږد تاریخ لري. هغه زیاته کړه: «په تېر یوه کال کې له افغانستان سره زموږ اړیکې او همکارۍ زیاتې شوې دي. په دغو همکاریو کې دیپلوماتیکې خبرې اترې، بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه شامل دي.»

جیسوال وویل چې له افغانستان سره د هند د تعامل کچه او بڼه، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، به همدغو لومړیتوبونو ته په کتو ټاکل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې نوي ډیلي د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې په کابل کې د خپل دیپلوماتیک استازولۍ کچه لوړه کړه او د دغه هېواد تخنیکي ماموریت بېرته په سفارت بدل شو. د هغه په وینا، د سفارت لپاره سرپرست هم ټاکل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دا بدلون له طالبانو سره د هند د رسمي اړیکو د کچې د لوړولو په معنا نه دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې یو شمېر ښځو هم د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د جوړو شویو مراسمو ګډون کړی و.

هغه د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په اړه له نورو څرګندونو پرته وویل چې هند په دې اړه خپل دریځ له دې وړاندې اعلان کړی دی.

په نوي ډیلي کې د طالبانو شارژدافیر نور احمد نور د دوشنبې په ورځ له هند سره د سیاسي باور د زیاتېدو او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې وه.

له طالبانو سره د هند اړیکې په داسې مهال زیاتې شوې دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. پاکستان طالبان او هند په دغه هېواد کې د وسله والو مخالفانو په ملاتړ تورن کړي دي؛ خو دواړو لورو دا تورونه رد کړي دي.