د راپور له مخې، د برېتانیا دفاع وزارت د افغانستان دننه پاتې شاوخوا درې زره افغانانو لپاره، چې د برېتانیا د پناه او انتقال په تمه دي، د ویزو، د درېیم هېوادونو ته د وتلو لارو او د هوټلونو د برابرولو ملاتړ پای ته رسولی دی. دغه کسان اړ دي چې له افغانستانه د وتلو لپاره خپله د درېیم هېواد ویزې او د سفر نور لګښتونه برابر کړي.
په دغو افغانانو کې عبدال هم شامل دی چې شپږ کاله یې د افغان ځانګړو ځواکونو په ۴۴۴ واحد کې خدمت کړی و. دغه واحد د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا جوړ، روزل او تمویل شوی و.
عبدل د ۲۰۲۱ کال د کابل د تخلیې په عملیاتو کې له برېتانوي ځواکونو سره مرسته کړې او د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله یې د ښځو لپاره یو خوندي کور اداره کاوه. نوموړي د برېتانوي ځانګړو ځواکونو په غوښتنه په کابل کې په یوه عادي موټر کې ګرځېده او هغه لوړپوړي افغانان یې راټولول چې له برېتانیا سره یې کار کړی و، په ځانګړي ډول ښځینه او نارینه قاضیان او د افغان امنیتي ځواکونو پخواني افسران.
عبدل «ټایمز» ته ویلي: «د تخلیې د عملیاتو پر مهال زما دنده دا وه چې له هغو کسانو سره مرسته وکړم چې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، هغوی هوايي ډګر ته ورسوم او لارښوونه ورته وکړم.»
نوموړي ویلي، وروسته ورته وویل شول چې د خوندي انتقال لپاره هوايي ډګر ته ولاړ شي. هغه له خپلې کورنۍ سره هوايي ډګر ته ورغی، خو د یوه ځانمرګي برید له امله چې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان یې ووژل، پر وخت ونه توانېد چې د برېتانیا د تخلیې الوتکې ته دننه شي.
عبدل وروسته خپله ځمکه او شتمني وپلورله او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ، څو د برېتانیا د انتقال لپاره انتظار وباسي. د هغه لومړنی غوښتنلیک رد شو، خو د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د بریتانیا دفاع وزارت ورته وویل چې پرېکړه یې بدله کړې او هغه د انتقال شرایط پوره کوي.
خو د الوتنې په برابرولو کې د اوږده ځنډ له امله د عبدل او د هغه د کورنۍ د پاکستان ویزې پای ته ورسېدې او اړ شول افغانستان ته ستانه شي. نوموړی اوس د طالبانو له وېرې له خپلې مېرمنې او لوڼو جلا ژوند کوي.
عبدل ویلي: «ځان ډېر بد احساسوم. له خپلې کورنۍ لرې پاتې کېدل راته ډېر سخت دي. کار نه شم کولی، هېڅ نه شم کولی؛ یوازې انتظار کوم.»
هغه ادعا کړې چې څو ځله طالبان د هغه کور ته ورغلي او له کورنۍ او ګاونډیانو یې د هغه پوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي: «همدا لامل دی چې زه د بېرته تلو خطر نه شم منلی. مېرمن او لوڼې مې وېرېدلې دي. یوازې هیله لرو چې یوه ورځ به ټول انتقال او مرسته ورسره وشي.»
د «ټایمز» په وینا، د بریتانیا حکومت په روان کال کې اعلان کړی چې په افغانستان کې پاتې دغو کسانو ته به نور د ویزو، د وتلو د لارو او هوټلونو په برابرولو کې مرسته نه کوي. د راپور له مخې، یو شمېر کسان اوس اړ دي چې د درېیم هېوادونو ویزو لپاره په غیررسمي بازار کې زرګونه ډالر ورکړي.
د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه بل پخواني غړي، اسد، کیسه هم په راپور کې راغلې ده. اسد چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی، د کابل د هوايي ډګر د تخلیې پر مهال د امنیت په ساتلو کې له بریتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وه. هغه د برېتانیا د تخلیې الوتکې ته د ختلو په تمه هوايي ډګر ته دننه شوی و، خو وروسته بېرته له هوايي ډګر څخه وایستل شو او د بریتانیا د پناه پروګرام ته یې غوښتنلیک هم رد شو.
د اسد خور ویلي، ورور یې «د کابل د هوايي ډګر د امنیت په ساتلو او د خلکو د خوندي تګ راتګ لپاره له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای کار کاوه».
په راپور کې د نور په نوم د یوه افغان ځانګړي ځواک پخواني سنایپر قضیه هم یاده شوې ده. نور په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د تخلیې پر مهال د خپلې کورنۍ سره هوايي ډګر ته د ننوتلو په تمه و، خو د راپور له مخې ورته وویل شول چې په پاتې الوتکو کې یوازې د بريتانیا د پاسپورټ لرونکو لپاره ځای شته. هغه بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ته ستانه شو او ۱۵ ورځې وروسته د خپلې کورنۍ په مخ کې ووژل شو.
د افغانانو لپاره کمپاین کوونکي او پخواني ژباړن رفي هوتک د بریتانیا د حکومت دغه اقدام «د شرم وړ خیانت» بللی دی.
هوتک ویلي: «دا لومړی ځل نه دی چې زموږ نږدې افغان متحدین، هغه کسان چې خپل ژوند یې له خطر سره مخ کړ او کلونه یې په افغانستان کې له برېتانوي ځواکونو سره څنګ پر څنګ خدمت وکړ، شاته پرېښودل کېږي او د هغوی عزیزان د طالبانو رحم ته سپارل کېږي.»
هغه زیاته کړې چې د هغو افغانانو لپاره چې اړ دي له افغانستانه ووځي او په درېیم هېواد کې انتظار وباسي، د عملي ملاتړ او سیاسي خوندیتوب ختمول هغوی «له خطر او زیان سره مخ کوي».
د برېتانیا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د افغانانو د خپلواکو وتلو د بریالیتوب شواهد زیات شوي دي. د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، د دغې ډلې د خطرونو او د مالیه ورکوونکو د پیسو د اغېزمن مصرف په ګډون د بېلابېلو عواملو له ارزونې وروسته، وزارت د روان کال په اپرېل کې پرېکړه کړې چې له افغانستان دننه د دغو کسانو د انتقال لپاره خپله مرسته پای ته ورسوي.