اڅکزی: د افغانستان په سفارت کې د چین او روسیې سفیران وو خو پاکستان ټيټ پوړی غړی لېږلی و

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي ویلي، د طالبانو په سفارت د اګست په ۱۵مه د یادې ډلې لهخوا په جوړه شوې غونډه کې یې د چین، روسیې، اروپايي هېوادونو او هند لوړپوړي استازي لیدلي؛ خو د پاکستان له لوري یوازې د بهرنیو چارو وزارت یو ټيټ پوړی غړی حاضر و.
اڅکزي ویلي، دوی تر دې وړاندې هم غوښتنه کړې وه چې د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه دې سیاسي مشرتابه ته معلومات ورکړل شي. هغه وویل: «موږ د افغانستان سفارت ته تللي وو. هلته د چین سفیر، د روسیې سفیر، د اروپا استازي او د هند عالي کمېشنر موجود وو؛ خو د پاکستان له لوري یوازې د بهرنیو چارو وزارت ټيټ پوړي غړي ګډون کړی و».
د نوموړي په وینا، د پاکستان د استازولۍ دغه کچه د اندېښنې وړ ده او پوښتنه یې کړې چې د هېواد بهرنۍ پالیسي څوک جوړوي. اڅکزي ویلي، که حکومت د افغانستان او ایران په اړه خپلې اندېښنې او دریځ سیاسي ګوندونو ته په قناعتبښونکي ډول تشریح کړي؛ دوی به یې ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د دې خاورې خلک یو. که موږ قانع کړئ، چې افغانستان او ایران د پاکستان پر ضد اقدامات کوي؛ نو موږ به ستاسو ملاتړ وکړو». د اپوزېسیون مشر ویلي، پاکستان له جدي ناورینونو سره مخ دی او سیاسي مشران باید د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه پر سیاسي تفاهم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد ستونزې یوازې د سیاستوالو د خبرو اترو او همغږۍ له لارې حل کېدای شي. اڅکزي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د وضعیت په اړه هم څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې هر بندي حتی که په جدي جرم هم تورن وي د خپلو اساسي حقونو مستحق دی.
د هغه په وینا، د بندیانو د روغتیا ساتنه او د کورنۍ له غړو سره د لیدو زمینې برابرول باید تضمین شي. نوموړي له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي، چې د هېواد د روانو ناورینونو د حل لپاره سره کېني او ګډه تګلاره خپله کړي.
هغه ویلي: «پاکستان له سخت وضعیت سره مخ دی. که غواړو هېواد له دغه ناورینونو وباسو، باید ټول سره کېنو او حللاره ولټوو».
