په سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي

سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني ویلي، د سمنګان–مزارشریف پر لویه لار د یوې کرولا موټر د اوښتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني ویلي، د سمنګان–مزارشریف پر لویه لار د یوې کرولا موټر د اوښتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د رحماني په وینا، یاده ترافیکي پېښه نن یکشنبه د وږي میاشتې لومړۍ نیټه، سهار شاوخوا پنځه بجې د خلم ولسوالۍ اړوند، صیاد ګولایي ته نږدې رامنځته شوې ده. نوموړی وایي، پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې موټر له سړک څخه وتلی او وروسته اوښتی دی.
هغه زیاتوي چې د دغې پېښې قربانیان او ټپیان د بامیان اصلي اوسېدونکي وو او اوس مهال د مزارشریف ښار کې مېشت وو. ټپیان او د مړو جسدونه د خلم ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې احتمالي لامل د موټر سرعت او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه بللي.