تمنا او غرڅنۍ (مستعار نومونه) له افغانستان نه هغه مهال وتلې وې، چې طالبان تازه واک ته رسېدلي وو، د نورو ډېرو ښځو په څېر دوی هم داسې فکر کاوه چې ښايي دغه جلاوطني به لنډمهاله وي؛ خو لنډمهاله سفر په کلونو واوښت.
دوی په پاکستان کې درېیم هېواد ته د تګ په تمه وې، چې شاوخوا درې او څلور کاله وروسته د وروستیو جبري اېستلو، د ویزو نهلرلو او فشارونو له امله بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
تمنا د کندهار له لارې افغانستان ته ستنه شوې، د هغې دا لومړی ځل و چې کندهار یې له نږدې لیده. د ښار، خلکو او فضا په لیدلو ورته هر څه نوي ښکارېدل. د هغې جامې هم د نورو ښځو پرتله متفاوتې وې.
تمنا وايي، په موټر کې له کندهاره تر کابله موټرچلوونکي د دوی خبرو او لهجې ته په ډېر غور سره غوږ نیوه. د هغې لپاره دغه کوچنۍ شېبې هم د یوه لوی بدلون نښې وې.
غرڅنۍ هم د تمنا په څېر نظر لري. هغه وايي: «ما چې له کلونو وروسته کابل ولید، خلک نهیلي او ستړي وو او ان ظاهرې بڼې یې لا اوښتې وې. د خلکو ظاهرې بڼې ګډې وډې، نامنظمې او سپیرې معلومېدې. اوس په کابل ښار کې د پخوا پرتله څوک سټایل هم نه وهي، د طالبانو محدودیتونو نه یوازې د ښځو؛ بلکې د نارینهو ظاهري بڼې هم بدلې کړې دي».
غرڅنۍ زیاتوي: «د مېرمنو لپاره حجاب او ماسک مجبوریت دی؛ کنه د امربالعمروف کارکوونکو لهخوا د سپک وضعیت او بد چلند سره مخ کېږي». د هغې په خبره، د نجونو ښوونځي تړلي دي او د ښځو پر کار هم محدودیتونو ګڼې باسواده نجونې دې ته اړ اېستې، چې د ځینو رسټورانټونو په ښځینه برخه کې د صفا کارو او خدمتکارو په توګه کار وکړي. غرڅنۍ که له یوې خوا دا د ښځو لپاره یو کاري فرصت ګڼي؛ خو تر ټولو لویه اندېښنه یې د افغانستان ناسم راتلونکی دی، چې لویه برخه یې بېسواده لویېږي.
د تمنا او غرڅنۍ له نظره کابل؛ هماغه ښار خو بدل احساس
تمنا او غرڅنۍ په کابل کې ډېره موده اوسېدلې وې، د ښار کوڅې، ودانۍ او شور ورته نا اشنا نهو؛ خو کله چې له څه باندې څلورو کلونو وروسته بېرته کابل ته ستنې شوې، ښار یې په لومړي نظر کې بدل ولید.
لوړې ودانۍ زیاتې شوې وې، پراخه ابادي شوې او ښار په ظاهري ډول لوی ښکارېده؛ خو د دغه ټولو بدلونونو ترڅنګ یې د ښار په څېره کې داسې څه ولیدل، چې په الفاظو یې بیانول ورته سخت وو. تمنا وايي: «ما داسې احساس کاوه لکه یو چا چې پر ښار خاورې شېندلې وي».
غرڅنۍ بیا زیاتوي: «په کابل کې د پخوا په څېر چاودنې نه وې؛ خو په نورو برخو کې هیڅ امنیت نه وو. مثلا: لوږه زیاته شوې، غلاوې او خپل منځني دوښمنۍ ډېرې شوې او د فقر کچه پراخه شوې ده».
د طالبانو له راتګ مخکې تمنا او غرڅنۍ په کابل کې په نسبتا ازاده توګه ګرځېدې، د لباس، تګ راتګ او ورځني ژوند په اړه یې دومره فکر نه کاوه. تمنا وايي، که څه هم لباس یې مناسب و؛ خو بیا هم دا وېره ورسره وه چې هسې نه د امر بالمعروف کسان یې ودروي، د جامو په اړه پوښتنه ترې وکړي یا ورته ووایي چې لباس یې د دوی له معیارونو سره برابر نهدی.
هغه وايي: «موږ د غلو په څېر ګرځېدو؛ له دې ډاره چې د امربالمعروف محتسبینو له ناوړه چلند سره مخ نهشو». دغه ډار تر هغې ورځې ورسره و، چې بېرته له افغانستان نه ووتله.
په افغانستان کې واکمنه نرواکي
تمنا او غرڅنۍ وايي، له څلور نیمو کلونو وروسته یې په ټولنه کې یو بل ژور بدلون هم احساس کړ، چې هغه د نرواکۍ زیاتوالی وو. د دوی وینا، دغه بدلون یوازې د لویانو په چلند کې نه لیدل کېده، ان د کورنیو دننه په کوچنیو ماشومانو کې یې هم نښې څرګندې وې.
تمنا وايي: «نارینه ځان ته د واک حق ورکاوه، ښځې به ډېرې عاجزې او محتاطې ښکارېدې او ان داسې ماشومان یې لیدلي چې له خپلو خوېندو به کشران وو؛ خو پر هغوی یې د مالکیت احساس کاوه». د هغې په خبره، د دغه شېبو لیدل ورته له نورو ټولو بدلونونو ډېر دردوونکي وو.
تمنا وایي: «په کابل کې رسټورانټونه لاهم له خلکو ډک وو، ژوند په بشپړ ډول نه و درېدلی، خلک به راوتل، ناست وو، خواړه به یې خوړل او په ښار کې ظاهرا ژوند نورمال روان و؛ خو د ښځو حضور پېکه و».
د تمنا او غرڅنۍ د سفر یوه بله درنه خاطره روغتونونه وو. دوی وايي، د مسلکي ډاکټرانو کمښت هم په پراخه کچه احساسېده او د درملو کیفیت د خلکو د اندېښنو یوه لویه برخه وه. غرڅنۍ وایي، په روغتون کې له ښځینه ناروغ سره محرم او یا یوه بله مېرمن حتمي وي؛ کنه د درملنې اجازه نه ورکول کېږي.
د پرون افغانستان؛ نیمګړی خو د حرکت په حال کې
پنځه کاله مخکېنی افغانستان هم له جګړې، ناامنۍ، فقر، اداري فساد او ګڼو نورو ستونزو سره مخ و؛ خوخلکو د انتخاب حق لاره. تمنا وايي: «ښځې به کار ته تللې، زدهکړې یې کولې، په ښارونو کې به یې په نسبتا ازاد ډول تګراتګ کاوه، کورنۍ به رسټورانټونو او عامه ځایونو ته تللې او د راتلونکې په اړه یې د انتخاب حق لاره».
د هغې لپاره د پرون او نن ترمنځ تر ټولو لوی توپیر ښایي همدا وي، چې په پروني افغانستان کې د انتخاب دروازې د دوی پرمخ خلاصې وې. نن د هغې په تجربه کې ډېرې ښځې له دې وېرې سره ژوند کوي چې یو عادي ورځنی کار هم ښايي د یوه بندیز، امر یا پوښتنې له امله له ستونزې سره مخ شي.
تمنا افغانستان ته له څه باندې څلورو کلونو وروسته د ستنېدو پر مهال یوازې خپل ښار نهدی لیدلي؛ بلکې هغې د ننني افغانستان څو ورځنی ژوند هم تجربه کړی. د هغې په ذهن کې تر ټولو ډېر هغه ښځې پاتې دي، چې د خپل لباس، تګراتګ، کار او حتی د عادي ژوند په انتظار کې شپې سبا کوي. تمنا او غرڅنۍ یو وار بیا افغانستان پرېښود؛ خو دا ځل یې یوازې خپل هېواد نهدی پرېښی؛ بلکې دوی هغه افغانستان هم پرېښود چې په خپل یاد کې یې له ځان سره ساتلی وو.