• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې چاودنه؛ د پېښې د موخې په اړه متضاد راپورونه

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۱

په هرات کې د یوې چاودنې راپور ورکړل شوی دی. دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه کېدای شي د طالبانو پر یوه لوړپوړي قومندان قاري عطاالله غورماچي هدفي برید وي.

دغو سرچینو د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې بریدګرو د غورماچي د ترور نیت درلود او د هغه لېږدونکی موټر د چاودنې پر مهال د شیدايي له سیمې تېرېده. د هغوی په وینا، په دې پېښه کې د یاد موټر چلوونکی سخت ټپي شوی دی.

خو د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوه رسنۍ وايي، دغه پېښه د یوه موټر سایکل د بټرۍ چاودنې له امله رامنځته شوې او یو ملکي کس په‌کې ټپي شوی دی.

«د هندوکش غږ» چې د طالبانو له استخباراتو سره تړلې رسنۍ ده، په هرات ښار کې د بمي چاودنې اړوند راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د یوه موټر سایکل د بټرۍ چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دې رسنۍ د هغه څه په حواله چې «کره او باوري امنیتي سرچینې» یې بللي زیاته کړې، چې د موټر سایکل چلوونکی چې یو ملکی کس وو، ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول پر قاري عطاالله غورماچي د برید د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي. د چاودنې د موخې او څرنګوالي په اړه لا تر اوسه خپلواک معلومات په لاس کې نشته.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

ډېر لیدل شوي

 طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې
۱
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۲

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۳

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۴

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۵

پر میثم نظري نیوکې؛ په یوه چوکاټ کې د امان‌الله خان او طالبانو راوستل تاریخ ته سپکاوی دی

•
•
•

نور خبرونه

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د عالي محکمې يوه قاضي د افغان محصلينو د تحصيلي ويزو د تمدېدو د څرنګوالي د قضيې په اورېدنه کې ويلي، « موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د سه شنبې په ورځ ۸۷ افغان محصلينو (هلکانو او نجونو) په اسلام اباد کې په عالي محکمې کې د ویزو د تمدیدو په تړاو خپله قضيه ثبت کړې وه. د محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) په همدې تړاو استعماعیه غونډه وشوه.

د اورېدنې پر مهال د یادو محصلینو وکيل او د عالي محکمې ترمنځ شوې مکالمه ايمل خان مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره شريکه کړې، چې په‌کې د یادې محکمې یوه قاضي خادم حسین سومرو د افغان محصلينو پر غوښتنليک قانوني پوښتنې راولاړې کړې.

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د محصلينو وکیل: «زما د معلوماتو له مخې د پاکستان حکومت داسې کوم اعلان نه‌دی کړی».

قاضي خادم حسین سومرو: «که د هند محصلین راشي، ایا تاسو به هغوی ته هم د راتلو اجازه ورکړئ»؟

د محصلينو وکیل: «افغان محصلینو ته یو کال مخکې کورنیو چارو وزارت ویزې ورکړې وې، هغه وخت زموږ ملي پالیسي بل ډول وه».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو یو اییني غوښتنلیک وړاندې کړی، ایا زموږ اساسي قانون افغانانو ته د داسې غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، د اساسي قانون ۱۹۹ ماده افغانانو ته د غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي».

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب ایا تاسو د قانون له مخې له دغو ۸۷ افغان محصلینو څخه د استازولۍ واک اخیستی دی»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، زه د وکیل په توګه د دې ټولو محصلینو استازیتوب کوم».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو باید د افغانستان (طالبانو) سفارت ته لاړ شئ هلته به ستاسو خبره واورېدل شي، افغان سفارت به د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیسي».

د محصلينو وکیل: «هو بالکل موږ افغان سفارت ته لاړو او افغان سفارت د پاکستان حکومت ته رسمي لیکونه هم لیکلي دي چې د دغې دوسیې برخه ده، خو بیا هم د محصلینو ویزې نه غځول کېږي».

نوموړي وکيل محمکې ته ويلي، چې دوی به په دې اړه محکمې ته نور اسناد هم وړاندې کړي، خو محکمې بیا د قضیې نوره اورېدنه ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې او اېستنې بهیر پراخ او چټک کړی او ان همدا ۶ ورځې مخکې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې ونیول شوې. دغو دوو خویندو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر یوه کال راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدیدولو چارې له کوم دلیل پرته درولي دي.

د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو ماشومان مري

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱
100%

سکای‌نیوز راپور ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمېدو او د طالبانو انزوا تر ټولو ډېر پر ښځو او ماشومانو اغېز کړی دی. راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو پورې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سکای‌نیوز خبریالې الکس کرافورډ په کابل کې د افغانستان تر ټولو لوی د ماشومانو روغتون څخه لیدنه کړې او د ناروغو ماشومانو، نوزیږو ماشومانو او د هغوی د میندو وضعیت یې انځور کړی دی.

دې رسنۍ په روغتون کې د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت او د ناروغانو له ګڼې ګوڼې راپور ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې کله ناکله درې سخت ناروغ ماشومان پر یوه کټ بستر وي او روغتیايي کارکوونکي له ګڼ شمېر ناروغانو او د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

د سکای نیوز په وینا، ډېری دغه ماشومان له خوارځواکۍ او ساري ناروغیو کړېږي چې د ډاکټرانو په وینا، شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ سلنه یې د مخنیوي وړ دي.

سکای‌نیوز لیکلي: «د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې، هغه نجونې چې نن د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي، که ژوندۍ هم پاتې شي، په راتلونکي کې به له زده‌کړو او د ډاکټرې یا نرسې کېدو له فرصت څخه محرومې وي.»

په راپور کې بېوزلي، کمزوری روغتیايي وضعیت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د ماشومانو د ناروغیو او زیان‌منېدو له مهمو لاملونو بلل شوي دي.

یادې رسنۍ اوسنی وضعیت «ټکان ورکوونکی» بللی او وايي، چې یو شمېر ماشومان په ویروسي او ساري ناروغیو اخته دي. میندې هم په خورا سختو شرایطو کې د خپلو ناروغو ماشومانو ترڅنګ د درملنې د ترلاسه کولو په تمه دي.

سکای‌نیوز وايي، له افغانستان سره د بشري مرستو د پام وړ کمېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او له همدې امله، د درملنې لپاره د ښارونو لویو روغتونونو ته د مراجعه کوونکو ناروغانو شمېر زیات شوی او دې چارې پر دغه روغتون فشار لا ډېر کړی دی.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، ځینو میندو د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره سلګونه کیلومتره سفر کړی دی. په راپور کې د یوې مور یادونه شوې چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره له کندهار څخه کابل ته راغلې ده.

د سکای نیوز دغه راپور داسې مهال خپریږي، چې د وږي پر درېیمه په اندراګاندي روغتون کې د ناروغانو پایوازانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې وویل، دلته ناروغان او پایوازان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په رالېږل شوي پیغام کې ویل شوي وو، چې بېوزله کورنۍ چې خپل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره دغه دولتي روغتون ته راوړي، د درملنې ترڅنګ د لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په پیغام کې د ماشومانو د درملنې او څارنې په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې وه او ویل شوي وو، چې په ځینو مواردو کې د روغتیايي کارکوونکو احتمالي بې‌پروایي د ناروغو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱
100%

د افغان ایواک او هایاس په ګډه نظرپوښتنه کې ۸۴ سلنه د ۲۰۲۶ کال احتمالي امریکايي رایه ورکوونکي د هغو افغانانو او کورنیو د ساتنې ملاتړ کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی.

افغان ایواک او هایاس د امریکا په کچه دغه نظرپوښتنه د لیک ریسرچ پارټنرز او ټیرنس ګروپ له خوا په ګډه ترسره کړې ده چې پایلې ښيي له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ساتنې لپاره پراخ دوه ګوندي ملاتړ شته او کله چې ګډونوال د دغو افغانانو د خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي، د هغوی ملاتړ په څرګند ډول زیاتېږي.

دا پایلې په داسې وخت کې خپرېږي چې امریکا ته د افغانانو د داخلېدو لارې د یوې مودې لپاره تړل شوې دي.

د هایاس مشره او اجرایوي رییسه بېت اوپن هایم وايي، د هرې شمېرې تر شا یوه کورنۍ ده چې راتلونکې یې د یوې نه پوره شوې امریکايي ژمنې له امله ځنډېدلې ده. نوموړې وايي، ځینو کسانو کلونه انتظار کړی او ځینې د امریکايي وګړو او پوځي خدمت کوونکو کورنۍ، مېرمنې یا ماشومان دي.

د هغې په وینا، امریکایي خلک خنډ نه دي، بلکې د حکومت بې غوري خنډ ده او واشنګټن باید خپل اقدام وکړي.

د افغان ایواک مشر او بنسټګر او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری شان واندایور وايي، امریکا له دریو کلونو ډېر وخت د هغو افغانانو په اړه خپله ژمنه پوره کوله چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی و، خو وروسته دغه سیستم وتړل شو.

افغان ایواک لیکلي چې کله له ګډونوالو لومړی یوازې د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو د وتلو او له هغې وروسته د وضعیت په اړه د افغانانو د منلو پوښتنه وشوه، ۵۲ سلنې یې ملاتړ وکړ.

وروسته ګډونوالو ته وویل شول چې افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، خبریالانو، قراردادیانو، موټرچلوونکو او ساتونکو په توګه کار کړی، نو د افغانانو د منلو ملاتړ په ټولیزه کچه ۷۱ سلنې ته لوړ شو چې د جمهوري غوښتونکو په منځ کې دغه ملاتړ له ۲۲ څخه ۵۴ سلنې ته ورسېد.

نظرپوښتنه ښيي چې امریکایان د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام او د امریکا د کډوالو د منلو د پراخ پروګرام له لارې د افغانانو د هرکلي ملاتړ هم کوي.

د کډوالو ملي او سیمه ییزو ادارو، چې هایاس هم پکې شامله ده، په ۲۰۲۱ کال کې د دغه پروګرام له لارې د ۷۰ زره افغانانو د هرکلي لپاره هڅې کړې وې، خو دغه پروګرام اوس د افغانانو او د نړۍ د زیانمنو کډوالو پر مخ تړل شوی دی.

۷۶ سلنه کسان د هغو افغانانو د ساتنې پروګرام د بېرته فعالولو ملاتړ کوي چې مخکې د امریکا د بیا مېشتېدو لپاره منظور شوي دي. ۵۳ سلنه یې په کلکه ملاتړ کوي.

امرالله صالح: د سولې پروسه د جمهوري نظام د ړنګولو لپاره د رژیم د تغییر جعلي نوم و

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ادعا کوي چې د دوحې د سولې په نوم پروسه په اصل کې د جمهوري نظام د ړنګولو او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د رژیم د تغییر طرحه وه. هغه وايي، امریکا او لوېدیزو شریکانو یې نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته د انتقال ژمنې ورکړې وې.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې موخه دا وه چې د سولې پروسې تر نامه لاندې له جمهوري نظام څخه له نوم او پوستکي پرته بل څه پاتې نه شي، د نظام محتوا او معنا د خلکو په ذهنونو کې له منځه یووړل شي او وروسته همدغه نوم او بې محتوا بڼه په یوه علني مجلس کې منحل او طالبانو ته مشروعیت ورکړل شي.

د هغه په وینا، د دغې موخې نورې برخې په بریالیتوب ترسره شوې، خو د طالبانو لپاره د «تاج اېښودنې مجلس» جوړ نه شو او له همدې امله، د صالح په باور، طالبان تر اوسه سیاسي حیثیت او مشروعیت نه لري.

صالح ټینګار کوي چې که د سولې واقعي پروسه موجوده وای، هیچا یې د مخنیوي توان نه درلود؛ بلکې د هغه په وینا، «د سولې پروسه» د رژیم د بدلون لپاره جعلي نوم و.

صالح ویلي چې له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا او لوېدیزو شریکانو یې د جمهوري نظام نږدې ۳۰۰ زره غړو، یا د جمهوریت تر چتر لاندې د ګټه اخیستونکو کسانو، لکه خبریالانو، د مدني ټولنې غړو، خیریه او پراختیايي بنسټونو کارکوونکو ته په لوېدیځ کې د انتقال ژمنې ورکړې، چې ډېری یې د SIV په نوم پېژندل کېدې.

صالح وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې یې ډېرې هڅې وکړې، څو امریکایان قانع کړي چې د ځانګړو قطعاتو قوماندانانو او غړو ته د ویزو ورکول او د مادي او هوساینې امتیازونو ژمنې ودروي.

نوموړي وايي، وروسته د دې دسیسې د توجیه لپاره وویل شول چې جمهوري نظام د فساد له امله سقوط وکړ، خو پوښتنه کوي چې که د جمهوریت مامورین په فساد کې ډوب وو، نو ولې په لوېدیځ کې د هوساینې امتیازونو او دایمي ویزو مستحق وګرځول شول؟

د هغه په وینا، لوېدیځ ته د ویزې او انتقال ژمنو د جمهوري نظام د نږدې ټولو غړو لپاره یو نه تشریح کېدونکی وضعیت رامنځته کړی و. صالح وايي، ډېرو کسانو داسې فکر کاوه چې که د زلمي خلیلزاد او د دوحې د پروسې له فکري مسیر سره یوځای نه شي، ښايي له دغو امتیازونو بې برخې پاتې شي.

صالح زیاته کړې، چې د دې پروسې د ساده کولو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا وه چې وویل شي «سوله یو ګام لرې ده، خو ولسمشر او امرالله صالح یې خنډ دي».

د هغه په وینا، په دې توګه په خلکو کې دا تصور رامنځته شو چې له طالبانو سره جوړجاړی یوازې دوه قربانیان لري؛ غني او د هغه مرستیال، او غوره ده چې دوی د سولې پروسې لپاره قرباني شي.

هغه د طالبانو لپاره د ۱۷ میلیارد ډالرو د ورکړې یادونه هم کړې او وايي، چې که د دغو پیسو لس سلنه د طالبانو پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره لګول شوې وای، نو هیچا به له افغانستان نه تېښتې ته اړتیا نه لرله.

صالح اوس پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان ټول مدني او علمي ظرفیتونه له هېواده بهر انتقالېږي، څو طالبان وکولای شي خپل پروګرامونه له اندېښنې او خنډ پرته عملي کړي.

د هغه په وینا، امریکا په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱۸ ځله اعلان کړی چې نه غواړي طالبان سقوط وکړي.

نوموړي ادعا کړې چې د روان کال د جولای په ۱۳مه، د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ او طالبانو ته سپارل شوي. هغه وايي، د دغو پیسو د چاپ لګښت ۸،۵ میلیون ډالر و، حال دا چې د صالح په وینا، د چاپ شویو افغانیو ارزښت نږدې ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

صالح وايي، د دغې «دسیسې» دغو اړخونو ته لږ پام شوی دی. هغه باور لري چې د جمهوري نظام ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې د حل وړ وې او د «جمهوري اسلامي افغانستان» نظام د تفاهم او د واک د عمودي او افقي وېش لپاره دروازه پرانیستې وه.

د تېر جمهوري نظام مرستیال په پای کې پوښتنه کوي چې طالبانو ته د افغانستان د سپارلو د دغې «دسیسې» اساسي هدف څه و او څه دی، او وايي چې په دې اړه به په راتلونکي کې نور وضاحت ورکړي.

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۱
100%

پخوانۍ امریکايي ډېپلوماټه لورل میلر او د نړیوال بحران ډلې پخواني شنونکي ګریم سمیت د «امریکا وروسته افغانستان» په نوم د «فارن افرز» مجلې په پوډکاسټ کې ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې هېرېدو، په دې هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو د حضور د پرېکړو او تېروتنو ارزونه ستونزمنه کړې ده.

میلر وايي، امریکا د دوو لسیزو لپاره په افغانستان کې پراخ بشري او مالي امکانات ولګول، د افغانستان د مخکیني حکومت ملاتړ یې وکړ، امنیتي ځواکونه یې جوړ کړل او د ترهګرۍ په وړاندې یې عملیات ترسره کړل. خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ووت.

د هغې په باور د امریکا د سیاست دا ناڅاپي بدلون د واشنګټن د ستراتیژیکو پرېکړو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي. میلر زیاتوي: «ښايي د افغانستان ګواښ تر خپل واقعي اندازې لوی ښودل شوی وي، ښايي د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو له وتلو مخکې خپل اصلي موخې ترلاسه کړي وي، یا ښايي د مخکیني حکومت څخه د نامحدود ملاتړ دوام نور ستراتیژیک توجیه نه درلوده».

ګریم سمیت بیا وايي، د افغانستان جګړې د واشنګټن د یو شمېر متحدانو د امریکا د رهبرۍ او نړیوال نظم په اړه نظرونه هم بدل کړل. د هغه په وینا، د جګړې په لومړیو کلونو کې پر امریکايي رهبرۍ پراخ باور، د دوحې د خبرو اترو پر مهال په شک او بې‌باورۍ بدل شو. د تخلیې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته هم له طالبانو سره د نړۍ د چلند لپاره کومه روښانه تګلاره نه وه موجوده.

دوی همداراز ویلي چې په افغانستان کې نسبي ارام وضعیت د امریکا د شل کلنې جګړې منطق او اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

سمیت وايي، افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو خونړۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته ارام شوی دی.

د هغه په باور دغه وضعیت د لوېدیځ هغه استدلال تر پوښتنې لاندې راولي چې ویل یې باید په افغانستان کې له وسله‌والو ډلو سره جګړه وشي، څو د هغوی بریدونه لوېدیځو هېوادونو ته ونه رسېږي.

خو نوموړی له القاعدې سره د طالبانو اړیکې د اندېښنې وړ بولي. میلر وايي، القاعده د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې په ډېره کچه کمزورې شوې وه او د دې ډلې بیا پیاوړې کېدل د طالبانو په ګټه نه دي.

طالبان اوس مهال له داعش سره جګړه کوي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه ډله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له امریکا سره محدودې همکارۍ لري. د دې همکارۍ جزییات او دا چې کومې ډلې یې هدف ګرځوي لا روښانه نه دي.

سمیت اټکل کوي چې د افغانستان په سوېلي او ختیځو سیمو کې د طالبانو ملاتړ ښايي د اوسني ثبات په رامنځته کېدو کې ونډه ولري. خو میلر وايي، په یوه ځپونکي نظام کې د خلکو د ملاتړ د کچې د معلومولو لپاره باوري معلومات نه شي ترلاسه کېدای.

د دوی په وینا، د طالبانو په دننه کې هم د حکومتولۍ پلوي چارواکو او د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده ته د نږدې مذهبي کړۍ ترمنځ اختلافات شته؛ خو د وېش وېره د دې لامل شوې چې دغه اختلافات تر اوسه په ښکاره او مستقیمې مقابلې بدل نه شي.

تړل شوی حکومت، کمزوری اقتصاد

میلر افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد یاد کړ. هغې وویل، طالبانو ښځې له زده‌کړو، کار او د عامه ژوند له ډېرو برخو څخه ایستلې دي.

سمیت اټکل کوي چې ښايي یو شمېر نجونې په پټو ښوونځیو او دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي، خو میلر خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو څخه د ښځو د محرومیت دوام به افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ډاکټرانو او ښځینه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

سمیت وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنه اقتصاد له منځه تللی دی.

د بهرنیو مرستو بندېدل او د حکومت د لګښتونو کمېدل د اقتصادي سقوط له مهمو لاملونو څخه وو. وروسته اقتصاد یو محدود رشد تجربه کړ، خو هر کال شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ زره کسان د کار بازار ته نوي داخلېږي. د کډوالو بېرته ستنېدو هم د کار پر بازار فشار زیات کړی او د فقر او لوږې په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

هغه همداراز د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د غچ اخیستنې له څپې یادونه کوي. د هغه په وینا، په هغه دوره کې له پخواني حکومت سره تړلي سلګونه کسان تعقیب شول او یو شمېر یې ووژل شول.

د سمیت په وینا، دغه بهیر وروسته کم شو او طالبانو هڅه وکړه چې عمومي عفوې ته عملي بڼه ورکړي.

اوس د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي د طالبانو په ادارو، حتی په امنیتي بنسټونو کې هم دندې ترسره کوي. له دې سره سره، هغه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان یو پولیس‌محور نظام بولي چې پر خلکو سخته څارنه کوي.

هغه جګړه چې امریکا یې د پای ته رسولو لپاره ډېر ناوخته هڅه وکړه

میلر وايي، د امریکا له مهمو او برخلیک ټاکونکو پرېکړو څخه یوه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو نسکورول او وروسته د یوه نوي حکومت د جوړولو مسولیت پر غاړه اخیستل وو. د هغې په باور واشنګټن کولای شول خپل پوځي عملیات یوازې پر القاعده متمرکز کړي وی.

هغې زیاته کړه: «امریکا هغه مهال چې په افغانستان کې د خپل ځواک په اوج کې وه، د یوه سیاسي توافق د ترلاسه کولو لپاره یې جدي هڅه ونه کړه؛ خو هغه وخت یې خبرې جدي ونیولې چې طالبانو هر کال د هېواد نورې سیمې نیولې».

هغې له پاکستان سره د واشنګټن سیاست هم غیرواقعي بللی دی. هغه وايي: «د امریکا تمه دا وه چې پاکستان به خپلې ستراتیژیکې ګټې بدلې کړي او په افغانستان کې به د واشنګټن له سیاست سره همغږی شي. په مخکیني حکومت کې پراخ فساد هم د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام مشروعیت کمزوری کړ».

میلر وايي، د دوحې هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه وه او د اشرف غني حکومت یې کمزوری کړ. واشنګټن د وتلو بهیر تر ډېره له طالبانو سره همغږی کړ، خو مخکینی حکومت یې د احتمالي سقوط لپاره چمتو نه کړ.

سمیت وايي، د حکومت د چټک ړنګېدو بهیر حتی د طالبانو ځینې مذاکره کوونکي هم حیران کړل. د هغه په اند، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو بشپړ سقوط وښوده چې د واک د وېش لپاره اړین پوځي توازن موجود نه و.

میلر د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو امکان کم بولي، خو د ګډو ګټو پر سر محدوده همکاري ممکنه ګڼي. هغه وايي، د اوسني وضعیت دوام تر ټولو احتمالي سناریو ده.

هغه زیاتوي: «په دې حالت کې به طالبان خپل واک وساتي، خو افغانستان به لا هم بېوزلی، له لوږې سره مخ او کمزوری پاتې شي. د طالبانو په مشرتابه کې بدلون ښايي د تحول لپاره زمینه برابره کړي، خو هېڅ تضمین نشته چې د هبت‌الله ځایناستی به نرمه او معتدله تګلاره غوره کړي».