ایراني چارواکي: د اسلام کلا او دوغارون ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ۱۰۰ سلنه زیات شوی
د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، په وروستیو اونیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون او اسلام کلا په پوله کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ۱۰۰ سلنه ډېر شوی او اوس هره ورځ د دوغارون او اسلام کلا له پولو ۱۷۰۰ لارۍ تېرېږي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، حسین جمشیدي د جمعې په ورځ وویل چې د دوغارون او اسلام کلا په پولو کې د مالونو بار وړونکو یا تشو لارۍ موټرو د تګ راتګ منځنۍ کچه اوس هره ورځ ۱۷۰۰ موټرو ته رسېږي.
هغه وویل، چې دوغارون ته پر تلونکو مواصلاتي لارو اوږده کتارونه په شمال ختیځ ایران کې له دغو سیمو سره د ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
د دوغارون ـ اسلام کلا پوله د ایران او افغانستان له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ده چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه لویه برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ادعا کوي چې د دوحې د سولې په نوم پروسه په اصل کې د جمهوري نظام د ړنګولو او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د رژیم د تغییر طرحه وه.
هغه وايي، امریکا او لوېدیزو شریکانو یې نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته د انتقال ژمنې ورکړې وې.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې موخه دا وه چې د سولې پروسې تر نامه لاندې له جمهوري نظام څخه له نوم او پوستکي پرته بل څه پاتې نه شي، د نظام محتوا او معنا د خلکو په ذهنونو کې له منځه یووړل شي او وروسته همدغه نوم او بې محتوا بڼه په یوه علني مجلس کې منحل او طالبانو ته مشروعیت ورکړل شي.
د هغه په وینا، د دغې موخې نورې برخې په بریالیتوب ترسره شوې، خو د طالبانو لپاره د «تاج اېښودنې مجلس» جوړ نه شو او له همدې امله، د صالح په باور، طالبان تر اوسه سیاسي حیثیت او مشروعیت نه لري.
صالح ویلي چې له ۲۰۱۸ کال وروسته امریکا او لوېدیزو شریکانو یې د جمهوري نظام نږدې ۳۰۰ زره غړو، یا د جمهوریت تر چتر لاندې د ګټه اخیستونکو کسانو، لکه خبریالانو، د مدني ټولنې غړو، خیریه او پراختیايي بنسټونو کارکوونکو ته په لوېدیځ کې د انتقال ژمنې ورکړې، چې ډېری یې د SIV په نوم پېژندل کېدې.
صالح وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې یې ډېرې هڅې وکړې، څو امریکایان قانع کړي چې د ځانګړو قطعاتو قوماندانانو او غړو ته د ویزو ورکول او د مادي او هوساینې امتیازونو ژمنې ودروي.
نوموړي وايي، وروسته د دې دسیسې د توجیه لپاره وویل شول چې جمهوري نظام د فساد له امله سقوط وکړ، خو پوښتنه کوي چې که د جمهوریت مامورین په فساد کې ډوب وو، نو ولې په لوېدیځ کې د هوساینې امتیازونو او دایمي ویزو مستحق وګرځول شول؟
د هغه په وینا، لوېدیځ ته د ویزې او انتقال ژمنو د جمهوري نظام د نږدې ټولو غړو لپاره یو نه تشریح کېدونکی وضعیت رامنځته کړی و. صالح وايي، ډېرو کسانو داسې فکر کاوه چې که د زلمي خلیلزاد او د دوحې د پروسې له فکري مسیر سره یوځای نه شي، ښايي له دغو امتیازونو بې برخې پاتې شي.
صالح زیاته کړې، چې د دې پروسې د ساده کولو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا وه چې وویل شي «سوله یو ګام لرې ده، خو ولسمشر او امرالله صالح یې خنډ دي».
د هغه په وینا، په دې توګه په خلکو کې دا تصور رامنځته شو چې له طالبانو سره جوړجاړی یوازې دوه قربانیان لري؛ غني او د هغه مرستیال، او غوره ده چې دوی د سولې پروسې لپاره قرباني شي.
هغه د طالبانو لپاره د ۱۷ میلیارد ډالرو د ورکړې یادونه هم کړې او وايي، چې که د دغو پیسو لس سلنه د طالبانو پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره لګول شوې وای، نو هیچا به له افغانستان نه تېښتې ته اړتیا نه لرله.
صالح اوس پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان ټول مدني او علمي ظرفیتونه له هېواده بهر انتقالېږي، څو طالبان وکولای شي خپل پروګرامونه له اندېښنې او خنډ پرته عملي کړي.
د هغه په وینا، امریکا په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۱۸ ځله اعلان کړی چې نه غواړي طالبان سقوط وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې د روان کال د جولای په ۱۳مه، د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ او طالبانو ته سپارل شوي. هغه وايي، د دغو پیسو د چاپ لګښت ۸،۵ میلیون ډالر و، حال دا چې د صالح په وینا، د چاپ شویو افغانیو ارزښت نږدې ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
صالح وايي، د دغې «دسیسې» دغو اړخونو ته لږ پام شوی دی. هغه باور لري چې د جمهوري نظام ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې د حل وړ وې او د «جمهوري اسلامي افغانستان» نظام د تفاهم او د واک د عمودي او افقي وېش لپاره دروازه پرانیستې وه.
د تېر جمهوري نظام مرستیال په پای کې پوښتنه کوي چې طالبانو ته د افغانستان د سپارلو د دغې «دسیسې» اساسي هدف څه و او څه دی، او وايي چې په دې اړه به په راتلونکي کې نور وضاحت ورکړي.
خو نوموړی له القاعدې سره د طالبانو اړیکې د اندېښنې وړ بولي. میلر وايي، القاعده د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې په ډېره کچه کمزورې شوې وه او د دې ډلې بیا پیاوړې کېدل د طالبانو په ګټه نه دي.
طالبان اوس مهال له داعش سره جګړه کوي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه ډله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له امریکا سره محدودې همکارۍ لري. د دې همکارۍ جزییات او دا چې کومې ډلې یې هدف ګرځوي لا روښانه نه دي.
د دوی په وینا، د طالبانو په دننه کې هم د حکومتولۍ پلوي چارواکو او د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده ته د نږدې مذهبي کړۍ ترمنځ اختلافات شته؛ خو د وېش وېره د دې لامل شوې چې دغه اختلافات تر اوسه په ښکاره او مستقیمې مقابلې بدل نه شي.
تړل شوی حکومت، کمزوری اقتصاد
میلر افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد یاد کړ. هغې وویل، طالبانو ښځې له زدهکړو، کار او د عامه ژوند له ډېرو برخو څخه ایستلې دي.
سمیت اټکل کوي چې ښايي یو شمېر نجونې په پټو ښوونځیو او دیني مدرسو کې زدهکړې کوي، خو میلر خبرداری ورکوي چې له زدهکړو څخه د ښځو د محرومیت دوام به افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ډاکټرانو او ښځینه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
سمیت وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنه اقتصاد له منځه تللی دی.
د بهرنیو مرستو بندېدل او د حکومت د لګښتونو کمېدل د اقتصادي سقوط له مهمو لاملونو څخه وو. وروسته اقتصاد یو محدود رشد تجربه کړ، خو هر کال شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ زره کسان د کار بازار ته نوي داخلېږي. د کډوالو بېرته ستنېدو هم د کار پر بازار فشار زیات کړی او د فقر او لوږې په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
هغه همداراز د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د غچ اخیستنې له څپې یادونه کوي. د هغه په وینا، په هغه دوره کې له پخواني حکومت سره تړلي سلګونه کسان تعقیب شول او یو شمېر یې ووژل شول.
د سمیت په وینا، دغه بهیر وروسته کم شو او طالبانو هڅه وکړه چې عمومي عفوې ته عملي بڼه ورکړي.
اوس د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي د طالبانو په ادارو، حتی په امنیتي بنسټونو کې هم دندې ترسره کوي. له دې سره سره، هغه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان یو پولیسمحور نظام بولي چې پر خلکو سخته څارنه کوي.
هغې له پاکستان سره د واشنګټن سیاست هم غیرواقعي بللی دی. هغه وايي: «د امریکا تمه دا وه چې پاکستان به خپلې ستراتیژیکې ګټې بدلې کړي او په افغانستان کې به د واشنګټن له سیاست سره همغږی شي. په مخکیني حکومت کې پراخ فساد هم د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام مشروعیت کمزوری کړ».
میلر وايي، د دوحې هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه وه او د اشرف غني حکومت یې کمزوری کړ. واشنګټن د وتلو بهیر تر ډېره له طالبانو سره همغږی کړ، خو مخکینی حکومت یې د احتمالي سقوط لپاره چمتو نه کړ.
سمیت وايي، د حکومت د چټک ړنګېدو بهیر حتی د طالبانو ځینې مذاکره کوونکي هم حیران کړل. د هغه په اند، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو بشپړ سقوط وښوده چې د واک د وېش لپاره اړین پوځي توازن موجود نه و.
میلر د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو امکان کم بولي، خو د ګډو ګټو پر سر محدوده همکاري ممکنه ګڼي. هغه وايي، د اوسني وضعیت دوام تر ټولو احتمالي سناریو ده.
هغه زیاتوي: «په دې حالت کې به طالبان خپل واک وساتي، خو افغانستان به لا هم بېوزلی، له لوږې سره مخ او کمزوری پاتې شي. د طالبانو په مشرتابه کې بدلون ښايي د تحول لپاره زمینه برابره کړي، خو هېڅ تضمین نشته چې د هبتالله ځایناستی به نرمه او معتدله تګلاره غوره کړي».
د دغو دوو پخوانیو زندانیانو په وینا، له بهر څخه زندان ته د هر ډول بوټونو او چپلکو وړل منع یا له سختو محدودیتونو سره مل دي؛ ځکه چې په مخکیني حکومت او هم د طالبانو په دوره کې په ځلونو له دغو بوټونو څخه د مخدره توکو د قاچاق لپاره استفاده شوې ده.
هغه وویل، بندیان اړ وو، چې د زندان ځانګړې چپلکې هغه هم د محبس دننه له کانټین څخه هره جوړه په ۸۰ افغانیو وپېري، په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د هماغه چپلکو بیه په بازار کې شاوخوا له دېرشو تر پنځوسو افغانیو ده.