میاخېل: ښايي ایران د افغانستان له حوالهيي سیستم د ډالرو د انتقال لپاره کار واخلي
د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت دسرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، په کابل کې د ایران د سفیر او د شهزاده سرای له صرافانو سره وروستۍ لیدنه د افغانستان د غیررسمي مالي سیستم او د سیمې د اقتصادي اړیکو له پلوه جدي څېړنې ته اړتیا لري.
میاخېل په یوه لیکنه کې چې په ایکس یې خپره کړې، پوښتنه کړې چې ایا ایران هڅه کوي د افغانستان له غیررسمي مالي سیستم، په ځانګړي ډول حوالې، څخه په استفادې د امریکايي ډالرو د انتقال زمینه برابره کړي؛ داسې مهال چې ایران او طالبان له نړیوال بانکي نظام سره له محدودیتونو سره مخ دي.
نوموړي لیکلي: «که د ایران د سفیر او د شهزاده سرای د صرافانو لیدنه یوازې د ډېپلوماتیکو یا سوداګریزو موخو لپاره شوې وي، ښايي د اندېښنې وړ نه وي؛ خو که موخه یې له افغانستان څخه ایران ته د امریکايي ډالرو د انتقال اسانتیا وي، پایلې یې جدي کېدای شي.»
میاخېل وايي، افغانستان محدودې بهرنۍ اسعارو زېرمې او کمزوری د اسعارو بازار لري او د ډالرو لویه وتنه کولای شي د افغانۍ ارزښت کمزوری، د وارداتو بیې لوړې او پر خلکو اقتصادي فشار زیات کړي.
هغه د ننګرهار د والي په توګه خپله تجربه هم یاده کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستانیو کلدارو د دوران د کمولو لپاره د یوه پروګرام له پلي کېدو وروسته، یوازې په لومړۍ میاشت کې شاوخوا ۴۶ میلیارد پاکستانۍ کلدارې د ننګرهار له اقتصادي سیستم څخه وتلې وې.
د میاخېل په وینا، هغه مهال افغان بانکونو په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه نه کوله، نو صرافانو دغه پیسې د حوالې له لارې پاکستان ته انتقالولې. نوموړي زیاته کړې چې په ورته وخت کې هره ورځ شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالر د صرافانو له لارې له پېښوره جلالاباد ته انتقالېدل.
د افغانستان د پخواني حکومت دغه چارواکي ټینګار کړی چې صرافان یوازې د پیسو منځګړي نه دي، بلکې د اسعارو پر عرضه، نقدینۍ او اقتصادي ثبات اغېز کولای شي او د پیسو مینځلو، نشهیي توکو او نورو ناقانونه فعالیتونو خطرونه هم ورسره تړاو لري.
میاخېل وايي: «زما اندېښنه له ایران سره د مشروع سوداګرۍ په اړه نه ده. اندېښنه مې دا ده چې د افغانستان زیانمن مالي سیستم ښايي د بل هېواد د بندیزونو اړوند مالي ستونزو د حل لپاره وکارول شي.»
نوموړي له طالب چارواکو غوښتي چې له ایران سره دا ډول ناستې روڼې کړي او مالي بنسټونه او صرافان په سمه توګه تنظیم کړي، څو د ناقانونه او بېثباته کوونکو پانګهوتنو مخه ونیول شي.
د دغو دوو پخوانیو زندانیانو په وینا، له بهر څخه زندان ته د هر ډول بوټونو او چپلکو وړل منع یا له سختو محدودیتونو سره مل دي؛ ځکه چې په مخکیني حکومت او هم د طالبانو په دوره کې په ځلونو له دغو بوټونو څخه د مخدره توکو د قاچاق لپاره استفاده شوې ده.
هغه وویل، بندیان اړ وو، چې د زندان ځانګړې چپلکې هغه هم د محبس دننه له کانټین څخه هره جوړه په ۸۰ افغانیو وپېري، په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د هماغه چپلکو بیه په بازار کې شاوخوا له دېرشو تر پنځوسو افغانیو ده.
طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.
د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».
دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».
امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بېدلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.
موبي ګروپ په خپل وېبپاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.
لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبيګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.