روسي بریدونو کې د اوکراین د «نووا پُشتا» د لېږد مرکزونه ویجاړ شوي

د اوکراین د شخصي پوست او کوریر شرکت «نووا پُشتا» وايي، د روسیې په بریدونو کې د پلازمېنې کییف ته څېرمه او د اوکراین په شمال کې د سومي ښار د دغه شرکت د توکو د وېش مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د اوکراین د شخصي پوست او کوریر شرکت «نووا پُشتا» وايي، د روسیې په بریدونو کې د پلازمېنې کییف ته څېرمه او د اوکراین په شمال کې د سومي ښار د دغه شرکت د توکو د وېش مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، «نووا پُشتا» د جمعې په ورځ په ټیلیګرام کې ویلي چې د سومي د شرکت پر مرکز څلور هدایتشوي هوايي بمونه لګېدلي او درې باروړونکي موټر هم زیانمن شوي دي.
شرکت ویلي، په بریدونو کې یې هېڅ کارکوونکي ته زیان نه دی رسېدلی او فعالیتونه یې روان ساتلي دي.
نووا پُشتا وايي، له هغه راهیسې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید پیل کړی، د دغه شرکت تاسیسات څو ځله د روسي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د قطر لومړی وزیر د پنجشنبې په ورځ تهران ته تللی او هڅه کوي د شپږ مياشتنۍ جګړې وروسته درېدلی ډيپلوماټيک بهیر بیا فعاله کړي. دا سفر په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن اوس مهال له ایران سره خبرې نه کوي.
د روټیرز د خبر له مخي، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې وکړو. موږ د لیدنې یا بل هر ډول ملاقات په لټه کې نه یو.»
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې سپینې ماڼۍ وویل، د تهران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونو کمپاین به تر هغه دوام ولري څو ایران په جدي او ماناداره توګه خبرو ته چمتو شي.
د لویو پوځي عملیاتو بهیر له څو اوونیو راهیسې درول شوی، خو د پراخې سولې د هوکړې یا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په برخه کې، چې د سمندري لېږد یوه مهمه لار ده ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
ټرمپ چې په نومبر میاشت کې د کانګرس د ټاکنو له رانږدې کېدو سره په کور دننه د انرژۍ د لوړو بیو له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، پرېکړه کړې چې پر اقتصادي بندیزونو تمرکز وکړي. خو د دغو بندیزونو جدي او پراخ پلي کول به اړ کړي چې د ایران د سوداګریزو شریکانو چین او هند پر وړاندې هم اقدامات وکړي.
رویټرز د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په تهران کې د قطر لومړي وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د پنجشنبې په ورځ د ايران له لوړپوړي مذاکراتي پلاوي محمد باقر قاليباف سره په خبرو کې د ډېپلوماسۍ بيا پيل غوښتنه وکړه.
په خبر کې ویل شوي، ايران په بدل کې له سيمه ييزو ګاونډيانو وغوښتل چې امريکا ته اجازه ور نه کړي د هغوی له خاورې څخه د ايران پر ضد پوځي يا اقتصادي بريدونه ترسره کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د ايران د ملي امنيت عالي شورا منشي محسن رضايي د قطر لومړي وزیر ته ویلي، که واشنګټن د ايران پر وړاندې بې ځایه اقدام وکړي، تهران به د امريکا پوځي او اقتصادي ګټو ته ضربه ورسوي.
رضايي ويلي امریکا بايد پر ایران د بندیزونو پای ته رسول، تاوان ورکول او پر بندرونو د محاصرې پای ته رسولو په برخه کې ګام واخلي او د ایران دغه شرطونه پوره کړي.
رضايي وويل: «موږ پر امریکا باور نه لرو؛ هغه څو څو ځله له ډېپلوماسۍ او خبرو سره خيانت کړی دی.»
د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لېوېټ د پنجشنبې په ورځ وويل چې ټرمپ د ايران په برخه کې «ټولې لارې لا هم پر مېز» ساتي.
هغې زياته کړه: «اوس مهال هېڅ خبرې نه دي روانې، او دا به همداسې دوام وکړي تر هغه چې ولسمشر احساس کړي کېدای شي هغوی په معنا لرونکي ډول مېز ته راشي. موږ لا تر اوسه دا نه دي ليدلي.»
د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعتبیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپې د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.
مصدقوف ویلي چې روسیه د دغو وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري.
هغه د روسیې خبري اژانس «تاس» ته ویلي: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو هېوادونو او د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د نورو غړو هېوادونو ستونزه به هم وي».
د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د تاجکستان د اړتیا وړ وژونکو او غیر وژونکو وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هوکړه کړې ده. د هغه په وینا، دغه تجهیزات به د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د «هدفمن بینالدولتي پروګرام» په چوکاټ کې ولېږدول شي.
مصدقوف ویلي چې روسیه د تاجکستان لپاره د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او د خپلو ستونزمنو شرایطو سربېره یې له تاجکستان او د سازمان له نورو غړو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید ژر تر ژره ترسره شي، ځکه د دې سیمې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.
مصدقوف همداراز ویلي چې سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان په بلنه، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان سره یوځای د افغانستان او تاجکستان د شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره پولې له ۷۰۰ کیلومترو ډېره برخه لیدلې ده.
د هغه په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونه د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره هڅې کوي، خو کافي امکانات نه لري.
د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت شورا د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پنځه کلن پروګرام د تصویب پړاو ته ورساوه او د دې پروګرام عملي کېدل له تېر کال راهیسې پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له لړم میاشتې راهیسې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان څو بریدونه شوي دي. په دغو پېښو کې یو شمېر ملکي وګړي، د چین اتباع او د تاجکستان سرحدي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
تاجکستاني چارواکو ویلي چې له بریدګرو څخه وسلې او نشهيي توکي هم ترلاسه شوي او یو شمېر بریدګر وژل شوي دي.
د افغانستان بدخشان ولایت، چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسلهوالو نښتو د زیاتېدو شاهد هم و. په دې ولایت کې د طالبانو او د هغوی د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ځله د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې جګړه کړې ده. په یفتل ولسوالۍ کې هم د سپاه میهن جبهې ځواکونو د لنډ وخت لپاره د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوستی و، خو تر شاتګ وروسته طالبانو سیمې ته نور ځواکونه واستول.
خو طلعتبیک مصدقوف له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږل په مستقیم ډول د بدخشان له وروستیو نښتو سره نه دي تړلي.
د ایران د پارلمان غړي علیرضا زندیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وروستیو ګواښونو او د اقتصادي فشارونو نوي پړاو ته په اشارې سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا د دغو فشارونو د اغېزو په کمولو کې خورا مؤثره ثابتېدلی شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا اوسني فشارونه تر ډېره پر رواني جګړې تمرکز لري او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او سیمهییزې سوداګرۍ له لارې د ماتې سره مخ کېدلی شي.
د بیجار د خلکو استازي علیرضا زندیان له «ایراف» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې بندیزونه کومه نوې موضوع نه ده او خلک له کلونو راهیسې له دغه وضعیت سره بلد دي. هغه زیاته کړه چې د دغو فشارونو د شنډولو لپاره باید دروناټکله اقتصاد پیاوړی شي، د ریل پټلۍ شبکه پراخه شي، خصوصي سکتور او د سوداګرۍ خونې فعالې شي او د افغانستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.
زندیان په خپلو خبرو کې د چین هېواد دریځ ته هم اشاره وکړه چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا یو اړخیز بندیزونه په رسمیت نه پېژني او دا یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې یو مهم فرصت وباله. نوموړي د بهرنیو چارو له وزارت او د سوداګرۍ له خونې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل اقتصادي مصلحتین او دفترونه فعال کړي، د ګمرکي تعرفو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د چابهار، قشم، بانه او مریوان په څېر له ازادو سیمو څخه د سوداګرۍ د رونق لپاره کار واخلي.
د ایران د مجلس دغه غړي د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د برخو پرانیستلو ته په اشارې سره وویل چې د ریل شبکې پراختیا د ایران په اووم پرمختیایي پلان کې یو اساسي هدف دی. هغه څرګنده کړه چې ایران د خپل ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت له امله د ختیځ او لوېدیځ د نښلوونکي پُل حیثیت لري او کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونه ازادو اوبو او نړیوالو بازارونو ته وصل کړي، چې په دې لړ کې له افغانستان سره د ریل پټلۍ نښلول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د تایید شویو سرچینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرمز تنګی د جګړې او پوځي کړکېچ له امله تړل شوی او د سپاه پاسداران سمندري ځواک وایي هر ډول تګ راتګ باید د دوی په همغږۍ ترسره شي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د بندرونو سمندري محاصره جاري ساتلې ده.
په داسې وضعیت کې چې د قطر د مایع ګاز صادرات تر ۸۸ سلنې پورې کم شوي او د هرمز تنګي د بندېدو له امله په سیمه کې د تېلو او انرژۍ د لېږد بدیلې لارې لکه د عراق-جیهان نللیکه او نورې شبکې تر کار لاندې دي، د اسلامي جمهوریت چارواکي هڅه کوي چې له افغانستان سره د ځمکنیو او ریل پټلیو له لارې د بندیزونو او سمندري محاصرې اغېزې تر یوې کچې راکمې کړي.
هممهاله واشنګټن د ایران پر یو شمېر پانګهوالو او مالي شرکتونو هم سخت اقتصادي بندیزونه وضعه کړې دي.
د ټرمپ حکومت د خپلې کډوالۍ پالیسۍ د لا سختولو پر دوام په ټوله نړۍ کې د امریکا په سفارتونو او کونسلګریو کې د ویزو لپاره د مرکې وختونه په لنډمهالي ډول درولي او یا یې هم مهالوېش بدل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سېشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) اعلان کړی، چې دغه وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او کونسلګریو کې د کونسلي کارکوونکو لپاره یو نړۍوال روزنیز پروګرام پیل کړی دی؛ له همدې امله به د ویزو د خدماتو د مرکې مهالوېش داسې تنظیم شي، چې کارکوونکو ته د دغه روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو زمینه برابره شي.
دغه پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته له هغې اعلان شوې، چې د امریکا یوه فدرالي قاضي د ډونالډ ټرمپ ادارې هغه پالیسي ناقانونه وبلله چې له مخې یې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزو صادرول درول شوي وو. افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل و.
د امریکا د منهاټن ناحیې محکمې قاضي جنت وارګاس د زمري په ۳۰مه وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پالیسي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واکونو څخه اوښتې او د امریکا د فدرالي کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ویزې ورکول درولي وو. په دغه نوملړ کې د لاتینې امریکا، افریقا، منځني ختیځ، کارابین، بالکان او سویلي اسیا یوشمېر هېوادونه شامل وو؛ له هغې ډلې ایران، افغانستان، عراق، پاکستان، بنګلهدېش، برازیل او کولمبیا هم وو.
قاضي وارګاس دغه پالیسي «په ښکاره ډول ناقانونه» بللې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په خپره شوې اعلامیه کې د دغه روزنیز پروګرام د مودې او یا هم د ویزو د مرکې د وختونو د بېرته عادي کېدو په اړه کوم جزییات نهدي ورکړي.
د دغه وزارت په وینا، د روزنې موخه دا ده چې کونسلي مامورینو سره مرسته وکړي؛ څو هغه غوښتونکي وپېژني چې امکان لري په راتلونکي کې د امریکا پر عامه مرستو او دولتي امتیازاتو متکي شي. همداراز هڅه کېږي، چې په ټوله نړۍ کې د ویزو غوښتنلیکونه په «پراخ او یو شان» ډول وارزول شي.
دغه اقدام داسې مهال شوی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د هغه د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دغه اقداماتو موخه د امریکا د کورني امنیت پیاوړتیا ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ کمپاین تبعیضي بللی او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د بیان ازادۍ او د عادلانه محاکمې اړوند حقونه تر پښو لاندې کوي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا، دوامداره نه پاملرنه کولای شي د امریکا او نړۍ د امنیت لپاره ناوړه پایلې ولري.
هغه ویلي، د ۱۹۹۰مې لسیزې تجربې وښوده چې د افغانستان د بدلونونو له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان رسولی شي.
ښاغلي کراکر دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ د «دیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» په یوه غونډه کې کړې دي. د امریکا پخواني سفیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان بدلونونه یوازې د دغه هېواد کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ له امنیت سره هم نېغه اړیکه لري.
هغه ویلي: «موږ ولیدل چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان ته زموږ نه پاملرنې زموږ ملي امنیت ته څومره زیان ورساوه. هیله او دعا کوم چې دا کار بیا تکرار نه شي.»
کراکر زیاته کړې چې له افغانستان سره اړیکو ته دوام ورکول او له هغو افغانانو ملاتړ کول مهم دي چې د بشري حقونو، زدهکړو، خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې په برخو کې کار کوي.
بېرته د تیارې پر لور
کراکر په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې هڅه کړې افغانستان بېرته «د تیارې پېر» ته یوسي.
دغه پخواني امریکایي ډیپلومات ویلي چې تر محدودیتونو لا اندېښمنوونکې خبره د افغانې ټولنې د «بیا جوړولو» هڅه ده.
د هغه په وینا، طالبان غواړي داسې یو نظام رامنځته کړي چې پر «د ښځو پر فرمان منلو او د نارینهوو پر واکمنۍ» ولاړ وي او په هغه کې «یو ناپاک ټاکل شوی امیر» د «خپلسرو» فرمانونو له لارې حکومت وکړي.
کراکر د افغانستان اوسنی حالت «توره دوره» بللی، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان خلک لا هم د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د هیلې تر ټولو ستره سرچینه دي.
هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د خپلو لومړنیو تجربو په یادولو سره ویلي چې د نن ورځې افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره توپیر لري، ځکه اوس په هېواد کې یوه لوستې ټولنه شته او ډېری خلک د سیاسي ګډون، مدني ټولنې او خپلواکو رسنیو له ارزښتونو سره بلد دي.
کراکر ویلي: «نن هم طالبان نه شي کولای دا روحیه ماته کړي.»
هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د کابل لومړیو ورځو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، کله چې نوموړی کابل ته د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره ولاړ، افغانستان په پراخه کچه ویجاړ شوی و.
دغه غونډه د امریکا د یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو، د مدني ټولنې د فعالانو، خبریالانو او په امریکا کې مېشتو افغان سیاسي څېرو په ګډون جوړه شوې وه.
په غونډه کې ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو، د خپلواکو رسنیو د حالت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړې.