میلر وايي، امریکا د دوو لسیزو لپاره په افغانستان کې پراخ بشري او مالي امکانات ولګول، د افغانستان د مخکیني حکومت ملاتړ یې وکړ، امنیتي ځواکونه یې جوړ کړل او د ترهګرۍ په وړاندې یې عملیات ترسره کړل. خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ووت.
د هغې په باور د امریکا د سیاست دا ناڅاپي بدلون د واشنګټن د ستراتیژیکو پرېکړو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي. میلر زیاتوي: «ښايي د افغانستان ګواښ تر خپل واقعي اندازې لوی ښودل شوی وي، ښايي د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو له وتلو مخکې خپل اصلي موخې ترلاسه کړي وي، یا ښايي د مخکیني حکومت څخه د نامحدود ملاتړ دوام نور ستراتیژیک توجیه نه درلوده».
ګریم سمیت بیا وايي، د افغانستان جګړې د واشنګټن د یو شمېر متحدانو د امریکا د رهبرۍ او نړیوال نظم په اړه نظرونه هم بدل کړل. د هغه په وینا، د جګړې په لومړیو کلونو کې پر امریکايي رهبرۍ پراخ باور، د دوحې د خبرو اترو پر مهال په شک او بېباورۍ بدل شو. د تخلیې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته هم له طالبانو سره د نړۍ د چلند لپاره کومه روښانه تګلاره نه وه موجوده.
دوی همداراز ویلي چې په افغانستان کې نسبي ارام وضعیت د امریکا د شل کلنې جګړې منطق او اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
سمیت وايي، افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو خونړۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته ارام شوی دی.
د هغه په باور دغه وضعیت د لوېدیځ هغه استدلال تر پوښتنې لاندې راولي چې ویل یې باید په افغانستان کې له وسلهوالو ډلو سره جګړه وشي، څو د هغوی بریدونه لوېدیځو هېوادونو ته ونه رسېږي.
خو نوموړی له القاعدې سره د طالبانو اړیکې د اندېښنې وړ بولي. میلر وايي، القاعده د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې په ډېره کچه کمزورې شوې وه او د دې ډلې بیا پیاوړې کېدل د طالبانو په ګټه نه دي.
طالبان اوس مهال له داعش سره جګړه کوي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه ډله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له امریکا سره محدودې همکارۍ لري. د دې همکارۍ جزییات او دا چې کومې ډلې یې هدف ګرځوي لا روښانه نه دي.
سمیت اټکل کوي چې د افغانستان په سوېلي او ختیځو سیمو کې د طالبانو ملاتړ ښايي د اوسني ثبات په رامنځته کېدو کې ونډه ولري. خو میلر وايي، په یوه ځپونکي نظام کې د خلکو د ملاتړ د کچې د معلومولو لپاره باوري معلومات نه شي ترلاسه کېدای.
د دوی په وینا، د طالبانو په دننه کې هم د حکومتولۍ پلوي چارواکو او د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده ته د نږدې مذهبي کړۍ ترمنځ اختلافات شته؛ خو د وېش وېره د دې لامل شوې چې دغه اختلافات تر اوسه په ښکاره او مستقیمې مقابلې بدل نه شي.
تړل شوی حکومت، کمزوری اقتصاد
میلر افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد یاد کړ. هغې وویل، طالبانو ښځې له زدهکړو، کار او د عامه ژوند له ډېرو برخو څخه ایستلې دي.
سمیت اټکل کوي چې ښايي یو شمېر نجونې په پټو ښوونځیو او دیني مدرسو کې زدهکړې کوي، خو میلر خبرداری ورکوي چې له زدهکړو څخه د ښځو د محرومیت دوام به افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ډاکټرانو او ښځینه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
سمیت وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنه اقتصاد له منځه تللی دی.
د بهرنیو مرستو بندېدل او د حکومت د لګښتونو کمېدل د اقتصادي سقوط له مهمو لاملونو څخه وو. وروسته اقتصاد یو محدود رشد تجربه کړ، خو هر کال شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ زره کسان د کار بازار ته نوي داخلېږي. د کډوالو بېرته ستنېدو هم د کار پر بازار فشار زیات کړی او د فقر او لوږې په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
هغه همداراز د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د غچ اخیستنې له څپې یادونه کوي. د هغه په وینا، په هغه دوره کې له پخواني حکومت سره تړلي سلګونه کسان تعقیب شول او یو شمېر یې ووژل شول.
د سمیت په وینا، دغه بهیر وروسته کم شو او طالبانو هڅه وکړه چې عمومي عفوې ته عملي بڼه ورکړي.
اوس د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي د طالبانو په ادارو، حتی په امنیتي بنسټونو کې هم دندې ترسره کوي. له دې سره سره، هغه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان یو پولیسمحور نظام بولي چې پر خلکو سخته څارنه کوي.
هغه جګړه چې امریکا یې د پای ته رسولو لپاره ډېر ناوخته هڅه وکړه
میلر وايي، د امریکا له مهمو او برخلیک ټاکونکو پرېکړو څخه یوه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو نسکورول او وروسته د یوه نوي حکومت د جوړولو مسولیت پر غاړه اخیستل وو. د هغې په باور واشنګټن کولای شول خپل پوځي عملیات یوازې پر القاعده متمرکز کړي وی.
هغې زیاته کړه: «امریکا هغه مهال چې په افغانستان کې د خپل ځواک په اوج کې وه، د یوه سیاسي توافق د ترلاسه کولو لپاره یې جدي هڅه ونه کړه؛ خو هغه وخت یې خبرې جدي ونیولې چې طالبانو هر کال د هېواد نورې سیمې نیولې».
هغې له پاکستان سره د واشنګټن سیاست هم غیرواقعي بللی دی. هغه وايي: «د امریکا تمه دا وه چې پاکستان به خپلې ستراتیژیکې ګټې بدلې کړي او په افغانستان کې به د واشنګټن له سیاست سره همغږی شي. په مخکیني حکومت کې پراخ فساد هم د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام مشروعیت کمزوری کړ».
میلر وايي، د دوحې هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه وه او د اشرف غني حکومت یې کمزوری کړ. واشنګټن د وتلو بهیر تر ډېره له طالبانو سره همغږی کړ، خو مخکینی حکومت یې د احتمالي سقوط لپاره چمتو نه کړ.
سمیت وايي، د حکومت د چټک ړنګېدو بهیر حتی د طالبانو ځینې مذاکره کوونکي هم حیران کړل. د هغه په اند، د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو بشپړ سقوط وښوده چې د واک د وېش لپاره اړین پوځي توازن موجود نه و.
میلر د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو امکان کم بولي، خو د ګډو ګټو پر سر محدوده همکاري ممکنه ګڼي. هغه وايي، د اوسني وضعیت دوام تر ټولو احتمالي سناریو ده.
هغه زیاتوي: «په دې حالت کې به طالبان خپل واک وساتي، خو افغانستان به لا هم بېوزلی، له لوږې سره مخ او کمزوری پاتې شي. د طالبانو په مشرتابه کې بدلون ښايي د تحول لپاره زمینه برابره کړي، خو هېڅ تضمین نشته چې د هبتالله ځایناستی به نرمه او معتدله تګلاره غوره کړي».