محمد محقق: طالبان له هزارهګانو او شیعهګانو سره «بنسټیز» مخالفت لري

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان په بنسټیز ډول په افغانستان کې د هزاره او شیعه ټولنې له حضور سره مخالف دي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان په بنسټیز ډول په افغانستان کې د هزاره او شیعه ټولنې له حضور سره مخالف دي.
محمد محقق د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د کمزورۍ له دریځه د حقوقو غوښتنه د حقونو د «خیرات» غوښتلو په څېر ده او د منلو وړ نهده.
محقق په دې مرکه کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني هغه وړاندیز غیرمعقول وباله او رد یې کړ، چې بامیان ته د خپل سفر پر مهال یې ترې غوښتي وو چې بېرته افغانستان ته ستون شي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د جمهوریت د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت یې په خپل پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو «اتمام حجت» کړی، چې پر خپل دغه دریځ بیا کتنه وکړي، ځکه د ده په وینا، هغوی پر ځمکه د «خدای استازي» نهدي.
د وحدت ګوند مشر د افغانستان پر خلکو غږ وکړ، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سیاسي مبارزې نورې هم ګړندۍ کړي. هغه په هېواد کې د شته وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د طالبانو اوسنی چلند د هېواد د بېلابېلو توکمونو او مذهبي ډلو په زیان دی.
د محقق په وینا، د طالبانو لهخوا پر ځان اېښودل شوی مشروعیت هېڅ بنسټ نهلري او د هېواد ټول وګړي باید د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په ګډه غږ پورته کړي. هغه ټینګار وکړ، چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د ولسي او سیاسي مبارزو پیاوړي کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري پر هزاره او شیعه ټولنې فشارونه زیات شوي دي؛ په دې وروستیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر د هزاره او شیعه معترضو مشرانو د احضارولو ترڅنګ، په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي د تخلیې او د کورونو د ویجاړولو امر کړی، چې د یو شمېر سیاسي څېرو له خوا د ټولنیز جوړښت د بدلولو هڅه بلل شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له رشیا ټوډې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې کابل له واشنګټن سره د عادي ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي او په واشنګټن کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت هم بیا فعال شي.
هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي.
نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بېثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي.
مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.»
هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي.
د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان خپل قوانین لري او نه شي کولای د نورو هېوادونو پالیسۍ په افغانستان کې پلې کړي. مجاهد وویل، چې افغانستان د خپل دین، شرایطو او قوانینو له مخې مخته ځي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان دغو ځانګړنو ته درناوی وکړي.
افغانستان له امریکا پرته «بې له شکه ښه شوی»
مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې هېواد «بې له شکه ښه شوی دی».
د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو وتلو افغانستان ته خپلواکي بېرته ورکړې او افغانان یې د خپل هېواد د بیا رغونې مسوول کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې طالبان د هېواد پر ټولو برخو کنټرول لري او د امنیت له پلوه یې وضعیت ښه شوی دی.
مجاهد د طالبانو د اوسنیو بهرنیو اړیکو په اړه وویل چې دوی له ګڼو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري. هغه چین او روسیه د طالبانو مهم متحدین وبلل او ویې ویل چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې په مهمو پروژو کې پانګونه کړې ده.
د روسیې په اړه مجاهد وویل چې د طالبانو ډېر پوځي تجهیزات روسي دي او د دغو تجهیزاتو د بیارغونې لپاره د مسکو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې روسیه د بیارغونې په برخه کې پراخه تجربه لري او طالبان غواړي له دغو تجربو ګټه واخلي.
مجاهد همداراز ترکمنستان د ټاپي پروژې له مهمو شریکانو وباله او ویې ویل چې دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. نوموړي ټرانسپورټي پروژې هم د افغانستان لپاره مهمې وبللې.
له هند سره سوداګریزې اړیکې
مجاهد له هند سره د طالبانو اړیکې هم مثبتې وبللې.
هغه وویل: «موږ له هند سره ډېرې ښې سوداګریزې اړیکې لرو. زموږ محصلان هلته درس وایي او زموږ ډېر هېوادوال د درملنې لپاره هلته ځي.»
نوموړي وویل چې د طالبانو استازي په ګڼو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې منل شوي او له ډېرو هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي.
د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نیوکو په ځواب کې مجاهد وویل چې طالبان خپل قوانین لري او نه غواړي د نړیوالو غوښتنې د افغانستان پر کورنیو سیاستونو حاکمې شي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو د رسمیت پېژندنې لپاره د کورنیو سیاستونو د بدلون غوښتنه یې رد کړه.
له پاکستان سره جګړه نه غواړو
مجاهد د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه وویل چې طالبان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي.
هغه وویل: «موږ له هېچا سره جګړه نه غواړو او نه بل هېواد ته اجازه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي. جګړه د هېچا په ګټه نه ده.»
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې امنیتي او سیاسي اختلافات زیات شوي دي.
مجاهد د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د کم عامه حضور په اړه وویل چې هغه مذهبي مشر دی، «د افغانانو امیرالمومنین» دی او ګڼ مسوولیتونه لري.
نوموړي وویل چې هبتالله ساده ژوند خوښوي او نه شي کولای په هر مناسبت کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شي، خو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت یې د خلکو په یوه لویه غونډه کې حضور درلود.
د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي له روسیې، چین، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو په ورته وخت کې د امریکا او ډېرو لوېدیزو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندل شوی او دغه ډله د نړیوالو قوانینو، میثاقونو منلو او د ښځو او نجونو د حقونو رعایت کولو ته رابولي.
د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د جولای له ۲۳مې نه د اګست تر پایه د طالبانو پر ضد شاوخوا ۶۰ بریدونه او وسلهوالې نښتې شوې دي. طالبانو ددغو بریدونو ډېره برخه نه دي تایید کړي.
د افغانستان ازادۍ جبهې پر خپله رسمي پاڼه د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۲۲مې پورې په اتو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۲۱بریدونو خبر ور کړی دی.
د دغو بریدونو ډېره برخه په بدخشان، په ځانګړي ډول زیباک ولسوالۍ کې شوي دي.
د جبهې د اعلامیو له مخې، پر بدخشان سربېره په بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې هم بریدونه شوي دي.
د اګست له ۲۲مې وروسته هم د دغې جبهې د عملیاتو ادعاوې خپرې شوې دي. د اګست په ۲۵مه په زیباک کې د نښتو او د اګست په ۲۶مه په کونړ او کابل کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان متحدې جبهې خپل بریدونه د اګست له لومړۍ نېټې پیل کړي دي. د دې جبهې لومړنی اعلان شوی برید په کندهار کې و.
د اګست تر شلمې نېټې پورې دغې جبهې د ۳۳ بریدونو ادعا کړې چې ډېری یې په هلمند او کندهار کې ښودل شوي دي.
ددوی د بریدونو نورې سیمې پکتیکا، بادغیس، غور، فاریاب او ځینې نور ولایتونه ښودل شوي.
د اګست په ۲۱مه، ۲۲مه او ۲۵مه په کندهار کې د دې جبهې د نورو عملیاتو ادعاوې هم شوې دي.
په ورته وخت کې ملي مقاومت جبهې د اګست لپاره د خپلو عملیاتو کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې د بریدونو او عملیاتو ګڼې ادعاوې په همدې میاشت کې رسنیزې شوې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په اګست کې د دې جبهې د ادعا شویو عملیاتو جغرافیا هرات، کندز، بغلان او بدخشان ته غځېدلې ده.
په بدخشان کې د اګست پر ۱۳مه دې ډلې د طالبانو د فیضاباد ښاروال وواژه. دغه راز د اګست په ۲۵مه یې په فیضاباد کې د طالبانو یو رنجر موټر هم په بم الوزولی و، خو دې جبهې خپل یو جګپوړی قوماندان هم له لاسه ورکړ او طالبانو ادعا کړې، چې د یادې جبهې دوه نور قوماندانان یې هم وژلي دي.
ملي مقاومت جبهې مخکې ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دوه زرو څخه ډېر عملیات کړي دي.
د چنګاښ په ۲۶مه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سپاهي میهن په نامه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره په خپل واک کې اخېستی و.
د سرچینو په وینا، مخالفو وسلهوالو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات له ځان سره یووړل.
په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر هم په اګست میاشت کې په لغمان، کندز او سالنګ کې د بریدونو خبر ورکړی دی.
د دغو بریدونو ډېره برخه لا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د بریدونو د شمېر او مرګژوبلې په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو یوازې په بدخشان کې نښتې تایید کړې دي، خو پر نورو بریدونو یې له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
طالبانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو او د هغوی د هویت او سفر د اسنادو د برابرولو لپاره درې کسیز پلاوی جرمني ته استولی. دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بن او مونشن ته هم ولاړ شي.
د جرمني د این ډي ار راډیو او ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، د طالبانو درې استازي د چارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلي او ټاکل شوې شاوخوا درې اونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي. هغوی له کابل څخه تر وتلو وروسته په قطر کې تم شوي وو او هلته د جرمني په دیپلوماتیکه استازولۍ کې ورته د دېرشو ورځو اعتبار لرونکي ویزې ورکړل شوې دي.
دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بون او مونشن ته هم ولاړ شي. په دواړو ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالیت کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی ماموریت افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو له پلان سره تړاو لري.
د وزارت په وینا، د پلاوي یوه مهمه دنده د هغو اسنادو برابرول دي چې طالبان یې د اعتبار وړ ګڼي. ددې سفر موخه د هغو افغانانو هویت تثبیتول دي، چې جرمني غواړي افغانستان ته یې ستانه کړي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.
د جرمني حکومت وايي، د همدې موخې لپاره د طالبانو یو «تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم» په لنډمهاله توګه جرمني ته داخل شوی دی.
د اخراج لپاره له کابل سره عملي همکاري
د طالبانو د پلاوي سفر د برلین او کابل ترمنځ د هغو اړیکو د پراخېدو یوه بله نښه ده چې د مهاجرت، اخراج او کونسلي خدمتونو پر محور راڅرخي.
جرمني د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی، خو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له کابل سره مستقیم تماسونه زیات شوي دي.
د جرمني حکومت غواړي د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې د دغه هېواد د چارواکو په باور باید له جرمني ووځي.
په دې بهیر کې د افغان هویت تثبیت او د سفر د اسنادو برابرول اساسي خنډونه ګڼل کېږي. د طالبانو استازي اوس په همدې برخه کې د جرمني له چارواکو او افغان کونسلګریو سره د همغږۍ دنده پر مخ وړي.
دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د کونسلي چارو په نوم خپل استازي جرمني ته استوي.
تېر کال هم د طالبانو دوه کونسلي چارواکي جرمني ته داخل شوي وو. له دغو کسانو څخه یو اوس په عملي ډول په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مشري کوي.
د جرمني حکومت هغه مهال ویلي وو چې د دغو چارواکو دنده افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغو افغانانو د ایستلو اسانه کول دي چې جرمني یې افغانستان ته ستنول غواړي.خو د جرمني د رسنیو د څېړنو له مخې، د دغو کسانو ماموریت یوازې په کونسلي خدمتونو پورې محدود نه و.
طالبانو هڅه کړې چې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت له لوري ګومارل شوي ډیپلوماتان له خپلو دندو څنګ ته کړي او د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له ادارې سره همغږي کړي.
دا چاره د طالبانو لپاره له دې امله مهمه ده چې په بهر کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ لا هم د پام وړ مالي او کونسلي سرچینې لري.
د راپور له مخې، د برلین سفارت او د بن او مونشن کونسلګریو له لارې د پاسپورټونو، تصدیقپاڼو او نورو کونسلي خدمتونو په بدل کې د پام وړ عواید ترلاسه کېږي.
د جرمني رسنیو د څېړنو له مخې، د طالبانو استازو هڅه کړې چې دغه عواید افغانستان ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر طالبانو او د هغوی پر مالي شبکو نړیوال بندیزونه لا هم موجود دي.
په برلین کې افغان سفارت په تېر وخت کې د دغو مالي چارو په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، تاشکند به د افغانستان په اړه خپله رغنده پالیسي په کلک هوډ سره روانه وساتي. میرضیایف افغانستان د ازبکستان لپاره «تر ټولو نږدې ګاونډی» وباله.
میرضیایف دا څرګندونې د اګست په ۲۸مه د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
هغه افغانستان د ازبکستان «تر ټولو نږدې ګاونډی» وباله او ویې ویل چې تاشکند به له دغه هېواد سره خپلې رغنده تګلارې ته په پرېکنده ډول دوام ورکړي.
هغه وویل، « موږ به د افغانستان په اړه خپله رغنده پالیسي، چې زموږ تر ټولو نږدې ګاونډی دی، په کلک هوډ سره روانه وساتو».
میرضیایف په خپله وینا کې د افغانستان په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل، خو د ازبکستان د بهرني سیاست عمومي مسیر یې څو اړخیز، سنجول شوی او متوازن وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي ډیپلوماسي به د دغه هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
ازبکستان په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د سیاسي اړیکو ترڅنګ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. تاشکند هڅه کوي افغانستان د مرکزي اسیا له بازارونو او ترانزیټي لارو سره د جنوبي اسیا د نښلولو په سیمهییزو طرحو کې شامل کړي.
میرضیایف د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې ازبکستان په وروستیو کلونو کې له خپلو ګاونډیانو سره سرحدي ستونزې حل کړې او د دوستۍ او همکاریو اړیکې یې پیاوړې کړې دي. د هغه په وینا، د تاشکند بهرنی سیاست پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیک مشارکت او دوستانه اړیکو ولاړ دی.
د ازبکستان ولسمشر وویل چې هېواد یې اوس له نږدې ۱۷۰ هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري او غواړي په راتلونکو کلونو کې ازبکستان د نړیوالې ډیپلوماسۍ په یوه مهم مرکز بدل کړي.
هغه اعلان وکړ چې ازبکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ناپییلو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.
د ازبکستان د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې تاشکند له طالبانو سره د هغوی د ادارې له رسميت پېژندنې پرته عملي اړیکې پراخې کړې دي.
ازبکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ او سیمهییز اتصال په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي. تاشکند په ځانګړي ډول افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي او اقتصادي دهلېزونو په جوړولو کې مهم هېواد ګڼي.
د میرضیایف په وینا، د ازبکستان بهرنی سیاست یوازې پر سیاسي اړیکو نه، بلکې پر اقتصادي همکاریو او ګډو سیمهییزو پروژو هم ولاړ دی. هغه ټینګار وکړ چې ازبکستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب او ستراتیژیک مشارکت اړیکې لا پیاوړې کړي.
میرضیایف د خپلې وینا په یوه لویه برخه کې د هېواد پر اقتصادي پرمختګ او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې.
که څه هم میرضیایف په خپله وینا کې له افغانستان سره د اقتصادي پروژو او سیمهییز اتصال مشخص جزئیات یاد نه کړل، خو د تاشکند د بهرني سیاست په عمومي لید کې افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اړیکې له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي.
ازبکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د افغانستان له لارې د پاکستان او جنوبي اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او د رېل پټلۍ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې سیمهییزې اړیکې پراخې کړي.
د ایرش اېګزامنر ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، ۳۰ کاله وروسته له هغه چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې د لومړي ځل لپاره کابل ونیو، دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه ده او د نړیوالې ټولنې د شلو کلونو پوځي او سیاسي حضور پایله لا هم د بحث موضوع ده.
راپور وايي، کله چې طالبان لومړی ځل کابل ته ننوتل، افغانستان لا دمخه د کلونو کورنیو جګړو، سیاسي بېثباتۍ او پراخو ویجاړیو له امله له سخت ناورین سره مخ و.
د راپور په وینا، د ۱۹۷۸ کال کمونیستي کودتا، د شوروي اتحاد یرغل، د مجاهدینو جګړې او وروسته د کورنیو ډلو ترمنځ شخړو د افغانستان دولتي جوړښت له منځه وړی و او کابل یې په کنډواله بدل کړی و.
ایرش اېګزامنر لیکي چې همدا وضعیت د دې لامل شو چې ځینو افغانانو په لومړیو کې د طالبانو هرکلی وکړي، ځکه هغوی د نظم او امنیت د ټینګښت ژمنه کوله، که څه هم وروسته یې سخت محدودیتونه او سختدریځ سیاستونه عملي کړل.
راپور زیاتوي چې د اسامه بن لادن له بېرته افغانستان ته ستنېدو او د القاعده د فعالیتونو له پراخېدو وروسته، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا په مشرۍ د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه.
د ورځپاڼې په وینا، د امریکا او متحدینو لومړنۍ موخه د القاعده له منځه وړل او د طالبانو د حکومت نسکورول وو، خو دا ماموریت وروسته د دولت جوړونې او ملت جوړونې یوې پراخې پروژې ته واوښت.
راپور وايي، د شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، میلیونونه نجونې زدهکړو ته ورسېدې، ښځې پوهنتونونو، رسنیو، سیاست او نورو برخو ته داخلې شوې او پراخې پرمختیايي پروژې پلې شوې.
خو راپور یادونه کوي چې د دغو لاسته راوړنو ترڅنګ جګړو لسګونه زره افغانان ووژل، پراخ مالي لګښتونه یې رامنځته کړل او بالاخره د جمهوري نظام بنسټونه دومره پیاوړي نه شول چې د طالبانو د بیا واکمنېدو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغان حکومت چټک سقوط او د طالبانو بېرته واک ته رسېدل وښودله چې د افغانستان د بدلون لپاره د نړیوالې ټولنې ستره سیاسي پروژه خپلو اساسي موخو ته ونه رسېده.
ایرش اېګزامنر لیکي، سره له دې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو د مرکز په بڼه نه دی راڅرګند شوی، خو ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه پراخې محرومې شوې دي.
راپور وايي، اوس هم ډېری هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه پېژني او د ښځو د حقونو وضعیت د نړیوال مشروعیت پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.
راپور ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه تر ټولو ستونزمنه پوښتنه دا نه ده چې طالبان څنګه په ۱۹۹۶ کال کې کابل ته ورسېدل، بلکې دا ده چې د شلو کلونو نړیوال حضور، میلیاردونو ډالرو لګښتونو او پراخو نظامي عملیاتو وروسته ولې دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوه.
راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله او د دوی د لومړۍ واکمنۍ ۳۰ کاله وروسته، افغانستان لا هم د ثبات، بشري حقونو او سیاسي راتلونکي په برخه کې له جدي ناڅرګندتیاوو سره مخ دی.