د جرمني د این ډي ار راډیو او ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، د طالبانو درې استازي د چارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلي او ټاکل شوې شاوخوا درې اونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي. هغوی له کابل څخه تر وتلو وروسته په قطر کې تم شوي وو او هلته د جرمني په دیپلوماتیکه استازولۍ کې ورته د دېرشو ورځو اعتبار لرونکي ویزې ورکړل شوې دي.
دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بون او مونشن ته هم ولاړ شي. په دواړو ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالیت کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی ماموریت افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو له پلان سره تړاو لري.
د وزارت په وینا، د پلاوي یوه مهمه دنده د هغو اسنادو برابرول دي چې طالبان یې د اعتبار وړ ګڼي. ددې سفر موخه د هغو افغانانو هویت تثبیتول دي، چې جرمني غواړي افغانستان ته یې ستانه کړي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.
د جرمني حکومت وايي، د همدې موخې لپاره د طالبانو یو «تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم» په لنډمهاله توګه جرمني ته داخل شوی دی.
د اخراج لپاره له کابل سره عملي همکاري
د طالبانو د پلاوي سفر د برلین او کابل ترمنځ د هغو اړیکو د پراخېدو یوه بله نښه ده چې د مهاجرت، اخراج او کونسلي خدمتونو پر محور راڅرخي.
جرمني د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی، خو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له کابل سره مستقیم تماسونه زیات شوي دي.
د جرمني حکومت غواړي د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې د دغه هېواد د چارواکو په باور باید له جرمني ووځي.
په دې بهیر کې د افغان هویت تثبیت او د سفر د اسنادو برابرول اساسي خنډونه ګڼل کېږي. د طالبانو استازي اوس په همدې برخه کې د جرمني له چارواکو او افغان کونسلګریو سره د همغږۍ دنده پر مخ وړي.
دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د کونسلي چارو په نوم خپل استازي جرمني ته استوي.
تېر کال هم د طالبانو دوه کونسلي چارواکي جرمني ته داخل شوي وو. له دغو کسانو څخه یو اوس په عملي ډول په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مشري کوي.
د جرمني حکومت هغه مهال ویلي وو چې د دغو چارواکو دنده افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغو افغانانو د ایستلو اسانه کول دي چې جرمني یې افغانستان ته ستنول غواړي.خو د جرمني د رسنیو د څېړنو له مخې، د دغو کسانو ماموریت یوازې په کونسلي خدمتونو پورې محدود نه و.
طالبانو هڅه کړې چې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت له لوري ګومارل شوي ډیپلوماتان له خپلو دندو څنګ ته کړي او د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له ادارې سره همغږي کړي.
دا چاره د طالبانو لپاره له دې امله مهمه ده چې په بهر کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ لا هم د پام وړ مالي او کونسلي سرچینې لري.
د راپور له مخې، د برلین سفارت او د بن او مونشن کونسلګریو له لارې د پاسپورټونو، تصدیقپاڼو او نورو کونسلي خدمتونو په بدل کې د پام وړ عواید ترلاسه کېږي.
د جرمني رسنیو د څېړنو له مخې، د طالبانو استازو هڅه کړې چې دغه عواید افغانستان ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر طالبانو او د هغوی پر مالي شبکو نړیوال بندیزونه لا هم موجود دي.
په برلین کې افغان سفارت په تېر وخت کې د دغو مالي چارو په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.