• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل: د افغانستان د ستونزې حل سیاسي لارې او بین‌الافغاني مذاکراتو پورې تړلی دی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د افغانستان د ستونزې حل سیاسي لارې او بین‌الافغاني مذاکراتو پورې تړلی دی. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د جګړې دوام کولای شي افغانستان یو ځل بیا له پراخې ویجاړۍ سره مخ کړي.

نوموړي د افغانانو پر ملي اجماع، انسجام او ګډو خبرو اترو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې د سیاسي حل لپاره د پراخ انسجام په نشتوالي کې به د جګړې او جنګي ډلو فعالیت لا پیاوړی شي.
میاخېل دغه څرګندونې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د «ملي مرکې» په نوم یوه غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام نشتوالي هېواد له انزوا سره مخ کړی او دغه وضعیت د فقر، بې‌کارۍ او د امنیت د خرابېدو زمینه برابروي.

هغه ټینګار کړی، چې د یوه مشروع او قانونمند نظام لپاره د اساسي قانون شتون مهم دی؛ څو افغانان په نظام کې خپل ځان وویني او د خلکو حقونه د قانون له لارې تضمین شي، نه د افرادو او ډلو په ژمنو.

میاخېل د تېر جمهوري نظام په اړه وویل، که څه هم هغه مهال اساسي قانون حاکم و خو د عملي کولو لپاره یې کافي سیاسي اراده نه‌وه. نوموړي همداراز د طالبانو پر اوسنیو تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه تګلارو دوام افغانستان د تدریجي زوال پر لور بیایي او د راتلونکو داخلي او نیابتي جګړو زمینه پیاوړې کولای شي.

د هغه په وینا، افغانستان اوس د دوو بدو حالاتو ترمنځ راګېر دی؛ یا به جګړه دوام کوي او یا به افغانان دې پایلې ته رسېږي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه‌ده.

میاخېل د ستونزې د حل لپاره بین‌الافغاني مذاکرات درېیمه لار وبلله. هغه وویل، د دغه لارې د بریالیتوب لپاره افغانان باید قومي، سمتي، ژبني او تنظیمي غوښتنې یوې خوا ته کېږدي او د پراخ لید او ملي انسجام له لارې د جګړې او د افغانستان د لا زیاتې تباهۍ مخه ونیسي.

نوموړي په پای کې وویل، که د سولې او سیاسي حل لپاره د افغانانو غږ پیاوړی او پراخ انسجام رامنځته نه‌شي؛ نو د جنګي ډلو او جګړې غږ به لا پیاوړی شي، ځکه نه د طالبانو اوسنۍ کړنلاره او نه هم په مقابل کې جنګي ډلې کولای شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»
۱

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۲

پزشکیان: سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان په ګډون نورو ګاونډیانو سره هوکړې ته رسېږو

۳

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۴

امرالله صالح: د سولې پروسه د جمهوري نظام د ړنګولو لپاره د رژیم د تغییر جعلي نوم و

۵

د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو ماشومان مري

•
•
•

نور خبرونه

بلوچستان کې د افغانانو د وژنو لړۍ؛ روان کال کې د پخوانیو نظامیانو په ګډون ۱۳کسان وژل شوي

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل پښتو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ افغانان د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي؛ خو د دغه پېښو عاملان لاتراوسه نه‌دي نیول شوي او د پلټنو پایلې هم نه‌دي اعلان شوې.

تازه پېښه (د اګسټ ۲۸مه) د کوټې ښار اړوند د کچلاغ سیمې د ډي اېچ اې په شاوخوا کې شوې ده. پولیس وايي، یو افغان وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پېښې پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت یې نه‌دی څرګند کړی او یوازې یې ویلي چې نوموړی د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکی و.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۲۳مه) د کوټې ـ مستونګ پر لویه لار د شیخ زاید روغتون ته څېرمه دوه پخواني افغان نظامیان احمد چې په «لومړي بریدمن» مشهور و او ادیبار د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.
په همدې سیمه کې د سونا خان څلورلارې ته څېرمه هم (د اګست ۱۸مه) پر افغان وګړو د ناپېژاندو وسله‌والو د ډزو په یوه بله پېښه کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پېښې ټپي شوي کس پولیسو ته ویلي و، چې دوی د مزدورۍ لپاره د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان سیمې ته روان وو.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۱۵مه) حضرت الله چې په «ورور اڅکزي» مشهور و، په کوټه کې په ډزو وژل شوی و. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د پولیسو غړی و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کوټه کې اوسېده.
همداراز (د اګسټ ۱۴مه) د کوټې په هزارګنجي سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې یو افغان وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه د پخوانیو افغان نظامیانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه.
د روان کال په فبرورۍ کې د پنجګور ولسوالۍ د پروم په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه افغانې ښځې وژل شوې او درې نور افغانان ټپیان شوي وو. پولیسو هغه مهال ویلي وو، چې یاد کسان په ناقانونه ډول ایران ته روان وو.
په یوه جلا پېښه کې د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې (د اپرل ۲۶مه) دوه افغان وګړي هم په ډزو وژل شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه کسان د مزدورۍ لپاره سیمې ته تللي وو.
(د جون پر ۲۰مه) د کیچ ولسوالۍ په هوت‌اباد سیمه کې امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د راپورونو له مخې، په موټر کې سپاره کسان ایران ته روان وو. په دغه پېښه کې یو افغان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
همداراز د جون پر ۳۰مه د پښین ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو له‌خوا د ادعا شوي ډرون برید له امله درې افغانان ټپیان شوي وو.
د ګڼو پېښو عاملان لا نه‌دي نیول شوي
په بلوچستان کې د افغانانو د وژنې او ټپي کېدو په ډېرو پېښو کې تراوسه د بریدونو عاملان نه‌دي نیول شوي او نه هم د پلټنو پایلې له خلکو سره شریکې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو د دغه پېښو په اړه د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو له سلاکار بابر یوسفزي څخه هم د نظر غوښتنه کړې او د واټس‌اپ له لارې یې ورته پوښتنې استولې دي؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې د بلوچستان حکومت رسمي ځواب نه‌دی ترلاسه شوی.
په پاکستان کې مېشت یو پخواني افغان پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې اوس‌مهال یوشمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.
د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان نظامیان ثبت شوي چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. نوموړي د ۲۰۲۵کال د بلوچستان یوه پېښه هم یاده کړه، چې شپږ پخواني افغان نظامیان په‌کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي وو.
د سرچینو په وینا، په بلوچستان کې د افغان وګړو پر وړاندې د ورته پېښو دوام په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان نظامیانو په اړه د هغوی د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ویزې د محدودیتونو له امله د بشري حقونو فعاله په اکسفورډ پوهنتون کې له زده‌کړو پاتې شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعاله عایشه خرم چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جلاوطنه شوې، د برېتانیا د ویزې د محدودیتونو له امله ونه توانېده چې په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ زده‌کړې پیل کړي.

۲۷ کلنه عایشه خرم د کابل اوسېدونکې ده. هغې سږکال په مئ میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ په پروګرام کې د زده‌کړو لپاره د داخلې وړاندیز ترلاسه کړ؛ خو دوه میاشتې مخکې د برېتانیا حکومت د افغانستان، میانمار، کامرون او د سوډان وګړو لپاره پر ویزو محدودیت لګولی و.

د انډیپنډنټ د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون په روان ښوونیز کال کې ۱۵ افغان زده‌کړیالانو ته د داخلې وړاندیز کړی؛ خو د ویزې د محدودیتونو له امله ښايي یوشمېر دغه زده‌کوونکي ونه شي کړای خپلې زده‌کړې پیل کړي.

عایشه خرم وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له افغانستان نه جلاوطنه شوه، بې‌ځایه کېدل یې تجربه کړل او د خپلې زده‌کړې د بیا پیلولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. نوموړې وايي، بالاخره یې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه په یوه کې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړ؛ خو یوازې د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي.

خرم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان نه وتلې وه. هغه مهال نوموړې د کابل پوهنتون د خپلې لېسانس دورې په وروستي سمسټر کې وه. نوموړې په ۲۰۱۹کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د لومړۍ ښځینه ځوانې استازې په توګه هم دنده ترسره کړې وه او له همدې امله یې د خپل امنیت په اړه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه لرله.

عایشه د ایران له لارې جرمني ته ورسېده او هلته یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې. وروسته یې له ملګرو ملتونو سره د کار پرمهال له افغان نجونو سره مرسته وکړه، چې له بدیلو لارو خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو له امله مېلیونونه نجونې له زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې دي.

د یونیورسټیز اف سېنکچوري شبکې د برېتانیا د ویزې پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول اقدامات کولی شي د جګړو او بحرانونو له امله اغېزمنو هېوادونو د وړتیا لرونکو زده‌کوونکو لپاره په برېتانیا کې د زده‌کړو فرصتونه محدود کړي.

اکسفورډ پوهنتون ویلي، چې دغه پوهنتون له بحراني شرایطو څخه د راغلو زده‌کوونکو د ملاتړ او د هغوی د دغه وړتیا برابرولو لپاره چې خپلې څوکۍ ترلاسه کړي پر خپلې ژمنې ولاړ دی. بلخوا د برېتانیا حکومت وايي، چې د ویزې محدودیتونه د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د هېواد د پناه غوښتنې پر نظام د فشار کمولو لپاره اړین دي.

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رشیا ټوډې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې کابل له واشنګټن سره د عادي ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي او په واشنګټن کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت هم بیا فعال شي.

هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي.

نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بې‌ثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي.

مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.»

هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي.

د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان خپل قوانین لري او نه شي کولای د نورو هېوادونو پالیسۍ په افغانستان کې پلې کړي. مجاهد وویل، چې افغانستان د خپل دین، شرایطو او قوانینو له مخې مخته ځي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان دغو ځانګړنو ته درناوی وکړي.

افغانستان له امریکا پرته «بې له شکه ښه شوی»

مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې هېواد «بې له شکه ښه شوی دی».

د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو وتلو افغانستان ته خپلواکي بېرته ورکړې او افغانان یې د خپل هېواد د بیا رغونې مسوول کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې طالبان د هېواد پر ټولو برخو کنټرول لري او د امنیت له پلوه یې وضعیت ښه شوی دی.

مجاهد د طالبانو د اوسنیو بهرنیو اړیکو په اړه وویل چې دوی له ګڼو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري. هغه چین او روسیه د طالبانو مهم متحدین وبلل او ویې ویل چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې په مهمو پروژو کې پانګونه کړې ده.

د روسیې په اړه مجاهد وویل چې د طالبانو ډېر پوځي تجهیزات روسي دي او د دغو تجهیزاتو د بیارغونې لپاره د مسکو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې روسیه د بیارغونې په برخه کې پراخه تجربه لري او طالبان غواړي له دغو تجربو ګټه واخلي.

مجاهد همداراز ترکمنستان د ټاپي پروژې له مهمو شریکانو وباله او ویې ویل چې دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. نوموړي ټرانسپورټي پروژې هم د افغانستان لپاره مهمې وبللې.

له هند سره سوداګریزې اړیکې

مجاهد له هند سره د طالبانو اړیکې هم مثبتې وبللې.

هغه وویل: «موږ له هند سره ډېرې ښې سوداګریزې اړیکې لرو. زموږ محصلان هلته درس وایي او زموږ ډېر هېوادوال د درملنې لپاره هلته ځي.»

نوموړي وویل چې د طالبانو استازي په ګڼو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې منل شوي او له ډېرو هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي.

د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نیوکو په ځواب کې مجاهد وویل چې طالبان خپل قوانین لري او نه غواړي د نړیوالو غوښتنې د افغانستان پر کورنیو سیاستونو حاکمې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو د رسمیت پېژندنې لپاره د کورنیو سیاستونو د بدلون غوښتنه یې رد کړه.

له پاکستان سره جګړه نه غواړو

مجاهد د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه وویل چې طالبان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي.

هغه وویل: «موږ له هېچا سره جګړه نه غواړو او نه بل هېواد ته اجازه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي. جګړه د هېچا په ګټه نه ده.»

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې امنیتي او سیاسي اختلافات زیات شوي دي.

مجاهد د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د کم عامه حضور په اړه وویل چې هغه مذهبي مشر دی، «د افغانانو امیرالمومنین» دی او ګڼ مسوولیتونه لري.

نوموړي وویل چې هبت‌الله ساده ژوند خوښوي او نه شي کولای په هر مناسبت کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شي، خو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت یې د خلکو په یوه لویه غونډه کې حضور درلود.

د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي له روسیې، چین، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو په ورته وخت کې د امریکا او ډېرو لوېدیزو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندل شوی او دغه ډله د نړیوالو قوانینو، میثاقونو منلو او د ښځو او نجونو د حقونو رعایت کولو ته رابولي.

په تېره یوه میاشت کې د طالبانو مخالفو ډلو شاوخوا ۶۰ بریدونه کړي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د جولای له ۲۳مې نه د اګست تر پایه د طالبانو پر ضد شاوخوا ۶۰ بریدونه او وسله‌والې نښتې شوې دي. طالبانو ددغو بریدونو ډېره برخه نه دي تایید کړي.

د افغانستان ازادۍ جبهې پر خپله رسمي پاڼه د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۲۲مې پورې په اتو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۲۱بریدونو خبر ور کړی دی.

د دغو بریدونو ډېره برخه په بدخشان، په ځانګړي ډول زیباک ولسوالۍ کې شوي دي.

د جبهې د اعلامیو له مخې، پر بدخشان سربېره په بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې هم بریدونه شوي دي.

د اګست له ۲۲مې وروسته هم د دغې جبهې د عملیاتو ادعاوې خپرې شوې دي. د اګست په ۲۵مه په زیباک کې د نښتو او د اګست په ۲۶مه په کونړ او کابل کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان متحدې جبهې خپل بریدونه د اګست له لومړۍ نېټې پیل کړي دي. د دې جبهې لومړنی اعلان شوی برید په کندهار کې و.

د اګست تر شلمې نېټې پورې دغې جبهې د ۳۳ بریدونو ادعا کړې چې ډېری یې په هلمند او کندهار کې ښودل شوي دي.

ددوی د بریدونو نورې سیمې پکتیکا، بادغیس، غور، فاریاب او ځینې نور ولایتونه ښودل شوي.

د اګست په ۲۱مه، ۲۲مه او ۲۵مه په کندهار کې د دې جبهې د نورو عملیاتو ادعاوې هم شوې دي.

په ورته وخت کې ملي مقاومت جبهې د اګست لپاره د خپلو عملیاتو کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې د بریدونو او عملیاتو ګڼې ادعاوې په همدې میاشت کې رسنیزې شوې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په اګست کې د دې جبهې د ادعا شویو عملیاتو جغرافیا هرات، کندز، بغلان او بدخشان ته غځېدلې ده.

په بدخشان کې د اګست پر ۱۳مه دې ډلې د طالبانو د فیض‌اباد ښاروال وواژه. دغه راز د اګست په ۲۵مه یې په فیض‌اباد کې د طالبانو یو رنجر موټر هم په بم الوزولی و، خو دې جبهې خپل یو جګپوړی قوماندان هم له لاسه ورکړ او طالبانو ادعا کړې، چې د یادې جبهې دوه نور قوماندانان یې هم وژلي دي.

ملي مقاومت جبهې مخکې ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دوه زرو څخه ډېر عملیات کړي دي.

د چنګاښ په ۲۶مه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سپاهي میهن په نامه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره په خپل واک کې اخېستی و.

د سرچینو په وینا، مخالفو وسله‌والو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات له ځان سره یووړل.

په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر هم په اګست میاشت کې په لغمان، کندز او سالنګ کې د بریدونو خبر ورکړی دی.

د دغو بریدونو ډېره برخه لا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د بریدونو د شمېر او مرګ‌ژوبلې په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو یوازې په بدخشان کې نښتې تایید کړې دي، خو پر نورو بریدونو یې له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

طالبانو د افغان کډوالو د اخراج بهیر د اسانه کولو لپاره جرمني ته درې کسیز پلاوی استولی

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
100%

طالبانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو او د هغوی د هویت او سفر د اسنادو د برابرولو لپاره درې کسیز پلاوی جرمني ته استولی. دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بن او مونشن ته هم ولاړ شي.

د جرمني د این ډي ار راډیو او ټلوېزیون د معلوماتو له مخې، د طالبانو درې استازي د چارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلي او ټاکل شوې شاوخوا درې اونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي. هغوی له کابل څخه تر وتلو وروسته په قطر کې تم شوي وو او هلته د جرمني په دیپلوماتیکه استازولۍ کې ورته د دېرشو ورځو اعتبار لرونکي ویزې ورکړل شوې دي.

دوی اوس مهال د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ بون او مونشن ته هم ولاړ شي. په دواړو ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالیت کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې د دوی ماموریت افغانستان ته د افغان اتباعو د ایستلو له پلان سره تړاو لري.

د وزارت په وینا، د پلاوي یوه مهمه دنده د هغو اسنادو برابرول دي چې طالبان یې د اعتبار وړ ګڼي. ددې سفر موخه د هغو افغانانو هویت تثبیتول دي، چې جرمني غواړي افغانستان ته یې ستانه کړي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.

د جرمني حکومت وايي، د همدې موخې لپاره د طالبانو یو «تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم» په لنډمهاله توګه جرمني ته داخل شوی دی.

د اخراج لپاره له کابل سره عملي همکاري

د طالبانو د پلاوي سفر د برلین او کابل ترمنځ د هغو اړیکو د پراخېدو یوه بله نښه ده چې د مهاجرت، اخراج او کونسلي خدمتونو پر محور راڅرخي.

جرمني د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندلی، خو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له کابل سره مستقیم تماسونه زیات شوي دي.

د جرمني حکومت غواړي د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې د دغه هېواد د چارواکو په باور باید له جرمني ووځي.

په دې بهیر کې د افغان هویت تثبیت او د سفر د اسنادو برابرول اساسي خنډونه ګڼل کېږي. د طالبانو استازي اوس په همدې برخه کې د جرمني له چارواکو او افغان کونسلګریو سره د همغږۍ دنده پر مخ وړي.

دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د کونسلي چارو په نوم خپل استازي جرمني ته استوي.

تېر کال هم د طالبانو دوه کونسلي چارواکي جرمني ته داخل شوي وو. له دغو کسانو څخه یو اوس په عملي ډول په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ مشري کوي.

د جرمني حکومت هغه مهال ویلي وو چې د دغو چارواکو دنده افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغو افغانانو د ایستلو اسانه کول دي چې جرمني یې افغانستان ته ستنول غواړي.خو د جرمني د رسنیو د څېړنو له مخې، د دغو کسانو ماموریت یوازې په کونسلي خدمتونو پورې محدود نه و.

طالبانو هڅه کړې چې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت له لوري ګومارل شوي ډیپلوماتان له خپلو دندو څنګ ته کړي او د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له ادارې سره همغږي کړي.

دا چاره د طالبانو لپاره له دې امله مهمه ده چې په بهر کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ لا هم د پام وړ مالي او کونسلي سرچینې لري.

د راپور له مخې، د برلین سفارت او د بن او مونشن کونسلګریو له لارې د پاسپورټونو، تصدیق‌پاڼو او نورو کونسلي خدمتونو په بدل کې د پام وړ عواید ترلاسه کېږي.

د جرمني رسنیو د څېړنو له مخې، د طالبانو استازو هڅه کړې چې دغه عواید افغانستان ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر طالبانو او د هغوی پر مالي شبکو نړیوال بندیزونه لا هم موجود دي.

په برلین کې افغان سفارت په تېر وخت کې د دغو مالي چارو په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.