حسین دا څرګندونې هغې لیکنه کې کړې دي چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې خپره کړې ده. هغه افغانستان «له پوځي اړخ سره یوه سیاسي ننګونه» بللې او ویلي یې دي چې له دې هېواد سره یوازې له امنیتي لیدلوري چلند نه شي کېدای او نه هم د افغانستان ټولو ستونزو ته یوه ګډه حللاره ټاکل کېدای شي.
نوموړي لیکلي، افغانستان، که هر چا پرې واکمني کړې وي، تل د پاکستان لپاره د ستونزو لامل پاتې شوی، خو د اسلاماباد خپله تګلاره هم د دې حالت په پېچلېدو کې ونډه لري.
د حسین په وینا، افغانستان له قومي، مذهبي او فکري وېشونو او د ښار او کلیو تر منځ له اختلافونو سره مخ دی او د سیمې او نړۍ د قدرتونو سیالۍ هم دغه اختلافونه لا پسې زیات کړي دي.
ښاغلي حسین د افغانستان په څو لسیزو جګړو کې د امریکا، شوروي اتحاد او پاکستان ونډه هم څېړلې ده. د هغه په وینا، په افغانستان کې اوږدې جګړې داسې «جګړهییز اقتصاد» رامنځته کړ چې زورواکو او فاسدو کسانو او ډلو ترې ګټه اخیسته او د بېثباتۍ له دوام سره یې خپلې ګټې خوندي کولې. نوموړي دا حالت د طالبانو د راټوکېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.
حسین د طالبانو د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان د ونډې په تړاو لیکلي چې پاکستان د جګړې پر مهال یوازې د طالبانو د پناه ځای نه و، بلکې طالبانو په پاکستاني ټولنه کې هم ټولنیزې او سیاسي ریښې پیدا کړې.
د هغه په وینا، جهادي شبکې او د افراطیت مرکزونه د پاکستان له کورنیو ستونزو او ناخوښیو سره وتړل شول او د هغو وسلهوالو ډلو د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه چې اسلاماباد نن ورسره جګړه کوي.
حسین لیکلي چې همدې حالت طالبانو ته دا زمینه برابره کړې چې پر پاکستان فشار راوړي. د هغه په باور، اسلاماباد د دې فشار د کمولو لپاره باید هغو کورنیو سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته پام وکړي چې خلک وسلهوالو ډلو ته د ورګډېدو لپاره هڅوي.
د طالبانو په اړه د پاکستان پر تګلارې نیوکه
دغه پخواني پاکستاني دیپلومات لیکلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانۍ تګلاره تر ډېره پر امنیتي مسایلو راڅرخېده.
هغه لیکلي: «افغانستان یوازې د یوې امنیتي ستونزې په توګه لیدل، د طالبانو د ملاتړ ناکامې تګلارې ته لاره هواره کړه او اوس به هم د هغوی پر وړاندې د ناکامې تګلارې لامل شي.»
د حسین په باور، د پاکستان او افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.
نوموړي په ورته وخت کې د کابل پر پخوانیو تګلارو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو باید د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره له پاکستان سره همکاري کړې وای.
حسین د افغانستان پخواني ولسمشران حامد کرزي او اشرف غني تورن کړي چې هڅه یې کوله د امریکا او هند په مرسته پاکستان د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره تر فشار لاندې راولي.
هغه همداراز لیکلي چې ښايي ډېر افغانان نن دا هیله ولري چې په تېر کې د پښتونستان مسئله نه وای راپورته شوې او افغانستان د ډیورنډ کرښه منلې وای.
دا لیدلوری د افغانستان او پاکستان تر منځ له تر ټولو پخوانیو او لانجمنو اختلافونو څخه یوه ته اشاره کوي.
پاکستان ته خبرداری؛ بیا د امریکا جګړې ته مه ننوځئ
توقیر حسین د خپلې لیکنې په بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
هغه ویلي چې واشنګټن افغانستان ته له روښانه تګلارې پرته داخل شو او داسې یې انګېرله چې پوځي او ټکنالوژیک برلاسی کولای شي د افغانستان واقعیتونه د امریکا په ګټه بدل کړي.
نوموړي د امریکا وتل د «د ماتې له امله د ستړیا» پایله بللې او ویلي یې دي چې د امریکا هېڅ اندازه مالي مرسته نه شي کولای هغه زیانونه جبران کړي چې د دې هېواد د ناکامو جګړو له امله رامنځته شوي دي.
دغه پخواني پاکستاني دیپلومات وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په اړه هر اړخیزه تګلاره خپله کړي او په ورته وخت کې د پولې د سمبالښت، کډوالو، سوداګرۍ، پوځي اقداماتو او له چین سره د همکارۍ په برخو کې له فشار او هڅونکو لارو چارو کار واخلي.
حسین همداراز خبرداری ورکړی چې پاکستان باید یو ځل بیا د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ ته مخه نه کړي؛ که دا کار د اسلاماباد د ګټو له مخې وي او که د واشنګټن په غوښتنه.
هغه ټینګار کړی: «پاکستان باید هېڅکله بیا د امریکا د یوې جګړې برخه نه شي».