• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سور صلیب: ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځینو سیمو کې نښتو د خلکو ژوند اغېزمن کړی

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې عملیاتي مشرې یاسمین پراز ویلي، د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ چې له ډیورنډ کرښې د پنځو کیلومترو په کم واټن کې موقعیت لري؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د یادې سیمې پر ملکي وګړو سخت اغېز کړی دی.

مېرمن پراز ویلي، د سیمې اوسېدونکي د خپلو کورنیو، ماشومانو او سپین ږېرو خوندیتوب تر ټولو جدي اړتیا بولي او امنیت د دوی تر ټولو مهمه اندېښنه ده. د نوموړې په وینا، په سیمه کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی هم یوه جدي ستونزه ده او د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله یوشمېر ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغې زیاته کړې، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د ګډوډېدو له امله د سیمې د ډېرو کورنیو عایدات هم د پام وړ کم شوي دي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه او د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په سیمه کې له ځايي خلکو سره د مرستې لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د اقتصادي او بشري ستونزو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا پیاوړې کړي.

ډېر لیدل شوي

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي
۱

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۲

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې

۳
تازه خبر

پاکستان کې د طالبانو سفارت اېکس پاڼه له لاس‌رسي ووته

۴

طالبانو د هېواد په کچه د لوړ سرعت معیاري سړک جوړولو د طرحې په اړه ناسته کړې

۵

پاکستان کې د طالبانو سفیر: د افغانستان او پاکستان امنیتي محاسبې سره تړلې دي

•
•
•

نور خبرونه

د طالب مشرانو «برباد شوی» ماشومتوب

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱
100%

په تېرو څو کلونو کې د طالبانو یو شمېر څېرو د خپل ماشومتوب د ژوند ځینې خاطرې بیان کړې دي. په دغو خاطرو کې بې‌وزلي، جګړه، کډوالي، نیمګړې زده‌کړې او د ماشومتوب وړې هیلې بیا بیا راڅرګندېږي. بایسکل هم له همدې هیلو څخه یوه ده.

انس حقاني چې د طالبانو د یوه نومیالي مشر او د حقاني شبکې د مشر ورور دی، د هغه بایسکل په اړه لیکلي چې ورور یې په ماشومتوب کې ورکړی و، خو یوه کلیوال یې وپلوره. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم وايي، چې په ماشومتوب کې یې د بایسکل لرل یو لوی ارمان و او هر وخت یې خوب کې لیده.

د طالبانو د یو شمېر مشرانو او چارواکو د ماشومتوب د خاطرو څېړنه ښيي چې ډېری یې په داسې چاپېریال کې لوی شوي چې له بې‌وزلۍ، جګړې ډک واو ډېر وخت یې په دیني مدرسو کې تېر کړی. دا هماغه کسان دي چې نن په افغانستان کې د واک د جوړښت یوه برخه جوړوي.

په دې راپور کې د طالبانو د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو مشرانو او چارواکو د خاطرو، مرکو او ژوندلیکونو له څېړلو سره د هغوی د ماشومتوب هیلې، کډوالي، نیمګړې زده‌کړې او د ځینو کسانو په کم‌عمرۍ کې جګړې ته د داخلېدو موضوع څېړل شوې ده.

انس حقاني: کلیوال مې بایسکل وپلوره

د څېړل شویو خاطرو له ډلې، دوه طالب چارواکو د ماشوماتوب د ژوند هیلې بایسکل پورې تړلې وې. دواړو څېرو دا خاطرې په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو خپرې کړې دي. انس حقاني د هغه بایسکل په اړه لیکلي چې ورور یې ورکړی و، خو یوه کلیوال یې وپلوره. خالد ځدراڼ بیا وايي چې په ماشومتوب کې به یې بایسکل یوازې په خوب کې لیده.

100%

حقاني لیکلي چې په ماشومتوب کې یې پښې د چین له جوړو شویو لويو بایسکلونو ځمکې ته نه رسېدې. کله به یې چې د بل چا بایسکل نیولی و، یوه پښه به یې د بایسکل له منځني چوکاټ څخه بلې خوا ته اړوله او بایسکل به یې چلاوه.

عمر د انس ورور، یو کوچنی بایسکل درلود او کله ناکله به یې انس ته ورکاوه. یوه ورځ عمر ورته وویل: «یو داسې خبره درته وکړم چې خوشاله شې؟ زما بایسکل نور ستا شو».

انس لیکلي چې له ډېرې خوښۍ یې پورته او ښکته ټوپونه ووهل او څو ځله یې له خپل ورور څخه مننه وکړه. که څه هم ماښام ته نږدې شوې وه، خو هغه په بایسکل څو چکره ووهل. هغه شپه د ډېرې خوښۍ له امله په سختۍ ویده شو.

وروسته یې خپل بایسکل د خپل هم‌عمره ماشوم باتور په نوم یوه ماشوم ته ورکړ. باتور یوه اوونۍ له بایسکل سره ورک و. له یوې اوونۍ وروسته یې انس ته وویل: «زه ډېر بې‌وزله وم. بایسکل مې وپلوره او ځان ته مې نوې جامې واخیستې».

ځدراڼ: په خوب کې مې لیدل چې بایسکل لرم

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د انس حقاني د خاطرو په غبرګون کې لیکلي چې «کله ناکله به مې خوب لیده چې ټوله شپه په خپل بایسکل په کوڅو کې ګرځم او کله به مې د خپلې کوټې په یوه کونج کې ودرولی و».

100%

ځدراڼ په وینا، په خوب کې د بایسکل لرلو به دومره خوشاله کاوه چې ټول غمونه به یې هېرول. خو دا خوښي به له خوبه د راویښېدو سره پای ته رسېده.

هغه لیکلي: «خو افسوس، کله به چې له خوبه راویښ شوم، بایسکل به نه و. بیا به مې ټوله ورځ په همدې غم تېره کړه او له ځان سره به مې فکر کاوه چې کاشکې هغه بایسکل رښتیا هم زما وای».

ځدراڼ په ماشومتوب کې د ښوونځي له پنځم ټولګي وروسته ښوونځی پرېښود او له طالبانو سره یوځای شو. نوموړي په پیل کې په خوست کې د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو پاڼې او تبلیغاتي لیکنې وېشلې.

ځدراڼ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې په یوه لوکس استوګنیز ښارګوټي کې ژوند کوي، د پلازمېنې په یوه نومیالي ورزشي کلب کې تمرین کوي او زامن او لوڼې یې عصري ښوونځیو ته ځي.

د پخواني حکومت پر وړاندې جګړې او بریا، د طالبانو د غړو لپاره د اسانتیاوو لرونکي ژوند هیله پر واقعیت بدله کړې ده.

د لېوانو تر منځ او د شهزادګانو په کیسو کې ماشومتوب

د طالبانو د څېرو له ډلې د ماشومتوب یوه له تر ټولو اوږدو کیسو څخه د پاکستان لپاره د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په خپل کتاب «زما ژوند له طالبانو سره» کې لیکلې ده.

ضعیف چې شاوخوا ۱۳۴۷ کال د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی، وايي چې خپله مور یې په یوه یا دوه کلنۍ کې مړه شوه. د ماشومتوب لومړنی انځور چې د ده په ذهن کې پاتې دی، د هغه پلار دی چې ماشومان یې په غېږ کې نیولي وو او په پټ پټ یې له ځانه سره ژړل. ضعیف ګومان کوي چې هغه ورځ یې د مور د مړینې ورځ وه.

100%

د هغه کورنۍ په یوه خټین کور کې اوسېده چې برېښنا او روانې اوبه یې نه لرلې. پلار یې دیني ښوونکی و او د خپل وخت ډېره برخه یې په جومات کې تېروله. ضعیف لیکلي چې د شپې به هغه او خور یې د لېوانو له غږونو وېرېدل او یو د بل تر څنګ به کښېناستل، څو پلار یې بېرته راشي.

کله ناکله به یو ګاونډی ورغی، د هغوی پر سر به یې لاس راکاږه او د پاچاهانو، شهزادګانو او ماڼیو کیسې به یې ورته کولې. له کیسو بهر، د دې کورنۍ ژوند له وچکالۍ، د خوړو له کمښت، د ژمي له نامناسبو جامو او د کافي سون‌توکو له نشتوالي سره تېرېده.

هغه هلک چې د خپل پلار هویت یې پټولو

د ملا محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی او د دغه ډلې د اوسني دفاع وزیر ماشومتوب هم ځانګړې کیسه لري. د هغه په روایت کې د ژوند تر ټولو مهمه مسئله د داسې پلار په نوم ژوند کول وو چې هویت یې باید پټ پاتې شوی وای.

یعقوب ویلي چې کله په ۱۳۸۰ کال کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، هغه اته کلن و. له هغه وروسته چې ملا عمر پټ شو، کورنۍ یې د دې لپاره چې ونه پېژندل شي، هرې څو میاشتې وروسته به یې د اوسېدو ځای بدلولو.

100%

هغه لومړنۍ دیني زده‌کړې د خپل پلار له یوه خپلوان څخه ترلاسه کړې او وروسته یې په کوټه کې په یوه مدرسه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. د یعقوب په وینا، ان د هغه یو شمېر ټولګیوال او پېژندګلو هم نه پوهېدل چې دی د طالبانو د مشر زوی دی.

مور یې د کورنۍ ماشومانو ته تل خبرداری ورکاوه چې خپل هویت ښکاره نه کړي. د ملا عمر له پټېدو درې میاشتې وروسته، د هغه لومړنی غږیز پیغام د کسټ له لارې د هغه کورنۍ ته ورسېد. وروسته اړیکې کله ناکله د سټلایټ ټیلیفون له لارې هم کېدې.

یعقوب د خپل پلار د غږ اورېدو خوښي نه‌هېرېدونکې بللې ده. دا خبرې د سوریې د خبریال احمد موفق زیدان په خپره کړې مرکه کې شوې دي.

ګوښه مشر او له لوبو بې‌برخې ماشومتوب

د طالبانو اوسنی مشر تر اوسه ان د طالبانو په منځنیو کچو کې هم ډېرو کسانو نه دی لیدلی. د هغه د ژوند په اړه یوه روایت وايي چې نوموړی له ماشومتوبه ګوښه او له خلکو لرې و. د شته معلوماتو له مخې، هغه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سپین روان کلي کې لوی شوی دی. پلار یې د جومات امام و او کورنۍ یې له اقتصادي پلوه ساده ژوند درلود.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د هغه کورنۍ په قومي غونډو او سیاسي فعالیتونو کې څرګند رول نه درلود. د اخوندزاده د ماشومتوب او ځوانۍ ډېره برخه په جومات او دیني مدرسه کې تېره شوې ده.

هغه هېڅکله پوهنتون او ان ان د عصري ښوونځیو لوړو ټولګیو ته هم نه دی تللی.

د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په اړه هم ورته روایت شته. د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د هغه پلار د جومات ملا و او کورنۍ یې نه ډېرې ځمکې لرلې او نه یې هم بڼونه وو.

محمد حسن له ماشومتوبه له خپل پلار سره جومات ته تللو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د خپلو ډېرو هم‌عمره ماشومانو خلاف یې د کلي په لوبو او د ماشومانو په سیالیو کې لږه ونډه اخیسته. د هغه د ورځني ژوند ډېره برخه د کور، جومات او دیني مدرسې تر منځ تېره شوه.

د کډوالۍ د کمپونو او نیمګړو ښوونځیو نسل

کډوالي او نیمګړې زده‌کړې د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو په ژوند کې هم تکرار شوې دي.

د طالبانو د رسمي ژوندلیک له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ماشومتوب کې، هغه مهال چې د ښوونځي په درېیم ټولګي کې و، د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا وروسته له خپلې کورنۍ سره له هلمند څخه پاکستان ته کډوال شو. د هغه زده‌کړې وروسته د کډوالو په دیني مدرسو کې دوام وموند.

د طالبانو له لوړپوړو مشرانو څخه خیرالله خیرخواه هم په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ او خپلې دیني زده‌کړې یې کوټې ته نږدې د سرانانو د کډوالو په کمپ کې پیل کړې.

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په رسمي ژوندلیک کې راغلي چې پلار یې خیاط و او نوموړي له دیني مدرسو کې تر زده‌کړو وروسته، شاوخوا ۱۶ کلنۍ کې له طالبانو سره یوځای شو.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور هم د خپل رسمي ژوندلیک له مخې، د ځوانۍ په منځنیو کلونو کې خپلې زده‌کړې پرېښودې او د شوروي اتحاد پر ضد جګړې ته داخل شو.

هغه ماشومان چې جګړې ترې کورنۍ جوړه کړه

پاکستانی لیکوال او څېړونکی احمد رشید په خپل کتاب «طالبان» کې د دې ډلې لومړی نسل «د جګړې یتیمان» بللي دي.

د هغه په روایت، ډېری دغه کسان یوازې په واقعي مانا یتیمان نه وو، بلکې د عادي کورني ژوند، ګاونډ، قومي مشرانو او باثباته ټولنې له تجربې پرته لوی شوي وو. د هغوی یوه برخه د ماشومتوب ډېره موده د کډوالو په کمپونو یا له ټولنې جلا مدرسو کې تېره کړې او په سوله کې د ژوند روښانه انځور یې نه درلود.

د طالبانو د څېرو د ماشومتوب کیسې یو شان نه دي، خو په ډېرو کې څو ګډې تجربې بیا بیا لیدل کېږي: بې‌وزلي، جګړه، کډوالي، نیمګړې زده‌کړې، په تړلو دیني چاپېریالونو کې ژوند او په کم‌عمرۍ کې د تاوتریخوالي او سیاست نړۍ ته داخلېدل.

دا خاطرې د هغه نسل د تېر ژوند یوه برخه ده چې نن د افغانستان د سیاسي او پوځي واک لویه برخه په لاس کې لري.

خو د هغه ماشومتوب او د ننني واک تر منځ واټن د دې کیسې بله برخه جوړوي.

انس حقاني او خالد زدران د بایسکل لرلو د خپلې هیلې په اړه لیکي، خو په ننني افغانستان کې چې د طالبانو تر واک لاندې دی، میلیونونه نجونې له ښوونځي محرومې دي او ان د ځینو لپاره بایسکل‌چلول په پټه ترسره کېدونکې چارې ګرځېدلې دي.

دا کیسې په پای کې یوه تناقض راڅرګندوي: د محرومیت تجربه په خپله دا مانا نه لري چې یو څوک به نور خلک له محرومیت څخه وژغوري.

شخصي خاطرې او د واک حافظه

طالبانو په وروستیو کلونو کې د خپلو چارواکو او جنګیالیو د خاطرو، ژوندلیکونو او د جګړې د کیسو خپرول ډېر کړي دي.

د افغانستان د شنونکو شبکې د طالبانو د کتابونو په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې دغه اثار د طالبانو د غړو د ځان او جګړې د لیدلوري د پېژندلو لپاره ارزښت لري، خو ډېری یې سیاسي او یو اړخیز دي.

په دغو کتابونو کې د بهرنیو ځواکونو عملیات، نیونې، بمبارۍ او د طالبانو د غړو د کورنیو مرګ‌ژوبله په تفصیل بیان شوې ده. په مقابل کې، د سړک غاړې په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د طالبانو په عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ډېری وخت نه یاده شوې او یا هم په څنډه کې پرېښودل شوې ده.

د بایسلکونو له ارمانه تر حکومتي دبدبې

د انس حقاني او خالد ځدرآن په خاطرو کې بایسکل د نیمګړو هیلوانځور دی. دوی اوس د ټوکې په ډول هم دا لیکلی شي چې ښايي سبا به نوی بایسکل واخلي. خو په ننني افغانستان کې لا هم بایسکل د یو شمېر ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره یوه هیله ده.

رخشانه رسنۍ د ۱۴۰۵ کال د وري پر ۱۲مه د یوې بایسکل‌چلوونکې نجلۍ کیسه خپره کړه چې د «سودابې» په مستعار نوم معرفي شوې ده. هغې په ۱۲کلنۍ کې په پټه د خپل ورور په بایسکل تمرین کاوه او په ۱۳۹۹ کال کې یې په یوه سیمه‌ییزه سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

سودابې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې ملي لوبډلې ته د لار موندلو لپاره چمتووالی نیوه. خو د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وروسته له ښوونځي او ورزش څخه بې‌برخې شوه.

هغې ویلي چې اوس د شپې له خوا د نارینه‌وو جامې اغوندي او په پټه بایسکل چلوي، خو لا هم د المپیک په سیالیو کې د ګډون هیله لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د ۱۴۰۵ کال د زمري پر ۲۳مه ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ۲.۶ میلیونو څخه ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي.

خو د الجزیرې د یوه راپور له مخې، د خالد ځدراڼ لور او زوی عصري ښوونځیو ته ځي.

طالبانو له رسمي اعلان او دلیل پرته د «جمهوریت روغتون» نوم پر «الشفا‌ء» بدل کړی دی

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

طالبانو د هېڅ ډول رسمي اعلان او دلیل له وړاندې کولو پرته په کابل کې د جمهوریت روغتون نوم پر «الشفاء روغتون» بدل کړی دی. طالبان له څه باندې یونیم کال راهیسې په خپلو رسمي اعلامیو کې جمهوریت روغتون ته «الشفاء روغتون» وايي. کابل ښاريان او شنونکي د طالبانو پر دې کړنې سختې نیوکې لري.

طالبانو د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۳۰مه د ۴ میلیارده افغانیو په لګښت په کابل کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې او تجهیزولو چارې پیل کړې. د طالبانو د هغه وخت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد په همدې تړاو په جوړو شویو مراسمو کې ویلي وو، چې د جمهوریت روغتون د ریفورم لپاره له ځانګړو شویو ۴ میلیارده افغانیو څخه ۳سوه ۱۷ میلیونه افغانۍ پر تعمیراتي چارو، دوه میلیارده او ۶۷۰ میلیونه افغانۍ طبي تجهیزاتو، نهه سوه ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښتونو، لس میلیونه بېړنۍ خونې لګښتونو، ۱۴۴ میلیونه عملیاتي لګښتونو او ۱۸ میلیونه د طبي او غیرطبي تجهیزاتو پېرلو ته ځانګړي شوي دي.

100%
د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۳۰مه د جمهوریت روغتون د بیارغونې د چارو پیل مراسم

هغه ویلي وو، په دې سره به د جمهوریت روغتون د بسترونو شمېر له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ بسترونو ته لوړ شي، چې د دې بسترونو ۱۶۵ جراحۍ، دوه سوه د داخلې او ماشومانو برخې او ۳۰۰ بېړنۍ برخې ته ځانګړي شوي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ تر ۱۴مې په خپلو رسمي اعلامیو کې د جمهوریت روغتون نوم کاراوه. دغه وزارت په هغه وخت کې په یوې مختصره خبرپاڼه کې ویلي وو: «۱۴۰۳/۴/۱۴ د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګومارل شوي پلاوي او تخصصي کمېټې له غړو سره ناسته ترسره کړه».

له دې نېټې وروسته طالبانو په خپلو رسمي اعلامیو کې د جمهوریت روغتون ته «الشفاء روغتون» ویل پیل کړل او په دې تړاو یې هېڅ رسمي اعلامیه او دلیل نه‌دی وړاندې کړی.

د تر لاسه شویو سندونو له‌مخې، د ۱۴۰۲ د لېندۍ په ۱۳مه د طالبانو د کابینې یوه مصوبه د تاییدۍ لپاره هبت‌الله اخوندزاده ده لېږل شوې وه او په هغه کې د «جمهوریت روغتون» نوم یاد شوی وو، خو هبت‌الله په یوه حکم کې د «جمهوریت» د نوم له اخیستلو پرته ویلي وو: «د کابینې د ۲۰/۵/۱۴۴۵ ه.ق نېټې [۱۳/۱۰/۱۴۰۲] د (۱۰) ګڼه مصوبه پرېکړه تایید دی، البته د لومړۍ پرېکړې په دوهم بند کې د ذکر سوي روغتون نوم د (امارت روغتون) ته تبدیل کړئ او یا هم بل مناسب نوم ورته پیدا کړئ».

د طالبانو کابینې بیا په یوه شفاهي حکم سر د خپلې ډلې عامې روغتیا وزارت ته امر وکړ، چې د جمهوریت روغتون ته یو بل نوم غوره او ریاست الوزرا ته یې وړاندیز کړي.

د ترلاسه شویو سندونو له‌مخې، د طالبانو مشر د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۶مه د جمهوریت روغتون د نوم د بدلولو حکم کړی وو او عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۳هجري لمریز کال د زمري په ۴مه په خپله رهبرۍ شورا غونډه کې جمهوریت روغتون ته د «کابل ملي روغتون» نوم غوره او د طالبانو رییس‌الوزرا ته همدا نوم وړاندیز کړ.

د سندونو پر بنسټ، د جمهوریت روغتون د نوم پر ځای د «کابل ملي روغتون» وړاندیز شوی نوم بیاځلي د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده ته ولېږل شو او هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ د سلواغې په ۳۰مه د یوه حکم په ترڅ کې د جمهوریت روغتون ته د وړاندیز شوي نوم پر ځای د «الشفاء» نوم غوره کړ.

د هبت‌الله په یاد حکم کې راغلي: «د مکتوب په متن کې یاد سوی روغتون دې په الشفاء روغتون ونومول سي. والسلام».

100%

له دې وروسته د طالبانو عامې روغتیا وزارت د یوه مکتوب په ترڅ کې د جمهوریت روغتون چې اوس د «الشفاء روغتون» په نوم نومول شوی ویلي: «د جمهوریت روغتون نوم الشفاء روغتون ته د تبدیلېدو په هکله د ... هبت‌الله اخوندزاده حکم: د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې محترم لوی ریاست د ۲۴/۸/۱۴۴۶ [۱۴۰۳ د کب ۵مه] ۱۷۲۶۵ ګڼې مکتوب په ترڅ کې د ... عالي د ۱۹/۸/۱۴۴۶ [۱۴۰۳ د سلواغې ۳۰مه] ۶۶۶/۴۷۰۳ د استول شوې ګڼې حکم په اساس د جمهوریت روغتون نوم الشفاء روغتون ته تبدیل شوی دی».

یو شمېر کابل مېشتي وايي، جمهوریت روغتون د ټولو هېوادوالو لپاره یو اشنا او پېژندل شوی نوم وو او د دغه ډول تاریخي ځایونو د نومونو بدلول هغه هم له کوم خاص دلیل پرته د منلو وړ نه‌دي.

100%

د کابل یو اوسېدونکی چې ډاکټر هم دی د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «جمهوریت یوازې یوه ودانۍ او روغتون نه‌وو. بلکې یو اشنا نوم او د کابل د خلکو د خاطرو یوه برخه وه».

نوموړی زیاته کړه: «جمهوریت د افغانستان د معاصر تاریخ یوه برخه وه، دغه نوم له کلونو راهیسې د خلکو له کړاوونو او امیدونو سره غوټه شوی وو».

د چارو ځینې شنونکي د طالبانو دغه چاره د جمهوریت په نوم د هر ډول نښو د له‌منځه وړلو لپاره یوه سیسټماټیکه هڅه بولي او په باور یې سره له دې چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې له افغانستان څخه د جمهوري نظام ټغر ټول شوی، خو بیا هم طالبان د «جمهوریت» له نوم سره حساسیت ښيي او ان پر ودانیو یې نوم نه‌پرېږدي.

د چارو یو بل شنونکی وايي: «جمهوریت روغتون داود خان جوړ کړ او دغه نوم یې پرې کېښود.بل نوم به تاریخ ونه مني».

له دې سره سم، د تېر جمهوري نظام پخوانی والي حلیم فدايي په همدې تړاو وايي: «د جمهوریت شفاخانې نوم یې په الشفاء شفاخانه اړولی دی. الشفاء اسلام اباد کې هم په همدې نوم ده، نو دا نوم اېښودل بې څه نه دي!»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او د ملي پراختیا شرکت د معلومات پر بنسټ، د پخواني جمهوریت روغتون ډېرې برخې د بیارغونې په نوم ځنډول شوي او ټول طبي تجهیزات یې د کابل په دشت برچي کې د «محمد علي جناح روغتون» ته لېږدول شوي دي.

100%
محمد علي جناح روغتون

د یاد روغتون په بیا رغونې چارو کې د پخوانیو ودانیو له بیارغونې سربېره دوه ۶ پوړېزې او ۲ پوړېزې ودانۍ هم جوړېږي. ۶ پوړیزه ودانۍ د او‌پي‌ډي څانګې او ۲ پوړیزه ودانۍ بیا د اکسیجن لپاره ځانګړې شوې دي.

100%
د جمهوریت روغتون لومړنۍ بڼه

د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په صدارت څلور لارې کې د جمهوریت روغتون په افغانستان کې د لومړني جمهوریت او د داوود خان د ولسمشرۍ پر مهال په ۱۳۵۴ کال کې جوړ شوی او له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې په همدې نوم یادېده.

پخوانی چارواکی: د حقوقو او سیاسي علومو څانګو حذفول به افغانستان له فکري بحران سره مخ کړي

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې مرستیال سردار محمد رحیمي وایي، د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونونو له نصاب څخه د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو حذفول به هېواد له سخت فکري، کلتوري او سیاسي بحران سره مخ کړي.

هغه له ایراني رسنۍ «ایراف» سره په مرکه کې زیاته کړې، چې دا پرېکړه یوازې د محصلانو د کمښت یا د تدریس د ټیټ کیفیت له امله نه ده، بلکې د پوهنتون، عصري علومو او د هېواد د سیاسي جوړښت په اړه د طالبانو د ایډیالوژیک لیدلوري له مخې شوې ده.

هغه وویل، چې په علومو کې د حکومت د جوړېدو د نظریو، د دولت د دندو، د دولت او وګړو د اړیکو او د ملي حاکمیت د ارزښتونو په اړه بحث کېږي، خو طالبان له دغو مبانیو سره جدي ستونزه لري او هغه د خپل نظام سره برابر نه بولي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په لیدلوري کې د «ښاریتوب» او «حقوقو» مفهوم ځای نه لري او دوی د خلکو لپاره د «رعیت» اصطلاح کاروي، ځکه نو د داسې علومو تدریس چې محصلان له خپلو حقونو او د معاصرو سیاسي نظامونو له کارکړنو سره اشنا کوي، د خپل نظام لپاره یو ګواښ ګڼي.

د دغه پخواني چارواکي او د پوهنتون استاد په وینا، پوهنتون د یوه عصري بنسټ په توګه د تفکر، نقد او څېړنې پر اساس ولاړ دی چې دا چاره د طالبانو له فکري نظام سره په ټکر کې ده. رحیمي وویل، چې د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارې، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیز، د استادانو اخراج، د جامو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې په پوهنتونونو کې د هلکانو انګېزه هم په بې‌ساري ډول کمه شي.

هغه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې وویل چې په هېواد کې د فعالو خصوصي پوهنتونونو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۳۰ پورې راکم شوی دی.

دغه پخواني چارواکي ټینګار وکړ چې د حقوقو او سیاسي علومو په څېر د بشري علومو حذفول به په افغانستان کې سیاسي او ټولنیزه بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي. هغه زیاته کړه چې د نړیوالو اړیکو د څانګې له منځه وړل د نړۍ د پېژندنې او ډیپلوماټیک ظرفیت د کمزورتیا په مانا ده چې افغانستان به نور هم منزوي کړي. رحیمي پر کډوالو او نړیوالو کلتوري بنسټونو غږ وکړ چې په هېواد کې د انلاین زده کړو ملاتړ وکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې تر څو اوسنی سیاسي او ایډیالوژیک جوړښت بدلون ونه کړي، د زده کړو د بحران اساسي حل ستونزمن دی.

په افغانستان کې د پوهنتونونو د نصاب د بدلولو او د بشري علومو د محدودولو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د طالبانو حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دیني مدرسو پر پراخولو او د عصري علومو پر ځای د دیني ثقافت پر تدریس تمرکز زیات کړی دی. دغه وضعیت نه یوازې په کور دننه د بشري حقونو او ښځو د زده کړو د محدودیتونو له امله د نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، بلکې د هېواد د راتلونکي علمي او کلتوري هویت په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

جلاوطنه سیاسي ګوند؛ د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور په خپرولو سره د موجودیت اعلان وکړ

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱
100%

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې د پخواني مشر فضل محمود فضلي په غړیتوب د «افغانستان اکثریت ګوند» په نوم یوه نوي سیاسي جریان خپل موجودیت اعلان کړ. ښاغلي فضلي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه ګوند د یو شمېر ځوانانو او ښځو په ګډون د سیاسي او مدني فعالانو په نوښت جوړ شوی دی.

فضل محمود فضلي د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوړپوړو سلاکارانو څخه و. نوموړی د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه له اشرف غني سره یوځای له کابل څخه ووت او اوس په سوېډن کې ژوند کوي.

د افغانستان اکثریت ګوند په خپل منشور کې د طالبانو حکومت «استبدادي» بللی او د افغانستان لپاره یې د متمرکز نیمه‌ریاستي نظام د جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د منشور په درېیم محور، «د خپلواک او مترقي دولت جوړونه» کې راغلې: ««موږ د افغانستان د تاریخي تجربو، ټولنیز ـ اقتصادي جوړښت، سیاسي ثبات او امنیتي واقعیتونو ته په کتو د متمرکز نیمه‌ریاستي نظام پلویان یوو».

د دې ګوند په منشور کې راغلي چې راتلونکی حکومت باید د خلکو په ازادو رایو جوړ او واکونه یې د اجرائیه، مقننه او قضائیه قوو ترمنځ ووېشل شي.

اکثریت ګوند وړاندیز کړی چې په دغه نظام کې دې ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو وټاکل شي او لومړی وزیر دې د ولسمشر له خوا معرفي او له کابینې سره یوځای د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

په سند کې راغلي: «حاکمیت د خلکو مسلم حق دی او هېڅ ډله یا فرد نه شي کولای ملي حاکمیت په خپل انحصار کې وساتي».

دغه ګوند ځان یو ولسواک، ملتپال او پرمختګپال سیاسي جریان بولي. د ګوند په منشور کې د شاه امان‌الله خان د دولت جوړونې او عصري کولو سیاستونه او د خان عبدالغفار خان د ټولنیزې مبارزې لارې د الهام سرچینې یادې شوې دي.

اکثریت ګوند همدارنګه د ښځو او ځوانانو پر سیاسي او اقتصادي ګډون، د مسلکي او غیرسیاسي وسله‌والو ځواکونو پر جوړېدو او سیمه‌ییزو ادارو ته د بودجوي او اداري واکونو پر سپارلو ټینګار کړی دی.

دغه جریان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د هر ډول پوځي اډو له جوړېدو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د هېواد بهرنی سیاست باید د متقابل درناوي، توازن او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.

طالبانو د سیاسي ګوندونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي او په افغانستان کې یې د سیاسي جریانونو فعالیت منع کړی دی. له دې سره هممهاله، یو شمېر افغان سیاسي او مدني فعالانو په بهر کې بېلابېل سیاسي او پوځي جریانونه جوړ کړي دي.

یو شمېر سیاسي څارونکي وایي، د طالبانو مخالف جریانونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې تر یوه چتر لاندې راټول او ګډه سیاسي برنامه وړاندې کړي. د دوی په باور، پراکندګي او خپلمنځي اختلافونه لا هم د طالبانو د مخالفانو له مهمو ننګونو څخه دي.

نوې سیاسي ډله؛ د افغان سيکولرانو ملي جرګې خپل ۲۰ ماده‌ییز منشور خپور کړ

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
100%

د «افغان سیکولرانو ملي جرګه» په نوم یوې فکري، سیاسي ډلې د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره خپل ۲۰ مادیز مانیفیست خپور کړی چې پکې د دین او دولت د بېلتون، د قانون، تعلیم، اقتصاد، ښځو د حقونو، مذهبي ازادیو او بیان ازادۍ په اړه پراخې غوښتنې مطرح شوې دي.

د دې مانیفیست لیکوالان وايي چې د دوی په جریان کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو، حزبونو، فکري جریانونو او ګوندونو کسان شامل دي او په منځ کې یې هم پر اسلام باور لرونکي او هم غیرمذهبي کسان شته. دوی ادعا کوي چې د دغه جریان شمېر له میلیونونو اوړي، خو په منشور کې یې د غړو مشخص نوملړ نه دی خپور شوی.

د افغان سیکولرانو په وینا، د دوی د مانیفیست اساسي موخه دا ده چې دین له سیاسي واک او دولتي نظام څخه جلا شي.

دوی سیکولریزم د دین ضد یا د خدای د نه منلو په معنا نه، بلکې د سیاست، ټولنې او اقتصاد د غیر دیني کولو په معنا تعریفوي او وايي چې دین باید د انسان د شخصي عقیدې او روحانیت په حوزه کې پاتې شي.

د مانیفیست په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې دیني افراط او پر نورو د ځانګړو دیني تعبیرونو تپل د افغانستان د جګړې او بدمرغۍ له مهمو لاملونو څخه دي او باید په سیاسي او دولتي کچه د دین په نوم سیاست پای ته ورسېږي.

د سند په دویمه ماده کې د افغانستان د ټولو قوانینو د «غیر دیني او عقلي» کېدو غوښتنه شوې ده.

د مانیفیست لیکوالان وايي چې قاضیان باید د فقهي زده کړو پر ځای معاصرې حقوقي زدکړې ولري او د شرعیت ځینې اصول، لکه حدود او قصاص، چې دوی یې د انسان له کرامت سره په ټکر کې بولي، باید لغوه شي. دوی غواړي چې قوانین د بشري حقونو له معیارونو سره همغږي شي.

د افغان سیکولارانو د مانیفیست په اوومه ماده کې بیا غوښتنه شوې چې دولت باید په دیني او عقیدوي مسایلو کې بې‌طرفه وي او د هېڅ دیني نظر، حتی د اکثریت د نظر، پر بنسټ دولتي پالیسۍ جوړې نه کړي.

د مانیفیست په درېیمه ماده کې د مذهبي ازادۍ غوښتنه شوې او ویل شوي چې په دې ازادۍ کې «له مذهبه ازادي» هم شامله ده.

د څلورمې مادې له مخې، د دین پرېښودل او د دین بدلول باید جرم ونه ګڼل شي او د سیکولر ژوند حق باید د اساسي بشري حق په توګه په قانون کې ثبت شي. د شپږمې مادې له مخې، ټول دینونه او مذهبونه باید حقوقي برابر وبلل شي او د بې‌دینۍ موقف هم باید په رسمیت وپېژندل شي.

د افغان سیکولرانو د مانیفیست د پینځمې مادې له مخې، د افغانستان تعلیمي نظام باید غیر دیني شي. مانیفیست وړاندیز کوي چې په ښوونځیو کې دې د مذهبي زدکړو پر ځای معاصر علمي مضامین تدریس شي او دین دې د ټولنپوهنې، بشرپوهنې او دین‌پوهنې له زاویې وڅېړل شي.

په دې ماده کې د شرعیاتو پوهنځیو پر ځای د قانونپوهنې پوهنځیو د جوړولو وړاندیز هم شوی دی.

د مانیفیست په اتمه ماده کې د افغانستان د اقتصاد د غیر دیني کېدو غوښتنه شوې او ویل شوي سود، چې د لیکوالانو په باور د معاصر اقتصاد مهمه برخه ده، باید په هېواد کې قانوني شي.

همدارنګه د ښځو په اړه د مانیفیست په نهمه ماده کې پر حجاب او پردې د اجباري مقرراتو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې، خو ویل شوي چې ښځې باید د حجاب د اغوستلو د انتخاب حق ولري.

په یولسمه ماده کې د ښځو او نارینه‌وو د مساوي میراث غوښتنه شوې ده.

همداراز په دولسمه ماده کې د نکاح او طلاق په برخه کې د ښځو او نارینه‌وو د مساوي واک غوښتنه شوې او د مهر د لغوه کېدو او د مدني واده د قانوني پېژندلو وړاندیز شوی دی.

د دیارلسمې مادې له مخې، له یوې څخه د ډېرو ښځو کول باید منع شي او د ماشومانو واده باید جرم وبلل شي، په دې ماده کې د ۱۸ کلنۍ عمر د واده لپاره د معیار په توګه د منلو غوښتنه هم شوې ده.

د مانیفیست په څوارلسمه ماده کې د بیان د بشپړې ازادۍ غوښتنه شوې ده.

همدارنګه د لسمې مادې له مخې، دولت باید جوماتونه، مندرونه او کلیساوې جوړې نه کړي او د مانیفیست لیکوالان د حج او اوقافو وزارت د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي دیني شخصیتونه باید د نورو وګړو په څېر د کار او ژوند حق ولري، خو دولت باید هغوی ته له دولتي بودجې معاش ور نه کړي.

په اولسمه ماده کې مدرسې د افراطیت له مهمو مرکزونو څخه بلل شوې او د افغانستان د مدرسو د تړلو غوښتنه شوې ده.

د مانیفیست لیکوالان وايي چې د دوی هدف د اسلام یا بل دین مخالفت نه دی.

د نولسمې مادې له مخې، دوی سیکولریزم خپل فکري باور او ابتکار بولي، د افغانستان د «غربي کېدو» مخالفت کوي او وايي چې پر افغان کلتور او هویت ویاړي او د دیني شعایرو درناوی کوي.

د مانیفیست په شلمه ماده کې هم سیکولریزم د مذهب پر خلاف جریان نه، بلکې د دین د احترام او خوندیتوب لپاره یوه زمینه بلل شوې ده.

دوی اسلام د افغانستان د تمدني هویت او تاریخ مهمه برخه ګڼي او د اسلامي کلتوري میراث ساتنه مهمه دنده بولي.

د «افغان سیکولرانو» دا مانیفیست په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه د بېلابېلو سیاسي او فکري جریانونو ترمنځ بحثونه روان دي.

د دغه جریان طرحه یوازې د حکومت د بدلون غوښتنه نه کوي، بلکې د دین او دولت د اړیکو، قانون، تعلیم، اقتصاد، ښځو، مذهبي ازادیو او ټولنیزو چارو د بنسټیز بدلون غوښتنه کوي.

خو دا چې دغه طرحه به په افغانستان کې، چې دین او دودونه د خلکو د ټولنیز ژوند مهمې برخې دي، څومره ملاتړ ترلاسه کړي او «افغان سیکولران» به وکولای شي له دغه مانیفیست څخه یو پراخ سیاسي حرکت جوړ کړي، لا روښانه نه ده.