د دغه راپور پربنسټ په افریقا، اسیا، لاتینې امریکا او ختیځه اروپا کې د څېړل شویو هېوادونو له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو له هرو پنځو کسانو له ډلې تر یوه زیات لږترلږه یو ډول انلاین جنسي ځورونه یا استثمار تجربه کړی دی.
موندنې ښيي، چې شاوخوا ۱۵ مېلیونه ماشومان له خپلې خوښې پرته له جنسي منځپانګې سره مخ شوي دي. همدارنګه ۹ مېلیونه ماشومان د جنسي خبرو اترو یا د جنسي انځورونو د لېږلو لپاره تر فشار لاندې راوستل شوي او د څلور مېلیونه ماشومانو جنسي تصویرونه د هغوی له خوښې پرته خپاره شوي دي.
دغه څېړنه د شاوخوا ۲۱زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو د یوې سروې پربنسټ ترسره شوې ده. معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې راټول شوي چې کینیا، پاکستان، برازیل او سربیا هم پهکې شامل دي.
یونېسف وايي، په ټوله نړۍ کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر ښايي لسګونه مېلیونو ته ورسېږي؛ ځکه چې په خپاره شوي راپور کې یوازې ۲۱ هېوادونه شامل دي.
ډېری پېښې په خواله رسنیو کې رامنځته شوې دي
د دغه راپور پر بنسټ، د راپور شویو انلاین جنسي ځورونو نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله رسنیو لکه فېسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سنپچټ او ټیکټاک کې رامنځته شوې دي. انلاین لوبې هم د ۱۴ سلنه پېښو د رامنځته کېدو برخه وې.
تر نیمايي زیاتو پېښو کې د ماشوم ځوروونکی هغه څوک و، چې ماشوم یې له مخکې پېژانده: لکه ملګری، خپلوان یا عاطفي شریک. په ۳۸ سلنه پېښو کې بیا ماشوم د لومړي ځل لپاره په انلاین فضا کې له ځوروونکي کس سره مخ شوی و.
سره له دې چې د دغه پېښو کچه پراخه ده، له یو سلنې څخه کمې پېښې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې ټیلیفوني کرښو ته راپور شوې دي. د یونېسف اجرایوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان په چوپتیا دغه کړاو تېروي او نه پوهېږي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره باید له کوم ځای سره اړیکه ونیسي.
مصنوعي ځیرکتیا اندېښنې زیاتې کړې دي
په دغه راپور کې د ماشومانو په اړه د جعلي جنسي منځپانګې د جوړولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا له کارونې هم خبرداری ورکړل شوی دی. په هغه ۹ هېوادونو کې چې اړوند معلومات ورڅخه ترلاسه شوي، شاوخوا ۱ مېلیون او ۱۰۰زره ماشومانو ویلي، چې د دوی په اړه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوي جنسي تصویرونه یا ویډیوګانې تولید شوې دي.
د څېړنې موندنې ښيي، هغه ماشومان چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د اسانه شوې جنسي استثمار تجربې سره مخ شوي، د خپلو همزولو پرتله شاوخوا څلور برابره زیات احتمال لري چې د ځان وژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه راپور کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مېټا چې د فېسبوک، واټساپ او انسټاګرام مالک شرکت دی ویلي چې د څېړنې ځینې معلومات د ۲۰۲۰کال پورې اړه لري او هغه مهال د دغه شرکت نوي حفاظتي تدابیر لا نه وو پلي شوي. سنپچټ او ټیکټاک هم ویلي، چې د ناوړه ګټې اخیستنې د پېژندلو، د سرغړونکو حسابونو د حذفولو او د کمعمره کاروونکو د خوندیتوب لپاره یې اقدامات کړي دي.
یونېسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي، چې د ډیجیټلي پلاتفورمونو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي، قوانین د ځورونې د نویو بڼو په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ د تولید شوې منځپانګې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي کړي او له ماشومانو څخه د ملاتړ او د ځورونې د پېښو د راپور ورکولو لارې چارې لا ښې کړي.