• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د استازو جرګې غړې: طالبان «ترهګر» دي او امریکا یې هېڅکله‌ باید په رسمیت ونه‌پېژني

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې غړې نانسي مېس یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هر ډول هڅه «خطرناکه او بې‌پروا» ده. هغې طالبان «ترهګر» بللي او ویلي یې دي، چې امریکا باید هېڅکله دا ډله په رسمیت ونه‌پېژني.

د امریکا د استازو جرګې دغې غړې تر دې وړاندې هم څو ځله طالبانو ته د مشروعیت ورکولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وو.

نانسي مېس په لومړي ځل د ۱۴۰۳ لمریز کال په زمري میاشت او بیا د ۱۴۰۴ کال په لیندۍ میاشت کې د «ترهګرو حکومتونو د په رسمیت نه پېژندلو د مخنیوي» په نوم یوه طرحه د امریکا کانګرس ته وړاندې کړې وه.

هغې د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) یو ځل بیا په خپله اېکس‌پاڼه په یوې لیکنه کې ویلي، چې د یادې طرحې له مخې طالبان د یوې بهرنۍ «ترهګرې» ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د امریکا د کانګرس پر وېب‌پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا طرحه اوس مهال د ارزونې په لومړنیو پړاوونو کې ده او د استازو جرګې د بهرنیو چارو، وسله‌والو خدمتونو او قضايي چارو کمېټو ته استول شوې ده.

تر اوسه دغه طرحه د رایې اچونې پړاو ته نه‌ده رسېدلې.

د دې طرحې اصلي موخه دا ده، چې طالبان په رسمي ډول د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه وپېژندل شي، د دې ډلې تر مشرۍ لاندې حکومت د «ترهګرۍ ملاتړي حکومت» په توګه وپېژندل شي او د امریکا فدرالي ادارې د دغه حکومت له رسمیت پېژندنې منع شي.

د امریکا د قوانینو له‌مخې، که یوه طرحه د کانګرس د دوو کلونو د دورې تر پای پورې د استازو جرګې او مشرانو جرګې له لوري تصویب نه‌شي، نو په خپله له اعتباره لوېږي او پای ته رسېږي.

امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

سره له دې، د امریکا فدرالي څېړنو اداره ترهګري د افرادو یا ډلو له لوري د ترسره کېدونکو تاوتریخجن او جنايي کړنو په توګه تعریفوي، خو طالبان لا هم د دغې ادارې له نظره یوه «یاغي» ډله بلل کېږي، نه ترهګره ډله.

ډېر لیدل شوي

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی
۱

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۲

د یوه افغان پلاستیکي ټوپک د جرمني پولیس د هوا او ځمکې له لارې عملیاتو ته اړ اېستل

۳

مقاومت جبهې د حسیب پنجشیري ځایناستی وټاکه

۴

ملګري ملتونه: پاکستان دې د هغه افغانانو جبري ستنول ودروي چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري

۵

د پېښور کنفرانس ګډونوالو د افغانستان او پاکستان سوداګریزو لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
100%

تمدن ټلویزیون له څو میاشتو ځنډ وروسته، د کابل په خاتم‌النبیین علمي حوزه کې له دیني عالمانو او استادانو سره د طالبانو د عدلیې وزارت د مامورانو د چلند په غبرګون کې اعلان کړی، چې خپل نشرات به یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړي.

تمدن ټلوېزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې خبرتیا کې ویلي، که څه هم د دې ټلویزیون لپاره د سپوږمکۍ له لارې د خپرونو د دوام او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت زمینه موجوده وه، خو د علماوو او قومي مشرانو په سپارښتنه یې د اختلافونو د سوله‌ییز حل په موخه له خپلو فعالیتونو څخه ډډه کړې وه.

تمدن ټلویزیون د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی وو.

د طالبانو عدلیې وزارت په هغه وخت کې په همدې تړاو ویلي وو، چې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه د اسلامي حرکت له ګوند سره د تړاو او د دولتي «غصب شوې» ځمکې د کارولو له امله درول شوي دي. دغه وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند رسنۍ د فعالیت حق نه‌لري.

تمدن ټلوېزیون دغه ادعاوې رد کړې دي.

خو تمدن ټلویزیون د خاتم‌النبیین علمي حوزې د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو ځل بیا «زور او فشار» ته مخه کړې ده.

د دې رسنۍ په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو پر خاتم‌النبیین علمي حوزه برید کړی، د دې مرکز استادان او زده‌کوونکي یې ځورولي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.

تمدن ټلویزیون ویلي، چې په داسې شرایطو کې د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې نور چوپ پاتې کېدل او زغم د منلو وړ دلیل نه‌لري.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې دغه رسنۍ به ټول اسناد او شواهد، له هغې ډلې له طالبانو د عدلیې وزارت سره ترسره شوې لیکنې، ژمنې او خبرې اترې او همدارنګه هغه بهیر او جزییات چې اوسني وضعیت ته یې زمینه برابره کړې، په مستند ډول له خلکو سره شریک کړي.

تمدن ټلوېزیون په خپله خبرتیا کې لیکلي: «د عدلیې وزارت له لوري د بې‌قانونۍ، زورواکۍ او د علمي او دیني مرکزونو د سپکاوي پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی دی».

طالبانو د شنبې په ورځ په کابل کې د خاتم‌النبیین علمي حوزه کلابنده کړه او له مسوولینو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې دغه مرکز پرېږدي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونه له پوځي تجهیزاتو سره د علمي حوزې په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او یو شمېر استادان او زده‌کوونکي یې نیولي دي.

تر دې وړاندې یو شمېر شیعه‌ګانو د دې پرېکړې په اعتراض کې د خاتم‌النبیین په علمي حوزه کې راټول شوي وو. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو هم د علمي حوزې په انګړ کې د اعتراض کوونکو حضور ښيي.

خاتم‌النبیین علمي حوزه په کابل کې د شیعه‌ګانو له پېژندل شویو دیني مرکزونو څخه ده.

دغه علمي حوزه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د محمداصف محسني په نوښت جوړه شوې ده.

دې مرکز د دیني زده‌کړو ترڅنګ په علمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
100%

د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي جمعه خان همدرد د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی او زیاته کړېې یې ده، چې دا ډول څرګندوې په اوسنیو شرایطو کې د ستونزو د حل لاره نه ده.

د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي جمعه خان همدرد نن شنبه، د وږي پر ۱۴مه په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او ویلي یې دي چې دا د ټول ګوند رسمي دریځ نه دی.

نوموړي د ګوند له غړو غوښتي چې دا ډول څرګندونو ته د ټول حزب د پرېکړې په سترګه ونه ګوري.

ښاغلي همدرد په خپلو څرګندونو کې ویلي، هغه غوښتنې چې د اسلامي حزب له غړو څخه په کې غوښتل شوي څو له طالبانو یا نورو سیاسي جریانونو د ملاتړو کسانو سره خپلې حزبي اړیکې او تړاو پرې کړي، د افغانستان د اوسنیو شرایطو لپاره د ستونزو د حل لاره نه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول پرېکړې د حزب اسلامي د ټولو غړو د ګډ دریځ ښکارندویي نه کوي.

د اسلامي حزب د دغه جګپوړي چارواکي ویلي:«د ګوند د یوه مشر یا مسوول شخصي څرګندونې تر هغو پورې چې د ګوند له رسمي بنسټونو او مرکزي شورا څخه د یوې ګډې پرېکړې په توګه نه وي اعلان شوې، یوازې د شخصي سیاسي نظر په توګه د منلو وړ دي، نه د ټول ګوند د رسمي دریځ په توګه».

جمعه خان همدرد زیاته کړې، که څه هم د یوه سیاسي ګوند مشر حق لري خپل نظر څرګند کړي، خو ښه به دا وي چې د حزب د ټولو غړو او رسمي بنسټونو دریځ د ګډو اصولو، مشورو او رسمي پرېکړو له لارې څرګند او خپور شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند پر غړو غږ کړی و، چې د شاهي رژيم، داود خان، كمونستانو، جمعيت، شوراى نظار، طالبانو او هرې بلې سياسي ډلې د سياستونو له ملاتړو سره خپلې حزبي اړیکې پرې کړي. حکمتیار ویلي، چې دوی دې له همدې ډلو سره په اخلاص ودرېږي او نور دې د حزب نوم نه اخلي.

هغه همداراز د ګوند له هغو غړو چې د دغو جریانونو غړیتوب یې ترلاسه کړی، غوښتي چې د اسلامي حزب څخه فاصله واخلي.

حکمتیار په وروستیو کلونو کې په وار وار د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي. هغه په ځانګړې توګه د واک د انحصار، پر وګړو د لګول شویو محدودیتونو او د طالبانو له خوا د افغانستان د ادارې پر څرنګوالي انتقادي دریځونه درلودل او د افغانستان د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره یې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.

پر ګلبدین حکمتیار د طالبانو د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته، هغه له افغانستان څخه ووت او له تېرو څو میاشتو راهیسې په مالیزیا کې ژوند کوي.

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتي مرکز جوړ کړی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د بدخشان ولایت هوایي ډګر ته څېرمه، د «بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو یو مرکز» جوړ کړی دی. دغه مرکز په فیض‌اباد ښار او د بدخشان په څو ولسوالیو کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو، د مخالفانو له بریدونو او وسله‌والو نښتو وروسته جوړ شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو دغه مرکز شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د فیض‌اباد هوایي ډګر ترڅنګ په یوه پوځي اډه کې فعال شوی او په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعته توګه د معلوماتو په راټولولو او کشفي ماموریتونو بوخت دی.

د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار اوسېدونکي وایي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په اسمان کې بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې په حال کې لیدلې دي.

د فیض‌اباد یوه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «بې‌پیلوټه الوتکې د شپې له خوا په فیض‌اباد کې په ډېر ټیټ غبرګ پروازونه کوي.»

هغه وویل: «داسې ښکاري چې دوی د خلکو کورونه هم تر څارنې لاندې لري.»

هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، پر فیض‌اباد باندې د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې او همدارنګه د بدخشان هوایي ډګر ته څېرمه د یوه نوي برج جوړېدل ښیي. ویل کېږي دا برج د دغو الوتکو د ناستې او الوتنې د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دې ویلي.

سیمه ییزې سرچینې وایي هغه بې‌پیلوټه الوتکې چې وړاندې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د مرور قوماندان جمعه فاتح پر وړاندې عملیاتو کې کارول شوې وې، له همدې مرکزه یې الوتنه کړې وه.

تر دې وړاندې ازادۍ جبهې اعلان کړی و، چې په زیباک ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د هغوی دوه بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. ازادۍ جبهې د نسکورې شویو الوتکو انځورونه هم خپاره کړي وو.

بدخشان په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو د یوې نوې څپې او د طالبانو پر وړاندې د بریدونو د زیاتوالي شاهد و. طالبانو د دغو خوځښتونو په غبرګون کې سیمې ته د زرګونو تازه دمه ځواکونو د لېږلو ترڅنګ، اوس د امنیتي څارنې او کنټرول لپاره د بې‌پیلوټه الوتکو له ټیکنالوژۍ څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل پیل کړي دي.

د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو ټیکنالوژۍ ته د طالبانو لاسرسی

د وري په میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې «د افغانستان د ملي پراختیا شرکت» کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل پوهنتون او کابل پولی تخنیک د انجینرۍ پوهنځیو له محصلینو څخه جوړه شوې د بې‌پیلوټه الوتکو د ۱۳ کسیز تخصصي ټیم له ۱۴۰۰ کال راهیسې د دغو الوتکو د اصلاح او ډیزاین پر سر کار کوي.

د دغې سرچینې په وینا، دا ټیم اوس د دې وړتیا لري چې د پرزو په واردولو سره په هېواد کې دننه بېلابېل ډوله ځانمرکي بې‌پیلوټه الوتکې تولید کړي.

طالبانو د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د نښتو پر مهال له خپلو بې‌پیلوټه الوتکو کار واخیست او د افغانستان پر لویو ښارونو د پاکستان د پراخو بریدونو په غبرګون کې یې څو ځله د پاکستان په دننه کې سیمې په نښه کړې.

دغې ډلې همدارنګه ادعا وکړه، چې په اسلام‌اباد کې یې پر پاکستاني ځواکونو هم برید کړی دی.

له پاکستان سره له نښتو او د دغه هېواد پر وړاندې د بې‌پیلوټه الوتکو له کارولو وروسته، دا په بدخشان کې د طالبانو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیت د یوه مرکز د جوړولو تر ټولو تازه موضوع ده.

په دغه ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکو د یوه خپلواک مرکز جوړول ښیي چې طالبانو په بدخشان کې د خپلو مخالفو ډلو د شتون او فعالیت ګواښونه جدي نیولي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون نوې ټیکنالوژۍ ته مخه کړې ده.

د طالبانو محدودیتونه؛ ښځینه خبریالانې له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې پاتې دي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو له لوري پر رسنیو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو له پراخېدو سره، ګڼ شمېر تجربه لرونکې خبریالانې له خپل مسلک لرې شوې دي. ډېری یې بې‌کاره دي او ځینې نورې د اقتصادي ستونزو له امله له خبریالۍ سره هېڅ تړاو نه لرونکو کارونو ته اړې شوې دي.

مسعوده سادات(مستعار نوم) چې شاوخوا شپږ کاله یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی او په خبریالۍ کې کافي تجربه لري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

هغه وایي څه موده وړاندې اړ شوه چې افغانستان پرېږدي او یو ګاونډي هېواد ته پناه یوسي. سادات وايي، له هېواده تر وتلو وروسته یې یوه موده په ګاونډي هېواد کې تېره کړه، خو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له هغه هېواد نه وشړل شوه او بېرته افغانستان ته ستنه شوه.

نوموړې وايي، په دې موده کې د بې‌کارۍ او له خپل مسلک څخه د لرې پاتې کېدو له امله له سختو رواني ستونزو سره هم مخ شوې ده.

سادات وايي، په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو شته محدودیتونو د هغې پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.

هغه وايي: «له روغتیايي پلوه بشپړه ښه نه یم، خو د خپلې کورنۍ له امله اړ یم چې کار وکړم.»

مسعوده سادات وايي، اوس یې په کور کې یو کوچنی کاروبار پیل کړی او د مجبورۍ له مخې د بادامو په سپینولو او په پاکټونو کې په بندولو بوخته ده.

د هغې په وینا، یو شرکت ورته بادام راوړي، دوی یې له سپینولو وروسته په پاکټونو کې بندوي او بېرته یې اړوند شرکت ته سپاري او په دې توګه د بادام پوستکی هغې ته پاتې کېږي.

سادات وايي، دغه کار ورته هېڅ په زړه پوری نه دی خو د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره اړ ده چې کار وکړي.

هغه زیاتوي: «دا چې له خپل مسلک څخه لرې یم او نه شم کولای د خبریالۍ په برخه کې کار وکړم، راته ډېر د افسوس ځای دی.»

نوموړې وايي، د خپلې درملنې لپاره اړ شوې وه چې پور واخلي، خو اوس د فقر او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپله درملنه روانه وساتي.

سادات وايي، کله ناکله د خبریالۍ مسلک ته د راتګ له امله پښېمانه شي.

هغه وايي: «کله ناکله پښېمانه کېږم چې کاشکې هېڅکله د ژورنالیزم مسلک ته نه وای راغلې او پر ځای مې یې بل کار کړی وای، ښايي اوس مې خپل درد دوا کولی شوی.»

یوه بله افغانه خبریاله چې د امنیتي ستونزې له امله د نوم اخیستلو څخه ډډه کوي افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي چې له نږدې دوو کالو راهېسې د کار په لټه کې ده خو هیڅ ونه توانېده چې د ژورنالیزم برخه کې کار پیدا کړي.

هغه وايي، سره له دې چې په خبریالۍ کې کافي تجربه لري، خو د کار او دندې د موندلو لپاره له جدي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وايي، د طالبانو له لوري پر ښځو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو لګېدلو محدودیتونو په رسنیو کې د ښځو لپاره د مسلکي کار زمینه محدوده کړې ده.

د هغې په وینا اوس مهال د افغانستان په رسنیو کې شته ښځینه کار کوونکې هم په ډیرې سختۍ خپله دنده ساتي پاتې شو د نویو کسانو ګومارل.

هغه زیاتوي چې د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونو نه یوازې د دوی د کار زمینه کمه کړې، بلکې ډېری یې دې ته اړې شوي چې له خپل مسلک څخه لاس واخلي.
هغه وایي اوس مجبوره ده خیاطي کوي او له دې لارې یې د عاید زمینه ځان ته برابره کړې ده.
د ښځینه خبریالانو د بې‌کارۍ ستونزه یوازې د څو کسانو تر شخصي تجربو پورې محدوده نه ده، بلکې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو شمېرې هم په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې د ښځو د حضور د پام وړ کمښت ښيي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په وروستیو میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي.

امسو وايي، ښځینه خبریالانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له ښځینه خبریالانو سره اړیکې او مرکې کول محدود شوي او د هغوی د فعالیت ساحه هم محدوده شوې ده.

د امسو په یو تحلیلي ارزونه کې ویل شوي چې دغه وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاع‌رسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور بوځي.

په رسنیز ډګر کې فعالې خبریالانې هم په خپل مسلکي ډکر کې له سختو ستونزو سره مخ دي. ځینې ښځینه خبریالانې ادعا کوي چې په خبري ناستو کې په جلا خونو یا د پردو تر شا کښېنول کېږي او یوازې د چارواکو ویناوې اورېدلی شي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي او له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې شي.

د بې‌پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له هرو پنځو ښځینه رسنیزو کارکوونکو څخه څلورو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نږدې دوه زره او ۴۹۰ ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې، خو اوس یوازې شاوخوا ۴۱۰ ښځې په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي.

د بې‌پولې خبریالانو په وینا، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې فعاله ښځینه خبریالانې نه شته.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو بنسټونو ویلي چې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه نه یوازې د رسنیو ازادي او خپلواکي کمزورې کوي، بلکې د ښځو غږ هم له عامه ډګره لرې کوي.

هډسن انسټیټیوټ: په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت پراخېدو ته باید پام وشي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۱
100%

د امریکا هډسن انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت وروستۍ هڅې ښايي د پراخ او منظم مقاومت د پیل نښې وي.

راپور وايي، د بدخشان په وروستیو نښتو کې د «ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان د ازادۍ جبهې» فعالیتونه زیات شوي دي. د ملي مقاومت جبهه د احمد مسعود په مشرۍ او د افغانستان د ازادۍ جبهه د پخواني افغان پوځ د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ فعالیت کوي.

د هډسن انسټیټیوټ په وینا، د بدخشان مقاومت لا هم له جغرافیایي پلوه محدود دی، خو د دغه ولایت غرنی جوړښت، له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې او د واخان دهلېز ته نږدېوالی، د دې تحرکاتو اهمیت زیاتوي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د شمال ختیځ په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت نوې پدیده نه ده. د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال هم د بدخشان غرنیو سیمو د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت مهم مرکزونه وو.

د هډسن انسټیټیوټ په وینا، د بدخشان په درېیو سیمو، زیباک، کران او منجان او وردوج درې کې د مقاومت فعالیتونه د ځانګړې څارنې وړ دي.

راپور وايي، د افغانستان د ازادۍ جبهې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د ملي مقاومت جبهې په کران او منجان ولسوالۍ کې فعالیتونه کړي دي.

ملي مقاومت جبهې همداراز ادعا کړې چې د فیض‌اباد د طالبانو ښاروال یې وژلی دی.

د راپور له مخې، زیباک ځکه ستراتیژیک اهمیت لري چې ګڼې دروازې او لارې پکې سره یوځای کېږي او د واخان دهلېز ته د تګ له مهمو لارو څخه ده. دغه ولسوالۍ د تاجکستان او ډيورنډ له کرښې څخه هم نږدې ده.

کران او منجان بیا د پنجشېر او نورستان له لارو سره نښلي او د ملي مقاومت جبهې لپاره د بدخشان او پنجشېر ترمنځ د احتمالي ارتباط سیمه بلل شوې ده.

هډسن انسټیټیوټ وردوج درې هم د خپل سخت غرني جوړښت له امله د مقاومت لپاره مهمه بولي.

د راپور له مخې، تنګې درې، لوړ غرونه او محدودې لارې کولی شي کوچنیو وسله‌والو ډلو ته د لویو ځواکونو پر وړاندې د فعالیت زمینه برابره کړي.

راپور په عین حال کې د بدخشان جغرافیه د سیمې د لویو هېوادونو لپاره مهمه بولي.

دغه ولایت له تاجکستان سره پوله او پاکستان سره د ډيورنډ کرښه لري او د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان یوازینۍ پوله هم همدلته ده.

د هډسن انسټیټیوټ په وینا، که د طالبانو پر وړاندې وسله‌والې ډلې په بدخشان کې دوامدار حضور پیدا کړي، د چین، پاکستان او تاجکستان پر امنیتي او جیوپولیټیکو محاسبو اغېز کولی شي.

راپور د افغانستان د ناامنۍ له سیمه‌ییزو اغېزو سره د ترهګرۍ موضوع هم تړلې بولي او وايي چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش خراسان او نورو سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو فعالیتونه لا هم د ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا لپاره د اندېښنې وړ دي.

هډسن انسټیټیوټ وړاندیز کوي چې امریکا باید د بدخشان د وضعیت د ښه څارلو لپاره له تاجکستان او پاکستان سره منظمې مشورې وکړي او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د اړیکو د جوړولو امکان هم وارزوي.

راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که په بدخشان کې د مقاومت فعالیتونه له څو غرنیو سیمو څخه په یوه له بل سره تړلې جبهه بدل شي، ښايي اغېزې یې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې پاتې نه شي او د منځنۍ او جنوبي اسیا پر امنیت او جیوپولیټیکو معادلو اغېز وکړي.