سرچینې وايي، محمد حسن محسني د کابل په درېیمه ناحیه کې خاتمالنبیین مدرسې ته څېرمه له خپل کور څخه د طالبانو «د عدلیې وزارت ځواکونو» نیولی دی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت خپل ځواکونه لري او که په دې نیونو او محاصرو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له اړوندو ځواکونو او پولیسو کار اخېستل کیږي.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.
د کابل پر یوه سړک، د ښوونځي د عمر یو هلک پر سخته ځمکه او د یوه دېوال تر څنګ ناست دی. نه څوکۍ لري او نه توشکه. څو بورسونه، د بوټونو رنګ او د ښوونځي بکس یې د کار ټول وسایل دي.
د ښوونځي بکس اوس د موچيګرۍ د وسایلو لپاره کاروي او دی وايي، چې د بوټونو له پاکولو هره ورځ له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو عاید لري.
د سړک همدا څنډه یې د کار ځای دی. سهار چې راشي، د دېوال تر څنګ کېني او لومړني کس ته انتظار باسي چې خپل بوټونه د پاکولو لپاره ده ته وسپاري. هغه هره ورځ د سهار له اتو بجو تر ماښامه همدلته کار کوي.
پلار یې لاس ګاډی لري، وچه ډوډۍ او زړې اوسپنې راټولوي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته پیسې پیدا کوي. زوی یې هم د ماشومتوب په عمر کې کار ته مخه کړې او خپله کوچنۍ برخه له سړکه کور ته وړي.
هغه دوه کاله مخکې د شپږم ټولګي تر بشپړولو وروسته، ښوونځی پرېښود، څو له خپل پلار سره مرسته وکړي. هغه خپل کره عمر نه پېژني او وايي، ښايي ۱۲ کلن وي.
یوه ورځ پېرېدونکي ډېر وي او بله ورځ لږ. ټولګی او زدهکړه دامهال د هغه په ورځني پروګرام کې ځای نهلري او ټوله ورځ یې په کار تېرېږي.
د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی، خو د کتاب او قلم لپاره نهدی. اوس د موچيګرۍ وسایل پهکې ږدي. ساده وسایل د هغه ماشوم تر څنګ چې لا هم د لوبو او ښوونځي عمر یې دی؛ خو په همدې وسایلو خپله ورځ په کار تېروي.
په خپلو کوچنیو لاسونو د خلکو بوټونه پاکوي او رنګوي، خو خپلې پښې یې له خاورو ډکې دي او زړې او بېرنګه څپلۍ یې په پښو دي؛ د هغه ماشومتوب د روزګار یو انځور چې له ژونده یې برخه کار شوی دی.
د ماشومانو نړۍ معمولاً په لوبو، ښوونځي او ساعتتېرۍ تېرېږي؛ خو د هغه د ژوند حقیقت توپیر لري. له دې ورځو د هغه برخه، د یوه دېوال تر څنګ کېناستل او د لارویانو د بوټونو پاکول دي.
د بوټونو رنګ یې پر ګوتو او د نوکانو لاندې لیدل کېږي. د هغه کوچني لاسونه، تر هرې بلې وسیلې ډېر، د هغو ساعتونو کیسه کوي چې په کار تېر شوي دي.
کار تل د پېرېدونکي د لرلو په معنا نهدی. کله ناکله باید هماغلته کېني او انتظار وباسي؛ که څوک ونه درېږي، پیسې هم نه پیدا کېږي.
کله چې مو د راتلونکي په اړه ترې وپوښتل، روښانه ځواب یې نه درلود؛ لاهم سم نه پوهېږي چې راتلونکی څه دی. هغه نړۍ چې دی یې پېژني، تر ډېره همدا ورځنی ژوند دی: کار، د پېرېدونکي پیدا کول او له هغو پیسو سره کور ته ستنېدل چې په هماغه ورځ یې ترلاسه کړې دي.
هغه د خلکو د بد چلند په اړه څه نه وايي، خو نه غواړي عکس یې خپور شي. وېرېږي چې د ترور او تره زامن یې هغه د موچيګرۍ پرمهال وویني او ځان سپک احساس کړي. له همدې امله یې نوم او څېره په دې راپور کې نه خپرېږي.
د دغه ماشوم ژوند په افغانستان کې د ماشومانو د کار د لوی انځور یوه برخه ده. د افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳کال د څو شاخصونو سروې چې یونېسف ترسره کړې، ښيي چې د افغانستان ۱۹.۳ سلنه له ۵ تر ۱۷ کلونو ماشومان په کار بوخت وو؛ دا شمېره په ښاري سیمو کې ۱۰.۱ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۲۲.۳ سلنه وه. په کابل کې دې سروې د ماشومانو د کار کچه ۷.۴ سلنه ثبت کړې ده. دا شمېرې د «ماشومانو د کار» د مشخص تعریف او د عمر د ډلو لپاره د کار د بېلابېلو حدونو پر بنسټ محاسبه شوې دي.
د دېوال تر څنګ، د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی؛ خو خاوند یې ښوونځي ته نه ځي. د راتلونکي روښانه انځور نهلري؛ د هغه لپاره ژوند، دامهال هماغه څه دی چې هره ورځ یې ویني او تجربه کوي.