د کاناډا استازې: د افغانستان خلک د عدالت مستحق دي او طالبان باید حساب ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازې په افغانستان کې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې په کلکه وغندلې او ویې ویل چې ښځې، ماشومان او لږکي د دغو سرغړونو قربانیان دي.

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازې په افغانستان کې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې په کلکه وغندلې او ویې ویل چې ښځې، ماشومان او لږکي د دغو سرغړونو قربانیان دي.
نوموړې ویلي، چې طالبانو یو «د نه منلو وړ، تبعیضي او ایډیالوژیک» نظام رامنځته کړی چې له امله یې ښځې د زدهکړو او په عامه ژوند کې د مشارکت له اړخه له پراخو خنډونو سره مخ دي.
د کاناډا استازې زیاته کړې چې پر ښځو او نجونو د زدهکړو او عامه ژوند محدودیتونو د کم عمره او جبري ودونو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړې ده.
هغې ټینګار کړی چې افغانان د عدالت مستحق دي او طالبان باید د خپلو کړنو حساب ورکړي. د نوموړي په وینا، کاناډا به له نورو هېوادونو سره یوځای د طالبانو د حساب ورکولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو د بې درېغه استخراج له امله یې څاه ګانې او کاریزونه وچ شوي او په ځینو سیمو کې د اوبو کچه تر «شاوخوا ۲۰۰ مترو» هم ښکته شوې ده. دوی وايي، ګڼې کورنۍ د اوبو د نشتوالي له امله د خپلو مېنو پریښودو ته اړې شوې دي.
د کندهار د وچکالۍ ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله یې د کرنې او څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لا زیاتې شوې دي.
دوی وايي، د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وس نه لري او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، پخوا په سیمه کې کاریزونه بهېدل، خو له وچېدو وروسته خلکو د اوبو راایستلو لپاره لمریزې تختې وکارولې خو اوس د نوموړي په وینا، په ۲۰۰ مترۍ کې هم اوبه نه موندل کېږي.
په غورک ولسوالۍ کې هم وچکالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړې کړې دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد وايي، « لومړی د کرنې اوبه ورکې شوې او وروسته د څښاک اوبه هم نایابه شوې، له همدې امله مې کور او ځمکې پرېښودا او ارغنداب ته کډه شوم، خو دلته هم د اوبو کچه د ښکته کېدو په حال کې ده».
د ژیړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي حاجي سلام ، چې له ورته ستونزې شکایت کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې خلک اړ دي د اوبو د کچې له ښکته کېدو سره لا ژورې څاګانې وباسي، ځکه د اوبو بندونو جوړولو توان نه لري.
نوموړی له طالبانو او مرستندویه موسسو غواړي چې د اوبو د کمي لپاره بدیلې لارې ومومي.
د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې هم د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.
د ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خپلې اړتیاوې د ټانکرونو او نورو نقلیه وسایطو له لارې له لرې سیمو پوره کوي.
د کندهار ښار په ۱۱ ناحیو کې شاوخوا ۱۶زره کورنۍ د نللیکې له لارې د څښاک اوبه ترلاسه کوي، خو ډېر نور له دودیزو لارو او ژورو څاګانو اوبه ترلاسه کوي.
تېر کال د کندهار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د اوبو کچه تر ۱۲۰ مترو پورې ګزارش شوې وه، خو خلک شکایت کوي، چې دغه ګچه ورځ تر بلې نوره هم ټیټیږي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په کندهار کې د ځمکې لاندې اوبو بیلانس منفي دی او د کرنې او صنعت لپاره د اوبو بېځایه راایستل او د اوبو د بیا تغذیې د سرچینو محدودېدل د دې وضعیت له مهمو عواملو دي.
د اوبو د چارو کارپوهان وايي، د اوږدو وچکالیو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو بېدریغه استخراج د اوبو زیرمې له جدي ګواښ سره مخ کوي.
انجنیر عبدالرحمن، چې د اوبو په برخه کې کار کوي، وايي، د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د ساتنې لپاره باید د اوبو لوی او واړه بندونه جوړ شي، څو د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا، د اوبو لګونې د کانالونو جوړول هم د دې ستونزې د مدیریت لپاره مهم دي.
د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، افغانستان په ټوله کې له وچ او نیمهوچ اقلیم سره مخ دی او د هېواد د کلني ورښت منځنۍ کچه له ۳۰۰ مليمترو کمه ده. په جنوبي او سوېللویدیزو سیمو کې د لږ ورښت او لوړ تبخیر له امله د ځمکې لاندې اوبو طبیعي بیا تغذیه محدوده ده.
عادله مصمم چې یوه ورځ یې د انجینرۍ له لارې د افغانستان د ښارونو د ابادۍ خوب درلود، د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې ده. نوموړې اوس په سمنګان کې د روميانو د روب جوړولو کاروبار پیل کړی. خو د هغې ستره هیله لا هم دا ده چې یوه ورځ بېرته د انجینرۍ مسلک ته ستنه شي.
عادلې مصمم له انجنیري پوهنځي نه تر فارغېدو وروسته د ښار جوړونې په وزارت کې دنده لرله.
نوموړې وايي، د خپلې دندې له عاید څخه یې د مور او پلار ترڅنګ د خپلو شپږو خویندو د کورنۍ ټول لګښتونه برابرول، خو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له راتګ او د طالبانو له بندیزونو سره د هغې کاري ژوند هم بدل شو او د وزارت دنده یې له لاسه ورکړه.
عادلې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړه. هلته یې د خیاطۍ ترڅنګ د افغان کډوالو ماشومانو ته زده کړې ورکولې.
نوموړې وايي، په دې کارونو یې هڅه کوله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او د ژوند د لګښتونو یوه برخه پر غاړه واخلي.
خو په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره، عادله اړه شوه چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
له ایران څخه تر راستنېدو وروسته یې په سمنګان ښار کې د خپلواک کار لپاره نوې لاره ولټوله. دا ځل یې د خپلې تحصیلي رشتې پر ځای د کورني تولید په برخه کې ځان و ازمویه. هغې د روميانو د روب د تولید کوچنی کاروبار پیل کړ.
د کاروبار د پیل لپاره عادلې کافي پانګه نه لرله، خو د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو او د خپلواک عاید د پیدا کولو لپاره یې د مور ګاڼې وکارولې.
عادله وايي، د مور د ګاڼو له خرڅولو یې د روميانو د روب د تولید د کاروبار لپاره لومړنۍ پانګه برابره کړه.
اوس عادله وايي، چې شپږ نورو مېرمنو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د ښځو لپاره د کار یوه وړه دروازه
د عادلې په کوچني تولیدي مرکز کې د روميانو د روب جوړولو بهیر له تازه رومیانو پیلېږي.
لومړی روميان راټولېږي، پاکېږي او خراب روميان ترې جلا کېږي. وروسته ښه مینځل کېږي، میده او پخېږي. د پخېدو پر مهال یې اوبه کمېږي او د روب غلظت برابرېږي.
له پخېدو وروسته روب یخېږي، په لوښیو کې اچول کېږي، سرونه یې کلکېږي او بیا د پلور لپاره بازار ته وړاندې کېږي.
د روميانو روب او د نورو کرنیزو محصولاتو کورنی پروسس په افغانستان کې د هغو محدودو برخو له ډلې دی چې ښځو ته د عاید او کار زمینه برابروي.
خو د عادلې په څېر د ښځینه متشبثینو لپاره د تولید تر ټولو لویه ستونزه بازار موندل دي.
«تولید کوو، خو بازار نه لرو»
عادله وايي، کله ناکله دوی محصولات تولید کړي، خو د پلور لپاره ورته وړ بازار نه پیدا کېږي.
د محصولاتو د ساتلو لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی هم د هغې بله ستونزه ده. د روميانو د بیې بدلون، د تولیدي وسایلو کمښت، د بستهبندۍ لوړ لګښتونه او د بازار موندنې ستونزې د هغې د کاروبار د پراختیا پر وړاندې خنډونه دي.
د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې بازار ته محدود لاسرسی، د اومو توکو برابرول او د پانګې موندل د ښځینه متشبثینو د کاروبارونو له مهمو ستونزو څخه دي.
عادله له خلکو غواړي چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای کورني تولیدات وکاروي او په ځانګړي ډول د ښځو تولیدات وپېري.
د هغې په باور، د کورني تولید او محصول پېرودل د کاروبار د دوام ملاتړ او د هغو کورنیو اقتصادي ملاتړ هم دی چې د همدې تولید له لارې خپل لګښتونه برابروي.
«غواړم خپل اولادونه پخپله وساتم»
د عادلې په کاروبار کې نورې ښځې هم بوختې دي.
دلبر، چې د دریو ماشومانو مور ده او تازه له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوې، هم په دې کار کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بوخته ده.
هغه وايي، خاوند یې په ایران کې په نشهیي توکو روږدی شوی او اوس د خپلو اولادونو د نفقې برابرول د هغې پر غاړه دي.
د هغې لپاره د کار دا فرصت ځکه مهم دی چې لږ تر لږه د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ د برابرولو توان پیدا کړي.
دلبر وايي، د اقتصادي ستونزو باوجود هڅه کوي د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کړي او د هغوی د راتلونکي لپاره کار وکړي.
هغه له خلکو او اړوندو بنسټونو غواړي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هغوی د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړای شي او د ژوند په چارو کې پر نورو متکي نه وي.
د هغې په څېر ډېرې ښځې غواړي د خپلو ماشومانو لپاره کار وکړي، خو د کار موندلو او د ثابت عاید د برابرولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د روميانو د روب د تولید تر څنګ، د عادلې په ذهن کې لا هم د انجینرۍ هغه مسلک ژوندی دی چې کلونه یې ورته زدهکړه او کار کړی دی.
د هغې تر ټولو لویه هیله دا ده چې یوه ورځ بېرته خپل مسلک ته ستنه شي.
عادله وايي: « ما درس ویلی، کار مې کړی او ډېر زحمت مې ایستلی دی. ډېر کله نهیلې کېږم، خو د مور او پلار د ملاتړ او د راتلونکي لپاره هیلې مې همت پیاوړی کوي».
هغه نه غواړي چې د ژوند د اړتیاوو له امله تل په کوچنیو کاروبارونو کې پاتې شي. د هغې هیله دا ده چې یوه ورځ د خپلې انجینرۍ له زدهکړو او مسلکي تجربې څخه بیا ګټه واخلي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
خو تر هغې عادله د خپلې مور په ګاڼو جوړ کوچنی کاروبار چلوي.
په کندهار کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پیلېږي، چې د جګړو پرمهال د ویجاړو شویو ښوونځیو یوشمېر ودانۍ لاهم نهدي رغول شوې او د زدهکوونکو د زیاتوالي ترڅنګ د ښوونکو کمښت هم د پوهنې پر وړاندې له جدي ستونزو بلل کېږي. په دوبي او ژمي کې زدهکوونکي په دغه ښوونځیو کې زدهکړې کوي.
په میوند ولسوالۍ کې د غازي محمد ایوب خان عالي لېسه یو له هغه ښوونځیو څخه ده، چې د ۲۰۲۰کال په نومبر کې د یوه موټربم برید له امله زیانمنه شوه. د ښوونځي ودانۍ تراوسه په بشپړ ډول نهده رغول شوې؛ خو د طالب چارواکو په وینا په دغه ښوونځي کې په درېیو وختونو کې شاوخوا ۲زره زدهکوونکي زدهکړې کوي.
په کندهار کې د یوشمېر ښوونځیو زدهکوونکي د درسي او لومړنیو امکاناتو د نشتوالي له امله پر ځمکه زدهکړې کوي. د دغه ولایت ځینې ښوونځي د تېرو جګړو پرمهال زیانمن شوي او لاهم په بشپړه توګه نهدي رغول شوي، چې له امله یې زدهکوونکي له مناسب درسي چاپېریال بېبرخې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې په سیسټم کې د ښوونځیو د ودانیو، ټولګیو، برېښنا، اوبو او نورو اساسي امکاناتو کمښت لويه ستونزه بلل کېږي او په ځینو سیمو کې زدهکوونکي اړ دي، چې په نیمه ویجاړو ودانیو، خېمو او یا د ښوونځیو په انګړونو کې زدهکړې وکړي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ څخه دغه تصویرونه د نوي ښوونيز کال له پیل وړاندې را لېږل شوي، هغه مهال زدهکوونکي رخصت وو.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.
په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست په وینا، سږکال په کندهار کې نوی ښوونځی نهدی جوړ شوی؛ خو د نویو ښوونځیو د جوړولو پلان شته او تمه ده په راتلونکي کې شاوخوا ۲۰ نوي ښوونځي جوړ شي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د ښوونځیو د ودانیو ترڅنګ د ښوونکو کمښت هم د زدهکوونکو د جذب پر وړاندې لوی خنډ جوړوي. د دوی په وینا، په یوشمېر ښوونځیو کې د زدهکوونکو لپاره ځای شته؛ خو د کافي ښوونکو د نشتوالي له امله نوي زدهکوونکي هم نه جذبوي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی منیر احمد وایي، خپل کوچنی ورور او خور یې د نوملیکنې لپاره ښوونځي ته وړي وو؛ خو د ښوونکو د کمښت له امله یې نوملیکنه ونه شوه.
هغه زیاته کړه: «ما مې ورور او خور زموږ له کور سره نږدې مکتب ته وروستل ماته يې ویل، زموږ شاګردان ډېر دي خو استادان مو کم دي. مخکې قراردادي استادان وو، خو هغه معارف لغوه کړل نو اوس نور شاګردان نه شو منلای».
د کندهار یو بل اوسېدونکی وایي، کورنۍ د خپلو اولادونو د زدهکړې لپاره لېوالتیا لري خو د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت د دې لېوالتیا پر وړاندې خنډ دی. په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، سږکال په دغه ولایت کې تر ۵۰زرو پورې د نویو زدهکوونکو د ثبت او جذب ظرفیت په پام کې نیول شوی دی.
د خلکو په وینا، یوازې د نویو ښوونځیو د جوړولو پلان بسنه نهکوي؛ بلکې د شته ویجاړو ودانیو رغول، د ښوونکو ګومارل او د زدهکوونکو لپاره د مناسب درسي چاپېریال برابرول هم جدي اړتیا ده.
د کندهار د پوهنې ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې، د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې سره له دې چې په ډېرو ولسوالیو کې د جګړو له امله ښوونځي تړل شوي وو، شاوخوا ۲۶۰زره زدهکوونکي په ښوونځیو کې شامل وو.
طالبان بیا ادعا کوي، چې اوس په ټولو ولسوالیو کې ښوونځي فعال دي او د زدهکوونکو شمېر شاوخوا ۳۶۰زرو ته رسېدلی دی. خو د دغه شمېرې ترڅنګ د کندهار په یوشمېر ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت، د درسي ودانیو نشتوالی او د جګړو پرمهال د ویجاړو شویو ښوونځیو نه رغول هغه ستونزې دي، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې لاهم د زدهکوونکو او کورنیو اندېښنې ورسره تړلې دي.
په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ په وروستیو کلونو کې په چټکۍ پراخه شوې ده. د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، یوازې د روان ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې تر دې دمه ایران ۲۳ افغانان اعدام کړي دي.
دغه معلومات چې د ایران د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخې راټول شوي ښیي، ایران په شاوخوا درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي چې له دې ډلې ۸۰ کسان په ۲۰۲۴کال کې، ۸۴ په ۲۰۲۵کال کې او ۲۰ نور روان کال ثبت شوي دي.
له دې ډلې ډېری یې د نشهيي توکو اړوندو قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي؛ خو پر ځینو نورو بیا د وژنې، جاسوسۍ او د ایران حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په څېر تورونه هم لګېدلي وو. په همدې حال کې د بشري حقونو بنسټونه د یوشمېر افغانانو د قضیو د قضايي بهیر پر روڼتیا او د هغوی د قانوني دفاع پر څرنګوالي اندېښنه ښيي.
تېره ورځ د ایران د بشرې حقونو یو بنسټ «ههنګاو» راپور ورکړی و، چې ایراني چارواکو ۲۹ کلن معلول افغان ولي جان نورزی د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې په ویلچیر کې ناست و. هغه د قتل په قضیه کې د ښکېلتیا له امله په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی درې کاله وړاندې د نیولو پرمهال پولیسو په ډزو ویشتلی و، چې له امله یې د حرکت وړتیا له لاسه ورکړې وه. د ههنګاو د معلوماتو له مخې، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په ۲مه د چهارشنبې په سهار وختي د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
همداراز څو ورځې وړاندې یاد بنسټ راپور ورکړی و، چې ایران دوه نور افغانان ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسولخوانده د عمدي وژنې په تور د ایران د مشهد په وکیلاباد زندان کې اعدام کړي.
په راپور کې د دغه دوو کسانو د اعدام نېټه هم د روانې سپټمبر میاشتې ۲مه ښودل شوې وه. د ههنګاو په وینا، د دوی اعدام په پټه ترسره شوی او کورنیو ته یې د وروستۍ لیدنې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ځینو اعدامونو د رسمي نه اعلان له امله ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د راپورونو له مخې، د دغه اعدامونو ډېره برخه د شېراز په عادلاباد مرکزي زندان، تایباد زندان، یزد زندان او د اصفهان په دستګرد زندان کې ترسره شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان د روان کال په ترڅ کې د افغان وګړو د څو داسې اعدامونو خبر هم ورکړی، چې د ایران رسمي رسنیو یا چارواکو نهدي اعلان کړي. د روان کال د جون په ۲۱مه په شېراز کې د میرویس خلیلزاد او ابراهیم احمدشاهي په نوم دوه افغانان د نشهيي توکو اړوند قضیو کې اعدام شول چې ایراني چارواکو او رسنیو د دغه دوو افغانانو د اعدام په اړه تراوسه هیڅ معلومات نهدي ورکړي.
همدارنګه افسر شاه احمدي، صفایي او صدرالدین احمدزاد ته د جولای په میاشت کې د پولیسو یوه مرکز د سوځولو په پېښه کې د لاس لرلو له امله د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
د اګست په ۲۰مه د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړ، چې ۲۱ کلن افغان قایم حسيني په اصفهان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی. د هغه قضیه د جنورۍ میاشتې له حکومت ضد لاریونونو سره تړاو لرله او نوموړی د «عليخاني څلورلارې» په قضیه کې له تورنو کسانو له ډلې څخه و.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، قایم حسيني په دې قضیه کې دویم افغان وګړی و چې اعدام شو. تر دې وړاندې ګل محمد محمدي هم د همدې قضیې په تړاو اعدام شوی و.
د اعدامونو په اړه د روڼتیا اندېښنې
ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه د افغانانو د اعدام ترڅنګ د هغوی د محاکمو پر بهیر هم اندېښنې لري. د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په یوشمېر قضیو کې تورنو کسانو له مدافع وکیلانو سره محدود تماس لاره او ځینو ته ان له کورنۍ سره د وروستۍ لیدنې اجازه هم نهده ورکړل شوې.
د دغه سازمان د ۲۰۲۵کال د راپور له مخې، په ایران کې د اعدامونو یوه لویه برخه د داسې قضیو له امله ترسره شوې چې پهکې د عادلانه محاکمې، قانوني دفاع او د وکیل د لاسرسي حقونه له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې لږترلږه ۱۱۱ افغان وګړي یوازې د نشهيي توکو اړوند جرمونو له امله اعدام شوي دي. په ۲۰۲۲کال کې ۱۶ افغانان اعدام شوي وو، په ۲۰۲۳کال کې دغه شمېر ۲۵ ته لوړ شو او په ۲۰۲۴کال کې ایران ۸۰ افغانان اعدام کړل.
په ۲۰۲۵ کال کې د لږترلږه ۸۴ افغانانو د اعدام قضیې ثبت شوې دي.
دغه شمېرې ښيي، چې یوازې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په موده کې لږ تر لږه ۱۶۴ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. د ۲۰۲۶کال د لومړیو اتو میاشتو ثبت شوي ۲۳ اعدامونو سره، دغه شمېر لږ تر لږه ۱۸۷ ته رسېږي.
خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي، چې دغه شمېرې وروستۍ نهدي؛ ځکه د افغانانو د اعدامونو په اړه رسمي ټولیز معلومات نهدي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لهخوا لاتراوسه د دغه افغانانو د اعدام په تړاو کوم ځانګړی غبرګون او اقدام نهدی ښودل شوی.
د کابل پر یوه سړک، د ښوونځي د عمر یو هلک پر سخته ځمکه او د یوه دېوال تر څنګ ناست دی. نه څوکۍ لري او نه توشکه. څو بورسونه، د بوټونو رنګ او د ښوونځي بکس یې د کار ټول وسایل دي.
د ښوونځي بکس اوس د موچيګرۍ د وسایلو لپاره کاروي او دی وايي، چې د بوټونو له پاکولو هره ورځ له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو عاید لري.
د سړک همدا څنډه یې د کار ځای دی. سهار چې راشي، د دېوال تر څنګ کېني او لومړني کس ته انتظار باسي چې خپل بوټونه د پاکولو لپاره ده ته وسپاري. هغه هره ورځ د سهار له اتو بجو تر ماښامه همدلته کار کوي.
پلار یې لاس ګاډی لري، وچه ډوډۍ او زړې اوسپنې راټولوي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته پیسې پیدا کوي. زوی یې هم د ماشومتوب په عمر کې کار ته مخه کړې او خپله کوچنۍ برخه له سړکه کور ته وړي.
هغه دوه کاله مخکې د شپږم ټولګي تر بشپړولو وروسته، ښوونځی پرېښود، څو له خپل پلار سره مرسته وکړي. هغه خپل کره عمر نه پېژني او وايي، ښايي ۱۲ کلن وي.
یوه ورځ پېرېدونکي ډېر وي او بله ورځ لږ. ټولګی او زدهکړه دامهال د هغه په ورځني پروګرام کې ځای نهلري او ټوله ورځ یې په کار تېرېږي.
د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی، خو د کتاب او قلم لپاره نهدی. اوس د موچيګرۍ وسایل پهکې ږدي. ساده وسایل د هغه ماشوم تر څنګ چې لا هم د لوبو او ښوونځي عمر یې دی؛ خو په همدې وسایلو خپله ورځ په کار تېروي.
په خپلو کوچنیو لاسونو د خلکو بوټونه پاکوي او رنګوي، خو خپلې پښې یې له خاورو ډکې دي او زړې او بېرنګه څپلۍ یې په پښو دي؛ د هغه ماشومتوب د روزګار یو انځور چې له ژونده یې برخه کار شوی دی.
د ماشومانو نړۍ معمولاً په لوبو، ښوونځي او ساعتتېرۍ تېرېږي؛ خو د هغه د ژوند حقیقت توپیر لري. له دې ورځو د هغه برخه، د یوه دېوال تر څنګ کېناستل او د لارویانو د بوټونو پاکول دي.
د بوټونو رنګ یې پر ګوتو او د نوکانو لاندې لیدل کېږي. د هغه کوچني لاسونه، تر هرې بلې وسیلې ډېر، د هغو ساعتونو کیسه کوي چې په کار تېر شوي دي.
کار تل د پېرېدونکي د لرلو په معنا نهدی. کله ناکله باید هماغلته کېني او انتظار وباسي؛ که څوک ونه درېږي، پیسې هم نه پیدا کېږي.
کله چې مو د راتلونکي په اړه ترې وپوښتل، روښانه ځواب یې نه درلود؛ لاهم سم نه پوهېږي چې راتلونکی څه دی. هغه نړۍ چې دی یې پېژني، تر ډېره همدا ورځنی ژوند دی: کار، د پېرېدونکي پیدا کول او له هغو پیسو سره کور ته ستنېدل چې په هماغه ورځ یې ترلاسه کړې دي.
هغه د خلکو د بد چلند په اړه څه نه وايي، خو نه غواړي عکس یې خپور شي. وېرېږي چې د ترور او تره زامن یې هغه د موچيګرۍ پرمهال وویني او ځان سپک احساس کړي. له همدې امله یې نوم او څېره په دې راپور کې نه خپرېږي.
د دغه ماشوم ژوند په افغانستان کې د ماشومانو د کار د لوی انځور یوه برخه ده. د افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳کال د څو شاخصونو سروې چې یونېسف ترسره کړې، ښيي چې د افغانستان ۱۹.۳ سلنه له ۵ تر ۱۷ کلونو ماشومان په کار بوخت وو؛ دا شمېره په ښاري سیمو کې ۱۰.۱ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۲۲.۳ سلنه وه.
په کابل کې دې سروې د ماشومانو د کار کچه ۷.۴ سلنه ثبت کړې ده. دا شمېرې د «ماشومانو د کار» د مشخص تعریف او د عمر د ډلو لپاره د کار د بېلابېلو حدونو پر بنسټ محاسبه شوې دي.
د دېوال تر څنګ، د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی؛ خو خاوند یې ښوونځي ته نه ځي. د راتلونکي روښانه انځور نهلري؛ د هغه لپاره ژوند، دامهال هماغه څه دی چې هره ورځ یې ویني او تجربه کوي.