• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان له لارې د سوداګرۍ بندېدو، تورغونډۍ بندر کې د سوداګرۍ کچه لوړه کړې

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په یوه مهمه لار، د هرات د تورغونډۍ بندر کې چارواکي وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له محدودېدو وروسته د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

تورغونډۍ بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو دروازو څخه دی او له دې لارې افغانستان ته د ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو یو شمېر خوراکي او نور توکي واردېږي.

د بندر یو شمېر مسوولین وايي، په وروستیو کې د رېل پټلۍ له لارې د خوراکي توکو بارونه، چې پکې غنم، اوړه، جوار، غوړي، لوبیا او نور توکي شامل دي، تورغونډۍ ته رسېږي.

د تورغونډۍ بندر اجراییوي مدير مرتضی یوسفي وویل چې اوس مهال د رېل له لارې هره ورځ شاوخوا دوه یا درې قطاره بارونه دغه بندر ته راځي او د خوراکي توکو ترڅنګ نور سوداګریز توکي هم پکې شامل وي.

د نوموړي په وینا، له بهرنیو هېوادونو څخه هره ورځ شاوخوا ۵۰ تر ۷۰ او ځینې وخت تر ۱۰۰ پورې باروړونکي موټر هم راځي، چې یو شمېر یې په دغه بندر کې تخلیه او بیا بارېږي او ځینې نور یې له موټر څخه موټر ته انتقالېږي.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷۰۰ کسان په دغه بندر کې په مستقیم ډول د بارونو د تخلیې او بارولو له لارې عاید ترلاسه کوي او شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ نور کسان د بندر په رسمي او اجیر پرسونل کې شامل دي.

په دې توګه، شاوخوا ۹۰۰ کسان په مستقیم ډول د تورغونډۍ بندر له فعالیتونو څخه معاش یا عاید ترلاسه کوي.

د تورغونډۍ بندر کارکوونکي ټینګار کوي چې د سوداګرۍ د حجم له زیاتېدو سره د بارولو، تخلیې، ټرانسپورټ او نورو برخو د اسانتیاوو اړتیا هم زیاته شوې ده.

د چارو پوهان وایي، تورغونډۍ بندر د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د بازارونو پر لور یوه مهمه سوداګریزه دروازه بلل کېږي او د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتېدل کولای شي د افغانستان د وارداتو او صادراتو په مسیر کې د بدلون نښه وي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

•
•
•

نور خبرونه

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي محيي‌الدین مهدي له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، په هېواد کې هغه مهال ملي باور رامنځته کېدلای شي، چې د پښتنو مخور شخصیتونه د تېر تاریخ مسوولیتونه ومني او د هزاره‌ګانو په ګډون د هېواد له نورو قومونو بښنه وغواړي.

محیي‌الدین مهدي په دې مرکه کې وویل: «په افغانستان کې به هغه مهال ملي باور رامنځته شي چې د پښتنې ټولنې مخور نه یوازې له هزاره‌ګانو، بلکې له نورو قومونو څخه هم بښنه وغواړي».

له مسعود او مزاري څخه د تېرېدو غوښتنه

محیي‌الدین مهدي همدا راز له تاجکانو او هزاره‌ګانو غوښتي چې له دوو جهادي مشرانو عبدالعلي مزاري او احمدشاه مسعود پر سر له جنجالي بحثونو څخه تېر شي.

هغه ویلي، چې د ۱۳۷۰مې لمریزې لسیزې په شخړو کې پاتې کېدل د دواړو قومونو ترمنځ د اختلافونو د لا ژورېدو لامل کېږي.

مهدی په دې مرکه کې ویلي، چې له دغو دوو تاریخي څېرو څخه تېرېدل د هغوی سپکاوی یا بې‌احترامي نه‌ده. هغه په ورته وخت کې د مسعود او مزاري ترمنځ د هغو مسایلو پر نه بحث کولو ټینګار کړی، چې ده ورته «ذات‌البیني اختلاف» ویلی دی.

دغه څېړونکي ویلي، چې د مسعود او مزاري ترمنځ اختلاف ایدیولوژیک وو.

د نوموړي په خبره: «د دغو دوو څېرو اختلاف ایډیالوژیک وو. هم مسعود پر سیاسي اسلام سمبال وو او هم ښاغلی مزاري».

مهدي زیاته کړې: «ما په څرګندو ټکو ویلي، چې باید سیاسي اسلام یوې خواته کېښودل شي. د هغوی د مقابلې لامل همدا موضوع وه. که دا موضوع یوې خواته کېږدو، زموږ ستونزه حلېږي».

هغه همداراز د سیاسي اسلام له ادبیاتو څخه د واټن نیولو غوښتنه کړې او په ځانګړي ډول یې د «جهاد» د کلمې کارول یاد کړي دي. مهدي ویلي، هغه کسان چې نن د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، باید «مجاهدین» ونه‌بلل شي.

د افشار د پېښې د څېړلو غوښتنه

مهدي د کابل په لوېدیځ کې د افشار د پېښې په اړه هم د یوې حقیقت موندونکې ډلې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، په دې ډله کې باید د تاجکانو او هزاره‌ګانو استازي شامل وي او د څېړنې پایلې باید له خلکو سره شریکې شي.

مهدي په ورته وخت کې د کابل کورنۍ جګړې او د افشار پېښه د دواړو خواوو د «تېروتنو» پایله بللې ده.

نوموړی وایي: «هر کال د افشار د پېښې په درشل کې په ټولنیزو شبکو کې هغه مستعارې پتې، چې د دښمن په لاس کې دي، دغه نه رغېدلی زخم بیا پرانیزي، څو هغه جوړ نه شي او پر سرطان بدل شي».

د افشار پېښه د ۱۳۷۱ لمریز کال په ژمي کې د کابل ښار په لوېدیځ کې رامنځته شوه. د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ځواکونو او د احمد شاه مسعود په مشرۍ د جمعیت اسلامي ځواکونو تر منځ د جګړې پر مهال افشار د سختو نښتو پر ډګر بدل شو.

د دې پېښې په تړاو د ملکي وګړو د وژل کېدو، د خلکو د ورکېدو او د کورونو د ویجاړېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

د افشار د پېښې په اړه د ښکېلو لورو د مسوولیت او د مرګ‌ژوبلې د کچې په اړه روایتونه یو له بل سره توپیر لري.

سره له دې، افشار لا هم د افغانستان د کورنیو جګړو له تر ټولو لانجمنو او بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه

مهدي همدا راز په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې فدرالیزم د افغانستان د تجزیې په معنا نه‌دی. هغه د پاکستان د بېلېدو موضوع ته په اشارې ویلي، چې د هند له نیمې وچې څخه د پاکستان بېلېدل او د افغانستان فدرالي کېدل یو شان موضوعات نه‌دي.

مهدی ټینګار کړی، چې «دی د افغانستان د تجزیې دښمن دی».

د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ: په افغانستان کې «یو نیم میلیون» کسان پر سرطان اخته دي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ د دغې ناروغۍ پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره اعلان کړی، چې اوس مهال په هېواد کې لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان پر سرطان اخته دي. د دغه بنسټ د شمېرو له‌مخې، په افغانستان کې په کلني ډول د سرطان شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي.

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ د شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) اعلان وکړ، چې پر سرطان د اخته کسانو دا شمېر د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ رییس شفیق شینواري د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د ملي او نړیوالو اټکلونو له‌مخې په افغانستان کې په ښځو کې د تیو او رحم او په نارینه‌وو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطان، د سرطان تر ټولو عام ډولونه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د زړه له ناروغیو وروسته د سرطان ناروغۍ د ډېرو ژوند اخلي.

د سرطان ناروغیو د متخصصینو له ډلې ډاکټر رحیم ګل دروېش د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته وویل، چې د سګرټو او نسوارو کارول، د روغتیایي اصولو نه مراعاتول او ناسم غذایي رژیم په افغانستان کې پر سرطان د اخته کېدو د زیاتوالي مهم عوامل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، چې دمګړۍ په هېواد کې د سرطان د درملنې لسګونه مرکزونه فعال دي او زیاته یې کړه، چې د دوی روغتیایي نظام د سرطان د درملنې د تجهیزاتو او اسانتیاوو په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه متخصص ډاکټران له افغانستان څخه لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شوي دي. له دې سره سم، د طبي تجهیزاتو او امکاناتو کمښت د افغانستان روغتیایي نظام له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

پر سرطان ناروغیو اخته کسان به پخوا د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د بندېدو او د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د محدودیتونو له امله په یاد هېواد کې د درملنې خدماتو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن شوی دی.

ډاکټران وايي، چې د سرطان درملنه دوامداره پاملرنې او د متخصص ډاکټر منظمې څارنې ته اړتیا لري. له دې سره سره، د افغانستان دننه د درملنې د امکاناتو کمښت د ډېری ناروغانو د درملنې بهیر ګډوډ کړی او د هغوی د مړینې خطر یې زیات کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریز بهیر له نږدې یوه کال راهیسې په ټپه درېدلی او په افغانستان کې پر سرطان اخته ناروغان د اړتیا وړ درملو له شدید کمښت څخه شکایت کوي.

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) د هغو پټو اسنادو له‌مخې چې تازه خپاره شوي، د طالبانو پخواني مشر ملا عمر د ۱۳۷۹ لمریز کال وري میاشت کې یو طالب قومندان او د هغه یو شمېر مرستیالان د دې لپاره اعدام کړي وو چې افغانستان کې اسامه بن‌لادن ته له پناه ورکولو سره مخالف وو.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه د مخکنیو میاشتو او کلونو اړوند ۷۱ استخباراتي راپورونه له پټ حالت څخه واېستل او په عامه توګه یې خپاره کړل.

له دغو راپورونو څخه په یوه کې ویل شوي، چې د طالبانو د هغه وخت مشر ملا عمر، سره له دې چې د هغه یو شمېر ټیټ رتبه کسانو پرې فشار راوړ چې اسامه بن لادن مهار کړي، خو هغه بیا هم په افغانستان کې د القاعدې د مشر د پاتې کېدو په کلکه ملاتړ کاوه.

په سند کې د بن لادن د پناه ورکولو لپاره د طالبانو د هڅو لاملونه هم بیان شوي او په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې د هغه د مخ پر زیاتېدونکي رول یادونه هم شوې ده.

د ۱۳۷۸ لمریز کال په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي، چې اسامه بن لادن د هغو ۵۷ نشه‌يي توکو جوړولو لابراتوارونو په فعالیتونو کې د پام وړ پانګونه کړې وه، چې د ملا عمر له ډلې سره یې تړاو درلود. په راپور کې راغلي، چې هغه د لا ډېر روږدي کوونکو نشه‌يي توکو د تولید لپاره متخصصین هم ګومارلي وو، چې ښايي اېکسټېسي یا مېتامفېټامین یې تولیدول.

د دغه راپور په بله برخه کې، چې ځینې برخې یې حذف شوې دي راغلي، په افغانستان کې د توندلارو ترمنځ د یوه احتمالي ستر برید په اړه په پراخه کچه خبرې کېدې. داسې اټکل هم شوی وو، چې ښايي اسامه بن لادن د طالبانو له مشرانو سره په کندهار کې د خپلو فعالیتونو پر سر د شخړې د مخنیوي لپاره کابل ته لېږدول شوی وي.

په سند کې ویل شوي، چې بن لادن او ملا عمر د ۱۳۸۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د «بن لادن له ټینګار سره د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو» پر سر اختلاف کړی وو.

اسامه بن لادن ملا عمر ته ویلي وو، دی د داسې عملیاتو پر چمتو کولو بوخت دی، چې «امریکا ته به ډېر دروند زیان ورسوي». په راپور کې ویل شوي، چې په کندهار کې یوه عرب اوسېدونکي ویلي وو، چې دغه بریدونه د دوو کلونو د پلان جوړونې پایله وه او «د غوسې پیل» دی.

د سند په حذف شوې برخه کې دا احتمال هم مطرح شوی چې د امریکا د کانګرس ودانۍ او سپینه ماڼۍ ښايي د دغو عملیاتو له هدفونو څخه وې.

د سي‌ای‌اې په اسنادو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ انځور

په دغه سند کې د ۱۳۷۷ لمریز کال د تلې میاشتې پر مهال د طالبانو د حکومت د وضعیت او له ننګونو سره د هغوی د مخامخ کېدو یو انځور هم وړاندې شوی دی.

د سي‌ای‌اې د ارزونې له مخې، طالبانو په هغه وخت کې د افغانستان د ادارې لپاره کومه منظمه طرحه نه‌لرله. د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د افغانستان بانک د بېرته فعالولو لپاره د دې ډلې محدودې هڅې هم د کمزورې ادارې او د اقتصادي پلان جوړونې د نشتوالي له امله له جدي خنډونو سره مخ وې.

په دې ارزونه کې راغلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ انحصاري چلند د یوه اېتلافي حکومت د جوړېدو امکان کم کړی وو.

طالبانو له ډیپلوماټیکو فشارونو سره سره، لا هم د یوې سیاسي حل‌لارې له منلو سره مخالفت کاوه. د دغه سند پر بنسټ، تر هغه وخته یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی وو. سي‌ای‌اې د طالبانو سخت دریځه سیاستونه د لا ډېرو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼلي وو.

د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د سي‌ای‌اې ارزونه ښيي، چې دغه ډله له بېلابېلو ایډیالوژیکو ډلو جوړه شوې وه؛ له سخت دریځو او کلکو مفکورو لرونکو کسانو نیولې تر هغو کسانو پورې چې د عمل او نرمښت پلوي وو.

ملا عمر ته نږدې توندلارو طالبانو نړیواله پېژندنه چندانې مهمه نه ګڼله.

په مقابل کې، منځلارو څېرو هڅه کوله چې په سیاسي چلند کې نړیوال اصول مراعات کړي او د کورنیو سیاستونو په برخه کې یې د لا ډېر نرمښت ملاتړ کاوه.

خو په سند کې ویل شوي، چې تر هغه وخته د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافونو د دې ډلې پر یووالي او د پرېکړو پر بهیر د پام وړ اغېز نه‌درلود.

په سند کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واک له ټینګېدو سره دا امکان مخ پر زیاتېدو وو، چې دغه سیاسي اختلافات په کورنیو ډلبندیو واوړي.

د سند په بله برخه کې هغو راپورونو ته هم اشاره شوې، چې د طالبانو په اصلي مرکز کندهار کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د ځینو محدودیتونو د کمېدو په اړه خپاره شوي وو.

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایکل والټز د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د خپلې پوځي دندې د یوې خاطرې په بیانولو سره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه جمعه(د وږي۲۰مه) د «ترهګریزو فعالیتونو له امله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونو» تر سرلیک او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.

والټز د خپلې وینا په یوه برخه کې د متیو پوسینو په نوم د یوه پخواني امریکايي سرتېري یادونه وکړه. هغه سرتېری د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا پوځ کې شامل شوی و او وروسته یې په افغانستان کې د والټز تر قومندې لاندې د «شنه خولۍ» ځانګړو ځواکونو د سرتېري په توګه دنده ترسره کړې وه.

د امریکا استازي وویل، په افغانستان کې وسله‌والو د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو کارول پیل کړي وو، څو د سیګنالونو د کشف له وسایلو څخه ځانونه پټ کړي. د هغه په وینا، متیو به تل په خپله خوښه غوښتل چې د زغره‌والو موټرو د کاروان په مخ کې پر موټرسایکل حرکت وکړي، څو دغه ګواښونه کشف کړي.

والټز وویل، کله چې متیو ته د خپلې دندې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شو، هغه په ځواب کې ویلي وو چې غوره ګڼي خپله قرباني شي، خو دا نه غواړي چې په زغره‌وال موټر کې یې څلور یا پنځه ملګري سرتېري ووژل شي.

د امریکا استازي زیاته کړه چې متیو په پای کې یوه شپه د یو نا لیدلي ماین د چاودنې له امله په افغانستان کې ووژل شو. د والټز په وینا، هغه ونه توانېد چې دغه سرتېری ژوندی بېرته خپل کور ته ولېږدوي.

والټز وویل، د دغه سرتېري نوم تل له ځان سره د یادګار په توګه ساتي او د هغه درناوی یې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د وژل شویو ۲۹۷۷ کسانو د یادونې یوه برخه وبلله. په دغو بریدونو کې د نړۍ د څه باندې ۹۰ هېوادونو وګړي وژل شوي وو.

هغه یادونه وکړه چې د کلونو په اوږدو کې ترهګریزو بریدونو ګڼ هېوادونه، لکه فرانسه، بریتانیا، روسیه، پاکستان او چین، له ګډ درد سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو او نورو متحدینو ترڅنګ، اوږه په اوږه د افراطیت پر وړاندې جګړه کړې ده.

د امریکا استازي د خپلې وینا په پای کې خبرداری ورکړ چې ترهګري بڼه بدلوي او افراطي ډلې له نوې ټکنالوژۍ، لکه بې‌پیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او کوډ شوو اړیکو څخه ګټه اخلي.

هغه د امنیت شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو د مالي سرچینو د له منځه وړلو، د خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو او د بریدونو د طرحه کوونکو د تعقیب له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي، څو دغه ګواښ په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

مایکل والټز خپله د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو «شنې خولۍ» پخوانی افسر دی. هغه په افغانستان کې څو پوځي ماموریتونه ترسره کړي او څه باندې ۲۵ کاله یې د امریکا پوځ ته خدمت کړی دی.

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
100%

د سکای نیوز په یوه ځانګړي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د روغتیا، زده‌کړو، بشري مرستو او اقتصادي ستونزو له پراخ ناورین سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو دروند بار ښځې او ماشومان وړي.

راپور د نورستان له یوې مور څخه پیل کوي چې وايي د زېږون پر مهال یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

د راپور له مخې، افغانستان لا هم د میندو او ماشومانو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

راپور لیکلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي خدماتو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. ښځې نه شي کولی تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي، له ډېرو دندو محرومې دي او په ګڼو مواردو کې د کور پرېښودو او ډاکټر ته د تګ لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري.

د وردګو ولایت یوه ښځینه ډاکټرې روشنک وردک سکای نیوز ته ویلي، که د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو په برخه کې له سخت کمښت سره مخ شي.

هغې خبرداری ورکړی: «ژر به داسې وخت راشي چې په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نه وي او دا وضعیت به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.»

راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې ځینې وخت پر یوه بستر څو ماشومان پراته وي او ډاکټران د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د روغتون یو ډاکټر ویلي، ځینې ورځې تر شپږو ماشومانو پورې مري او د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده.

راپور کې د ښځینه سوداګرو وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ځینې ښځې د خپلو کورونو دننه کوچني کاروبارونه چلوي.

په راپور کې د تهمینې په نوم د یوې ښځې خبره را اخیستل شوې چې پخوا وکیله وه، خو اوس د جامو د ګنډلو کاروبار پر مخ وړي.

بلخوا، د نوبل سولې جایزې نومانده محبوبه سراج ویلي، د ښځو حقونه تر سخت فشار لاندې دي او د طالبانو دا ادعا ردوي چې ګواکې د ښځو درناوی کوي.

هغه وايي: «که د نجونو له زده‌کړو منع کول او د ښځو له کار کولو مخنیوی درناوی وي، موږ داسې درناوي ته اړتیا نه لرو.»

راپور د نورستان وروستیو سېلابونو ته هم اشاره کوي او وايي چې نړیوالې ټولنې دغو پېښو ته کمه پاملرنه کړې ده.

د شمسول په نوم یوې اته کلنې نجلۍ، چې پلار یې په سېلابونو کې مړ شوی، وايي چې غواړي ډاکټره شي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ له مخې یوازې د څو کلونو لپاره د زده‌کړو فرصت لري.

راپور وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د جګړې نښې لیدل کېږي.

په هلمند کې د سره صلیب د فزیکي بیا رغونې مرکز هره اوونۍ شاوخوا ۹۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي. د دغو ناروغانو په منځ کې هغه ماشومان هم شته چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله یې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.

راپور لیکلي چې د افغانستان جګړې لسګونه زره ملکي افغانان ووژل او میلیونونه نور یې اغېزمن کړل، خو د جګړې له پای وروسته هم ډېری افغانان د بې‌وزلۍ، روغتیايي ستونزو، طبیعي پېښو او ټولنیزو محدودیتونو له پایلو سره مخ دي.

راپور وايي، که څه هم طالبان د امنیت د ښه کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا خبره کوي، خو ډېری افغانان لا هم د بقا، زده‌کړو، روغتیا او عادي ژوند د فرصتونو لپاره مبارزه کوي.