طالبانو له ډیپلوماټیکو فشارونو سره سره، لا هم د یوې سیاسي حللارې له منلو سره مخالفت کاوه. د دغه سند پر بنسټ، تر هغه وخته یوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی وو. سيایاې د طالبانو سخت دریځه سیاستونه د لا ډېرو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼلي وو.
د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د سيایاې ارزونه ښيي، چې دغه ډله له بېلابېلو ایډیالوژیکو ډلو جوړه شوې وه؛ له سخت دریځو او کلکو مفکورو لرونکو کسانو نیولې تر هغو کسانو پورې چې د عمل او نرمښت پلوي وو.
ملا عمر ته نږدې توندلارو طالبانو نړیواله پېژندنه چندانې مهمه نه ګڼله.
په مقابل کې، منځلارو څېرو هڅه کوله چې په سیاسي چلند کې نړیوال اصول مراعات کړي او د کورنیو سیاستونو په برخه کې یې د لا ډېر نرمښت ملاتړ کاوه.
خو په سند کې ویل شوي، چې تر هغه وخته د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافونو د دې ډلې پر یووالي او د پرېکړو پر بهیر د پام وړ اغېز نهدرلود.
په سند کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واک له ټینګېدو سره دا امکان مخ پر زیاتېدو وو، چې دغه سیاسي اختلافات په کورنیو ډلبندیو واوړي.
د سند په بله برخه کې هغو راپورونو ته هم اشاره شوې، چې د طالبانو په اصلي مرکز کندهار کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو د ځینو محدودیتونو د کمېدو په اړه خپاره شوي وو.