سياېای د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، د دغې ادارې کارکوونکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې هر کال د سپټمبر په ۱۱مه د سهار په ۸:۴۶ بجو، چې لومړۍ الوتکه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره ولګېده، د یوې دقیقې چوپتیا مراسم ترسره کوي.
د سياېای په وینا، دغه مراسم یوازې د هغو بېګناه کسانو د درناوي لپاره نه دي چې په بریدونو کې ووژل شول، بلکې د هغو کسانو یاد هم پکې کېږي چې وروسته د نړۍ په کچه د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو په هڅو کې وژل شوي دي، چې د ادارې د کارکوونکو، ملګرو او د هغوی د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.
د بریدونو یادونه په موزیم کې
سي اې ای ویلي، د دغې ادارې په موزیم کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو او د دغو بریدونو پر وړاندې د ادارې د غبرګون اړوند یو ځانګړی نندارتون جوړ شوی چې پکې د پېښې له ځایونو څخه پاتې شوي تاریخي توکي او د ادارې د کارکوونکو شخصي کیسې نندارې ته وړاندې کېږي.
په دغو توکو کې د نړیوال سوداګریز مرکز له کنډوالو څخه راایستل شوی امریکايي بیرغ، د پنټاګون د ودانۍ د کانکریټ یوه ټوټه، د الوتنې ۹۳ له کنډوالو څخه ترلاسه شوې د جم بکس او د سپټمبر ۱۱مې پر مهال د سياېاې د امنیتي ځواکونو د خدمت نښان شامل دي.
اداره وايي، له نندارې سره د خپرو شویو شخصي کیسو له ډلې یوه د داسې یوه کارکوونکي ده چې مور یې د بریدونو پر ورځ په نړیوال سوداګریز مرکز کې کار کاوه. نوموړي ویلي چې د مور له ژوندي پاتې کېدو سره سره، کورنۍ یې دوه خپلوان له لاسه ورکړل او هماغه پېښه د دې لامل شوه چې وروسته د سياېاې له ترهګرۍ ضد برخې سره یوځای شي.
د سياېای یوه بل کارکوونکي، چې د برید پر مهال په منهاټن کې د حقوقو محصل و، د هغې ورځې د ویجاړیو په اړه ویلي چې «هغه ورځ موږ د تل لپاره بدل کړو، خو موږ پرېنښودل چې زموږ راتلونکی هم وټاکي.»
له ۹/۱۱څخه تر بنلادن او الظواهري پورې
د سياېای په نندارتون کې د پاکستان په ایبټاباد کې د هغه ودانۍ نمونه هم شامله ده چې د اسامه بنلادن د موندلو او پر هغه د ۲۰۱۱ کال د عملیاتو په پلانولو کې کارول شوې وه.
د ادارې یوه کارکوونکي ویلي، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو یوه اونۍ مخکې یې له خپل پنځه کلن زوی سره د نیویارک له امپایر سټېټ ودانۍ څخه د ښار منظره لیدلې وه، خو له بریدونو وروسته یې خپل زوی ته ویلي وو چې د هغو کسانو د موندلو لپاره به کار وکړي چې دوه برجونه یې راوغورځول.
سياېای همداراز د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د خوندي کور نمونه هم نندارې ته وړاندې کړې ده. اداره وايي، د ۲۰۲۲ کال د امریکا د دقیق هوايي عملیاتو تر مخه د الظواهري د موقعیت د روښانه کولو لپاره یې له ملي جغرافیایي استخباراتي ادارې سره یوځای دغه نمونه جوړه کړې وه.
د سياېای په وینا، د سپټمبر ۱۱مې پېښې د ادارې د ګڼو کارکوونکو پر شخصي ژوند او مسلکي لارو هم ژور اغېز کړی او د هغوی له ډلې یو شمېر کسان وايي، همدغه بریدونه یې د استخباراتي او ترهګرۍ ضد خدمتونو د غوره کولو لامل شوي دي.
سياېای ټینګار کړی چې د سپټمبر ۱۱مې یاد د امریکا د خلکو لپاره د یوه بدل شوي تاریخي پړاو نښه ده او د دغې ادارې لپاره د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د ساتنې «جدي او نه بدلېدونکي ماموریت» یادونه کوي.