امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي.
د دې راپور لهمخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بېساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه پوره کول دي. د روان کال تر يادې نېټې پورې له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه په ټوليزه توګه څه باندې ۱،۱۸ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
له بارانه تېښته، تر ناوې لاندې شپه
د هرات د اسلامکلا په سرحدي بندر کې يوه طالب چارواکي ويلي، اوسمهال هره ورځ له ۲۰ تر ۴۰ افغان کورنۍ (چې ښځې او نجونې هم پهکې شاملې دي) د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.
د میډیا لاين په راپور کې راغلي، په ايران کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوي او د خوراکي توکو انفلاسيون ۱۳۰ سلنې ته نږدې شوی، چې دې کار د افغان کارګرانو ژوند زښت سخت کړی دی. د کډوالۍ د نړيوال سازمان سروې ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو افغانانو منځنی عاید د پخوا پرتله درېيمه برخه کم شوی او يوازې ۲۹ سلنه راستانه شوي کډوال یو څه سپما لري.
په کابل کې مېشت خبريال علي لطيفي میډیا لاين ته ويلي، دا پرېکړه يوازې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې نهده، بلکې په ایران کې پر استوګنيزو ودانيو بریدونه، د امنیت نشتوالی او د فابريکو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې افغان کورنۍ بېرته ستنېدو ته اړ باسي.
د کارګرانو زیاتوالی او د کار نشتوالی
دا نوي ارقام د راستنېدو د هغې لویې لړۍ دوام دی، چې تر دې وړاندې پیل شوې وه. ملګرو ملتونو د تېرې مې مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې نږدې ۵،۹ ميليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په دوو کلونو کې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو بنسټونو اټکل کړی، چې د روان کال د اپرېل او ډسمبر مياشتو ترمنځ به ۲،۷ ميليونه نور افغانان هم له دغو دوو هېوادونو بېرته راستانه شي.
علي لطيفي زیاتوي، د هرات په چوکونو کې د ورځنيو کارګرانو شاوخوا نیمایي برخه هغه کسان دي، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستانه شوي. دغه کسان په ودانیزو چارو، ترکارۍ او فابريکو برخو کې کاري تجربې لري، خو په افغانستان کې ورته په دې برخو کې فرصتونه محدود دي.
ښځې بیا هم تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې
د «سامويل هال» څېړنيز مرکز مشر څېړونکی سټيفاني بېراټ خبرداری ورکوي، چې د «داوطلبانه» کلمې په کارولو کې باید احتیاط وشي، ځکه د کور کرايې نشتوالی، د معاشونو نهورکړه او د ډېپورټ وېره ايرانمېشتي افغان کډوال مجبوروي چې بېرته ستانه شي.
د میډیا لاين په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې لپاره د دغه مرکز نوې څېړنه یادېږي. دا څېړنه ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو ۵۸۲ ښځو له ډلې، ۷۷ سلنه هغو چې په ايران کې یې کار کاوه، په افغانستان کې بېکاره دي او يوازې ۱۷ سلنه یې پر کارونو بوختې دي. د دې ترڅنګ، د هغو کورنيو ۴۷ سلنه چې له ايران څخه یې د پيسو لېږل (حوالې) بندې شوې، هېڅ بديل عايد نهلري او ۹۷ سلنه یې تر پورونو لاندې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې، چې ۹۲ سلنه راستنې شوې کورنۍ په مياشت کې تر ۱۴۷ ډالرو کم عايد لري او ۹۰ سلنه کسانو ويلي، چې له راستنېدو وروسته یې پورونه نور هم زیات شوي دي.
د جګړې شالید او اقتصادي پرځېدنه
د دغو اقتصادي او ټولنيزو فشارونو رېښه په ايران کې له روانې جګړې او بېساري انفلاسیون سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امريکا او اسراییل په ګډو هوایي بریدونو کې د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت او د بهرنيو ځواکونو ترمنځ مستقیم پوځي ټکر پیل شو چې په ايران کې یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړ.
د ايران د احصايې مرکز د روان کال په چنګاښ مياشت کې کلنی انفلاسیون ۶۶ سلنه او د ګام پرګام انفلاسیون کچه ۸۷،۹ سلنه اعلان کړه. دا اقتصادي بحران، د تېلو د ونډې کمښت او د ډالر د بيې بېسارې لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال د امنیت او روزګار په لټه کې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستانه شي.