طالبانو د هرات په غوریان کې د دوو ماشومانو د وژنې عامل نیولی دی

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود حسيني وايي، د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو د وژنې عامل له ۴۸ ساعتونو وروسته پېژندل شوی او نیول شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مسعود حسيني وايي، د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو د وژنې عامل له ۴۸ ساعتونو وروسته پېژندل شوی او نیول شوی دی.
حسیني افغانستان انټرنشنل ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې طالب پولیسو پېښه تعقیب کړې او د وژنې عامل یې نیولی دی. هغه د یادې وژنې انګېزه «شخصي دښمني» بللې؛ خو زیاته کړې یې ده چې «په هر ډول شخړه او دښمنۍ کې باید د ماشومانو وژنه شامل نهوي».
د حسیني په وینا، دغه دوه ماشومان د خپلې ترور د زوی لهخوا له کوره بهر اېستل شوي او د غوریان دښتې په سیمه کې وژل شوي دي. ځايي سرچینو وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د خالد او ادریس په نوم دوه ماشومان چې سره وروڼه وو له څو ورځې لادرکۍ وروسته د غوریان دښتې په سیمه کې موندل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه دوه ماشومان د خپلې کورنۍ د یوه غړي د فاتحې او ویر مراسمو پرمهال ورک شوي وو. د دوی یو نږدې خپلوان چې د ماشومانو له ورکېدو وروسته یې د ماشومانو د پېژندپاڼو په لټون او وېش کې له کورنۍ سره همکاري کوله هم د طالبانو لهخوا نیول شوی دی.
حسیني د ماشومانو د وژنې څرنګوالي او د پېښې د کره وخت په اړه نور جزییات نهدي ورکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بېپيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.
پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکسپانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې.
د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بېپيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او لهمنځه وړل شوې دي.
طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بېپیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.
عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».
نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو لهخوا وي او یا پهخپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».
هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نهدی اوښتی.
خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د طالبانو د مخالفو وسلهوالو جهبو د بریدونو له پراخېدو وروسته د بلخ په مرکز کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي. د بلخ لپاره طالب مسوولینو د دغو نویو حوزو د جوړېدو لامل بیا د «ولس امنیت ته لا ښه توجه کول او تامینول» بللي دي.
د بلخ لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بلخ په مرکز مزارشریف کې دغه ۳ نوې امنیتي حوزې د ملاهبتالله د «شفقت او مهربانۍ» لهمخې جوړېږي.
په خبرپاڼه کې د دغو نویو حوزو د جوړېدو لامل د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د ولس امنیت ته لا ښه توجه کول او تأمینول، ولس ته پر وخت د خدماتو رسول بلل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په یادو حوزو کي د ناحیو امریتونه او د استخباراتو مُدیریتونه هم شامل دي اضافه او منظوري شوې دي».
د بلخ په مرکز کې تر دې مخکې ۱۲ امنیتي حوزې وې او اوس له دې درېیو نورو حوزو سره په مزارشریف ښار کې د امنیتي حوزو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
د بلخ لپاره د طالب مسوولینو دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړو سربېره انفرادي او چریکي بریدونه پراخ شوي دي. د طالبانو پر ضد وسلهوالو مخالفو جبهو په تېرو څو اونیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې په ګڼو چریکي بریدونو کې د یو شمېر طالبانو د وژلو ادعا کړې او د دغو بریدونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د وسلهوالو جبهو له فعالیتونو انکار کوي، خو همدا ۵ ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو وسلهوالو مخالفو ډلو د مې له لومړۍ نېټې د جولای تر وروستۍ نېټې پورې په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسوولیت منلی دی. ملګرو ملتونو ویلي، له دغو بریدونو څخه یې ۵۵ پېښې تایید کړې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې، د افغانستان ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه، شنه قطعه، میهن سپاهي جبهه، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه، د جمهوریت جبهه، د افغانستان متحده جبهه، د اندراب مقاومت جبهه، د ازادۍ او عدالت غورځنګ، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ جبهه، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ غورځنګ او د ملي بسیج جبهه د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو په توګه یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په تازه راپور کې چې د امنیت شورا ته وړاندې شوی ویلي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲زره او ۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د دغه پېښو شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه زیات شوی دی.
د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ویډیويي پیغام له خپرېدو وروسته د القاعدې شبکې مشرتابه او طالبان له یوې نوې ازموینې سره مخ دي. ددې ازموینې پایله ښايي، د القاعدې د نوي مشر ناببره اعلان وي.
په طالبانو کې ځینې کسان د حمزه بن لادن د ثبت شوې ویډیو په خپرېدو کې ایران ښکیل ګڼي او ویل کیږي له تهران نه په دې چاره «ناراضه» دي. هغوی په دې باور دي، چې تهران غواړي کابل په یوه دوه لار کې واقع کړي.
طالبان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ په روانو شخړو کې بې پرې دریځ وساتي، خو تهران به په دې ترینګلو شرایطو کې د اوږده وخت لپاره د طالبانو پرمخ خپلې دروازې«بې امتیازه» پرانېستې ونه ساتي.
طالبان اندېښمن دي، چې که سیف العدل په رسمي ډول د القاعدې د مشر په توګه اعلان شي، په افغانستان کې د نوموړي د حضور په تړاو پخوانيو رپوټونو ته په پام، کابل له سیمهییز او نړیوال فشار سره مخ کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې په وروستیو رپوټونو کې سیف العدل د القاعدې د «عملي یا بالفعل مشر» په توګه یاد شوی، خو دې شبکې د نوموړي مشري په رسمي ډول نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو په ارزونو کې په ایران کې د سیف العدل احتمالي حضور د دغه ځنډ یو لامل بلل شوی، خو په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نوموړی «د افغانستان او ایران ترمنځ تګ او راتګ کوي».
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی.
د القاعدې د مشر رسمي اعلان دا پوښتنه راپورته کوي، چې نوموړی چیرې دی او د فعالیت جغرافیا یې کومه ده. همدا د طالبانو لپاره په یوه نوي سرخوږ بدلېدای شي.
ایران، القاعده او طالبان
د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته.
ایران له ۲۰۰۳ کال وروسته د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران په خپل قلمرو کې ساتلي او په ځینو وختونو کې یې له دوی سره د تعامل او پر دوی د بندیزونو ګډ سیاست خپل کړی دی.
سیف العدل پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته ایران ته لاړ او وروسته د القاعدې نور غړي هم د ایراني استخباراتو تر کورني بند او څار لاندې راغلل. سپاه پاسداران د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې سیف العدل او د القاعدې یو شمېر نور مشران د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې خوشي کړل. نیاکی د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ایران کونسل و، چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې ددې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.
ایران په رسمي ډول په خپله خاوره کې د القاعدې د مشرانو د حضور رپوټونه ردوي. په ۲۰۲۵ کال کې تهران په یوه رسمي لیک کې د ملګرو ملتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګني سیفالعدل او د القاعدې نور غړي په ایران کې دي.
د طالبانو او ایران اړیکې هم په تېرو دریو لسیزو کې له مختلفو پړاوونو تېرې شوې دي.
په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې نازک پړاو ته ورسېدې او په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایراني ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته دواړې خواوې د جګړې تر پولې ورسېدې، خو پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په همکارۍ بدلې شوې.
د هبت الله په شاوخوا کې د طالبانو د یو شمېر جګپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د ایران له ځواکمنو ادارو سره نږدې اړیکې پالي. د ځینو طالبانو له نظره، دغه اړیکې د مصلحتي سیاست برخه دي. د دغه مصلحتي سیاست ارزښت له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لا ډېر شوی برېښي.
ایران خپلې پولې له طالبانو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پرمخ پرانېستې دي او د افغانستان د بازار یوه برخه په دې وروستیو کې ډېره په ایراني وارداتو متکي شوې. له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پر تهران د طالبانو اتکا له اټکل ډېره شوې ده.
خو څومره، چې له امریکا سره په جګړه کې د ایران ګوته خوږ ده، همدومره د طالبانو او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا تهران ته دا فرصت ور کوي، چې طالبان له خوږ ګوتې ونیسي. اوس که تهران په سیمه کې د وضعیت له بدلېدو سره هممهاله، له طالبانو ځینې امتیازونه غواړي، کابل یې ښايي د ردولو لپاره کم انتخابونه ولري.
ایا تهران د فشار بل ډګر ګوري؟
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګست د اوومې نېټې دفاعي تړون تهران په سیمه کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ کړی.
سره له دې، چې دغو هېوادونو خپل تړون د چا خلاف نه دی ګڼلی، خو دغه تړون پر خلیجي هېوادونو د ایران له پرله پسې بریدونو او پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره هممهاله دی.
د پاکستان بلوچستان، د ایران سیستان او بلوچستان او د افغانستان سوېللویدیزې سیمې په یوه ګډه سرحدي جغرافیا کې واقع دي. دلته وسلهوالې ډلې، قاچاق، کډوالي او ترهګري د درېواړو هېوادونو ګډې امنیتي اندېښنې دي.
له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د امنیتي او دفاعي اړیکو پراخېدل ایران دې ته هڅولی شي، چې د خپل ختیځ سرحد او بلوچستان امنیتي وضعیت بیا و ارزوي. د ایران احتمالي تګلاره ممکن د پاکستان پر داخلي امنیتي چاپېریال د غیرمستقیمو فشارونو ډېرول واوسي. د سوریې او یمن تجربو ته په پام، د دغو فشارونو عوامل شیعه او سني وسله والې ډلې کېدای شي. په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي ستونزو ډېرېدل د اسلاماباد بهرني امنیتي لومړیتوبونه او د درې اړخیز دفاعي تړون پلي کول اغیزمنولی شي.
پاکستان په دې وروستیو کې له ایران نه ګڼ پخواني افغان سرتېري جلب و جذب کړل او په بلوچستان او چترال کې یې ځای پرځای کړل. پر افغان طالبانو د فشار او نورو اهدافو تر څنګ، ددې یو هدف دا هم ګڼل کیږي، چې د فاطمیون او زینبیون په څېر د سپاه پاسداران تر ملاتړي چتر لاندې رانه شي.
د دوو باخبره سرچینو په وینا، د القاعدې د نوي مشر اعلانول ښايي د ایران د هڅو برخه وي.
په ورته وخت کې هغوی د طالبانو پر مشرتابه د نفوذ له لارې په دې لټه کې دي، چې ټي ټي پي خپلو بومي سیمو ته وګرځي، ځکه وزیرستان او قبایلي سیمو ته د ټي ټي پي له انتقال پرته، په سیمه کې د القاعدې او د هغې د محلي متحدانو لپاره وړ جګړه ییز چاپیریال ستونزمن دی. د هبت الله په کړۍ کې ځینې کسان ښايي د ټي ټي پي محدودول له پاکستان سره د اړیکو رغونې او په کوردننه د ځینو سیالو طالبمشرانو د منزوي کولولپاره ګټور وګڼي.
د القاعدې لپاره دا دوه احتمالي ګټې لرلی شي. یو به په افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو او مجبوریتونو ځان وژغوري او بل پلو به په پاکستان کې د جګړې له پراخېدو نه د خپلو څانګو په فعالولو او د محلي متحدانو په پیاوړتیا کې کار واخلي.
طالبانو په برلین کې هغو افغانانو ته د پاسپورټونو او نورو کونسلي خدماتو بهیر درولی چې په جرمني کې نه اوسي. پخوانی دیپلومات حمید کبیري وايي، طالبان له دې لارې پر افغانانو او اروپايي حکومتونو فشار راوړي چې د دوی استول شوي ډیپلوماتان ومني.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي څو د دوی استول شوي دیپلوماتان ومني. د جرمني د اېن ډي ار تلویزیون د څېړنو له مخې، طالبان د فشار لپاره کونسلي خدمتونه، په ځانګړي ډول د پاسپورټونو د صادرولو موضوع کاروي.
په برلین کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو په واک کې دی، هره ورځ لسګونه افغان مراجعین لري چې د پاسپورټونو، د میراث اسنادو، زېږون سندونو او نورو کونسلي خدماتو لپاره ورځي، خو د اېن ډي ارد راپور له مخې، څو اونۍ مخکې د جرمني له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورتلونکو افغانانو لپاره دغه خدمات درول شوي دي.
د راپور له مخې، کابل سفارت ته لارښوونه کړې، چې له جرمني بهر اروپامیشتو افغانانو ته دې نور په برلین کې اسناد نه ور کوي.
د افغانستان پخواني دیپلومات او د طالبانو مخالف حمید کبیري اېن ډي ار ته ویلي چې طالبان له دې لارې پر افغانانو فشار راوړي او همداراز غواړي پر اروپايي حکومتونو فشار واچوي چې د طالبانو دیپلوماتان ومني.
داېن ډي ارد راپور له مخې، د طالبانو هدف دا دی چې د جرمني په څېر په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې ډلې استول شوي ډیپلوماتان ومنل شي.
په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د هغو دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې ټاکل شوي وو. دغه ډیپلوماتان د طالبانو مخالف دي.
په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیفالله سالارزي ویلي چې پاسپورټونه او کونسلي اسناد د افغانانو لپاره ضروري دي او دغو خدمتونو ته د لاسرسي محدودول به په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې لا زیاتې کړي.
طالبانو تېر کال جرمني ته دوه دیپلوماتان واستول. د طالبانو استازو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې جنرال کونسلګري کې پام وړ واکونه ترلاسه کړل.
د این ډي ار د راپور له مخې، د طالبانو د استازو د منلو په اړه د جرمني تجربه اوس نورو اروپايي هېوادونو ته هم څرګنده ده.
داېن ډي ار په وینا، طالبانو د روان کال په جون کې په بروکسل کې له اروپايي هېوادونو سره په خبرو کې هم د کونسلي برخې د کارکوونکو د منلو موضوع مطرح کړې وه. په دغو خبرو کې د افغانانو د بېرته ستنولو او افغانستان ته د اخراج بهیر د چټکتیا په اړه بحث شوی و.
د طالبانو غوښتنه دا وه چې هر هغه اروپايي هېواد چې غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له کابل سره هوکړه وکړي، باید د طالبانو یو یا څو کونسلي کارکوونکي هم ومني.
د اېن ډي ار د راپور له مخې، له جرمني پرته تر اوسه کوم بل اروپايي هېواد له طالبانو سره ورته هوکړې ته نه دی رسېدلی.
طالبانو د پاسپورټونو د خدمتونو د محدودولو په اړه داېن ډي ار پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي چې د اګست په پای کې جرمني ته تللی و، د افغان کونسلګریو د عوایدو د کارونې چارې څارلې دي او په برلین او مونشن کې یې د ودانیو له داخل نه د افغانستان ملي بیرغونه لرې کړي دي.
لووي انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، له هېواده بهر د طالبانو مخالفو ډلو د افغانستان د راتلونکي لپاره ګڼې طرحې، نقشې او اعلامیې وړاندې کړې؛ خو لا داسې باوري او عملي پلان نه لیدل کېږي چې وښيي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته به افغانستان څنګه اداره کېږي.
راپور کاږي، د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ له ډیموکراتیک او غیرمتمرکز نظام څخه نیولې تر مشروطه پاچاهۍ پورې بېلابېلې طرحې وړاندې شوې دي. د راپور لیکوال وایي، په ویانا کې یې په یوه غونډه کې نږدې ۹۰ کسان لیدلي چې د شاوخوا ۷۰ جلاوطنه ډلو استازیتوب یې کاوه.
د هغه په وینا، ګڼې دغه ډلې د یووالي او ټولګډونه نظام خبرې کوي؛ خو یوشمېر یې لاهم د قومي کرښو پر بنسټ فعالیت کوي. راپور ادعا کوي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د دوی حکومت له ستونزو سره مخ دی، ولسي مشروعیت یې کم دی، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات شته او د حکومتولۍ په برخه کې یې کړنې ان هغه هېوادونه ناراضه کړي چې ورسره نږدې اړیکې لري.
خو راپور زیاتوي، د طالبانو د دغه کمزوریو ترڅنګ یوه مهمه تشه د داسې باوري سیاسي مخالف ځواک نشتوالی دی چې د افغانستان دننه او بهر باور ترلاسه او د سیاسي بدلون لپاره عملي لار وړاندې کړي.
په کابل کې د یوې ۳۶ کلنې افغان پرمختیايي موسسې مشر احمد عابد همایون د مخالفو ډلو ځینې طرحې د واقعي سیاسي نقشې پر ځای له مرستندویه ادارو څخه د بودجې ترلاسه کولو پروژو ته ورته بللې دي.
د راپور له مخې، د کمبرېج بهیر د پخواني جمهوریت سیاستوال، پوهان، ښځې، ډیپلوماتان، پوځیان او خبریالان راټول کړي او د یوه «هر اړخیز ګډ پلان» پر جوړولو کار کوي. دغه طرحه پر ملي حاکمیت، د اساسي قانون مشروعیت، برابرۍ، ټولګډونه حکومتولۍ، بشري حقونو او ثبات ټینګار کوي او جوړوونکي یې دا یوه داسې طرحه بولي چې د ګډونوالو له زیاتېدو سره به بدلون مومي.
راپور د افغانستان د ازادۍ جبهې طرحه هم یاده کړې ده. دغه وسلهواله ډله د پخواني لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په مشرۍ فعالیت کوي. د جبهې په طرحه کې د طالبانو د وسلهوالې ډلې د نسکورولو او پر ځای یې د غیرمتمرکز ډیموکراتیک نظام د جوړولو غوښتنه شوې ده.
دغه طرحه د وګړو پر برابرۍ، د ښځو پر حقونو، خپلواک قضایي نظام او ازادو ټاکنو ټینګار کوي؛ خو دا نه روښانوي چې طالبان به په عملي ډول څنګه لرې او د واک د لېږد بهیر به څنګه اداره شي.
راپور کاږي، د طالبانو د مخالفه جلاوطنه ډلو، وسلهوالو ډلو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سازمانونو له منځه تر هغه چې یو باوري بدیل راونه وځي، د طالبانو کمزوري کېدل په یوازې ځان د هغوی د واکمنۍ د پای ته رسېدو معنا نهلري.
احمد عابد همایون وایي، له ۱۹۸۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې «۱۱ د نظام بدلونونه» شمېرلي، باور لري چې ستونزه یوازې د حکومت د بڼې په بدلولو نه حل کېږي. د هغه په وینا، د افغانستان د بنسټونو کمزوري، قومي او قبیلوي ستونزې او سختدریځي یوازې په پیسو یا د حکومت د جوړښت په ظاهري بدلون نهشي حل کېدای.
هغه ویلي، هر باوري بدلون باید د افغانستان له دننه راووځي او د هېواد له تاریخي او ټولنیزو ـ سیاسي واقعیتونو سره برابر وي.