د پاکستان د ولسمشر ویاند: اسلاماباد به د طالبانو له «پاروونکو اقداماتو» اغېزمن نهشي

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر ضد «پاروونکي اقدامات» به نه اسلاماباد مجبوره کړي او نه به یې له خپلو دریځونو واړوي.
