ذبیحالله مجاهد: د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې «دغه ډول بې محاسبې، سپکوونکي او کرکجن اقدامات» د افغانستان د خلکو غوسه راپاروي او د پاکستاني پوځیانو لپاره به «ناوړه پایلې» ولري.
