حامد کرزی: اسلاماباد له خپلې منفي تګلارې لاس نه اخلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کندهار، خوست او پکتیا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي. نوموړي ویلي، پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د دغه تیري پر وړاندې یو موټی او متحد ولاړ دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کندهار، خوست او پکتیا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي. نوموړي ویلي، پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د دغه تیري پر وړاندې یو موټی او متحد ولاړ دي.
حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان یو وار بیا د ګران هېواد کندهار، خوست او پکتیا ښارونه بمبار کړي دي». هغه زیاته کړې، داسې ښکاري چې اسلامباد له خپلې منفي پالیسي لاس نه اخلي.
هغه کاږلي: «داسې ښکاري، چې اسلاماباد د خپلې هغې منفي تگلارې له ادامې لاس نه اخلي کومه چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسېدلی». هغه یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي.

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، تر ۲۰۲۱کال وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره خپل اهمیت له لاسه نهدی ورکړی او د سیمې هېوادونه د امنیت، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال په برخو کې له کابل سره د همکاریو نوې لارې لټوي.
راپور کې راغلي، د اګست د ۳۱مې او د سپټمبر د لومړۍ نېټې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې وښوده که څه هم افغانستان د غونډې غړی هېواد نه و؛ خو د دغه هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت لاهم د سیمې د مهمو بحثونو یوه برخه ده.
د راپور له مخې، ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې افغانستان ته یوازې د امنیتي ګواښ په توګه ونه ګوري؛ بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ یې د نښلونکې کړۍ په توګه مطرح کړي.
راپور د «ترمذ ډیالوګ» یادونه کوي او وايي، دغه چوکاټ د سیاسي خبرو، ترانسپورټ، لوژستیک، اقلیمي بدلون او بشري همکاریو د پراختیا لپاره کارول کېږي. د دغه انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو منظمې ناستې هم پیل شوې او د افغانستان د موضوع لپاره د سیمهییز تماس د یوې ډلې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
راپور وړاندې کاږي، پر کابل واکمنو طالبانو هم هڅه کړې چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په خپلو شرایطو تعامل وکړي او په ۲۰۲۶کال کې یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ لومړنۍ غونډې کوربهتوب کړی دی.
د راپور له مخې، له پاکستان سره د کړکېچونو او د سیمې د امنیتي وضعیت له بدلون وروسته افغانستان په زیاتېدونکې توګه د شمالي لارو او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د اړیکو پراختیا ته مخه کړې ده.
راپور زیاتوي، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه یو شان پالیسۍ نهلري. ازبکستان پر اقتصادي نښلونې، تاجکستان پر امنیتي اندېښنو، ترکمنستان پر انرژۍ او ترانزیټ او قزاقستان پر اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو تمرکز کوي.
د یاد انسټیټیوټ په وینا، امریکا هم له افغانستان نه تر وتلو وروسته له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې ساتلې؛ خو تمرکز یې اوس پر اقتصادي همکاریو، انرژۍ، ترانسپورټ او پانګونې دی.
راپور د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ د وروستۍ لیدنې یادونه هم کوي او وايي، که څه هم خلیلزاد نور د امریکا رسمي استازی نهدی؛ خو دغه لیدنه ښيي چې د امریکا او افغانستان اړیکې په بشپړه توګه نهدي پرې شوې.
د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ په پایله کې وايي، امریکا له افغانستان نه وتلې خو افغانستان لاهم د منځنۍ اسیا د جیوپولیټیکي محاسبو مهمه برخه ده او د سیمې هېوادونه هڅه کوي د کابل د موضوع د مدیریت لپاره خپل سیمهییز چوکاټونه پراخ کړي.
د امریکا د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په یوه غونډه کې ویناوالو ته ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د نجونو زدهکړې، د ښځو تګراتګ او مذهبي ازادۍ سختې محدودې شوې دي.
د غونډې پرمهال ویناوالو ویلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نهلري او ښځې نهشي کولی له محرم پرته ډاکټر، محکمې یا ځینو عامه ځایونو ته ولاړې شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مذهبي لږکۍ له لا زیاتو فشارونو سره مخ شوې دي. هغې ویلي، مسیحیان، هندوان، بهایان او نور غیرمسلمان مذهبي لږکۍ اړې دي خپل دیني مراسم په پټه ترسره کړي؛ ځکه د نیول کېدو او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
اغلې اکبر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سېکانو شمېر خورا کم شوی او یهودان، مسیحیان او د نورو ادیانو پیروان خپل دیني بدلونونه پټ ساتي. هغې دغه ادعا هم کړې، چې په هېواد کې خپلسرې نیونې او توقیفونه دوام لري او ځینې کورنۍ د خپلو نیول شویو خپلوانو د خوشې کېدو لپاره د پیسو ورکولو ته اړ اېستل کېږي.
د «ارامش» په نوم د یوه بنسټ مشرې صوفیا رمیار ویلي، ښځې د هېواد په کچه له محدودیتونو سره مخ دي؛ خو د مذهبي لږکیو ښځې د اضافي څار او محدودیتونو له ګواښ سره هم مخامخ دي.
د هغې په وینا، ګڼې ښځې عامه ځایونوته ته له تګراتګ ډډه کوي او طالبان حتی په روغتونونو کې هم د ښځو د هویت د څار لپاره کسان ګوماري. رمیار ویلي، «حقونه د مذهب په نوم محدودېږي» او ګڼې ښځې د خپل خوندیتوب لپاره پر ځان محدودیتونه لګوي.
هغې زیاته کړې، چې ان سني مسلمانې ښځې هم د ستونزو د مخنیوي لپاره جوماتونو ته له تګ څخه ډډه کوي او د کور نارینه هم د ښځو د کړنو له امله له سزا سره مخ کېدای شي.
د غونډې ګډونوالو ویلي، د زدهکړو، کار او ازاد تګراتګ محدودیتونو د افغان ښځو پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی او ډېری ښځې احساس کوي چې د دوی پر ضد محدودیتونه د هماغه دین په نوم توجیه کېږي چې دوی ته د عزت او ځواک احساس ورکوي.
کارپوهانو همداراز له امریکا غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د کډوالۍ قانوني لارې اسانه کړي، افغان محصلانو ته د امریکا پوهنتونونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او پر طالبانو د نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره فشار زیات کړي.
د راپور له مخې، که څه هم ځینې نجونې خپلې زدهکړې په انلاین بڼه یا پټو ښوونځیو کې دوام ورکوي او یوشمېر نورې پاکستان ته تللې دي؛ خو د ګڼو افغان نجونو لپاره له لومړنیو زدهکړو وروسته د زدهکړې دروازې لاهم تړلې دي.
ګډونوالو خبرداری ورکړی، چې د معلوماتو راټولول او د بشري حقونو د سرغړونو ثبتول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، ځکه د دوی په وینا هغه سرچینې چې پخوا به یې معلومات شریکول، اوس له جدي محدودیتونو سره مخ دي.
د «جیوپولیټیکل مانیټر» په یوه راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه په بېساري ډول راکمه شوې؛ خو لاهم څرګنده نهده چې دغه بدلون د تریاکو او هیرویینو نړۍوال بازار څومره اغېزمن کړی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو؛ خو دغه کچه په ۲۰۲۵کال کې ۱۰زره او ۲۰۰ هکټارو ته راټیټه شوې وه.
راپور کاږي، په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان د تریاکو تولید نږدې ۶۲۰۰ ټنه اټکل شوی و؛ خو په ۲۰۲۵کال کې احتمالي تولید ۲۹۶ ټنو ته راکم شوی دی. د راپور له مخې، وچکالۍ او د حاصلاتو کمښت هم د تولید په راټیټېدو کې رول درلود او دغه بدلون یوازې له بندیز سره تړاو نهلري.
راپور زیاتوي، چې د کوکنارو د کر کمښت له امله اقتصادي اغېزې د بزګرانو پر عوایدو هم څرګندې شوې دي. د تریاکو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عواید په ۲۰۲۴کال کې له ۲۶۰ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۳۴ مېلیون ډالرو ته راکم شوي، چې ۴۸ سلنه کمښت ښيي.
راپور ټینګار کوي، د بزګرانو د عوایدو کمښت لا دا نه ثابتوي چې د قاچاق نړۍوالو شبکو عواید هم په همدې اندازه کم شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت تراوسه د هیرویینو او تریاکو نړۍوال بازار ته بشپړ اغېز نهدی رسولی؛ ځکه په افغانستان کې د تریاکو سترې زېرمې لا هم شته.
راپور د یوې ارزونې له مخې وايي، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره ټنه تریاک زېرمه شوي وو او دغه زېرمو د هیرویینو د عرضې د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په راپور کې د بدیلو تولیدوونکو هېوادونو یادونه هم شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په میانمار کې د کوکنارو د کر ساحه له ۴۵زره او ۲۰۰ هکټارو څخه ۵۳زره او ۱۰۰ هکټارو ته لوړه شوې؛ خو د تریاکو تولید یې یوازې یو سلنه زیات شوی دی.
راپور پاکستان هم د احتمالي بدیلې سرچینې په توګه یادوي او وايي، د سپوږمکۍ انځورونو پربنسټ په ۲۰۲۵کال کې په بلوچستان ایالت کې پر شاوخوا ۹۱۱۶ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
راپور وايي، د کوکنارو د تولید کمښت درې جلا پوښتنې راپورته کړې دي. لومړۍ دا چې ایا دولت کولای شي د نشهيي توکو پراخ تولید راکم کړي؟ د افغانستان تجربه دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي.
دویمه پوښتنه دا ده، چې ایا دغه کار د تریاکو او هیرویینو نړۍوال بازار هم راکم کړی؟ راپور وايي، د زېرمو، بدیلو عرضه کوونکو او د بازار د نورو عواملو له امله د دغه پوښتنې ځواب لاهم روښانه نهدی.
درېیمه پوښتنه د قاچاقي ډلو د عوایدو او ګټو په اړه ده. راپور وايي، لاهم روښانه نهده چې د تریاکو د تولید کمښت د نشهيي توکو د قاچاق شبکو پر عوایدو او نړۍوال ناقانونه اقتصاد څه اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان ثابته کړې چې د کوکنارو تولید په پراخه کچه راکمېدای شي؛ خو دا لا هم نهده ثابته شوې چې دغه کمښت به په اوږدمهال کې نړۍوال بازار او د جرمونو د ډلو مالي سرچینې هم راکمې کړي کنه.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بېپيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.
پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکسپانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې.
د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بېپيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او لهمنځه وړل شوې دي.
طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بېپیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.
عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».
نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو لهخوا وي او یا پهخپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».
هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نهدی اوښتی.
خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د طالبانو د مخالفو وسلهوالو جهبو د بریدونو له پراخېدو وروسته د بلخ په مرکز کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي. د بلخ لپاره طالب مسوولینو د دغو نویو حوزو د جوړېدو لامل بیا د «ولس امنیت ته لا ښه توجه کول او تامینول» بللي دي.
د بلخ لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بلخ په مرکز مزارشریف کې دغه ۳ نوې امنیتي حوزې د ملاهبتالله د «شفقت او مهربانۍ» لهمخې جوړېږي.
په خبرپاڼه کې د دغو نویو حوزو د جوړېدو لامل د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د ولس امنیت ته لا ښه توجه کول او تأمینول، ولس ته پر وخت د خدماتو رسول بلل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په یادو حوزو کي د ناحیو امریتونه او د استخباراتو مُدیریتونه هم شامل دي اضافه او منظوري شوې دي».
د بلخ په مرکز کې تر دې مخکې ۱۲ امنیتي حوزې وې او اوس له دې درېیو نورو حوزو سره په مزارشریف ښار کې د امنیتي حوزو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
د بلخ لپاره د طالب مسوولینو دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له جګړو سربېره انفرادي او چریکي بریدونه پراخ شوي دي. د طالبانو پر ضد وسلهوالو مخالفو جبهو په تېرو څو اونیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې په ګڼو چریکي بریدونو کې د یو شمېر طالبانو د وژلو ادعا کړې او د دغو بریدونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د وسلهوالو جبهو له فعالیتونو انکار کوي، خو همدا ۵ ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو وسلهوالو مخالفو ډلو د مې له لومړۍ نېټې د جولای تر وروستۍ نېټې پورې په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسوولیت منلی دی. ملګرو ملتونو ویلي، له دغو بریدونو څخه یې ۵۵ پېښې تایید کړې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې، د افغانستان ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه، شنه قطعه، میهن سپاهي جبهه، د افغانستان د خپلواکۍ جبهه، د جمهوریت جبهه، د افغانستان متحده جبهه، د اندراب مقاومت جبهه، د ازادۍ او عدالت غورځنګ، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ جبهه، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ غورځنګ او د ملي بسیج جبهه د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو په توګه یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په تازه راپور کې چې د امنیت شورا ته وړاندې شوی ویلي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲زره او ۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د دغه پېښو شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه زیات شوی دی.