د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ددغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د بېلاروس په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د سفر موخه د بېلاروس د صنعت په دویم نړیوال نندارتون کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول ښودل شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سې شنبه، د تلې پر ۷مه ویلي، چې نورالدین عزیزي به د دغه سفر په لړ کې د بلاروس د صنعت له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړي او د ګډونوالو هېوادونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.
د وزارت په وینا، عزیزي به د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره جلا جلا دوه اړخیزې لیدنې ولري.
په دغو لیدنو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په صنعتي او کرنیزو برخو کې پر همکاریو، پانګونې او د نویو همکاریو پر رامنځته کولو خبرې اترې وشي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله ښودلې چې دا سفر به د کابل او مینسک ترمنځ د پانګونې د راجلبولو او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.
بېلاروس ته د طالبانو د سوداګرۍ د وزیر له سفر سره هممهاله، د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم د یوه پلاوي په مشرۍ ددغه هېواد په سفر بوخت دی.
هغه زیاته کړه: « د سپتمبر په ۳۰مه به موږ د عراق په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې د اړولو او زموږ پر هېواد د [هغوی د] خپلې ارادې د تپلو په برخه کې د اشغال ناکامي ونمانځو».
د هغه په وینا، عراق ثابته کړې چې حاکمیت یې د بهرنیو ځواکونو په وسیله نه، بلکې د مقاومت او د خلکو د ارادې له لارې خوندي کېدای شي.
د ایران د محور لپاره بری
که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل په عمومي توګه عراقیان ستايي، خو هغه کسان چې د ایرانپلوه ډلو له ځواک څخه اندېښمن دي، وايي وتل ښايي له وخته مخکې وي.
د امریکا ضد مقاومت د پخواني مرکز فلوجې یو سني قبایلي مشر عبدالرحمن الزبایي رویټرز ته وویل: « موږ باور لرو چې عراق په دې وخت کې لا هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د امنیت چارې پر غاړه واخلي».
هغه وویل: « ټول عراقیان د بشپړ حاکمیت غوښتونکي دي او هېڅ عراقي به له دې سره مخالفت ونه کړي. خو زما په اند، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په دې ډول وتل او د امنیت تشه رامنځته کول هغه څه دي چې ټول عراقیان ترې وېره لري».
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، څو د دغه هېواد سني مسلمان دیکتاتور صدام حسین راوپرځوي. وروسته یې عراق اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ او له څو کلونو راهیسې یې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړه. امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق ووتل.
خو له دریو کلونو لږ وخت وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې بېرته عراق ته ستانه شول، څو له عراقي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» یا داعش د سني وسله والې ډلې په ماتولو کې مرسته وکړي. دا جګړه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه.