• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پنځو ولایتونو کې ۳۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د غزني، سمنګان، فاریاب او نیمروز په ګډون په پنځو ولایتونو کې ۳۶ تنه د غلا، باج اخیستنې او نشه‌يي توکو د پلورلو په تور نیول شوي. د وزارت په وینا، د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې یې یو تن له نږدې لس ټنه اومو نشه‌يي توکو سره نیولی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو څو ورځو کې یې په غزني، سمنګان، فاریاب، نیمروز او فراه ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو یو شمېر کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې ۲۹ کسان د غلا، له کوره د تېښتې، ترافیکي پېښو او د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، په سمنګان کې دوه کسان د غلا او باج‌اخیستنې په تور نیول شوي دي.

دغه راز په فاریاب کې هم درې کسان د اوو بایسکلونو، یوه موټرسایکل او یوې غالۍ د غلا په تړاو نیول شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې په نیمروز کې یې یو کس د غلا په تور او په فراه کې یې یو بل کس د نشه‌یي توکو د انتقال په تړاو نیولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په فراه کې نیول شوي کس غوښتل خام نشه‌یي مواد په قاچاقي ډول له ایران څخه دغه ولایت ته ولېږدوي. د وزارت په وینا، دغه مواد د نشه‌یي توکو د جوړولو او پروسس لپاره کارول کېدل.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفترپه خپل وروستي راپور کې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنېدل، د بشري مرستو کمښت او پر ښځو او نجونو محدودیتونه د جرمونو او بې‌ثباتۍ د احتمالي زیاتېدو له عواملو څخه بللي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

•
•
•

نور خبرونه

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
100%

ټاکل شوې چې امریکايي ځواکونه تر چارشنبې پورې په عراق کې له خپلو پاتې اډو څخه هم ووځي. ایران او د هغه متحدان دا وتل د بري په توګه نمانځي. تهران اوس په هغه هېواد کې پراخ نفوذ لري چې د څه باندې دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې پکې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایان وژل شوي دي.

رویټرز ته احمد رشید په خپله لیکنه کې لیکلي، چې عراقي امنیتي کارپوهان وايي، د امریکا وتل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال پرې موافقه شوې وه او د ډونالډ ټرمپ اداره یې عملي کوي، په داسې حال کې چې واشنګټن له ایران سره په جګړه کې دی ، ښايي تهران او د هغه ځواکمنو متحدانو ته پراخ لاس ورکړي.

دوی وايي، له دې سره ښايي د امریکا نور مخالفین هم د بېرته راګرځېدو فرصت پیدا کړي، چې داعش هم پکې شامل دی.

عراقي امنیتي شنونکي جاسم البهدلي، چې له ایران سره د تړلو شیعه وسله والو ډلو په څېړنه کې تخصص لري، وویل: « د ایتلاف له وتلو ایران له ستراتیژیک پلوه ګټه اخلي، ځکه هغه پوځي حضور له منځه وړي چې د کلونو لپاره یې په عراق کې د تهران د نفوذ پر وړاندې د توازن رول لوبولی و.»

هغه اټکل وکړ چې له ایران سره همغږې ملېشې به نه یوازې د امریکا وتل د خپل غورځنګ د بري په توګه وړاندې کړي، بلکې هڅه به وکړي چې دغه وضعیت د امنیتي او سیاسي پرېکړو په برخه کې د لا زیات نفوذ لپاره وکاروي.

ابو مجتبی الیسیري، چې د «عراق د اسلامي مقاومت» په نوم د ایران‌پلوه وسله والو ډلو د ائتلاف یو قوماندان دی، رویټرز ته وویل، « د امریکا وتل د عراق د اسلامي مقاومت ډلو او عزتمندو عراقیانو لپاره یوه تاریخي بریا او د امریکا د پروژې لپاره یوه دردوونکې ماتې ده».

هغه زیاته کړه: « د سپتمبر په ۳۰مه به موږ د عراق په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې د اړولو او زموږ پر هېواد د [هغوی د] خپلې ارادې د تپلو په برخه کې د اشغال ناکامي ونمانځو».

د هغه په وینا، عراق ثابته کړې چې حاکمیت یې د بهرنیو ځواکونو په وسیله نه، بلکې د مقاومت او د خلکو د ارادې له لارې خوندي کېدای شي.

د ایران د محور لپاره بری

که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل په عمومي توګه عراقیان ستايي، خو هغه کسان چې د ایران‌پلوه ډلو له ځواک څخه اندېښمن دي، وايي وتل ښايي له وخته مخکې وي.

د امریکا ضد مقاومت د پخواني مرکز فلوجې یو سني قبایلي مشر عبدالرحمن الزبایي رویټرز ته وویل: « موږ باور لرو چې عراق په دې وخت کې لا هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د امنیت چارې پر غاړه واخلي».

هغه وویل: « ټول عراقیان د بشپړ حاکمیت غوښتونکي دي او هېڅ عراقي به له دې سره مخالفت ونه کړي. خو زما په اند، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په دې ډول وتل او د امنیت تشه رامنځته کول هغه څه دي چې ټول عراقیان ترې وېره لري».

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، څو د دغه هېواد سني مسلمان دیکتاتور صدام حسین راوپرځوي. وروسته یې عراق اشغال کړ، د شیعه‌ګانو په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ او له څو کلونو راهیسې یې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړه. امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق ووتل.

خو له دریو کلونو لږ وخت وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې بېرته عراق ته ستانه شول، څو له عراقي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» یا داعش د سني وسله والې ډلې په ماتولو کې مرسته وکړي. دا جګړه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه.

په عراق کې د «عراق د ازادۍ عملیاتو» پر مهال د وژل شویو امریکایانو شمېر د افغانستان د موازي جګړې په پرتله شاوخوا دوه برابره و. د افغانستان جګړه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له ناڅاپي وتلو سره پای ته ورسېده.

100%

په وروستیو کلونو کې عراق یوازینی هېواد و چې له امریکا او ایران دواړو سره یې نږدې سیاسي او پوځي اړیکې ساتلې وې. دغو دواړو هېوادونو ځینې وختونه د عراق خاوره د نیابتي جګړې د ډګر په توګه کارولې ده.

متحده ایالاتو په ۲۰۲۰ کال کې د بغداد په هوايي ډګر کې په یوه برید کې د ایران یو لوړپوړی قوماندان، قاسم سلیماني، وواژه.

د ایران متحدانو څو ځله پر امریکايي اډو بریدونه وکړل، چې ځینې یې د امریکا د متقابلو بریدونو سبب شول.

روان کال له ایران سره په جګړه کې له هغو ۱۸ امریکايي سرتېرو څخه چې وژل شوي اعلان شوي، اووه یې په عراق کې وو. وروستی یې د امریکا د پوځ یو ضابط و چې په جولای کې اربیل ته نږدې په یوه اډه کې د یوه ډرون د کنټرول شوې چاودنې پر مهال ووژل شو.

ایران، چې وايي د هغه وروستی هدف دا دی چې امریکايي ځواکونه له ټول منځني ختیځ څخه ووځي، له عراق څخه د امریکا وتل په سیمه کې د خپلو متحدو وسله والو ډلو، چې ایران ورته د «مقاومت محور» وايي، د بري په توګه وړاندې کوي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال مشر امیر حیات مقدم د دوشنبې په ورځ وویل: « چې امریکایان له عراق او سیمې ووځي، په عراق کې به تلپاتې امنیت حاکم شي».

هغه زیاته کړه، « له عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوو او بې له شکه به یې ملاتړ وکړو».

نوموړي زیاته کړه چې د مقاومت ډلې اوس اقدام کوي او ځینې وختونه امریکايي ځواکونو په نښه کوي او ورسره جګړه کوي.

واشنګټن ایران‌پلوه عراقي ملېشې تورنې کړې دي چې د منځني ختیځ په پراخې جګړې کې رول لري او د تهران په لارښوونه یې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، تر ټولو وروستی برید په همدې میاشت کې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه مهم پایپ‌لاین شوی دی.

د بغداد حکومت وايي چې هڅه کوي د دغو ډلو نفوذ محدود کړي.

ایا داعش به بیا راژوندی شي؟

ځینې عراقي امنیتي چارواکي، هم په فدرالي حکومت او هم په نیمه‌خپلواکه شمالي کردستان سیمه کې، وايي چې د امریکا وتل د داعش وسله والو ته هم د بیا پیاوړي کېدو زمینه برابرولای شي.

داعش، سره له دې چې نږدې یوه لسیزه مخکې یې اعلان شوی «خلافت» مات شو، لا هم د پټو حجرو یوه شبکه لري.

د داعش وسله والو د خپل ځواک په اوج کې د عراق شاوخوا یوه درېیمه برخه نیولې وه او زرګونه کسان یې وژلي وو. په وژل شویو کې سلګونه تنه هغه کسان وو چې داعش یې په یوې پخوانۍ امریکايۍ پوځي اډې کې دننه د ډزو پر مهال ویډیو کړې وه.

کردي قوماندان سروان بارزاني وویل چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو، لوژستیکي ملاتړ او ډرونونو نشتوالی به داعش ته د بیا منظمېدو فرصت ورکړي.

هغه وویل: « له څه باندې دوو اونیو راهیسې موږ د داعش د پټو حجرو فعالیت لیدلی دی، وروسته له هغه چې په عمومي رسنیو کې اعلان وشو چې نړیوال ائتلاف به د سپتمبر تر پایه په رسمي ډول له عراقه ووځي».

هغه زیاته کړه چې د ده په اند، دې کار د داعش وسله والو مورال لوړ کړی دی.

عراقي امنیتي ځواکونو وویل چې شکمنې داعش شبکې د وتلو له نېټې سره هم‌مهاله د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیوه.

د عراق څلورو امنیتي او پوځي چارواکو وویل چې دغه پلان دا اندېښنې زیاتې کړې دي چې [داعش] وسله واله ډله، سره له دې چې په تېرو کلونو کې یې سخت پوځي زیانونه لیدلي، لا هم د امنیتي تشو څخه د ګټې اخیستنې توان لري.

د کرکوک په ستراتیژیک نفتي ښار کې د امنیت یوه لوړپوړي چارواکي ډګروال خالد البیاتي وویل: « داعش هڅه کوي داسې پیغام ورکړي چې دا ډله لا هم ځواکمنه ده او د خونړیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري».

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبان یوشمېر ماشومان سخت وهي. سرچینو ویلي، چې دغه ماشومان پر کرښه د قاچاق په تور نیول شوي دي. د طالبانو له‌خوا له ماشومانو سره دغه تاوتریخجن چلند سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي، دا د یوې ورځې پېښه نه‌ده بلکې پر ډیورنډ کرښه هغه ماشومان او ځوانان چې خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره کار کوي ډېری وخت د طالبانو له سخت چلند سره مخ کېږي.

د دوی په وینا، دغه ماشومان پر ډیورنډ کرښه قاچاقي توکي د ډیورنډ کرښې له دې غاړې پورې غاړې ته اړوي؛ خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول کېږي او ډېری وخت وهل او ډبول کېږي.

که څه هم د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د شپې له‌خوا په لویو موټرو کې پر ډیورنډ کرښه په پراخه کچه توکي له یوې غاړې بلې غاړې ته انتقالېږي؛ خو طالبان هغو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو کورنیو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په موخه پر کرښه کار وکړي.

په خواله رسنیو کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو دغه ویډیو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او ګڼو کسانو د طالبانو دغه کړنه د ماشومانو پر وړاندې ظلم بللی دی.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل پر اېکس پاڼه د دغه ویډیو له خپرولو سره لیکلي: «د افغانستان په سوېل کې یوه تازه او بوږنوونکې ویډیو خپره شوې، چې په‌کې ښکاري طالبان کم‌عمره هلکان چې عمرونه یې تر اتو یا نهو کلونو ډېر نه‌دي په بې‌رحمۍ وهي».

د هغې په خبره، په ويډیو کې د ماشومانو د ژړا غږ د چوپولو لپاره د هغوی واړه سرونه په زور خاورو ته ټېل وهل کېږي. ان په شاوخوا کې ولاړ خلک هم له دې چلنده غوسه ښکاري. مریم سلیمانخېل کاږلي: «دا د افغانستان ماشومان دي. د هغوی چیغې هغه واقعیت دی، چې تاسو یې نړۍ ته له ښکاره کېدو پټوئ».

هغې د طالبانو ملاتړو ته په پېغور ویلي: «هیله لرم چې یوه ورځ اړ شئ د هغه نظام له واقعیت سره مخامخ شئ، چې تاسو یې دفاع کوئ. هېڅ ډول لابي‌ګري نه‌شي کولای د طالبانو له لاسه د افغان ماشومانو وینه او کړاو پټ کړي».

د ماشومانو د حقونو ملاتړي او ټولنیز فعالان وايي، له ماشومانو سره تاوتریخوالی او په عام محضر کې د هغوی وهل او ډبول د ماشومانو د حقونو له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

بل خوا د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په سیمه کې کاروبار نږدې صفر شوی او سلګونه ماشومان هڅه کوي چې پر ډیورنډ کرښه د توکو په انتقالولو سره د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي.

د ویډیو د کره وخت او د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات لا نه‌دي روښانه شوي او ځایي طالب چارواکو هم په دې اړه د وضاحت له ورکولو ډډه کړې ده.

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند ادعا کوي چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې د پاکستان له لوري د وراوښتې شاوخوا ۴۰۰ کسیزې ډلې پر وړاندې په نښته کې له ۳۰ ډېر کسان وژلي او ۵۸ نور یې نیولي دي.

د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسله‌وال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله.

طالبان خپلو سیاسي او وسله‌والو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي.

محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول.

نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسله‌وال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.»

د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

محمدي زیاته کړې چې د کامدېش په ګوردېش سیمه کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له خوا «تصفیوي عملیات» لا هم دوام لري.

د کامدېش د نښتو په اړه متضاد روایتونه

د کامدېش د نښتو په اړه د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې روایتونه له یو بل سره توپیر لري.

د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې په کامدېش کې یې ۲۸ وسله‌وال وژلي او ۳۲ نور یې ژوندي نیولي دي. دغه وزارت ادعا کړې وه چې وسله‌وال له پاکستانه د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته داخل شوي وو او په ډله کې د داعش غړي هم شامل وو.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ په یوه جلا بیان کې بیا د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ کسانو د نیول کېدو ادعا شوې وه.

بل لور ته، د افغانستان ازادۍ جبهې ویلي چې طالبانو د دوی پر مواضعو د ځمکنیو ځواکونو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې برید کړی او جبهې ځوابي برید کړی دی. دې ډلې د طالبانو د تلفاتو په اړه جلا ادعاوې کړې، خو د دواړو لورو د مرګ‌ژوبلې او د جګړې د پایلو شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو دفاع وزارت هم پر پاکستان تور لګولی چې د دغو وسله‌والو په ملاتړ کې لاس لري؛ خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او بې‌بنسټه یې بللې دي.

د خالد بن ولید قول اردو د ویاند تازه څرګندونې د طالبانو له هغه لومړني رسمي روایت سره توپیر لري چې پکې د ۳۲ کسانو د نیولو شمېر یاد شوی و؛ د ۵۸ نیول شویو کسانو تازه شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
100%

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې ویلي چې د طالبانو اقداماتو په افغانستان کې د قانون حاکمیت له منځه وړی او وګړي یې د عدالت له ترلاسه کولو بې‌برخې کړي دي.

دې استازولۍ د افغانستان لپاره د خپلواکې څېړنې میکانیزم د بشپړ فعالېدو او له نړیوالې جنایي محکمې سره د لا پیاوړې همغږۍ غوښتنه کړې ده.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې یې د افغانستان د قانون حاکمیت او حساب ورکونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

استازولۍ ویلي: «طالبانو د قانون حاکمیت له منځه وړی، چې له امله یې د افغانستان وګړي عدالت ته د لاسرسي له کومې لارې پرته پاتې دي.»

د افغانستان دایمي استازولۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیق میکانیزم بشپړ فعال کړي او له نړیوالې جنایي محکمې سره همغږي لا پیاوړې کړي.

یاده دې وي چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه د افغانستان لپاره د یوه خپلواک تحقیق میکانیزم د جوړولو پرېکړه وکړه. د دغه میکانیزم دنده د افغانستان د جدي بشري حقونو د سرغړونو او د نړیوالو جرمونو په اړه د شواهدو راټولول، خوندي کول او شننه ده، څو په راتلونکي کې د احتمالي قضایي تعقیب لپاره ترې کار واخیستل شي.

د بشري حقونو شورا ۶۳مه غونډه د سپتمبر له ۷مې د اکتوبر تر ۷مې پورې په جینوا کې روانه ده.

له نړیوالې جنایي محکمې سره د همغږۍ غوښتنه

د افغانستان دایمي استازولۍ په داسې مهال له نړیوالې جنایي محکمې سره د لا پیاوړې همغږۍ غوښتنه کړې چې دغې محکمې د افغانستان د وضعیت په تړاو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د جنګي جرمونو او بشریت ضد احتمالي جرمونو څېړنه روانه ساتلې ده.

د محکمې د رسمي معلوماتو له مخې، د افغانستان د وضعیت په اړه د څېړنې اجازه په ۲۰۲۰ کال کې ورکړل شوه او په ۲۰۲۲ کال کې د څېړنې د بیا پیل اجازه هم صادره شوه. نړیوالې جنایي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، چې د بشریت ضد جرم په توګه تعریف شوې، د نیولو حکمونه هم صادر کړل.

د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیق میکانیزم دنده یوازې د اوسنیو سرغړونو څېړل نه دي، بلکې د جګړو او نورو جدي سرغړونو اړوند د شواهدو ساتل او د مسوولو کسانو د احتمالي محاکمې لپاره د قضیو د چمتو کولو ملاتړ هم پکې شامل دی.

د نجیب‌الله د وژل کېدو ۳۰م تلین؛ اکثریت ګوند د تېرو ۵۰ کلونو د جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان اکثریت ګوند د پخواني ولسمشر نجیب الله د وژل کېدو د ۳۰م تلین په مناسبت د تېرو پنځوسو کلونو د سیاسي او بشري جنایتونو د بې‌پرې څېړلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه بهیر موخه باید د غچ اخیستنې پر ځای د حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.

د افغانستان اکثریت ګوند د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې د هغه وژنه غندلې او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د مترقي سیاسي جریانونو لپاره یو ستر ګوزار بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ډاکټر نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه، د طالبانو له خوا ووژل شو او وروسته یې جسد په دار وځړول شو.

اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله وژنه یوازې د یوه سیاسي شخصیت د ژوند پای نه بولي، بلکې په وینا یې، دې پېښې د افغانستان د مترقي سیاسي جریانونو بیا راپاڅېدل د څو لسیزو لپاره وځنډول.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د مشروطه‌خواهۍ، اصلاح‌طلبۍ او مترقي سیاسي جریانونو ګڼ مخکښان او سیاسي مبارزین تر ډاکټر نجیب الله وړاندې هم وژل شوي وو، خو د هغه له وژل کېدو وروسته په پراخه کچه سیاسي ناهیلي او ژور خپګان رامنځته شو.

د وطن‌پالنې او ملي حاکمیت یادونه

اکثریت ګوند په خپله اعلامیه کې ډاکټر نجیب الله د هغو وروستیو سیاسي مشرانو له ډلې بللی چې په ملي سیاست کې یې د وطن‌پالنې استازیتوب کاوه.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې د جمهوري دولت له پرځېدو وروسته د واک ته رسېدلو جهادي تنظیمونو په سیاسي تفکر او عمل کې وطن‌پالنه تر پوښتنې لاندې راغله.

دغه ګوند همداراز ډاکټر نجیب الله د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخه کې وروستی اعلی سرقوماندان بللی او د هغه تر مشرۍ لاندې یې د جلال‌اباد جګړه د افغانانو د خپلواکې دفاع یوه بېلګه ګڼلې ده.

اکثریت ګوند په اعلامیه کې ویلي چې د ډاکټر نجیب الله د وژنې ورځ د افغان وطن‌پالو او مترقي سیاسي جریانونو لپاره د ماتم ورځ ده او د هغه وژنه یې په کلکه غندلې ده.

د تېرو جنایتونو د څېړلو غوښتنه

د اکثریت ګوند په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دغه ګوند دریځ د هېڅ سیاسي شخصیت یا جریان پر مطلق تقدس او معصومیت ولاړ نه دی.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ باور لرو چې هېڅ شخص او هېڅ سیاسي جریان د نقد، ارزونې او عدالت څخه پورته نه دی.»

دغه ګوند د افغانستان د معاصر تاریخ د څېړلو لپاره د واقعي اسنادو، شواهدو او تاریخي حقیقتونو پر بنسټ د ارزونې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد په راتلونکي مشروع نظام کې باید د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي او بشري جنایتونه په بې‌پرې توګه وڅېړل شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د حقیقت موندنې د دغه بهیر موخه باید غچ اخیستنه نه، بلکې د حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.

اکثریت ګوند د ډاکټر نجیب الله د ژوند په ساتلو او د هغه په دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو زبرځواکونو د مسوولیت په اړه هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان د هغه له وژل کېدو وروسته په افغان ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د اعلامیې په پای کې د افغانستان پر سیاسي تاریخ له تېرو تجربو څخه د درس اخیستو ټینګار شوی او له نوي نسل څخه غوښتل شوي چې د هېواد د ساتنې او د سیاسي مبارزې په برخه کې له دغو تجربو ګټه واخلي.