د پاکستان د نړیوال پارلماني کانګرس په نوښت جوړ شوي دغه کنفرانس کې د افغانستان پر امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت، پر پولو امنیتي اندېښنو، د سوداګرۍ پر خنډونو، د ترانزیټ او سیمه ییز اتصال پر ستونزو او بشري اړتیاوو بحث کېږي.
هغه زیاته کړه: « د سپتمبر په ۳۰مه به موږ د عراق په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې د اړولو او زموږ پر هېواد د [هغوی د] خپلې ارادې د تپلو په برخه کې د اشغال ناکامي ونمانځو».
د هغه په وینا، عراق ثابته کړې چې حاکمیت یې د بهرنیو ځواکونو په وسیله نه، بلکې د مقاومت او د خلکو د ارادې له لارې خوندي کېدای شي.
د ایران د محور لپاره بری
که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل په عمومي توګه عراقیان ستايي، خو هغه کسان چې د ایرانپلوه ډلو له ځواک څخه اندېښمن دي، وايي وتل ښايي له وخته مخکې وي.
د امریکا ضد مقاومت د پخواني مرکز فلوجې یو سني قبایلي مشر عبدالرحمن الزبایي رویټرز ته وویل: « موږ باور لرو چې عراق په دې وخت کې لا هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د امنیت چارې پر غاړه واخلي».
هغه وویل: « ټول عراقیان د بشپړ حاکمیت غوښتونکي دي او هېڅ عراقي به له دې سره مخالفت ونه کړي. خو زما په اند، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په دې ډول وتل او د امنیت تشه رامنځته کول هغه څه دي چې ټول عراقیان ترې وېره لري».
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، څو د دغه هېواد سني مسلمان دیکتاتور صدام حسین راوپرځوي. وروسته یې عراق اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ او له څو کلونو راهیسې یې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړه. امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق ووتل.
خو له دریو کلونو لږ وخت وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې بېرته عراق ته ستانه شول، څو له عراقي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» یا داعش د سني وسله والې ډلې په ماتولو کې مرسته وکړي. دا جګړه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه.