افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د پخواني حکومت دغه چارواکی له خپل زوی سره د سېشنبې په ورځ د تلې په اوومه نېټه نیول شوی دی.
د طالبانو چارواکو لاتر اوسه د هغوی د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
ګلمحمد شکران د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د کابل له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شو او د سرچینو په وینا، په کندهار کې په یو شخصي روغتون کې په کار بوخت و.
په بېلابېلو ولایتونو کې د پخواني حکومت د چارواکو نیول لا هم دوام لري.
د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو مامورینو د ۲۰۲۶ کال له اپریل څخه تر جون پورې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لږ تر لږه ۲۹ پخواني غړي او د پخواني حکومت چارواکي نیولي دي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که له یوه انسان څخه د زدهکړې، کار، عاید ترلاسه کولو، پارک ته د تلو او ان له کوره د وتلو حق واخیستل شي، نو د هغه او یوه مريي ترمنځ به څه توپیر پاتې شي؟».
خو په افغانستان کې له کوره وتل هم ورته له وېرې سره مل دي.هغه وايي کله ناکله د وېرې او اضطراب له امله حتا هغه کارونه هم نیمګړي پرېږدي چې د کور د اړتیاوو لپاره یې باید و کړي.
هغه وايي، « بیا به مې څوک راخوشې کوي؟»
ایران د اروپا پر لور د تګ لپاره د افغانانو لومړنۍ دروازه ګڼل کیږي، خو تهران په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او په سلګونو زره افغانان یې له خپلې خاورې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې ایران شاوخوا ۴۳۹ زره افغانان له هېواده شړلي دي.
د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ایران څخه شاوخوا ۱،۹میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه یا شړل شوي وو، چې له دې ډلې نږدې ۱،۲۶ میلیونه کسان شړل شوي وو.
هغه زیاته کړه: « د سپتمبر په ۳۰مه به موږ د عراق په تاریخ کې د یوې تورې پاڼې د اړولو او زموږ پر هېواد د [هغوی د] خپلې ارادې د تپلو په برخه کې د اشغال ناکامي ونمانځو».
د هغه په وینا، عراق ثابته کړې چې حاکمیت یې د بهرنیو ځواکونو په وسیله نه، بلکې د مقاومت او د خلکو د ارادې له لارې خوندي کېدای شي.
د ایران د محور لپاره بری
که څه هم د امریکايي ځواکونو وتل په عمومي توګه عراقیان ستايي، خو هغه کسان چې د ایرانپلوه ډلو له ځواک څخه اندېښمن دي، وايي وتل ښايي له وخته مخکې وي.
د امریکا ضد مقاومت د پخواني مرکز فلوجې یو سني قبایلي مشر عبدالرحمن الزبایي رویټرز ته وویل: « موږ باور لرو چې عراق په دې وخت کې لا هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې د امنیت چارې پر غاړه واخلي».
هغه وویل: « ټول عراقیان د بشپړ حاکمیت غوښتونکي دي او هېڅ عراقي به له دې سره مخالفت ونه کړي. خو زما په اند، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په دې ډول وتل او د امنیت تشه رامنځته کول هغه څه دي چې ټول عراقیان ترې وېره لري».
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، څو د دغه هېواد سني مسلمان دیکتاتور صدام حسین راوپرځوي. وروسته یې عراق اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ یې حکومت جوړ کړ او له څو کلونو راهیسې یې د یاغیانو پر ضد جګړه وکړه. امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق ووتل.
خو له دریو کلونو لږ وخت وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې بېرته عراق ته ستانه شول، څو له عراقي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» یا داعش د سني وسله والې ډلې په ماتولو کې مرسته وکړي. دا جګړه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه.