اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی.
اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي.
«تریخ ثبات» او پراخ محدودیتونه
اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده.
مجلې لیکلي چې ډېری افغانان د لا ډېرې ازادۍ غوښتونکي دي، خو د طالبانو سختدریځو د دې ډلې په دننه کې خپل واک ټینګ کړی او نسبتا منځلاري کسان د هبتالله اخوندزاده د ننګولو توان نه لري.
د اکانومېسټ په ارزونه، اخوندزاده ځان ته وفادار ځانګړی ساتونکی ځواک جوړ کړی او د کانونو ګټور قراردادونه یې په خپل لاس کې اخیستي دي. مجله وايي، د طالبانو په منځ کې ځینې هغه کسان چې د هغه د مخالفت هڅه یې کړې، تېښتې ته اړ شوي دي.
د انزوا د تګلارې پر پایلو نیوکه
امریکا او اروپا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې کنګل دي او پر ګڼو طالب چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.
خو اکانومېسټ لیکلي چې طالب سختدریځي د لوېدیځو ډیپلوماتانو او پانګهوالو پر نه حضور اندېښنه نه لري او یوازې د پخواني حکومت شتمنیو ته د لاسرسي لپاره خپله ایډیالوژي نه بدلوي.
مجلې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې او له دې ډلې سره د چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ویلي چې د لوېدیځ انزوا د نورو هېوادونو د تعامل مخه نه ده نیولې.
راپور همداراز وايي چې اروپايي هېوادونو په جون کې طالب چارواکي بروکسل ته بللي وو، څو د کډوالۍ او د رد شویو پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي. د مجلې په وینا، امریکا هم د لا سختدریځو اسلامپالو ډلو پر وړاندې له طالبانو سره په پټه استخباراتي معلومات شریکوي.
د مرستو دوام او د بندیزونو اصلاح
اکانومېسټ له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو کمول ودروي. د مجلې په وینا، دا مرستې له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د یوه اټکل له مخې، نږدې نیمایي وګړي ورته اړتیا لري.
مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو حضور هم اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه ادارې د احتمالي قحطۍ، ناکراریو او د مرستو د غلا په اړه د خبرداري ورکولو توان لري.
خو راپور په سویس کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۴،۲ میلیارد ډالرو زېرمو د ازادولو ملاتړ نه کوي. د مجلې په ارزونه، اوس د دې پیسو د ازادولو وخت نه دی رسېدلی او ښايي د طالبانو د مشر د واک د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.
اکانومېسټ د بندیزونو د اصلاح غوښتنه هم کړې ده. مجله استدلال کوي چې ګڼ طالب چارواکي لسیزې مخکې د ترهګرو په توګه د بندیزونو په لېستونو کې شامل شوي و او اوس وزیران دي. د راپور په وینا، دې وضعیت نړیوالې مالي معاملې او خصوصي پانګونه زیانمنې کړې دي.
مجلې لیکلي چې لوېدیځ شرکتونه د ترهګرۍ د تمویل ضد مقرراتو د احتمالي سرغړونې له وېرې په افغانستان کې سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي. د اکانومېسټ په باور، د دغو خنډونو کمول اقتصادي ودې او د پراخې بېکارۍ په راکمولو کې مرسته کولای شي.
په رسمیت پېژندل؛ یو جنجالي وړاندیز
اکانومېسټ د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل د تعامل یو «لا جنجالي ګام» بللی، خو استدلال یې کړی چې دا کار د طالبانو د کړنو د تایید مانا نه لري.
د مجلې په وینا، په رسمیت پېژندل به د دې واقعیت منل وي چې طالبان ښايي د اټکل وړ راتلونکي لپاره پر افغانستان واکمن پاتې شي.
مجله وايي چې فعال سفارتونه د ترهګریزو ګواښونو په څارلو او له طالبانو سره د خبرو د لارو په پرانیستلو کې مرسته کولای شي. د مجلې په باور، دا اړیکې ښايي د وخت په تېرېدو د طالبانو په حکومت کې نسبتا منځلاري کسان هم وهڅوي.
اکانومېسټ په پای کې ټینګار کړی چې د طالبانو په حکومت کې بدلون باید تر ډېره له دننه راشي او ښايي لسیزې وخت ونیسي، خو د مجلې په ارزونه، سنجول شوی تعامل تر زیان ډېرې ګټې لرلای شي.