• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي د اوربند د بیا ټینګېدو پر وړاندیز یې د امریکا ځواب ترلاسه کړی

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱

ایران د حکومت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د خلیج د اوربند د بیا ټینګولو لپاره یې د خپل وروستي وړاندیز په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی دی. دا اعلان څو ورځې وروسته له هغې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل دغه وړاندیز یې رد کړی دی.

د ایران د حکومت یوه ویاند پر اېکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ځواب حکومت ته سپارلی دی. د دغه ځواب جزییات لا نه دي خپاره شوي.

تهران تېره اوونۍ وړاندیز کړی و چې امریکا دې د ایران د بندرونو محاصره پای ته ورسوي او ایران به یې په بدل کې د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي تګ راتګ بېرته عادي کړي.

خو ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې وړاندیز یې رد کړی، خو عراقچي ټینګار کاوه چې ایران ته د رد رسمي ځواب نه دی رسېدلی.

تهران وايي، غواړي هغه موقتي تړون بېرته عملي شي چې په جون میاشت کې د ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان تر لاسلیک څو اوونۍ وروسته ړنګ شو.

دا په داسې حال کې ده چې قطري منځګړیو تېره اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ پیغامونه لېږدول او دا د اوربند تر ړنګېدو وروسته د دواړو لورو د دریځونو د نږدې کولو لومړنۍ هڅه وه.

په ورته مهال یوه غیرایراني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې قطري چارواکو د سې‌شنبې په ورځ په دوحه کې عراقچي ته د امریکا ځواب تشریح کړ. د دغه چارواکي په وینا، دواړه لوري پر ډېرو ګامونو سلا دي، خو اختلاف یې پر دې دی چې څوک باید لومړی خپلې ژمنې عملي کړي.

ایران غواړي په هر راتلونکي تړون کې د هرمز تنګي پر تګ راتګ د کنټرول واک ولري. دغه تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد یوه مهمه لار ده چې تر جګړې وړاندې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت ترې تېرېدل.

•
•
•

نور خبرونه

ناټو ته د روسیې خبرداری؛ د بالتیک محاصره به اټومي ځواب ولري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
100%

روسیې ناټو ته خبرداری ورکړی، چې که د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې د کالینینګراد سیمې د منزوي کولو یا محاصرې هڅه وشي، مسکو به د خپلو سیمو د دفاع لپاره له اټومي وسلو په ګډون له ټولو ممکنه وسایلو کار واخلي. خو ناټو د مسکو اټومي څرګندونې «غیرمسوولانه» بللې دي.

روسیې دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی، چې په دې وروستیو کې د بالتیک سمندر په شاوخوا کې د ناټو او روسي ځواکونو ترمنځ تحرکات زیات شوي دي. د مسکو د جیوپولیټیک وضعیت پر بنسټ، کالینینګراد د روسیې هغه ستراتیژیکه خاوره ده چې له اصلي جغرافيا څخه لرې د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ پرته ده. روسیې څرګنده کړې، که چېرې لوېدیځوال یا د ناټو غړي هېوادونه له دې سيمې سره د ټرانزیټي یا سمندري لارو د تړلو او محاصرې هڅه وکړي، مسکو به د خپل ملي امنیت او خاورې د ساتلو لپاره له خپلو ټولو شته پوځي امکاناتو په ګډون له اټومي وسلو ګټه استفاده وکړي.

بل خوا، د ناټو تړون چارواکو د مسکو دا نوې څرګندونې په کلکه رد کړې او د روسیې دا ډول اټومي ژبه او خبرداری یې «غیرمسوولانه» او د سیمې د امنیت لپاره نااراموونکی بللی دی.

د ناټو د مسوولانو په وینا، د دوی هېڅ راز پلان نشته چې د کالینینګراد سمندري یا ځمکنۍ لارې بندې کړي او د مسکو دا ډول پیغامات يوازې رواني جګړه ده چې غواړي د لوېدیځ ترمنځ ویره جوړه کړي.

په ورته مهال په ویانا کې مېشت د اټومي وسلو شنونکي او پخواني روسیې ډيپلوماټ نیکولای سوکوف د رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روسیې دغه خبرداری ښايي په مسکو کې د هغو سخت دریځو د نفوذ زیاتېدل په ګوته کړي چې د لوېدیځ د اقداماتو پر وړاندې د سخت دریځ غوښتونکي دي. د راپورونو له‌مخې په دغو اقداماتو کې اوکراین ته د وسلو رسول، پر مسکو د نویو بندیزونو لګول، د روسي بېړیو درول، د کالینینګراد شاوخوا پوځي تمرینونه او استخباراتي الوتنې شاملې دي.

سوکوف وايي، روسیه د لا زیاتو اقداماتو تمه لري، چې د بالتیک سمندرګي محاصره هم پکې شامله ده. د هغه په وینا، که څه هم اروپايي هېوادونه ښايي دغه اقدام د جګړې له کچې ټیټ وبولي، روسیه یې ښايي ښکاره جګړه وګڼي او د دواړو لورو د ناسمې محاسبې خطر شته.

د روسیې پر خبرداري سربېره تر اوسه درېیو اروپايي هېوادونو کې د روسیې سفارتونو په تېرو درېیو ورځو کې داسې څرګندونې کړې چې ناټو یې د پوځي تمرینونو او د کالینینګراد اړوند د سناریوګانو د طرحې له امله د کړکېچ په زیاتولو تورنه کړې ده.

د روسیې او اروپا اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ برید وروسته لا له وړاندې خرابې شوې وې، خو د رویټرز په وینا، سږ کال لا پسې ترینګلې شوې دي.

امریکا په قطر کې د څه باندې زرو افغانانو د اوسېدو موده نهه میاشتې لا غځوي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. په دغه کمپ کې له زرو ډېر افغانان اوسېږي چې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.

دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي.

اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه له څو هېوادونو سره خبرې کوي.

تر دې مخکې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نوم هم د دغو افغانانو د یوې برخې د احتمالي لېږد لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي د دغو کسانو لپاره داسې حل‌لاره پیدا کړي چې وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د رضاکارانه لېږد لپاره هڅې هم دوام ولري.

خو امریکا ته د دغو کسانو د لېږد امکان ډېر کم ښکاري. ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرام ودرولو چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغان وګړو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

د «افغان ایواک» سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان د پناه‌غوښتونکو د منلو له پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.

د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د کمپ د فعالیت غځول د دغه کمپ د اوسېدونکو لپاره ښه خبر بللی دی. د هغه په وینا، دغه پرېکړه لږ تر لږه د دې اندېښنه کموي چې دوی به ژر افغانستان ته بېرته ولېږل شي. خو وندایور ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یوه دایمي حل‌لاره وموندل شي.

د افغانانو د امریکا ته د لېږد ملاتړو فعالانو خبرداری ورکړی چې که بل هېواد د دغو کسانو منلو ته چمتو نه شي، افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل له خطر سره مخ کېدای شي. د کمپ ډېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له امریکايي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ له امله ښايي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو سره د مکې دفاعي تړون له ازموینې سره مخ شوی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱
100%

د «کالیبر» د راپور له مخې، د سعودي عربستان پر ښارونو او مهمو تاسیساتو د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

راپور وايي، د حوثیانو له لوري پر ریاض او د ینبع بندر په ګډون د سعودي عربستان پر ستراتیژیکو تاسیساتو بریدونو د سره سمندرګي او باب‌المندب تنګي امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
د راپور له مخې، د مکې دفاعي تړون د «ګډې دفاع» پر اصل ولاړ دی او له همدې امله د وروستیو بریدونو په تعقیب داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي پاکستان د ریاض په غوښتنه پر حوثیانو هوايي بریدونه وکړي او ترکیه هم سعودي عربستان ته پوځي مرسته برابر کړي.
راپور زیاتوي، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې لیدنه کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د سعودي عربستان پر زیربناوو د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د بېړنۍ غونډې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.
راپور د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي، فرانسه به د سعودي عربستان د انرژۍ او ترانسپورټي تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي پرسونل، راداري سیسټمونه او هوايي دفاعي تجهیزات دغه هېواد ته واستوي.
د قرغزستان سیاسي شنونکی او د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز مشر اېدل عثمانبېتوف وايي، د حوثیانو وروستیو بریدونو سیمه‌ییز وضعیت نور هم پېچلی کړی او ښايي د مکې تړون له نظري پړاو څخه عملي پړاو ته داخل شي.
د هغه په وینا، د تړون غړي هېوادونه کولای شي سعودي عربستان ته د هوايي ځواک، استخباراتي همکارۍ، لوژستیک او پوځي تجهیزاتو په برخو کې ملاتړ برابر کړي، خو لا هم د مستقیمې پوځي مداخلې د کچې په اړه څه ویل وختي دي.
عثمانبېتوف باور لري چې د وضعیت راتلونکی به تر ډېره د امریکا په دریځ پورې تړلی وي، ځکه واشنګټن تر اوسه د مستقیمې لویې پوځي مداخلې پر ځای د ایران د مهارولو لپاره اقتصادي فشارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وايي، د مکې تړون د بشپړ فعالېدو، د باب‌المندب د لارې د بېرته پرانیستو، د حوثیانو د شاتګ، یا هم د یوې اوږدې نیابتي جګړې او سیاسي جوړجاړي سناریوګانې ټولې ممکنې دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان، ترکیې، چین، هند او نورو لویو اقتصادونو لپاره د نړیوالو سوداګریزو لارو او مهمو سمندري تنګیو خوندیتوب ستر اهمیت لري.
بل لور ته، د ګرجستان سیاسي شنونکی او د منځني ختیځ چارو کارپوه واسیلي پاپاوا وايي، د ریاض، انقرې او اسلام‌اباد له لوري د حوثیانو پر ضد د یوې پراخې ګډې پوځي حملې احتمال کم ښکاري.
د هغه په وینا، مکې تړون د دودیزو پوځونو او متعارفو ګواښونو لپاره جوړ شوی، حال دا چې حوثیان د غیرمتعارف او نامتقارن جنګ تګلارې کاروي.
پاپاوا وايي، پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري او د بلوچستان د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي له تهران سره مستقیم ټکر ته داخل شي.
هغه زیاتوي، ترکیه هم له ایران سره د کردانو د مسلې او نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو له امله عملي اړیکې ساتي او نه غواړي دغه اړیکې زیانمنې شي.
د هغه په باور، د ترکیې او پاکستان ونډه به تر ډېره د وسلو، پوځي روزنې او ډیپلوماټیک ملاتړ تر کچې محدوده وي.
پاپاوا وايي، سعودي عربستان به د خپلو تاسیساتو دفاع ته دوام ورکړي، خو د فرانسې او نورو بهرنیو شریکانو له ملاتړ سره.
نوموړي خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ښايي د ټیټې کچې، خو اوږدمهالې شخړې پر لور روان وي؛ داسې شخړه چې سیاسي او اقتصادي لګښتونه به یې د ټولو ښکېلو لورو لپاره درانه وي.

ټرمپ د ایران طرحه رد کړه خو تهران د کړکېچ د حل لپاره پر ډېپلوماسۍ ټینګار لري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د هرمز تنګي د پرانېستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د وړاندیز شوې طرحې له ردولو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی، چې یوازې ډیپلوماسي کولای شي له واشنګټن او اسراییل سره روانه شخړه حل کړي.

عراقچي د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي، چې د دوی شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلي دي.

بل‌خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان له الجزیره ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران له امریکا غواړي پخوانۍ اټومي هوکړې ته بېرته ستنه شي او پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د ایران چارواکو دغه سوله‌ییز وړاندیز د روانې اونۍ په پیل کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال وړاندې کړی او ویلي یې وو، چې دغه طرحه د قطر د منځګړو له لارې امریکایانو ته لېږدول شوې ده.

خو ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې دا طرحه یې رد کړې او زیاته یې کړه، چې ایران د سختې ماتې او بې‌وسۍ له امله غواړي سمدستي د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره معامله وکړي.

په ورته وخت کې د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ په خصوصي توګه شک ښودلی چې ایران به د ده غوښتنې پوره کړي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي، چې د نومبر میاشتې له منځ‌مهاله ټاکنو وروسته د بمباریو د نوي پړاو پیل کېدل ممکن دي.

سره له دې چې ټرمپ په علني توګه دا طرحه رد کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې منځګړو لا تر اوسه په رسمي توګه د امریکا د رد ځواب دوی ته نه‌دی رسولی او دوی د وروستي او پرېکنده نظر په تمه دي، څو پر بنسټ یې پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هُرمز په تنګي کې پر بېړیو د ایران د بریدونو له امله امریکا پر تهران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، څو د بریدونو مخه ونیسي. د تیلو پر دغې حیاتي لارې د جګړې اغېزو د نړۍ اقتصاد او د تېلو جریان زیانمن کړی او د اسلامي جمهوریت چارواکو په دې اړه له خپلو سعودي سیالانو سره هم خبرې کړې دي.

د عباس عراقچي په وینا، په وړاندیز شوې طرحه کې د هرمز تنګي د پرانېستلو او په سیمه کې د جګړې د درېدو لپاره د اوو ورځو مهلت ټاکل شوی، څو دواړه لوري پر نورو موضوعاتو، لکه د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړي.

مسعود پزشکيان هم د امریکا له سي‌بي‌اېس شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتو دی، خو د زورواکۍ او فشار لاندې به هېڅ پرېکړه ونه‌کړي.

د امریکا، اسراییل او ایران تر منځ مستقیمه نظامي جګړه د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې پر تهران کې د امریکا او اسراییل د ګډو هوایي بریدونو پر مهال د علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته پیل شوه. د دغه اووه میاشتني کړکېچ په لړ کې، چې د زرګونو کسانو د وژل کېدو او د ایران د ځواکونو د کمزوري کېدو لامل شوي، د تېر کال د چنګاښ میاشتې د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک هم نقض شوی چې له امله یې ۱۷ ورځنۍ سخته جګړه ونښته. امریکا په دغې موده کې په ایران کې پر پوځي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په مقابل کې سپاه پاسداران په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي دي.

فایننشل ټایمز: د عمران خان محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ لپاره لویه ننګونه ده

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱
100%

فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په زندان کې دی؛ خو د هغه محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره لویه سیاسي ننګونه بلل کېږي.

په راپور کې راغلي، د عمران خان په ملاتړ د اعتراضونو له اعلان سره سم په اسلام‌اباد کې چارواکو له وړاندې سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو تړلي دي. د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې لپاره د پراخو اعتراضونو اعلان کړی او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
راپور زیاتوي، پاکستاني رسنۍ د عمران خان د نوم له یادولو ډډه کوي او یوازې یې د تحریک انصاف د «بنسټګر» په نوم یادوي. راپور وړاندې کاږي، تېره میاشت روغتون ته د هغه د لېږد پرمهال چارواکو هڅه کړې وه چې د نوموړي انځورونه خپاره نه‌شي.
د راپور له مخې، چارواکو د عمران خان څو خویندې او نور خپلوان هم له اعتراضونو وړاندې نیولي او لامل یې «عامه امنیت ته جدي ګواښ» بللی دی. راپور وايي، د پوځ او حکومت له هڅو سره، سره عمران خان لاهم د مېلیونونه پلویانو لپاره د پاکستان د دودیز سیاست تر ټولو مهم بدیل ګڼل کېږي او شنونکي باور لري چې په ازاده ټاکنو کې به بریالی شي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد عدیل ملک فایننشل ټایمز ته ویلي، پاکستان د عمران خان د محبوبیت او د پوځ د واکمنۍ ترمنځ په یوه سیاسي کړکېچ کې بند پاتې دی.
راپور وايي، عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د نړۍوال دریځ د پیاوړتیا هڅه کړې؛ خو په کور دننه له امنیتي ستونزو، اقتصادي ننګونو او د ولسي ملاتړ له کمښت سره مخ دی.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن ویلي، پر عمران خان او د هغه پر پلویانو دوامداره فشارونه ښايي نوي اعتراضونه او سیاسي بې‌ثباتي رامنځته کړي. راپور لیکي، چې عمران خان په ۲۰۱۸کال کې له پوځ سره د نږدې اړیکو له امله واک ته ورسېد؛ خو وروسته یې له پوځ سره سیاسي اختلافات رامنځته شول.
نوموړی د اقتصادي ناورین پر مهال د پارلمان د بې‌باورۍ په رایه له واکه لرې شو او له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون په بېلابېلو تورونو زنداني دی. د هغه ګوند وايي، دغه قضیې سیاسي انګېزه لري.
راپور د عمران خان د خور عظمی خان په حواله ویلي، نوموړی په زندان کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی او په انفرادي خونه کې ساتل کېږي. راپور د ۲۰۲۳کال د اعتراضونو یادونه هم کوي او وايي، کله چې عمران خان ونیول شو، د هغه پلویانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل چې وروسته امنیتي ځواکونو په زرګونو کسان ونیول.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴کال په نومبر کې هم د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال امنیتي ځواکونو پارلمان ته نږدې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او د تحریک انصاف او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
راپور وايي، د عمران خان د پلویانو د بسیج کولو وړتیا د پوځ لپاره په داسې وخت کې یوه جدي ستونزه ده چې پاکستان د لوېدیځو ایالتونو له ناامنۍ او د کشمیر له اعتراضونو سره هم مخ دی.
راپور زیاتوي، چې حکومت د مخالفتونو د محدودولو لپاره قانوني بدلونونه راوستي او د انټرنېټي بیان پر ازادۍ یې محدودیتونه لګولي دي. راپور د حقوقي کارپوه اسد رحیم خان په حواله لیکلي، پاکستان د خپل تاریخ له «تر ټولو ستر قضایي شاتګ» سره مخ دی او پر خپلواکو قاضیانو فشارونه زیات شوي دي.
راپور کاږي، سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، د هغه انځورونه لاهم د پاکستان په ښارونو کې پر موټرو او رېکشاوو لیدل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې ویدیوګانې یې پر خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپرېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۳
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۴

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

۵

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی