• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرغون بهیر په پنجشیر کې د طالبانو پر پوځي موټر د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهیر ادعا کړې چې د تلې په ۲۰مه، د دوشنبې په ورځ یې د پنجشېر ولایت د عبدالله‌خېل په کلي کې د طالبانو پر یوه پوځي موټر برید کړی او په دې پېښه کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.

دغه بهیر وايي، طالبانو له برید وروسته په سیمه کې د پلټنو او نیونو لړۍ پیل کړې او نږدې ۲۱ سیمه‌ییز اوسېدونکي یې نیولي دي.

زرغون بهیر د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر ۱۲مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې نیول شوي کسان له یاد عملیاتو سره هېڅ تړاو نه لري.

د دې بهیر د ادعا له مخې، د کورونو د پلټنې پر مهال د دین محمد په نوم د یوه کس په کور کې هم یو طالب وژل شوی دی. زرغون بهیر دغه پېښه د کور د خاوند له غوسې سره تړلې بللې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

زرغون بهیر وايي، د عملیاتو تر ترسره کولو وروسته یې غړي لغمان ولایت ته تللي او له هغه ځایه د افغانستان یوه لوی ښار کې خوندي ځایونو ته لېږدېدلي دي.

دغه بهیر د خپلې اعلامیې په پای کې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام په اړه په شعار ډوله ژبه لیکلي: «دښمن باید د زرګونو ټپونو او ګوزارونو په پایله کې راوغورځول شي. دا «عملیات» له هغو ګوزارونو څخه یو و.»

د زرغون بهیر د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د چارواکو خپلواک دریځ او د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات په خپور شوي د ایکس په پوسټ کې نه دي وړاندې شوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

•
•
•

نور خبرونه

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، «د تحریک طالبان پاکستان غړي او مشران په افغانستان کې له وسلو سره ازاد ګرځي». دراني افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي.

د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به تر ټولو ډېر پر عامو خلکو اغېز وکړي.

دراني زیاته کړې، چې ښايي د نوموړي څرګندونې د طالبانو خوښې نه شي، خو د ده په وینا، «په افغانستان کې هېڅکله تلپاتې ثبات نه دی رامنځته شوی او طالبان حتمي او دایمي واکمنان نه دي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال له اصف دراني څخه وپوښتل، چې طالبان ادعا کوي مخالفې ډلې یې د چترال له لارې د ورانکارو فعالیتونو لپاره افغانستان ته اوړي، په دې اړه د نوموړي دریځ څه دی؟ دراني په ځواب کې وویل، چې طالبان دا خبرې د خلکو د پوښتنو د ځوابولو لپاره کوي.

د دراني په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړو ته اجازه ورکړل شوې چې له وسلو سره په ازاد ډول وګرځي او د دې ډلې مشران هم په افغانستان کې دي.

کله چې خبریال ورته وویل چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په نوم کومه ډله نشته، دراني په ځواب کې وویل، «طالبان دروغ وایي، طالبان د کلمې تر څنګ درواغ هم وایي».

هغه زیاته کړې، چې دی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، طالبانو به ورته ویل چې «د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پاکستان دوی ته پیسې ورکړي».

دراني ویلي، چې د طالبانو او پاکستان د ستونزې د حل لپاره اوس منځګړي نشته او خبرې بې‌پایلې پاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې اختلاف د حل لپاره د دواړو هېوادونو خلک او ولسونه مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال له دراني وپوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه، د ویزو محدودیتونه او د لارو بندول ایا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دي؟ دراني په ځواب کې وویل، « تر یو بریده هو، خو طالبان فشار نه مني، ځکه خپلو خلکو ته وایي چې پاکستان له دوی سره بد کړي دي او که څوک په دې وضعیت کې مړ شي، دا د خدای رضا ده».

کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال ترې وپوښتل، چې طالبان بیا ادعا کوی چې د پاکستان وضعیت خراب دی، دراني ځواب ورکړ: «که وضعیت خراب وي، طالبان دې راشي او مرسته دې وکړي».

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی. د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو یوڅه وخت باید ورکړل شي.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو او ترلاسه شویو اسنادو له مخې، طالبانو په کابل کې د اماراتو (شیخ زاید) ښارګوټي د یو شمېر اپارتمانونو د بېرته ترلاسه کولو بهیر پیل کړی او د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی لېست یې صادر کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې ټول ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخیستو له خطر سره مخ دي.

د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې ښکاري چې د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډله‌ییزې عریضې له لارې د طالبانو د ښارجوړولو او کور جوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او د ریاست‌الوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې ده.

د اوسېدونکو په وینا، دوی چمتو دي چې د اپارتمانونو لپاره د خپلو ورکړل شویو قسطونو کچه له ۵۰ سلنې لوړه کړي، خو د دوی غوښتنو ته تر اوسه رسیده ګي نه ده شوې.

دوی وایي، د قسطونو په ورکولو کې ځنډ د مالي ژمنو د نه منلو یا قصدي سرغړونې له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو، د عوایدو د کمېدو او بېکارۍ له کبله رامنځته شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، ځینو کسانو د معلوماتو د نشتوالي او ناسمو برداشتونو له امله هم ګومان کاوه چې ښایي په راتلونکي کې قسطونه وبښل شي یا یې اندازه راکمه شي.

د ښارګوټي اوسېدونکي څوک دي؟

د اوسېدونکو په وینا، داسې برداشت هم رامنځته شوی چې ګواکې د شیخ زاید ښارګوټي اپارتمانونه د پخواني جمهوري حکومت د سیاستوالو، وکیلانو او وزیرانو دي، چې په تېرو وختونو کې یې قسطونه نه دي ورکړي او اوس هم د پیسو د ور کولو اراده نه لري.

خو د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، دغه ښارګوټی د یوه کوچني افغانستان په څېر دی، چې د بېلابېلو قومونو، ژبو او ټولنیزو قشرونو خلک پکې ژوند کوي. د دوی په وینا، د ښارګوټي ډېری اپارتمانونه د کلونو په اوږدو کې څو ځله پېرل شوي او پلورل شوي او اوسني مالکان یې تر ډېره عادي خلک او په ځینو مواردو کې بې‌وزله کورنۍ دي.

دوی ټینګار کوي چې د قسطونو د ور کولو په برخه کې ستونزې باید د هرې کورنۍ د اقتصادي وضعیت او شرایطو په پام کې نیولو سره وارزول شي.

د ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له امله اړ شوي یو، چې د لګښتونو په منلو سره د خپلو خلکو له منځه یو پلاوی کندهار ته واستوو، څو د قسطونو د ورکولو لپاره یو ځل بیا د مهلت غوښتنه وکړي».

د دوی په وینا، دوی د پورونو د بښلو، معافیت یا د قسطونو د کمولو غوښتنه نه کوي، بلکې یوازې د پاتې پیسو د ورکولو لپاره اضافي وخت غواړي.

اوسېدونکي وایي، «موږ دا ادعا هم نه کوو، چې د شیخ زاید ښارګوټی د شیخ زاید ډالۍ وه، نه دا غوښتنه کوو چې دغه اپارتمانونه دې ونه پلورل شي او نه هم دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې ښارګوټی لا هم د کلینیک، ښوونځي او شنو ساحو په څېر له ډېرو بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دی».

د ښارګوټي د اوسېدونکو په وینا، دوی یوازې دا غواړي، چې د قسطونو د تادیې لپاره یو بل فرصت ورکړل شي.

د اپارتمانونو اوسېدونکي وايي، چې که دغه کورونه بېرته واخیستل شي او نورو کسانو ته وسپارل شي، هغوی به هم اړ وي چې قسطونه ورکړي، نو ولې لومړی اوسنیو مالکینو ته فرصت نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د کورونو د بیې یوه برخه یې ورکړې او د پاتې پیسو د تادیې لپاره هم چمتو دي.

د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د قسطونو د ورکولو لپاره د اضافي مهلت غوښتنه مو د دې لپاره ده چې خپلې مالي ژمنې پوره کړای شو او له خپلو کورنیو سره په خپلو کورونو کې پاتې شو».

د اوسېدونکو په وینا، د دوی غوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي او د همدې وضعیت دوام یې اندېښنې او ناهیلي زیاتې کړې دي.

ددغه رپوټ تر خپرېدو پورې طالب چارواکو د ښارګوټي د اوسېدونکو د ادعاوو او غوښتنو په اړه په علني توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو پر خبریالانو فشارونه زیات کړي او د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرولو یې محدودیتونه لګولي دي.

د راپور له مخې، خبریالان په ځینو سیمو کې د سیاسي او پوځي موضوعاتو په اړه د طالبانو د دریځ خپرولو ته هڅول کېږي او په فکري او عقیدوي پروګرامونو کې ګډون ته اړ اېستل کېږي.
په دغه راپور کې چې د سپټمبر له لسمې د اکټوبر تر لسمې موده رانغاړي راغلي، چې په دې موده کې د خبریالانو پر وړاندې د مستقیم تاوتریخوالي پېښې د تېرو میاشتو پرتله لږې وې؛ خو پر ځای یې قانوني ابهام، د واک ناوړه کارول، فکري فشارونه او د انځورونو او ویډیوګانو سانسور پراخ شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون د ختیځو ولایتونو ځايي طالب چارواکو له خبریالانو غوښتي، چې له پاکستان سره د ترینګلتیاوو پرمهال بې‌طرفي پرېږدي او د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد مطالب خپاره کړي. د راپور د ارزونې له مخې، دغه ډول غوښتنې د خبریالانو مسلکي بې‌طرفي زیانمنوي.

په بدخشان کې بیا د طالبانو د ۲۱۹ عمري قول اردو مرستیال غلام‌الله احمدي د خبریالانو او د رسنیو د استازو په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې مبارزه یوازې د جګړې تر ډګر محدوده نه‌ده. راپور وايي، دغه ډول پوځي څرګندونې خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کولای شي.

د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرکز او شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو لپاره د «فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې» په نوم سیمینارونه هم جوړ کړي دي. راپور دغه پروګرامونه د خبریالانو پر خپلواکۍ د فشار یوه بڼه بللې او ویلي یې دي، چې له دې لارې هڅه کېږي خبریالان د واکمنو له اېډیالوژۍ او غوښتنو سره سم کار وکړي.

په سوېلي ولایتونو کې هم د انځورونو او ویډیوګانو پر اخیستلو محدودیتونه راپور شوي دي. د راپور له مخې، د سپټمبر په ۸مه په کندهار کې یو خبریال د تصویر اخیستلو له امله د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شو. د سپټمبر په ۲۳مه د کندهار د سوداګرۍ خونې په یوه رسمي غونډه کې هم طالب محتسبینو خبریالان ګواښلي او د تصویر او ویډیو اخیستلو مخه یې نیولې ده.

راپور وايي، د اکټوبر په ۴مه د کندهار د امر بالمعروف ریاست ولایتونو ته په یوه رسمي لیک کې لارښوونه کړې چې په هېڅ خبري ناسته او لیدنه کې خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه ورنه کړي.

د امسو د راپور له مخې، په پکتیا کې هم یو سیمه‌ییز خبریال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله په اړه د څرګندونو پرمهال د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د یوې ورځې لپاره نیول شوی و. د راپور له مخې، دغه خبریال د نیول کېدو پرمهال وهل شوی او تر خوشې کېدو وروسته ترې د ورته موضوعاتو د نه څېړلو په اړه لیکلې ژمنه اخیستل شوې ده.

د راپور په بله برخه کې ویل شوي، چې په هلمند، زابل او روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور چارواکو د ځايي راډیوګانو پر خپرونو څار زیات کړی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپرونو منځپانګه د طالبانو له اصولو سره برابره کړي. همداراز د اکتوبر په ۲مه په زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له یوه سیمه‌ییز خبریال سره د مرکې پرمهال لفظي سپکاوی او ناوړه چلند کړی دی.

راپور معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې ته هم اشاره کړې او وايي، چې په ختیځو ولایتونو کې ځايي طالب چارواکي تازه معلومات لومړی خپلو تبلیغاتي شبکو ته ورکوي او وروسته یې له خپلواکو رسنیو سره شریکوي. د راپور له مخې، خبریالانو څو ځله دغه ستونزه له سیمه‌ییزو مسوولانو سره شریکه کړې؛ خو د حل لپاره یې عملي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

په پای کې د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په خپل راپور کې خبرداری ورکوي، چې د دغه وضعیت دوام د افغان ژورنالېزم خپلواکي، مسلکي بې‌طرفي او د خبریالانو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
رضا فرزام
100%

د انارو د حاصلاتو موسم رارسېدلی، خو د یوه افغان بڼوال اصلي اندېښنه د انارو راټولول نه؛ بلکې د پېرودونکو موندل دي. هغه افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلې ویډیو کې خپل د انارو بڼ ښيي او وايي، ان د محصولاتو د بیې پوښتنې لپاره هم څوک نه ورځي.

د دغه بڼوال په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدل پاکستان ته د انارو د صادراتو لاره بنده کړې او هغه ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بڼوال کیسه د هغه ناورین د پایلو انځور وړاندې کوي، چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ګډوډه کړې او اغېزې یې له ډیورنډ کرښې تر بڼونو، بازارونو او د کورنیو تر ژوند پورې رسېدلې دي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال (د تلې پر ۲۰مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او د سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډې په لارو کې هم سوداګریز فعالیتونه ګډوډ شول.

اټکلونه ښيي، چې له کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیون ډالره وه؛ هغه شمېره چې په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو اوړي.

د یوه کال په تېرېدو سره امنیتي اختلافات لاهم د سوداګرۍ د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. په دې موده کې افغانستان د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده؛ خو د صادراتو کمښت، د ټرانزیټي سوداګرۍ راټیټېدل او د لېږد رالېږد لګښتونو زیاتوالی ښيي، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل موندل هم ډېر لګښت لري.

د ورځې ۶.۴۵ مېلیون ډالره سوداګري؛ په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو رسېږي

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲۲۶ مېلیون ډالره و. که دغه موده نږدې ۱۵۰ ورځې وګڼل شي؛ نو پاکستان ته د افغانستان د ورځنیو صادراتو منځنۍ کچه نږدې ۱.۵ مېلیون ډالرو ته رسېده.

د دغه راپور له مخې، په همدې موده کې د افغانستان د ټولو وارداتو ارزښت شاوخوا ۵.۳ مېلیارد ډالره و چې ۱۴ سلنه یې له پاکستان نه تامینېدل. له دغه هېواده د وارداتو ارزښت شاوخوا ۷۴۲ مېلیون ډالره و، چې د ورځنۍ منځنۍ کچه یې ۴.۹۵ مېلیون ډالره محاسبه کېږي.

له همدې امله، د لارو تر تړل کېدو مخکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ ورځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیونه ډالر اټکل شوې ده. که دغه اندازه د ۳۶۵ ورځو لپاره محاسبه شي، نو په یوه کال کې نږدې ۲.۳۵ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. په دې کې له افغانستان نه د شاوخوا ۵۵۰ مېلیونه ډالرو صادرات او له پاکستان نه د ۱.۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت واردات شامل دي.

دغه شمېره یوازې د دواړو هېوادونو مستقیمه سوداګري رانغاړي او ټرانزیټي راکړې ورکړې په‌کې نه‌دي شاملې شوې. که د ټرانزیټي توکو ارزښت هم ورسره حساب شي؛ نو د لارو د تړل کېدو له امله اغېزمنه شوې سوداګري ښايي تر دې کچې ډېره لوړه وي.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه د بدیلو لارو له لارې ترسره شوې، یوه برخه یې درېدلې او بله برخه یې د لېږد رالېږد په لوړو لګښتونو ترسره شوې ده.

د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټ صفر ته رسېدلی

د پاکستان د ګمرکي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمېدو بهیر په څرګنده توګه لیدل کېږي. د ۲۰۲۳ مالي کال په اوږدو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر ۱۰۲زره او ۸۸۶ ته رسېده. دغه شمېر په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴زره او ۱۱۴ کانټینرونو او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راکم شو.

خو په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۱۱زره او ۵۹۲ کانټینرونه ثبت شوي، چې ارزښت یې ۳۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېده. دغه سوداګریز کانټینرونه د لارو تر تړل کېدو مخکې پاکستان ته داخل شوي وو او د لارو له تړل کېدو وروسته له افغانستان نه پاکستان ته د نویو سوداګریزو کانټینرونو لېږد درېدلی دی.

په دې توګه د ټرانزیټي کانټینرونو شمېر د ۲۰۲۵ مالي کال پرتله شاوخوا ۷۳ سلنه او د ۲۰۲۳ مالي کال پرتله ۸۸.۷ سلنه کم شوی دی.

100%

که څه هم د ټرانزیټي سوداګرۍ د کمښت بهیر پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له رامنځته کېدو مخکې پیل شوی و؛ خو د لارو اوږدمهاله تړل کېدو دغه بهیر لا پسې چټک کړی دی.

د پاکستان له خاورې د درېیمګړو هېوادونو بازارونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر کمښت ثبت شوی دی. د هغو صادراتو ارزښت چې د واګه او د پاکستان د بندرونو له لارې لېږدول کېدل په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی، چې نږدې ۹۸.۵ سلنه کمښت ښيي.

د دغه ناورین اغېزې یوازې له افغانستان سره د پاکستان پر مستقیمې سوداګرۍ محدودې نه‌دي. د پاکستان د حکومت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز ارزښت د تېرکال پرتله ۵۰.۶ سلنه کم شوی او له ۴۴۳.۷ مېلیون ډالرو څخه ۲۱۹.۱ مېلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

په دې موده کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۴.۱ سلنه او له دغه هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۸۸.۳ سلنه کم شوي دي. خو د دغه کمښت یوه برخه د لارو له تړل کېدو سره تړاو لري. پاکستان په همدې موده کې هڅه کړې، چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو تمرکز زیات کړي.

100%

د افغانستان صادرات ۱۸ سلنه کم شوي دي

د نړۍوال بانک د تازه راپور له مخې، د افغانستان صادرات د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۱۴۵.۶ مېلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي. د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم د صادراتو د نږدې ۱۸سلنه کمښت راپور ورکړی دی.

خوراکي توکي چې د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۸ سلنه جوړوي تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. د دغه توکو د صادراتو ارزښت په اګست میاشت کې ۹۸.۵ مېلیون ډالرو ته رسېدلی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۶ سلنه کم شوی دی.

د ډبرو سکرو صادرات هم د ۲۰۲۶کال په اګست کې صفر ته رسېدلي دي؛ پاکستان په تېرو کلونو کې د دغه توکو له مهمو بازارونو څخه و. په مقابل کې د نساجۍ صادرات ۲۲.۳ مېلیون ډالرو ته لوړ شوي او د تېرکال د اګست پرتله ۲۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه توپیر څرګندوي، چې د صادراتو د لارو او بازارونو بدلون پر ټولو توکو یو شان اغېز نه‌دی کړی.

د بڼوالو ستونزې یوازې د صادراتو تر شمېرو محدودې نه‌دي. په کابل کې یوه بڼوال په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د اوبو کمښت یې د مڼو حاصلات زیانمن کړي او د مناسبو بازارونو نشتوالي د محصولاتو پلور ستونزمن کړی دی.

پاکستان ته د صادراتو محدودیتونو، د لېږد لوړو لګښتونو او د سړو خونو او بسته‌بندۍ د امکاناتو کمښت د بڼوالو د محصولاتو د زیان کچه لوړه کړې ده. د ژر خوسا کېدونکو توکو لپاره د لېږد د مودې اوږدېدل د کیفیت د ټیټېدو، د پېرودونکو له لاسه ورکولو او تولیدوونکو ته د مستقیم مالي زیان د اوښتو لامل کېدای شي.

ایران او منځنۍ اسیا د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو لارو کنټرول په لاس کې اخیستی

د تېر یوه کال پرمهال د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې یو له مهمو بدلونونو څخه د سوداګرۍ د لارو او جغرافیې بدلون دی. پاکستان چې پخوا د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، اوس یې دغه ځای له لاسه ورکړی او نور د افغانستان د صادراتو په مهمو بازارونو کې نه راځي.

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د اګست د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتو ۵۶.۶ سلنه د ایران او ۳۸.۹ سلنه د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې لېږدول شوي دي. د وارداتو د سرچینو په منځ کې هم ایران د ۳۲.۹ سلنه ونډې په لرلو سره افغانستان ته د توکو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و.

دغه بدلون ښيي، چې افغانستان توانېدلی له پاکستان پرته د خپلو وارداتو لویه برخه برابره کړي؛ خو بدیلو لارو لاهم د پخوانۍ لارې ټولې اقتصادي او ترانزیټي ګټې نه‌دي جبران کړې.

د ایران له لارې د سیمه‌ییزو ناڅرګندتیاوو، د شمالي لارو د محدود ظرفیت او د لېږد د لوړو لګښتونو له امله د افغانستان سوداګري لا هم زیان‌منېدونکې ده. د وارداتو د ۹۵ سلنې څخه د زیاتو توکو پر دغه دوو لارو تکیه، پر نویو ترانزیټي لارو د افغانستان تمرکز رامنځته کړی دی.

د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د افغانستان واردات شاوخوا ۱.۱۹ مېلیارد ډالرو ته رسېدلي او د بهرني سوداګرۍ کسر ۱.۰۵ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی و. دغه کسر د تېر کال د ورته مودې پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه شمېرې څرګندوي، چې د وارداتو د لارو له بدلون سره سره، د افغانستان د اقتصاد اساسي ستونزه یعنې پر بهرنیو توکو پراخه تکیه او د صادراتو محدود ظرفیت لاهم پر خپل ځای پاتې دی.

۷.۶ سلنه انفلاسیون؛ د ګډوډې سوداګرۍ لګښتونه کورني بازار ته هم رسېدلي

د لارو او دروازو د تړل کېدو اغېزې یوازې تر بهرنۍ سوداګرۍ نه‌دي محدودې؛ بلکې کورني بازار او د خلکو پر ژوند یې هم اغېز کړی دی. د وارداتي توکو لېږد اوږدو او زیاتو لګښت لرونکو لارو، په ځانګړي ډول شمالي مسیرونو، ته په بدلېدو سره د توکو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي او پر پېرودونکو یې لا ډېر اقتصادي فشار راوستی دی.

د نړۍوال بانک د تازه اټکل له مخې، د افغانستان کلنی انفلاسیون د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې ۶.۷ سلنې ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د جولای په میاشت کې ۷.۵ سلنه و. د خوراکي توکو انفلاسیون اووه سلنه او د غیرخوراکي توکو انفلاسیون ۶.۴ سلنه ثبت شوی دی.

100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې هم پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ له پیل وروسته میاشتو کې د انفلاسیون د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. د ۱۴۰۴کال په تلې میاشت کې په ټول هېواد کې کلنی انفلاسیون ۲.۹ سلنه او په کابل کې ۵.۱ سلنه و؛ خو د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي میاشتې پورې دغه کچه په ټول هېواد کې ۷.۶ سلنې او په کابل کې ۸.۶ سلنې ته لوړې شوې.

خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.

سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.

سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول

د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمه‌ییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نه‌دي جبران کړې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمه‌ییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې ۴زره او ۵۸۲ پېښې ثبت شوې دي. راپور په دې موده کې د ۱۴۱۵ ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا ته وړاندې کړی، دوشنبه ( د تلې ۲۰مه) خپور شوی او د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې موده رانغاړي.
په راپور کې راغلي، چې ناامنۍ، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، چاپېریالي ستونزو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د راپور له مخې، که څه هم د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې پېښې د تېر راپور پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي؛ خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه کمښت افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه‌دی.

راپور زیاتوي، د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو ډېرې سرغړونې د بشري مرستو په برخه کې ثبت شوې چې د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او شمېر یې ۲زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلی دی.

همدارنګه په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ۸۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو او مهماتو له امله رامنځته شوې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی چې د ناچاوده توکو له امله په‌کې د خلکو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه ده.

د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وانسا فریزر ویلي، هېڅ ماشوم باید په دې وېره کې ژوند ونه کړي چې ښوونځی، سړک یا د لوبو ځای به یې د مرګ او ټپي کېدو پر ځای بدل شي.

وسله‌والو فعالیتونو ته د ماشومانو جذب ۸۱ سلنه زیات شوی

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د جذب او په وسله‌والو فعالیتونو کې د کارونې پېښې د تېر راپور پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې او ۵۵۷ ته رسېدلې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه ماشومان د طالبانو له‌خوا جذب شوي او په‌کې د ځینو عمر ان ۱۲ کاله ښودل شوی دی. همدارنګه په دې موده کې ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوند تورونو یا له وسله‌والو ډلو سره د تړاو په تور بندیان شوي او له خپلې ازادۍ محروم شوي دي.

راپور زیاتوي، دغه شمېر د ټولو زنداني ماشومانو بشپړ انځور نه وړاندې کوي؛ ځکه طالبانو په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې زندانونو او توقیف ځایونو ته د ملګرو ملتونو د لاسرسي او د پېښو د څېړلو او تایید بهیر له خنډ سره مخ کړی و.

وانسا فریزر له طالب چارواکو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو استازو ته له توقیف ځایونو د لیدنې او څېړنې زمینه برابره کړي.

د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه

راپور وړاندې کاږي، چې د نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو سره هغوی تر نورو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو محرومیت د هغو محدودیتونو له ډلې دی، چې د نجونو پر ژوند یې ژورې اغېزې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې د ښځینه بشري مرستندویانو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونو، د ښځو او ماشومانو لپاره د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده.

همدارنګه، د ۲۰۲۴کال په اګست کې د طالبانو له‌خوا د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون خپرېدل او پراخ محدودیتونه د ښځو او ماشومانو لپاره د مهمو خدمتونو پر وړاندې ستر خنډونو ګڼل شوي دي.

فریزر له طالب چارواکو غوښتي، هغه قوانین او تګلارې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو د بشپړ خوندیتوب او په ټولنه کې د هغوی د ګډون مخه نیسي. هغې په کورنیو او نړۍوالو نادولتي ادارو او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي او د ښوونځیو د بریدونو پېښې

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او نورو جنسي تاوتریخوالو ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغه پېښو کې اته هلکان او ۱۶ نجونې قرباني شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د شرم، د غچ اخیستنې وېرې او نورو ټولنیزو ستونزو له امله د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ډېرې پېښې نه راپور کېږي. په راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د «بچه‌بازۍ» د منع کولو پر مسلې هم ټینګار شوی او ویل شوي، چې د دغه بندیز بشپړ عملي کېدل اړین دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې پر ښوونځیو او روغتونونو ۳۳۸ بریدونه تایید شوي چې ۱۶۳ یې پر ښوونځیو او ۱۷۵ نور یې پر روغتونونو شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې موده کې د افغانستان په شمال او شمال‌ختیځ کې ۵۷۶ هلکان د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

په راپور کې راغلي، دغه هلکان د طالبانو د دفاع وزارت د هغه فرمان له مخې خوشې شوي چې په وسله‌وال ځواک کې د ماشومانو جذب او کارول منع کوي. د ملګرو ملتونو استازې ویلي، چې د ماشومانو د حقونو د سرغړونو د مخنیوي او د اغېزمنو ماشومانو د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې مرستې مهمې دي.
د راپور له مخې، د بشري مرستو دوام، د ماشومانو د خوندیتوب پروګرامونو پیاوړتیا، له وسله‌والو فعالیتونو د جلا شویو ماشومانو بېرته ټولنې ته ورګډېدل، د ماینونو او ناچاوده توکو پاکول او د قربانیانو ملاتړ هغه برخې دي چې زیاتې مالي سرچینې او نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

وانسا فریزر ټینګار کړی، د هرې شمېرې تر شا د یوه ماشوم ژوند پروت دی چې د تاوتریخوالي او جګړې له امله د تل لپاره بدل شوی دی. ملګرو ملتونو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.