پاکستان: طالبان دې د خبرو پر ځای د ټيټيپي د پټنځایونو پر ضد عملي اقدامات وکړي
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د ټيټيپي د شاوخوا شپږ زره جنګیالیو شتون او له دې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ یادونه شوې ده. دغه وزارت له افغان طالبانو غوښتي چې دخبرو پر ځای ددغه ډلې پر ضد عملي اقدامات وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د دوشنبې په ورځ، د تلې ۲۰مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د طالبانو ویاند د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د ځواب ویلو پر ځای په څرګندونو او د موضوع په اړولو بوخت دی.
د دغه وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې په خپل شپاړسم راپور (S/۲۰۲۵/۷۹۶) کې اټکل کړی چې شاوخوا شپږ زره د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې دي او له دې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ راپور یې هم ورکړی دی. د پاکستان وزارت وايي، دغه موندنې په ساده ډول د پاکستان تبلیغات نه شي بلل کېدای.
په اعلامیه کې د طالبانو پر حکومت د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو او د بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونو له امله هم نیوکه شوې ده. د پاکستان دغه وزارت ویلي، د حکومتولۍ او د وګړو د حقونو په اړه د طالبانو څرګندونې د دوی له خپل وضعیت سره په ټکر کې دي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې پاکستان لا هم خبرو اترو ته ژمن دی، خو د پام وړ پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې افغان طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي او د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او ملاتړو شبکو پر ضد د تایید وړ اقدامات وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: «پاکستان به د خپلو وګړو د ساتنې، د خپلې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره، د نړیوالو قوانینو له مخې، ټول اړین اقدامات وکړي.»
پاکستاني وزارت په پای کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي مسولیت د طالبانو پر حکومت اچولی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلاماباد باید خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان وانهچوي. هغه د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي: «پاکستان باید د خپلې خاورې د کنټرول د نشتوالي، بېکفایتۍ او ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي.» مجاهد ټینګار کړی چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو د امنیت د ګواښلو لپاره وکاروي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کونړ کې د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې پروګرام جوړ کړی؛ خو پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د عقیدې د روزنې اړتیا څنګه تشخیص شوې او دا پروګرام د ژورنالېزم د پیاوړتیا لپاره دی، که د خبریالانو د فکر د یوې ټاکلې تګلارې له مخې برابرولو لپاره؟
کونړ کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکو په دغه پروګرام کې د تېرو شلو کلونو د رسنیزو محتواوو پر څرنګوالي نیوکه کړې او له خبریالانو یې غوښتي چې د دوی په وینا، د «دښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې فرهنګي او فکري مبارزه وکړي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیعالحق حقبیان د پروګرام په پرانیسته کې ویلي: «دښمن په نظامي جګړه کې ماته خوړلې ده، اوس د فرهنګي او فکري مبارزې وخت دی، باید په دې برخه کې هم کلکه مبارزه وکړو او دښمن ته په دې ډګر کې هم ماته ورکړو.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سلاکار مولوي خالقیار احمدزي هم د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال د رسنیو پر محتوا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې خپرونې د افغانانو له عقیدې او ارزښتونو سره په ټکر کې وې او پر خلکو تحمیل شوې وې.
خو د وزارت په خبرپاڼه کې د دغو خپرونو مشخص مثالونه نه دي وړاندې شوي او نه هم روښانه شوې چې د خبریالانو د عقیدوي روزنې اړتیا د کومو ارزونو یا شواهدو پر بنسټ ټاکل شوې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي بیا ویلي چې رسنۍ د ټولنې مهم ځواک دی او باید د هېواد د پرمختګ، ابادۍ، ملي یووالي او د ځوانانو د هڅونې لپاره وکارول شي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د نظام مخالفان قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي او جعلي خبرونه او تبلیغات خپروي. هغه له خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي چې د دغو تبلیغاتو مخه ونیسي.
د جعلي خبرونو د مخنیوي او د معلوماتو د کرهوالي غوښتنه د ژورنالېزم له مسلکي مسولیتونو سره تړاو لري؛ خو د دې مسولیت د عملي کولو لپاره د سرچینو تایید، د شواهدو ارزونه، د بېلابېلو نظرونو انعکاس او د مسلکي اخلاقو مراعات اساسي معیارونه دي. له همدې امله، د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې د محتوا او موخو روښانتیا مهمه ده، څو څرګنده شي چې دا روزنه د مسلکي معیارونو د لوړولو لپاره ده، که له خبریالانو څخه د یوې ټاکلې سیاسي او فکري تګلارې د ملاتړ تمه هم کېږي.
مهاجر فراهي له خبریالانو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او کاري ننګونې هم اورېدلې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي: «د خبریالانو د ستونزو حل او د هغوی د کاري چارو اسانتیا د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه دي.»
خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د خبریالانو د مشخصو ستونزو، د حل لپاره د شویو پرېکړو او د فکري او عقیدوي روزنې د درسي موادو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.
ددغه د پروګرام په اړه اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې خبریالان روزنې ته اړتیا لري که نه؛ بلکې دا ده چې د هغوی د روزنې معیارونه څوک ټاکي، د عقیدوي روزنې اړتیا څنګه ارزول کېږي او د دې پروګرام په پایله کې به د خبریالانو مسلکي خپلواکي او د معلوماتو د بې طرفه خپرولو اصول څنګه خوندي پاتې کېږي.
هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي.
هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به تر ټولو ډېر پر عامو خلکو اغېز وکړي.
دراني زیاته کړې، چې ښايي د نوموړي څرګندونې د طالبانو خوښې نه شي، خو د ده په وینا، «په افغانستان کې هېڅکله تلپاتې ثبات نه دی رامنځته شوی او طالبان حتمي او دایمي واکمنان نه دي».
هغه زیاته کړې، چې دی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، طالبانو به ورته ویل چې «د ټيټيپي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پاکستان دوی ته پیسې ورکړي».
دراني ویلي، چې د طالبانو او پاکستان د ستونزې د حل لپاره اوس منځګړي نشته او خبرې بېپایلې پاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې اختلاف د حل لپاره د دواړو هېوادونو خلک او ولسونه مهم رول لوبولی شي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال له دراني وپوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه، د ویزو محدودیتونه او د لارو بندول ایا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دي؟ دراني په ځواب کې وویل، « تر یو بریده هو، خو طالبان فشار نه مني، ځکه خپلو خلکو ته وایي چې پاکستان له دوی سره بد کړي دي او که څوک په دې وضعیت کې مړ شي، دا د خدای رضا ده».
اوسېدونکي وایي، «موږ دا ادعا هم نه کوو، چې د شیخ زاید ښارګوټی د شیخ زاید ډالۍ وه، نه دا غوښتنه کوو چې دغه اپارتمانونه دې ونه پلورل شي او نه هم دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې ښارګوټی لا هم د کلینیک، ښوونځي او شنو ساحو په څېر له ډېرو بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې دی».
خو د پاکستان د لارو تړل کېدل د انفلاسیون د فشار یوازینی لامل نه دی. د ۲۰۲۳کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶کال تر اګست پورې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۶.۵ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو د استوګنې، خوراکي توکو او خدماتو غوښتنه زیاته کړې ده. د ایران د کړکېچ له امله د انرژۍ د بیو بدلونونو او د بدیلو لارو ترانسپورټي لګښتونو لوړوالي هم پر بیو فشار راوړی دی.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې راټیټه شوې، د توکو عمومي بیې لا هم د پخوا پرتله لوړې دي. ورسره، د سرحدي فعالیتونو کمښت د موټر چلوونکو، بار وړونکو، کارګرو او هغه کاروبارونو پر عایداتو هم منفي اغېز کړی، چې پر سوداګرۍ پورې تړلي دي.
سوداګرۍ لاره بدله کړه، خو لګښتونه یې لوړ شول
د تورخم او د افغانستان او پاکستان د نورو لارو د تړل کېدو یو کال د سیمهییزې سوداګرۍ جوړښت بدل کړی دی. پاکستان د افغانستان د بازار یوه برخه او خپل ترانزیټي موقعیت له لاسه ورکړی او افغانستان هم د صادراتو له کمښت، د ترانزیټ د راټیټېدو او بازارونو ته د لاسرسي د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.
شمېرې ښيي، چې افغانستان توانېدلی د خپلې سوداګرۍ لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته ولېږدوي؛ خو دغه بدلون د پاکستان لارې د چټکتیا، لنډ واټن او ټیټ لګښت ټولې ګټې نهدي جبران کړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري او ترانزیټ له ستونزو سره مخ کړی؛ بلکې د مهمو سیمهییزو پروژو پلي کېدل او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې راتلونکی یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.