د پرونیو ملګرو نننۍ سیالي
د افغان طالبانو او پاکستان،اوسنی ټکر یوازې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) پر سر یوه عادي شخړه نه شو ګڼلی.
دا ناورین، په حقیقت کې د څو پخوانیو مسایلو د ټکر پایله ده: پر سیاسي نفوذ سیالي، امنیتي اندېښنې، د ډیورنډ کرښې پر سر اختلاف، د پښتني هویت مسله، د هند او پاکستان سیالي، اقتصادي ګټې او له اسلامآباد څخه په بهرنیو اړیکو کې د ځان خپلواک ښودلو لپاره د طالبانو هڅه..
پاکستان کلونه کلونه د طالبانو یو له تر ټولو مهمو ملاتړو څخه و او د دې غورځنګ په رامنځته کېدو او بقا کې یې مهم او بنسټیز رول درلود.
سره له دې، د ۱۴۰۰ کال په اسد (زمري) کې واک ته د طالبانو بېرته راستنېدو نه یوازې د پاکستان ټولې امنیتي اندېښنې حل نه کړې؛ بلکې هغه اختلافات یې روښانه کړل چې د ګډې جګړې او مبارزې په دوره کې د جمهوري حکومت له دښمنۍ او د نړیوالو ځواکونو له حضور څخه لاندې پټ پاتې وو.
په وروستیو کلونو کې، دا اختلافات له سیاسي او ډیپلوماټیکو شخړو وتلي او سرحدي نښتو او پوځي بریدونو ته هم رسېدلي دي.
د ۱۴۰۵ کال په میزان میاشت کې، د طالبانو مقاماتو یو ځل بیا د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار وکړ؛ هممهاله، د مسکو سیمه ییزې ناستې د افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو په حضور کې وښودله چې د افغانستان مسله لا هم له امنیتي اندېښنو او پراخو سیمه ییزو سیالیو سره غوټه شوې ده.
اساسي پوښتنه دا ده: هغه اړیکه چې یو وخت پر ملاتړ او همکارۍ ولاړه وه، څنګه داسې یو مخامخ کېدو او مقابلې ته ورسېده؟
آیا پاکستان یوازې له یوې امنیتي ستونزې سره مخ دی، که د هغې تګلارې له پایلو سره مخ شوی چې په تېرو څو لسیزو کې یې پر افغانستان د نفوذ چلوولو لپاره تعقیب کړې وه؟
د دې پوښتنې ځواب باید د لاملونو په یوه ټولګه کې وپلټل شي؛ هغه لاملونه چې په ګډه سره، د ننني ناورین او د افغانستان او سیمې لپاره د هغې د احتمالي پایلو روښانه تصویر وړاندې کوي.
۱. د پاکستان د سیاست میراث؛ د نفوذ لپاره ملاتړ که د ثبات لپاره همکاري؟
د طالبانو د رامنځته کېدو تاریخ، د پاکستان د رول له ارزونې پرته په سمه توګه د درک وړ نه دی.
دا غورځنګ د لمریزې اوویايمې لسیزې په لومړۍ نیمایي (نوېمې میلادي لسیزې) کې د افغانستان په جنوب کې راڅرګند شو او په داسې یو چاپیریال کې وپالل شو چې کورنۍ جګړې، د دولتي بنسټونو کمزوري او د وسلهوالو ډلو سیالي پرې واکمنه وه.
د طالبانو ډېری رهبران او لومړني ځواکونه په پاکستان کې په دیني مدرسو کې روزل شوي وو او په هغه هېواد کې مېشتو شبکو د دې غورځنګ په اکمال، ملاتړ، روزنه او لوژستیکي امکاناتو کې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان په اړه ګڼو څېړنو او راپورونو په ۱۹۹۰ لسیزه او په ۲۰۰۱ کې د هغوی د لومړي رژیم له سقوط وروسته کلونو کې د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان رول څېړلی دی.
په حقیقت کې طالبانو د پاکستان له بېدریغه ملاتړ پرته له ځانه بېل تعریف نه درلود.
سره له دې، دې غورځنګ د وخت په تېرېدو سره خپل رهبري، محاسبات او ځانګړې ګټې هم رامنځته کړې دي.
داسې ښکاري چې د پاکستان له پخوانیو محاسبو، یو دا و چې د هغه هېواد تاریخي اړیکې او د نفوذ شبکې به واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته هم د افغانستان پر سیاست د پراخ اغېز زمینه برابره کړي.
خو د نفوذ لرلو او د یوه رژیم پر پرېکړو د واک لرلو ترمنځ بنسټیز توپیر شته.
طالبان اوس غواړي خپلې سیاسي، امنیتي او بهرنۍ پرېکړې د خپلو مشرانو د برداشت او ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
په مقابل کې، پاکستان تمه لري چې د طالبانو رژیم لږ تر لږه په بنسټیزو امنیتي او سیمه ییزو مسایلو کې د اسلامآباد غوښتنې او اندېښنې جدي په پام کې ونیسي.
له همدې ځایه لومړی تناقض ښکاره کېږي: پاکستان د یوه داسې سیاسي او پوځي ځواک په رامنځته کولو کې رول درلود چې اوس حاضر نه دی د هغه هېواد ټولې غوښتنې ومني.
۲. د پاکستاني طالبانو تحریک؛ بېړنی او خونړی اختلاف
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د دواړو خواوو ترمنځ د ناو ین د سختېدو بېړنی او تر ټولو مهم لامل دی.
: دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوه او د افغانستان د طالبانو په الهام او د پاکستان د دولت پر ضد د وسلهوالې مبارزې په موخه فعالیت کوي.
که څه هم د افغانستان طالبان او پاکستاني طالبان تاریخي، مذهبي او ایډیالوژیکې اړیکې لري، خو دوه جلا سازمانونه دي چې بېلابېل مشران او سیاسي اهداف لري.
د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ټیم شپاړسم راپور په افغانستان کې د ټيټيپي د ځواکونو د پام وړ حضور او پر افغانستان له واکمن چاپیریال سره د دې ډلې اړیکو ته اشاره کړې ده.
دا راپور د ۱۴۰۴ کال په لیندۍ (ډسمبر ۲۰۲۵) کې خپور شو او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د څېړلو لپاره یو له مهمو سرچینو څخه شمیرل کېږي.
اسلامآباد له طالبانو غواړي چې د پاکستان پر ضد د بریدونو د سمبالولو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي او د پاکستان ضد وسلهوالو ځواکونو فعالیت مهار کړي.
دا غوښتنه د پاکستان د اتباعو د امنیت او د فرامرزي بریدونو د مخنیوي د مسؤلیت له زاویې یوه جدی مسله ده.
په مقابل کې، طالبان له یوې پېچلې اندېښنې او ستونزې سره مخ دي.
د دواړو جریانونو ترمنځ تاریخي اړیکې او انساني او ټولنیزې شبکې موجودې دي.
د هغوی یو شمېر غړي د افغانستان د جمهوري حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد د جګړې په کلونو کې په ګډو عملیاتوکې حاضر وو.
همدارنګه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او مذهبي اړیکې له دې مسلې سره چلند نور هم ستونزمن کوي.
دا اړیکې، البته، د افغانستان طالبان له دې مسؤلیت څخه نه معاف کوي چې د خپل تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو له کارولو منع وکړي.
هغه هم په هغه صورت کې چې د ټيټيپي له ملاتړ څخه د طالبانو دلیلونه، شواهد او قرائن شتون ولري.
خو لکه څنګه چې پاکستان حق لري د خپلو وګړو امنیت وغواړي، له پولې بهر پوځي اقدامات هم باید د نړیوالو حقوقو، ضرورت، تناسب او بشري پایلو له نظره وڅېړل شي.
اساسي ټکی دا دی چې د ټيټيپي بحران یوازې د اړیکو په انکار، دوه اړخیزو تورونو لګولو یا پوځي بریدونو نه حل کېږي.
تلپاتې حللاره، مشخصو ژمنو او د یوه مشروع او ځوابویونکي حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا لري ترڅو د بریدونو مخه ونیسي، صادقانه امنیتي همکاري ولري او د لورو مشروع اندېښنې په پام کې ونیسي.
نو ځکه، ټيټيپي د بحران بېړنی لامل دی، خو ټول لامل یې نه دی.
ان که دا مسله حل هم شي، د طالبانو او اسلامآباد ترمنځ نور اختلافات به لا هم پر خپل ځای پاتې وي.
۳. خپلواکي؛ له پاکستان سره په اړیکو کې نوې سره کرښه
پاکستان له لسیزو راهیسې هڅه کړې چې افغانستان تر خپل ستراتیژیک نفوذ لاندې وساتي.
د دې میتود، یوه برخه له هند سره پخوانۍ سیالۍ او د هغه هېواد په لویدیځه پوله کې د یوې دښمنانه سیاسي جبهې د رامنځته کېدو په اړه د اسلامآباد اندېښنې ته ورګرځي.
خو طالبانو واک ته له بېرته راستنېدو وروسته خپلې بهرنۍ اړیکې یوازې له پاکستان سره محدودې کړې نه دي.
هغوی له چین، ایران، روسیې، هند، د منځنۍ اسیا له هېوادونو او یو شمېر عربي دولتونو سره اړیکې ټینګې کړې دي او له بېلابېلو لوبغاړو سره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په لټه کې دي.
دا څو اړخیزه تګلاره طالبانو ته دا امکان ورکوي چې ډېر اختیارونه ولري؛ خو د پاکستان لپاره بیا په دې معنا ده چې د هغه هېواد تاریخی نفوذ نور، الزاماً د کابل په پرېکړو کې پر حاكم موقعیت نه بدلېږي.
په بهرني سیاست کې خپلواکي غوښتل، د کورني مشروعیت یا نړیوال منښت لرلو په معنا نه دي.
طالبان ممکن په خپلو سیمه ییزو اړیکو کې د عمل ډېره ازادي وغواړي، خو د دوي د رژیم سیاسي او حقوقي محدودیتونه، د مشروعیت له نظره؛په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو، د نجونو د زدهکړې او سیاسي مشارکت، پر اتباعو د ظلم او تېري او د قانون د حاکمیت نشتوالي په برخو کې لا هم له نړۍ سره د دوی پر اړیکو اغېز کوي.
۴. هند؛ د سیالۍ حساس اړخ
د پاکستان لپاره، هند د ملي امنیت یو له تر ټولو مهمو او بدلیدونکو لاملونو څخه دی.
د افغانستان او هند اړیکې هم د همدې دلیل له امله، تل د اسلامآباد په ستراتیژیکو محاسبو کې ارزښتناکې دي.
پاکستان اندېښمن دی چې افغانستان د هند د سیاسي او اقتصادي نفوذ پر ډګر بدل نه شي؛ هغه اندېښنه چې د دواړو هېوادونو په پخوانۍ سیالۍ کې رېښه لري.
په مقابل کې، هند هم افغانستان له تاریخی، اقتصادي او ستراتیژیک نظره مهم بولي او په تېرو لسیزو کې یې په بېلابېلو برخو کې، له هغې ډلې له بشري مرستو او زیربنایي پروژو سره په هغه هېواد کې حضور لرلی دی.
د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې (۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵)، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.
دواړو خواوو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
دا سفر د دې ډلې د ځان ګڼلي بهرنیو چارو وزیر په کچه، واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته د دواړو خواوو د اړیکو په پراختیا کې یو مهم ګام و.
دا بدلون د اسلامآباد لپاره خورا ارزښت لري، ځکه ښیي چې طالبان له هند سره د اړیکو د ساتلو او پراخولو په لټه کې دي، چې په باوري توګه به د پاکستان اندېښنه له ځانه سره ولري.
په حقیقت کې، طالبان غواړي د خپلو سیاسي او اقتصادي انتخابونو د پراخولو لپاره د سیمه ییزو قدرتونو له سیالۍ څخه بهره واخلي.
پاکستان غواړي، د هند د ستراتیژیک نفوذ په سیمې د افغانستان د بدلیدو مخه ونیسي..
دا وضعیت کولای شي افغانستان د دوو سیمه ییزو قدرتونو د نا مخامخې سیالۍ پر مرکز بدل کړي؛ هغه سیالي چې د چټکتیا په صورت کې به یې تر ټولو درنه بیه، افغانان پرې کړي.
۵. ډیورنډ؛ هغه کرښه چې لا هم له سیاسته نه ده جلا شوې
د ډیورنډ پر سر اختلاف د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تر ټولو پخوانیو مسایلو څخه دی.
پاکستان دا کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ نړیواله پوله بولي، په داسې حال کې چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې، د هغې منل او وروستی حالت تل د شخړې موضوع پاتې شوې ده.
طالبانو د کابینې غړو هم وخت پر وخت، د دې کرښې په نه منلو ټینګار کړی، چې د پاکستان د خپګان او غوسې سبب شوی دی.
د دې ترڅنګ، د اغزن تار غځولو، پر تګراتګ محدودیت او د لارو د کنټرولې کړنې څو څو ځله د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ د نښتو او شخړو لامل شوي دي.
د پاکستان لپاره، د پولې تثبیت له ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره تړاو لري.
د افغان ټولنې ځینو برخو؛ په ځانګړې توګه د پولې دواړو غاړو پښتنو ته، دا مسله له تاریخ، کورنیو اړیکو او ټولنیز هویت سره غوټه شوې ده.
د «لر او بر» اصطلاح او د پښتونستان تاریخي مسله هم له همدې بحث سره تړاو لري.
د افغانستان د حکومتونو د بېلابېلو دورو تجربه، له هغې ډلې د ولسمشر محمد داود خان تګلارې ښیي چې د پښتنو مسله او له پاکستان سره اړیکې کولای شي په چټکۍ له سرحدي اختلاف څخه پر سیمه ییز سیاسي ناورین بدل شي.
تر هغې، چې دواړه هېوادونه ونه شي کړای د پولې د مدیریت، د خلکو د تګراتګ او د نښتو د مخنیوي لپاره د منلو وړ تګلاره جوړه کړي، ډیورنډ به لا هم د دوی د اړیکو یو له زیانمنونکو ټکو څخه پاتې وي.
۶. د پاکستان د پښتنو مسله؛ امنیت، هویت او کورنی سیاست
د اختلاف بل اړخ چې د ټيټيپي په پرتله لږ پام ورته کېږي، د پاکستان د پښتنو له ټولنیز او سیاسي وضعیت سره د افغانستان د سیاست تړاو دی.
په پاکستان کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) عموماً یو مدني او اعتراضي غورځنګ دی چې د پښتنو په سیمو کې پر حقوقو، امنیت، عدالت او ځواب ویلو ټینګار کوي.
دا غورځنګ له ټيټيپي سره یو نه دی؛ ټيټيپي یوه وسلهواله ډله ده او اهداف او د فعالیت لارې چارې یې له یوه مدني غورځنګ سره بنسټیز توپیر لري.
سره له دې، دواړه په یوه پراخ ټولنیز چاپیریال کې فعالیت کوي چې په هغې کې د پښتون د هویت مسایل، تاوتریخوالی، امنیتي عملیات، د وګړو بېځایه کېدل او له سرحدي سیمو سره د مرکزي دولت اړیکه سیاسي ارزښت لري.
د پاکستان دولت اندېښمن دی چې د افغانستان بدلونونه به د هغه هېواد د پښتنو سیمو پر سیاسي چاپېریال اغېز وکړي.
که طالبان ځان د ډیورنډ د دواړو غاړو پښتنو د ګټو د مدافع په توګه معرفي کړي، ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف له سرحدي امنیت څخه تېر او د پاکستان د کورني سیاست پر یوې موضوع بدل شي.
خو دا احتمال هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د قومي هویت له مسلې ابزاري ګټه اخیستنه، که د دولتونو له خوا وي او که د وسلهوالو ډلو له لوري، کولای شي ټولنیز درزونه نور هم ژور کړي.
د سرحدي سیمو د خلکو ګټې د هېڅ حکومت یا وسلهوال سازمان له ګټو سره یو شان نه دي او باید د هغوی په نوم د هغوی د راتلونکي پر سر پرېکړه ونه شي.
۷. ایران؛ له لویدیځ ګاونډي څخه تر اقتصادي بدیلې لارې پورې
د پاکستان او طالبانو د سیالۍ په شننه کې، د ایران رول زیاتېدونکی ارزښت لري؛ نه یوازې د یوه سیمه ییز سیاسي لوبغاړي په توګه، بلکې د سوداګریز شریک او د افغانستان د بدیلې ترانزیتي لارې په توګه.
د طالبانو او ایران اړیکې، له مذهبي، سیاسي او امنیتي اختلافاتو سره سره، له ۱۴۰۰ کال راهیسې دوام موندلی دی.
دواړو خواوو په سوداګرۍ، تګراتګ، ترانزیت او ځینو سرحدي مسایلو کې له یو بل سره تعامل کړی دی.
دا اړیکې د بشپړ ستراتیژیک یووالي په معنا نه دي؛ بلکې دا ښیي چې عملي ګټې کولای شي هغه خواوې او جریانات چې په مهمو مسایلو کې اختلاف لري، همکارۍ ته اړ باسي.
د دې بدلون یوه روښانه نښه، د افغانستان د سوداګرۍ په جغرافیه کې بدلون دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې- کب (فبروري ۲۰۲۶) په اوږدو کې، ایران د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د ۳۱.۱ سلنې په ونډې سره د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه وه.
د متحدو عربي اماراتو ونډه ۱۸.۱ سلنه، د چین ۸.۳ سلنه او د پاکستان ۸.۱ سلنه ښودل شوې ده.
نړیوال بانک هم د سوداګرۍ د شرایطو د بدلون او د پاکستان د پولې د بندېدو په تعقیب د ایران د لارې د رول زیاتوالی ثبت کړی دی.
دا شمېرې یو مهم بدلون ښیي: افغانستان نور د پخوا په څېر د پاکستان پر سوداګریزو لارو تکیه نه دی.
عباس او چابهار بندرونه، د منځنۍ اسیا د لارو او نورو سیمه ییزو شبکو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر ارزښت پيدا کړی دی.
د پاکستان لپاره، دا بدلون یوازې د ترانزیتي عوایدو د یوې برخې کمېدل نه دي؛ بلکې د اقتصادي فشار د یوې پخوانۍ دودیزې وسیلې کمېدل هم ګڼل کېږي.
څومره چې افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره ډېرې لارې ولري، د پاکستان د پولو د بندولو له لارې د فشار راوړلو امکانات محدودېږي.
د ایران لپاره، له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا کولای شي اقتصادي فرصت او سیمه ییز نفوذ رامنځته کړي.
سره له دې، د بازار لوړه ونډه په یوازې توګه د ایران د جیوپولیټیکې بریا، یا تهران سره د طالبانو د غوټه کېدو او تړاو په معنا نه ده.
ایران هم له اقتصادي محدودیتونو، زیربنایي اړتیاوو او له طالبانو سره له اختلافاتو، له هغې ډلې د اوبو او سرحدي مسایلو په اړه، مخ دی.
په افغانستان کې د شیعه ګانو د حقوقو له پامه غورځول، د ایران لپاره چې یو ایډیالوژیک او د تشیع د حقوقو ملاتړ ته ژمن دولت دی، د منلو وړ نه دی.
له همدې امله، د ایران ارزښت باید د افغانستان لپاره د بدیلو انتخابونو په رامنځته کولو او د پاکستاني سوداګریزو لارو د انحصار په کمولو کې وپلټل شي، نه د تهران او کابل د بېقید او شرطه اتحاد په فرضولو کې.
۸. اقتصاد او ترانزیت؛ د پاکستان د جغرافیایي انحصار پای؟
جغرافیه لا هم پاکستان ته دا موقع ورکوي، چې د افغانستان پرانیستو اوبو ته لاس رسی ولري..
سره له دې، جغرافیایي ارزښت هغه وخت په تلپاتې ځواک بدلېږي چې سوداګریز فرصتونه پکې باوري، اټکل شوي او د لګښت له مخې رقابتي وي.
د لارو پرلهپسې بندېدل، د توکو ودرول ، د سوداګرو تاوان او د لګښت زیاتوالی، افغانستان د بدیلو لارو لټولو ته هڅولی دی.
په لنډمهال کې، داسې محدودیتونه کولای شي پر افغان بازار فشار راوړي؛ خو په اوږدمهال کې ښایي د هغو لارو په پرمختیا کې مرسته وکړي چې پر پاکستان د کابل تکیه کمه کړي.
البته د بدیلو لارو جوړول اسانه نه دي.
بندرونه، د اورګاډي پټلۍ، سړکونه، ګمرکونه، بانکي سیستم او پایداره سوداګریزې هوکړې پانګونې او سیمه ییزې همغږۍ ته اړتیا لري.
نو ځکه، نه باید د پاکستان د ونډې کمېدل د افغانستان لپاره د هغه هېواد د اقتصادي ارزښت د پای په معنا وګڼل شي.
د ترانزیت تر څنګ، د افغانستان طبیعي سرچینې هم د سیمه ییزې سیالۍ مسله ده.
کانونه، انرژي او د دې هېواد جغرافیایي موقعیت مهم ظرفیتونه ګڼل کېږي، خو بالقوه ظرفیت له حقیقي پانګونې، تلپاتې تولید او د لاسرسي وړ عوایدو سره یو شان نه دی.
پاکستان، ایران، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه هر یو کولای شي د افغانستان په اقتصادي برخو کې رول ولوبوي.
سره له دې، پر عامه ګټه د دې ظرفیتونو بدلول د مشروع حاکمیت لرونکي دولت، حقوقي امنیت (د منلو وړ قوانین او د اعتبار وړ محاکم)، د قراردادونو روڼتیا، زیربنا او د افغانستان د خلکو پر ګډون پورې تړلي دي.
که طبیعي سرچینې یوازې د دولتونو د سیالۍ وسیله یا سیاسي امتیاز ورکول وي، د افغانستان خلک به خامخا او په لازمه توګه ترې ګټه وانخلي.
۹. مذهبي نفوذ؛ کندهار ته د پرېکړې د مرکز لېږد
مذهبي شبکې او دیني مدرسې د څو لسیزو لپاره د افغان ټولنې پر ځینو برخو د پاکستان د اغېزمنولو یوه وسیله پاتې شوې دي.
په پاکستان کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو او ځواکونو دیني روزنه، د علماوو پیوندونه او د دواړو هېوادونو د مذهبي بنسټونو ترمنځ اړیکې، اسلامآباد ته دا زمینه برابره کړې وه چې د افغانستان پر فکري او مذهبي چاپیریال اغېز وکړي.
خو واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته، د دې غورځنګ د سیاسي او مذهبي پرېکړې اصلي مرکز، په ځانګړې توګه په کندهار کې، ډېر قوي ځای موندلی دی.
د طالبانو رهبرۍ په ډېرو اساسي مسایلو کې، له هغې ډلې د نجونو زدهکړې او ټولنیزې تګلارې، پر شریعت د خپل ځانګړي برداشت ټینګار کړی دی او ان د خپلو نژدې هېوادونو د یو شمېر غوښتنو په وړاندې یې هم اساسي بدلونونه نه دي منلي.
دا وضعیت ښیي چې روزنیزې او مذهبي اړیکې، الزاماً د سیاسي تابعیت په معنا نه دي.
هغه شبکې چې یو وخت یې د پاکستان د نفوذ په پراختیا کې مرسته کړې وه، اوس ښایي د طالبانو د خپلواک واک جوړښت په چوکاټ کې عمل وکړي.
دلته، مسله یوازې د دیني مدرسو پر سر سیالي نه ده؛ بلکې پراخه موضوع، د مذهبي مشروعیت د تولید د بنسټونو کنټرول او پر سیاسي پرېکړو د هغې اغېز دی.
له همدې امله پاکستان له طالبانو غوښتي وو چې د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې د نه مشروعیت په اړه د هبتالله له لوري یوه فتوا صادره شي، چې طالبانو دې غوښتنې ته غاړه کېنه ښوده.
۱۰. د طالبانو تاریخي حافظه؛ پخوانۍ همکاري او نننۍ بېباوري
د پاکستان او طالبانو اړیکې یوازې د ملاتړ او همکارۍ تاریخ نه دی؛ د نیول کېدو، فشار او اختلاف تجربه هم په کې شته.
په ۱۳۸۸ لمریز کال (فبروري ۲۰۱۰ میلادي) کې په کراچۍ کې د عبدالغني برادر نیول کېدل یوه څرګنده بېلګه ده چې د هغې دورې په راپورونو او شننو کې منعکس شوی دی.
دې پېښې وښودله چې پاکستان، له طالبانو سره د نژدې اړیکو سره سره، په ځینو پړاوونو کې د جګړې د بهیر د مدیریت او سیاسي خبرو اترو لپاره، داسې ګامونه واخیستل، چې الزاماً د طالبانو د ټولو مشرانو له غوښتنې سره همغږي نه وو.
د طالبانو د ځینو نورو څېرو د برخلیک او په پاکستان کې له هغوی سره د فشار، شکنجه کولو، یا بد چلند اړوند ادعاوو په اړه هم جدي روایتونه مطرح شوي دي؛ چې هره ادعا باید په جلا توګه وڅېړل شي او د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان په اړیکو کې په جدي توګه د پام وړ ارزښت لري.
له همدې زاویې، د پاکستان له غوښتنو څخه د طالبانو واټن اخیستل، نه باید یوازې د یوه روان اختلاف په توګه ولیدل شي.
د سیاسي موقعیت بدلون، تاریخي تجربه او د کورني اقتدار د ټینګښت لپاره هڅه هم په دې بهیر کې رول لري.
۱۱. پاکستان د خپل تېر سیاست له تناقض سره مخ دی
په اوسني وضعیت کې د شننې په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان، د افغانستان له طالبانو سره د پخوانیو اړیکو سره سره، ونه توانېد چې واک ته د دې ډلې له بېرته راستنېدو وروسته خپلو امنیتي اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.
ځواب باید په یوه سیاسي واقعیت کې وپلټل شي: ایډیالوژیکې ډلې، کله چې په خپلواک سیاسي او پوځي ځواک بدلېږي، په لازمه توګه د تل لپاره د خپلو پخوانیو ملاتړو له غوښتنې سره سم عمل نه کوي.
دا قاعده یوازې د افغانستان طالبانو پورې محدوده نه ده.
د سیمې تجربو ښودلې چې دولتونه کله ناکله لنډمهالو اهدافو ته د رسېدو لپاره له هغو شبکو او ډلو ملاتړ کوي چې په دوام کې خپله کاري اجنډا او خپلې مستقلې ګټې جوړوي.
په داسې شرایطو کې، د نفوذ وسیله کولای شي د اندېښنې او ان ګواښ پر سرچینه بدله شي.
ټيټيپي د پاکستان لپاره د همدې ستونزې یوه بېلګه ده.
اسلامآباد اوس له یوې داسې وسلهوالې ډلې سره مخ دی چې د افغانستان د طالبانو په نژدې ټولنیز او ایډیالوژیک چاپیریال کې یې فعالیت کاوه او له دې چاپیریال سره د هغې اړیکې، د دواړو خواوو د اختلاف یو له اصلي موضوعاتو څخه شوې ده.
البته د ټيټيپي د بریدونو مسؤلیت تر ډېره پخپله دې ډلې او د دې ډلې رامنځته کوونکو ته ورګرځي؛ سره له دې، طالبان هم نه شي کولای د پاکستان امنیتي اندېښنې یوازې د هغه هېواد کورنۍ مسله وبولي، که چېرې د دوی تر کنټرول لاندې قلمرو څخه د بریدونو د سمبالښت لپاره کار واخیستل شي.
په پایله کې، اوسنی ناورین د هغې تګلارې له ناغوښتل شویو پایلو څخه دی چې په هغې کې، پر وسلهوالو ډلو نفوذ د هغوی د راتلونکي چلند د کنټرول له وړتیا سره یو شان ګڼل شوی و.
۱۲. آیا پاکستان د باثباته افغانستان غوښتونکی دی؟
پاکستان، د هر بل هېواد په څېر، له يوه باثباته، د اټکل وړ او د منظمو اقتصادي اړیکو لرونکي ګاونډي څخه ګټه پورته کوي.
په افغانستان کې ناامني کولای شي له پولو د باندې تاوتریخوالي زیاتوالي، د نفوس بېځایه کېدو، د سوداګرۍ ګډوډۍ او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو پراختیا ته لار پرانیزي؛ هغه پایلې چې نېغ په نېغه، پر پاکستان هم اغېز کوي.
ثبات، د پاکستان لپاره یوازې تر دې برید، را ټوله مسله نه ده.
د افغانستان د سیاسي نظام ډول، له هند سره د هغه اړیکې، د ډیورنډ کرښې په اړه د هغه دریځ، د وسلهوالو ډلو وضعیت او له پاکستان سره د هغوی د اقتصادي وابستګۍ کچه هم د اسلامآباد په محاسبو کې اهمیت لري.
له دې زاویې، ویلای شو چې د پاکستان اندېښنه یوازې د ثبات د شتوالي یا نشتوالي په اړه نه ده؛ بلکې د هغو شرایطو په اړه ده چې ثبات په کې رامنځته کیږي او دا چې په افغانستان کې واکمنه ډله تر کومې کچې د پاکستان له امنیتي لومړیتوبونو سره همغږې وي.
په مقابل کې، طالبان هم غواړي د سیاسي پیوستون او اتکا منلو پرته، خپلې اړیکې له پاکستان سره وساتي.
۱۳. د طالبانو مخالفین؛ایا د طالبانو او اسلامآباد اختلاف سیالۍ او شخړې ته پراخېږي؟
د طالبانو او پاکستان د اختلاف زیاتېدل، یوازې د دواړو خواوو پر اړیکو اغېز نه کوي؛ بلکې کولای شي د طالبانو د مخالفینو سیاسي فضا هم بدله کړي.
د طالبانو د مخالفینو ځینو برخو په تېرو کلونو کې له پاکستان سره سړې یا ناندریزې اړیکې لرلې دي.
سره له دې، په داسې شرایطو کې چې سیاسي، پوځي او ډیپلوماټیک فعالیت له سیمه ییزو لوبغاړو سره له اړیکې پرته ستونزمن دی، ممکن د هغوی ځینې برخه له اسلامآباد سره د اړیکو رامنځته کولو یا پراخولو په لټه کې شي.
چې په ښکاره توګه دوي دا کار کړی دی او دا تماس د زیاتېدو په حال کې دی.
پاکستان هم، د طالبانو له مخالفو څېرو او جریانونو سره سیاسي اړیکې پراخوي.
خو وکتل شي چې سیاسي اړیکه، د خبرو اترو کوربتوب، ډیپلوماټیک ملاتړ او د وسلهوال فعالیت ننداره او ملاتړ څنګه رامنځته کیږي؛ او له دې ملاتړونو څخه به هر یو بېلابېلې پایلې ولري.
د دواړو خواوو اختلاف به له امنیتي ناندرۍ څخه د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر پر یوې پراخې سیالۍ بدل شي، او هېواد به یو ځل بیا د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د سیالۍ پر ډګر بدل شي.
مهمه مسله دا ده چې د افغانستان راتلونکی نه باید یوازې د طالبانو، پاکستان او نورو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د هوکړې یا تقابل په پایله کې وټاکل شي.
د افغانستان خلک باید په هره معنا لرونکې سیاسي پروسه کې، ریښتینی ځای ولري.
۱۴. سیمه ییزې پایلې؛ افغانستان د څو بېلابېلو محاسبو ترمنځ
له ایران، هند، چین او روسیې سره د طالبانو د اړیکو له پراخېدو سره هممهاله، د طالبانو او پاکستان مخامخ کېدو د افغانستان سیمه ییزه معادلې نورې هم پېچلې کړې دي.
ایران د سوداګرۍ د پراخولو او د خپلو ختیځو پولو د امنیت د ساتلو په لټه کې دی.
هند تاریخي اړیکو، اقتصادي حضور او په افغانستان کې د یوې بشپړې دښمنانه فضا د رامنځته کېدو مخنیوي ته پام کوي.
چین سیمه ییز امنیت، د اقتصادي لارو ثبات او د خپلو ګټو خوندیتوب په پام کې نیسي.
روسیه هم د افغانستان بدلونونه د منځنۍ اسیا له امنیت او د افراطي ډلو له ګواښ سره په تړاو کې څېړي.
په مقابل کې، پاکستان؛ افغانستان د لویدیځې پولې د امنیت، د ټيټيپي د فعالیت، له هند سره د سیالۍ او پښتني هویت سره د اړوندو اندېښنو له زاویې هم ویني.
دا لومړیتوبونه په ځینو مواردو کې له یو بل سره ګډ تفاهم رامنځته کوي او په نورو مواردو کې ټکر سره لري.
له همدې امله، د څو سیمه ییزو قدرتونو شتون به، الزاماً د طالبانو په ملاتړ کې د بېلابېلو جبهو او د هغوی پر ضد د جبهو د بڼې نیولو معنا ولري.
د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د مسکو ناسته، چې د همغو هېوادونو د یو شمېر استازو په کې حضور درلود، د افغانستان په اړه د څو اړخیزو خبرو اترو د ارزښت یوه بېلګه ده.
سره له دې، د سیمه ییزې ناستې جوړېدل په یوازې توګه د افغانستان پر سیاسي راتلونکي د قدرتونو د هوکړې په معنا نه دي.
اصلي خطر هغه وخت راپیدا کېږي چې سیمه ییزه سیالي، د همکارۍ لپاره د انگیزې د رامنځته کولو پر ځای، افغانستان د متقابل فشار پر وسیله بدل کړي.
په هغه صورت کې، دوه اړخیز اختلافات کولای شي پر یوه پراخ بحران بدل شي چې مهارول به یې د ټولو خواوو لپاره ډېر ستونزمن وي.
پایله: مسله یوازې طالبان او پاکستان نه دي
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ناورین باید د څو واقعیتونو د ټکر پایله وبلل شي: د طالبانو له تېر ملاتړ څخه د پاکستان د نفوذ میراث، د ټيټيپي د فعالیت له امله امنیتي اندېښنې، د هند او پاکستان سیالي، د ډیورنډ کرښې پر سر اختلاف، قومي او ټولنیزې مسلې، د سوداګریزو لارو بدلون او د خپلواکو سیمه ییزو اړیکو د پراخولو لپاره د طالبانو هڅه.
په دې منځ کې، ایران د جغرافیایي موقعیت، ترانزیتي ظرفیت او د افغانستان په سوداګرۍ کې د مخ په زیاتېدونکې ونډې له امله ډېر ارزښت موندلی دی.
له تهران، نوي ډلي، بیجینګ او مسکو سره د کابل د اړیکو پراختیا هم ښیي چې طالبان کولای شي متنوع بهرني انتخابونه ولري؛ که څه هم دا تنوع، پخپله، د هېواد کورنۍ او اقتصادي ستونزې نه حل کوي.
پاکستان هم له یوه داسې واقعیت سره مخ دی چې په هغې کې، پر یوه سیاسي جریان تاریخي نفوذ، الزاماً واک ته له رسېدو وروسته د هغوی د پرېکړو د کنټرول د وړتیا په معنا نه دی.
په مقابل کې، طالیان باید روښانه کړي چې سیاسي خپلواکي به څنګه له پولې د باندې ګواښونو د مخنیوي له مسؤلیت او د ګاونډیانو د امنیت له تعهد سره یو ځای کړي.
د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده: آیا دا سیالۍ به د همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د یوه سیمه ییز نظم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، که به بیا هېواد د قدرتونو د حساب پر ډګر بدل کړي؟
هغه وخت کولای شي له خپل جغرافیایي موقعیت او متنوع اړیکو څخه د خپلو خلکو په ګټه استفاده وکړي چې یو ولسي، مشروع او ټولشموله حاکمیت ولري ترڅو د هېواد د ټولو ټولنیزو اقشارو او اصنافو استازیتوب وکړي.
پر یوه قدرت د انحصاري تکیې پر ځای، له ګاونډیانو او نړۍ سره متوازنې او د اټکل وړ اړیکې ولري؛ هغه اړیکې چې په هغو کې امنیت، سوداګري او سیمه ییزه همکاري پر سیاسي فشار بدلې نه شي.
د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې ده چې بهرنی نفوذ، د پایداره سیاسي هوکړې او د افغانستان د خلکو ګټو ته له درناوي پرته، تضمین شوی ثبات له ځانه سره نه راوړي.
له پاکستان سره اړیکه | افغانستان، پاکستان او د سیمې د راتلونکي پر سر سیالي
د طالبانو، د طالبانو د مخالفینو او پاکستان اړیکې، د هند او نورو سیمه ییزو لوبغاړو د رول تر څنګ، د افغانستان د راتلونکي په اړه پر یوې مهمې او بحث پاروونکې موضوع بدله شوې ده.
«له پاکستان سره اړیکه» ځانګړې پاڼه کې، موږ داسې فضا برابره کړې، چې د بېلابېلو برخو سیاسي څېرې، د طالبانو له ملاتړو او مخالفینو نیولې تر پاکستاني او هندي سیاستوالو او چارواکو پورې، د دې مناسباتو، اهدافو او پایلو په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.
زموږ موخه د بېلابېلو روایتونو د اورېدو لپاره د فرصت برابرول او د سیمې د بدلونونو په ښه درک کې مرسته کول دي.
د دې مقالو خپرول د هغو د محتوا د تایید په معنا نه دي او مطرح شوي لیدلوري، الزماً د افغانستان انټرنشنل او ایډیټرانو دریځ نه څرګندوي.