• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایو: افغانستان کې کرنیزو نوښتونو د محصولاتو ضایعات کم کړي او د بزګرانو عاید یې زیات کړي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) وايي، په افغانستان کې نوې کرنیزې لارې چارې او نوښتونو بزګرانو ته د اوبو د کمښت ستونزو سره د ښې ګټې اخیستنې فرصت برابر کړی او همداراز یې له هغوی سره د محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د عاید په زیاتولو کې مرسته کړې ده.

فایو د دغه نوښتونو له ډلې د ځمکو لیزري هوارول، د مرخیړیو تولید او د لمریزې انرژۍ په وسیله د مېوو او سبزیو وچول ښودلي دي. فایو د خوړو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د دغه نوښتونو په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د ځمکو د لیزري هوارولو ماشینونو ته تر ۲۳زره ډېرو بزګرو کورنیو ګډ لاسرسی موندلی. د یادې ادارې په خبره، د دغه ټکنالوژۍ په مرسته د اوبو او سرې وېش په کروندو کې یوشان کېږي او د محدودو اوبو او ګران‌بیه سرې اغېزمن استعمال ته زمینه برابرېږي.

د راپور له مخې، دوی ښځو ته هم د کرنیرو محصولاتو په برخه کې امکانات برابر کړي. نوموړي سازمان فاریاب کې د ښځو د یوه تولیدي مرکز یادونه کړې، چې هلته لسو ښځو یو کوچني فارم کې مرخیړي کرلي. فایو وایي، دغه ښځې هره میاشت تر ۴۰ کیلوګرامه مرخیړي تولیدوي او له پلور څخه یې شاوخوا ۸زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او د مرخیړیو یوه برخه د کورنۍ د خوړو لپاره هم ساتي.

فایو د څارویو د خوړو برابرولو برخه کې هم ویلي، چې ځینو بزګرانو د میوو او نورو حاصل لرونکو ونو ترمنځ ینجه چې د غواګانو، پسونو او نورو څارویو د خوراک لپاره کارول کېږي کرلي دي.
د فایو په وینا، د ونو ترمنځ د نورو کرنیزو محصولاتو کرل بزګرانو ته اجازه ورکوي چې د مېوو د ونو تر ډکېدو مخکې هم له ځمکې ګټه واخلي او په اوږدمهال کې د مېوو له پلور څخه عاید ترلاسه کړي.

همدارنګه، یادې ادارې د سبزیو او میوو د وچولو ماشینونو یادونه هم کړې او دا یې د کرنیزو محصولاتو د وچولو لپاره یو نوښت یاد کړی دی. فایو وایي، تر دې وړاندې بزګرانو مېوې او سبزۍ د کور پر بامونو وچولې چې د پاکوالي په برخه کې به ډېر ډاډمن نه وو؛ خو اوس یې محصولات په پاکه او اسانه توګه وچېږي او د ژمي لپاره یې ساتلی شي.

فایو وايي، هغه کورنیو چې د وچولو دغه دستګاوې یې ترلاسه کړې، تر راټولولو وروسته د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو منځنۍ کچه له ۲۶ سلنې څخه اووه سلنې ته راټیټه شوې ده. د دغو کورنیو شاوخوا څلورمه برخه د وچو محصولاتو یوه برخه پلوري.

د خوړو او کرنې سازمان په وینا، دغه نوښتونه د اوبو د اغېزمن استعمال، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د کمولو او د بزګرانو، په ځانګړې توګه د ښځو، د عاید زیاتولو لپاره مهم فرصتونه برابروي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۳

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

۴

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی

۵

د طالبانو ستره محکمه: د انګور باغ د ځمکې قضیه د «حق‌دارو کسانو» په ګټه فیصله شوې

•
•
•

نور خبرونه

شاه محمود میاخېل: د «طالبانو دوام او پر ضد یې جګړه» دواړه افغانستان بې‌ثباتۍ ته بیايي

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
100%

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د طالبانو د حاکمیت دوام او د هغوی د لرې کولو لپاره وسله‌واله جګړه دواړه افغانستان د کورنیو او نیابتي جګړو له ګواښ سره مخ کوي. هغه د سیاسي بحران د حل لپاره د یوې ټول‌شموله لویې جرګې جوړول یوازینۍ عملي لار بولي.

هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر د بدلېدو له خطر سره مخ دی او د جګړې دوام د افغانانو په ګټه نه دی. هغه له افغان سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو، د ښځو له خوځښتونو او نورو اغېزمنو ډلو غوښتي چې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره خپل ملاتړ اعلان کړي.

میاخېل د افغانستان د اوسني وضعیت د دوام، د طالبانو پر ضد د وسله‌والې جګړې او د خبرو له لارې د سیاسي حل درې احتمالي لارې پرتله کړې دي. د هغه په باور، د طالبانو د حاکمیت دوام د داخلي انارشي او بهرنیو سیالیو زمینه برابروي، خو د هغوی د لرې کولو لپاره جګړه هم د نوې بې‌ثباتۍ او د هېواد د بنسټونو د ویجاړېدو لامل کېدای شي.

هغه لیکلي: «د جګړې دوام او یا د نوې جګړې پیل د افغانستان او افغانانو په خیر نه دی.»

میاخېل وړاندیز کوي چې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ د جګړې پر ځای دې د خبرو اترو له لارې داسې لویه جرګه جوړه شي چې د افغانستان د ټولو قومونو، سیمو او ټولنیزو طبقو استازولي وکړي او د یوه قانوني، مشروع او ولسواک نظام د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړي.

د هغه په باور، د لویې جرګې نوښت باید د افغانانو خپل وي، خو د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو او اغېزمنو اړخونو ملاتړ هم ورته اړین دی. نوموړی وايي، د جرګې د جوړېدو لپاره ټولې ډلې اړ نه دي چې د یوه سیاسي چتر لاندې راټولې شي؛ بېلابېل اشخاص او خوځښتونه کولای شي په خپلواکه توګه د یوه ګډ ملي هدف ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی چې لویه جرګه باید روښانه اجنډا او د جوړېدو منل شوی میکانیزم ولري، څو د جګړې او وینې تویولو پرته د سیاسي نظام د بدلون لپاره زمینه برابره کړي.

میاخېل د افغانستان د اوسني وضعیت مسولیت د طالبانو پر غاړه اچوي او وايي، تر هغه چې په هېواد کې ملي او ولسي مشروعیت رامنځته نه شي، له نړیوالې انزوا څخه د وتلو امکان محدود دی.

هغه لیکلي چې افغانستان ته د بهرنیو پلاوو سفرونه او د هغوی ژمنې د طالبانو د حکومت د رسمي نړیوالې پېژندنې لپاره بسنه نه کوي. د نوموړي په وینا، د امریکا، اروپا او عربي هېوادونو له لوري د طالبانو د حکومت نه په رسمیت پېژندل د افغانستان د انزوا او اقتصادي ستونزو د دوام له مهمو عواملو څخه دي.

میاخېل همداراز ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د ځینو جنګي ډلو ملاتړ او د دغو ډلو فعالیتونه د نیابتي جګړو خطر زیاتوي. د هغه په اند، د جګړې دواړه لوري کولای شي له روان وضعیت څخه د خپلو موخو لپاره استفاده وکړي، خو اصلي زیان یې افغان ولس ته رسېږي.

نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې خبرداری ورکړی چې که د سیاسي حل لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، افغانان به یو ځل بیا د جګړو او د نورو د سیالیو قربانیان شي. هغه لیکلي: «افغانان به د تېر په څېر هم مړه او هم پړه وي.»

میاخېل له هغو سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو او خوځښتونو غوښتي چې د لویې جرګې ملاتړ کوي، خپل دریځ په علني ډول څرګند کړي او د دې بهیر د پیل لپاره عملي هڅې وکړي. د هغه په باور، د پراخ ملي توافق رامنځته کېدل کولای شي افغانستان له جګړو او انزوا څخه د وتلو لپاره یوه بدیله لار ومومي.

د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې؛ د طالبانو د ژمنو او عمل ترمنځ واټن

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱
100%

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز ۱٬۸۵۰ ورځې پوره کېږي؛ ملګري ملتونه دا د میلیونونو نجونو د حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره بحران بولي؛ خو د طالبانو په حکومت کې لا هم داسې نښې نه لیدل کېږي چې د نجونو ښوونځي به کله بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان نجونو د زده‌کړو محدودیتونه د هېواد له مهمو بشري او تعلیمي بحرانونو څخه دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې پیل شو او د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د منځنیو ښوونځیو د پرانیستلو پر مهال هم دوام وکړ. د هماغه کال په ډسمبر کې ښځې له پوهنتوني زده‌کړو هم منع شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۴مې په راپور کې ویلي، چې له ۲،۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع دي.

د طالبانو تازه څرګندونې؛ ستونزه منل شوې، خو حل یې نه دی اعلان شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سپټمبر په ۱۴مه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې وویل، چې د اسلامي نړۍ او لوېدیځ هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. هغه ومنله چې د ښوونځیو تړل یوه ستونزه ده، خو ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید یوازې د لوېدیځ له نظره ونه ارزول شي او د ښځو وضعیت باید د افغان دودونو او ارزښتونو په رڼا کې وکتل شي.

د متقي څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان له کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د لنډمهالي‌والي خبره کوي، خو د بندیز د پای لپاره یې تر اوسه کومه څرګنده نېټه نه ده اعلان کړې. د نړیوالو غوښتنو په اړه د یوه لوړپوړي طالب چارواکي دا اعتراف د پام وړ دی، خو یوازې د ستونزې منل د هغې د حل معنا نه لري.

د بندیز بیه؛ یوازې د نجونو راتلونکی نه، د ټول هېواد پرمختګ هم

د نجونو له زده‌کړو محرومول یوازې د ښوونځي د دروازې تړل نه دي؛ دا د هېواد د راتلونکو ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو او نورو مسلکي کادرونو د روزنې بهیر هم کمزوری کوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې په یوه خپاره کړي تحلیل کې اټکل کړی، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه امریکايي ډالره زیان رسوي. د ادارې د اټکل له مخې، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۲۰ زرو ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په لومړنیو زده‌کړو کې د ښځینه ښوونکو شمېر له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته په ۲۰۲۴ کال کې راټیټ شوی دی. دا کمښت په داسې هېواد کې لا جدي پایلې لرلای شي چې د ښځینه ناروغانو درملنه او د نجونو زده‌کړې په ډېرو برخو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو ته اړتیا لري.

له ښوونځي پاتې کېدل د نجونو د ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو، ناوړه ګټې اخیستنې او نورو زیانونو خطرونه هم زیاتوي؛ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې له بې‌وزلۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

د طالبانو دریځ او د عمل تشه

طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل محدودیتونه د اسلامي شریعت او افغان کلتور له تعبیر سره تړي او وايي چې د ښځو ټول فعالیتونه نه دي منع شوي. متقي هم په خپله مرکه کې د همدې دریځ دفاع کړې ده. خو د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو د دوامدار بندیز په اړه د نړیوالو ادارو اندېښنې د طالبانو له دې عمومي دریځ سره په ټکر کې دي.

د زده‌کړو د بندیز دوام دا هم ښيي چې د نړیوالو غوښتنو او د طالبانو د عملي تګلارې ترمنځ واټن لا نه دی کم شوی. که د نجونو زده‌کړې رښتیا هم د طالبانو په وینا یوه لنډمهاله موضوع وي، نو د کلونو په تېرېدو یې د پای لپاره ولې مهالوېش نه شته؟ او که د زده‌کړو د بیا پیل په اړه د حکومت دننه اختلافونه موجود وي، ولې یې د حل لپاره روښانه پرېکړه نه اعلانېږي؟

د نجونو د زده‌کړو د حق بېرته ورکول یوازې د نړیوالو د غوښتنو د پوره کولو موضوع نه ده؛ دا د افغانستان د راتلونکي، اقتصاد او ټولنې اړتیا ده. هره بله ورځ چې نجونې له ښوونځي پاتې کېږي، د هغوی د راتلونکي فرصتونه محدودېږي او هېواد د خپلو راتلونکو مسلکي کادرونو یوه مهمه برخه له لاسه ورکوي.

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کونړ کې د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې پروګرام جوړ کړی؛ خو پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د عقیدې د روزنې اړتیا څنګه تشخیص شوې او دا پروګرام د ژورنالېزم د پیاوړتیا لپاره دی، که د خبریالانو د فکر د یوې ټاکلې تګلارې له مخې برابرولو لپاره؟

کونړ کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو چارواکو په دغه پروګرام کې د تېرو شلو کلونو د رسنیزو محتواوو پر څرنګوالي نیوکه کړې او له خبریالانو یې غوښتي چې د دوی په وینا، د «دښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې فرهنګي او فکري مبارزه وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان د پروګرام په پرانیسته کې ویلي: «دښمن په نظامي جګړه کې ماته خوړلې ده، اوس د فرهنګي او فکري مبارزې وخت دی، باید په دې برخه کې هم کلکه مبارزه وکړو او دښمن ته په دې ډګر کې هم ماته ورکړو.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سلاکار مولوي خالقیار احمدزي هم د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال د رسنیو پر محتوا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې خپرونې د افغانانو له عقیدې او ارزښتونو سره په ټکر کې وې او پر خلکو تحمیل شوې وې.

خو د وزارت په خبرپاڼه کې د دغو خپرونو مشخص مثالونه نه دي وړاندې شوي او نه هم روښانه شوې چې د خبریالانو د عقیدوي روزنې اړتیا د کومو ارزونو یا شواهدو پر بنسټ ټاکل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي بیا ویلي چې رسنۍ د ټولنې مهم ځواک دی او باید د هېواد د پرمختګ، ابادۍ، ملي یووالي او د ځوانانو د هڅونې لپاره وکارول شي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو د نظام مخالفان قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي او جعلي خبرونه او تبلیغات خپروي. هغه له خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي چې د دغو تبلیغاتو مخه ونیسي.

د جعلي خبرونو د مخنیوي او د معلوماتو د کره‌والي غوښتنه د ژورنالېزم له مسلکي مسولیتونو سره تړاو لري؛ خو د دې مسولیت د عملي کولو لپاره د سرچینو تایید، د شواهدو ارزونه، د بېلابېلو نظرونو انعکاس او د مسلکي اخلاقو مراعات اساسي معیارونه دي. له همدې امله، د خبریالانو د فکري او عقیدوي روزنې د محتوا او موخو روښانتیا مهمه ده، څو څرګنده شي چې دا روزنه د مسلکي معیارونو د لوړولو لپاره ده، که له خبریالانو څخه د یوې ټاکلې سیاسي او فکري تګلارې د ملاتړ تمه هم کېږي.

مهاجر فراهي له خبریالانو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او کاري ننګونې هم اورېدلې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي: «د خبریالانو د ستونزو حل او د هغوی د کاري چارو اسانتیا د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه دي.»

خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د خبریالانو د مشخصو ستونزو، د حل لپاره د شویو پرېکړو او د فکري او عقیدوي روزنې د درسي موادو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ددغه د پروګرام په اړه اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې خبریالان روزنې ته اړتیا لري که نه؛ بلکې دا ده چې د هغوی د روزنې معیارونه څوک ټاکي، د عقیدوي روزنې اړتیا څنګه ارزول کېږي او د دې پروګرام په پایله کې به د خبریالانو مسلکي خپلواکي او د معلوماتو د بې‌ طرفه خپرولو اصول څنګه خوندي پاتې کېږي.

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، «د تحریک طالبان پاکستان غړي او مشران په افغانستان کې له وسلو سره ازاد ګرځي». دراني افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي.

د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده.

هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابوالی به تر ټولو ډېر پر عامو خلکو اغېز وکړي.

دراني زیاته کړې، چې ښايي د نوموړي څرګندونې د طالبانو خوښې نه شي، خو د ده په وینا، «په افغانستان کې هېڅکله تلپاتې ثبات نه دی رامنځته شوی او طالبان حتمي او دایمي واکمنان نه دي».

د افغانستان انټرنشنل خبریال له اصف دراني څخه وپوښتل، چې طالبان ادعا کوي مخالفې ډلې یې د چترال له لارې د ورانکارو فعالیتونو لپاره افغانستان ته اوړي، په دې اړه د نوموړي دریځ څه دی؟ دراني په ځواب کې وویل، چې طالبان دا خبرې د خلکو د پوښتنو د ځوابولو لپاره کوي.

د دراني په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړو ته اجازه ورکړل شوې چې له وسلو سره په ازاد ډول وګرځي او د دې ډلې مشران هم په افغانستان کې دي.

کله چې خبریال ورته وویل چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په نوم کومه ډله نشته، دراني په ځواب کې وویل، «طالبان دروغ وایي، طالبان د کلمې تر څنګ درواغ هم وایي».

هغه زیاته کړې، چې دی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و، طالبانو به ورته ویل چې «د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پاکستان دوی ته پیسې ورکړي».

دراني ویلي، چې د طالبانو او پاکستان د ستونزې د حل لپاره اوس منځګړي نشته او خبرې بې‌پایلې پاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د دې اختلاف د حل لپاره د دواړو هېوادونو خلک او ولسونه مهم رول لوبولی شي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال له دراني وپوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه، د ویزو محدودیتونه او د لارو بندول ایا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دي؟ دراني په ځواب کې وویل، « تر یو بریده هو، خو طالبان فشار نه مني، ځکه خپلو خلکو ته وایي چې پاکستان له دوی سره بد کړي دي او که څوک په دې وضعیت کې مړ شي، دا د خدای رضا ده».

کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال ترې وپوښتل، چې طالبان بیا ادعا کوی چې د پاکستان وضعیت خراب دی، دراني ځواب ورکړ: «که وضعیت خراب وي، طالبان دې راشي او مرسته دې وکړي».

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی. د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو یوڅه وخت باید ورکړل شي.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو او ترلاسه شویو اسنادو له مخې، طالبانو په کابل کې د اماراتو (شیخ زاید) ښارګوټي د یو شمېر اپارتمانونو د بېرته ترلاسه کولو بهیر پیل کړی او د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی لېست یې صادر کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې ټول ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخیستو له خطر سره مخ دي.

د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې ښکاري چې د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډله‌ییزې عریضې له لارې د طالبانو د ښارجوړولو او کور جوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او د ریاست‌الوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې ده.

د اوسېدونکو په وینا، دوی چمتو دي چې د اپارتمانونو لپاره د خپلو ورکړل شویو قسطونو کچه له ۵۰ سلنې لوړه کړي، خو د دوی غوښتنو ته تر اوسه رسیده ګي نه ده شوې.

دوی وایي، د قسطونو په ورکولو کې ځنډ د مالي ژمنو د نه منلو یا قصدي سرغړونې له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو، د عوایدو د کمېدو او بېکارۍ له کبله رامنځته شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، ځینو کسانو د معلوماتو د نشتوالي او ناسمو برداشتونو له امله هم ګومان کاوه چې ښایي په راتلونکي کې قسطونه وبښل شي یا یې اندازه راکمه شي.

د ښارګوټي اوسېدونکي څوک دي؟

د اوسېدونکو په وینا، داسې برداشت هم رامنځته شوی چې ګواکې د شیخ زاید ښارګوټي اپارتمانونه د پخواني جمهوري حکومت د سیاستوالو، وکیلانو او وزیرانو دي، چې په تېرو وختونو کې یې قسطونه نه دي ورکړي او اوس هم د پیسو د ور کولو اراده نه لري.

خو د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، دغه ښارګوټی د یوه کوچني افغانستان په څېر دی، چې د بېلابېلو قومونو، ژبو او ټولنیزو قشرونو خلک پکې ژوند کوي. د دوی په وینا، د ښارګوټي ډېری اپارتمانونه د کلونو په اوږدو کې څو ځله پېرل شوي او پلورل شوي او اوسني مالکان یې تر ډېره عادي خلک او په ځینو مواردو کې بې‌وزله کورنۍ دي.

دوی ټینګار کوي چې د قسطونو د ور کولو په برخه کې ستونزې باید د هرې کورنۍ د اقتصادي وضعیت او شرایطو په پام کې نیولو سره وارزول شي.

د ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له امله اړ شوي یو، چې د لګښتونو په منلو سره د خپلو خلکو له منځه یو پلاوی کندهار ته واستوو، څو د قسطونو د ورکولو لپاره یو ځل بیا د مهلت غوښتنه وکړي».

د دوی په وینا، دوی د پورونو د بښلو، معافیت یا د قسطونو د کمولو غوښتنه نه کوي، بلکې یوازې د پاتې پیسو د ورکولو لپاره اضافي وخت غواړي.

اوسېدونکي وایي، «موږ دا ادعا هم نه کوو، چې د شیخ زاید ښارګوټی د شیخ زاید ډالۍ وه، نه دا غوښتنه کوو چې دغه اپارتمانونه دې ونه پلورل شي او نه هم دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې ښارګوټی لا هم د کلینیک، ښوونځي او شنو ساحو په څېر له ډېرو بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دی».

د ښارګوټي د اوسېدونکو په وینا، دوی یوازې دا غواړي، چې د قسطونو د تادیې لپاره یو بل فرصت ورکړل شي.

د اپارتمانونو اوسېدونکي وايي، چې که دغه کورونه بېرته واخیستل شي او نورو کسانو ته وسپارل شي، هغوی به هم اړ وي چې قسطونه ورکړي، نو ولې لومړی اوسنیو مالکینو ته فرصت نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د کورونو د بیې یوه برخه یې ورکړې او د پاتې پیسو د تادیې لپاره هم چمتو دي.

د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د قسطونو د ورکولو لپاره د اضافي مهلت غوښتنه مو د دې لپاره ده چې خپلې مالي ژمنې پوره کړای شو او له خپلو کورنیو سره په خپلو کورونو کې پاتې شو».

د اوسېدونکو په وینا، د دوی غوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي او د همدې وضعیت دوام یې اندېښنې او ناهیلي زیاتې کړې دي.

ددغه رپوټ تر خپرېدو پورې طالب چارواکو د ښارګوټي د اوسېدونکو د ادعاوو او غوښتنو په اړه په علني توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.